د ښځو حقوق

ملګرو ملتونو په هرات کې په سلګونو داخلي بې ځایه شوې او بېرته راستنې شوې ښځې په کار ګومارلې دي

د عمر راپور

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري (یو اېن اېچ سي آر) په وروستیو میاشتو کې په هرات کې یوه پروژه تطبیقوي چې په سلګونو ښځو او نجونو ته حرفوي روزنه برابره کړي. یو شمېر برخه والو په هرات ښار کې د یوه عام نندارتون په ترڅ کې چې د لړم له ۱۲مې څخه تر ۱۴مې پورې ترسره شو، خپل لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کړل. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري (یو اېن اېچ سي آر) په وروستیو میاشتو کې په هرات کې یوه پروژه تطبیقوي ترڅو په سلګونو ښځو او نجونو ته حرفوي روزنه برابره کړي.

د افغانستان ورغوئ پروژه ښځو ته فرصت برابروي ترڅو د خیاطۍ، غالۍ اوبدنې، ګلدوزۍ او هنري کار په ګډون، بېلابېلو برخو کې مهارتونه ترلاسه کړي.

د دې پروژې برخه والې ښځې او نجونې داخلي بې ځایه شوې یا بېرته پرځای شوې افغان کډوالې دي چې له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنې شوي، او د خپلو کورنیو لپاره نفقه ګټي.

یو شمېر برخه والو په یوه عام نندارتون کې چې د لړم له ۱۲مې څخه تر ۱۴مې پورې د هرات ښار په صلاح الدین سلجوقي تالار کې ترسره شو، خپل لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کړل.

یوه سوداګره ښځه د لړم په ۱۳مه په هرات کې په یوه نندارتون کې یوه مشتري ته یوه ګلدوزي شوې ټوټه ورښیي. [عمر/سلام ټایمز]

یوه سوداګره ښځه د لړم په ۱۳مه په هرات کې په یوه نندارتون کې یوه مشتري ته یوه ګلدوزي شوې ټوټه ورښیي. [عمر/سلام ټایمز]

د افغانستان ورغوئ پروژې رییس حسن احمدزي وویل، په دې پروګرام کې برخه اخیستونکې ښځې او نجونې ټولې له یو اېن اېچ سي آر څخه میاشتنی معاش ترلاسه کوي.

هغه وویل، «د افغانستان ورغوئ پروژې ټولې برخه والې داسې کسان دي چې د خپلو کورنیو د نفقې ګټل ور تر غاړې دي.»

هغه زیاته کړه، «په میاشتني عاید سربېره، هغوی د لاسي صنایعو له خرڅلاو څخه هم یو ښه عاید ترلاسه کوي. یو اېن اېچ سي آر برخه والو ته خام مواد ورکوي ترڅو ډول ډول لاسي صنایع جوړ کړي.»

هغه وویل، «یو اېن اېچ سي آر د لاسي صنایعو لپاره د بازار موندنې په ګډون، د بېلابېلو فعالیتونو ملاتړ کوي. تر دې دمه، موږ د دې ښځو له خوا چمتو شوي ۴۰۰ ډوله لاسي صنایع متحده ایالاتو ته لېږلي، چې هلته به په نږدې راتلونکي کې په یوه نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړای شي.»

احمدزي وویل، د برخه والو د لاسي صنایعو ۳۰۰ قلمه د تلې په میاشت کې ترکیې ته صادر کړای شول څو دغه پروګرام ته راغلی یو فرمایش پوره کړي.

د احمدزي په وینا، دا پروژه یواځې په هرات کې پلې کېږي او تمه ده چې په راتلونکي کال کې ۴۰۰ نورې ښځې هم تر پوښښ لاندې ونیسي.

کورنۍ له بې وزلۍ څخه ژغورل

د پروژې یوې برخه والې ثریا ملکزاده چې ۲۲ کاله عمر لري، وویل چې هغه ډېره خوشحاله ده چې دا فرصت یې ترلاسه کړی چې بهر وځي او په هېواد کې د جنسیتي بندیزونو باوجود کار وکړي.

ملکزاده چې دوه ماشومان لري، وویل، «زما مېړه بې کاره دی، او زه باید کار وکړم ترڅو نفقه ترلاسه کړم. دا چې زه د خپلې کورنۍ یواځینۍ نفقه ګټونکې یم، زه د یوې ښځې په توګه د قوت احساس کوم.»

هغې زیاته کړه، «له هغه وخته چې ما له دې پروژې څخه ګټه اخیستنه پيل کړې او یوه وظیفه مې ترلاسه کړې، زموږ اقتصادي وضعیت وده کړې ده. ما هوډ کړی چې خپل د لاسي صنایعو کار ته پراختیا ورکړم.»

سونیتا یارزاده چې ۲۴ کاله عمر لري، د دې پروژې یوه ګټه اخیستونکې ده چې ډول ډول ګلدوزي شوي دودیز افغاني جامې جوړوي. هغه د خپلې اوه کسیزې کورنۍ یواځینۍ نفقه ګټونکې ده. د هغې پلار ناروغ دی او نشي کولی چې کار وکړي.

هغې وویل، کورنۍ یې په بشپړ ډول د هغې په عاید باندې متکي ده، او زیاته یې کړه چې هغه کولی شي اوس د هغه عاید له برکته چې د خپلو لاسي صنایعو له خرڅلاو څخه یې ترلاسه کوي، د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کړي.

یارزاده وویل، هغه ډېره خوشحاله ده چې کولی شي په افغانستان کې په ښځو باندې له روانو محدودیتونو سره سره هم کار وکړي. دغو محدودیتونو ډېرې ښځې مجبورې کړي دي چې په کورونو کې دننه پاتې شي.

هغې وویل، «زما کورنۍ نور د بل چا په ملاتړ باندې متکي نه ده. زه په ریښتیا سره خوشحاله یم چې د یوې لور په توګه کولی شم چې له خپل پلار، مور او وړو ورونو او خویندو سره مرسته وکړم.»

یارزاده زیاته کړه، «زه نه غواړم په کور پاتې شم ځکه چې موږ له سختو اقتصادي شرایطو سره مخامخ یو. که زه کار ونه کړم، زما کورنۍ به له لوږې ومري، او زه دغه حالت نشم زغملی.»

یارزاده وویل چې هغه هڅه کوي ترڅو یوه سوداګره شي او غواړي چې خپل کار ته پراختیا ورکړي.‌

د یارزاده مور آمنه چې ۴۲ کاله عمر لري او د لړم په ۱۳مه یې په نندارتون کې د خپلې لور له لاسي کار څخه لیدنه وکړه، وویل، «زه پخپله لور باندې افتخار کوم چې کولی شي کار وکړي او عاید ترلاسه کړي.»

هغې زیاته کړه، «زما لور موږ له لوږې او بې وزلۍ څخه وژغورلو. که هغې دا کار نه وای پیدا کړی، زه نه پوهېږم چې مونږ به څه کولای. زه ډېره خوشحاله یم چې کولی شم د خپلې لور لاسته راوړنې او پرمختګ ووینم.»

هغې وویل، که د نورو افغان نجونو لپاره مساعد چاپېریال برابر شي، هغوی هم کولی شي چې خپلې کورنۍ له فقر او لوږې څخه وژغوري.

د پرمختګ لپاره هڅې

د افغانستان ورغوئ یوه بله ګټه اخیستونکې معارفه خادمي چې ۱۸ کاله عمر لري، له تېرو پنځو میاشتو راهیسې په پروژه کې برخه اخلي. هغه د غور ولایت اوسېدونکې ده او درې کاله مخکې له خپلې کورنۍ سره یو ځای هرات ښار ته را بې ځایه شوې ده.

خادمي چې په هرات ښار کې د ۱۲م ټولګي زده کوونکې ده، تېر کال ښوونځي ته نه ده تللې او پرځای یې د ګلدوزۍ زده کړه پيل کړې ده.

د هغې پلار یو مزدورکار دی چې له تېرو څو میاشتو راهیسې وظیفه نه لري، او له امله یې هغه د خپلې اته کسیزې کورنۍ یواځینۍ نفقه ګټونکې ده.‌

هغې زیاته کړه، «زه نشم کولی چې د محدودیتونو په ترڅ کې په کور کې پاتې شم. زه راوتلې یم او کار کوم. کله چې زه په کور کې پاتې شم په ژور خفګان باندې اخته کیږم. زه به حالاتو ته تسلیمه نشم او نه به ماتې ومنم.»

هغې وویل، «له هغه وخت نه چې له کوره راوتلې یم، ما نوي مهارتونه زده کړي او اوس یو عاید لرم. موږ خپل عواید بهر ته صادروو او خپل استعداد نړۍ ته ور ښیو.»

خادمي وویل له ډېرو وېروونکیو ننګونو او جنسیتي محدودیتونو سره سره، هغه غواړي چې په افغانستان کې پاتې شي او پرمختګ وکړي.

هغې وویل، «زه غواړم چې د افغانستان په اقتصادي وده کې مرسته وکړم. زه به د ښه کیفیت لرونکیو او په نړۍ والو معیارونو برابرو تولیداتو په تولیدولو کې چې د صدور لپاره برابر وي، هېڅ هڅې ونه سپموم.»

هغې وویل، «افغان نجونې دوامدار ملاتړ ته اړتیا لري. له بده مرغه چې په ټولنه کې د ښځو د کار پر ضد توپیري چلند موجود دی.»

خادمي وویل، «ځینې خلک مونږ کمزورې بولي، خو هغوی په دې نه پوهېږي چې نجونې وړتیاوې لري. موږ به په ننګونو او موجودو محدودیتونو باندې په غلبې کولو سره پرمختګ ته دوام ورکړو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

پر کابل ښار او یو شمېر یخو ولایتونو کې د سږ کال لومړۍ واوره وورېدله چې دې سره به موسم بیخي یخ شي او خلک به ونه شي کولی چې په ډاډه زړه کار وکړي او بیا په همدې سیمو کې چې یخې دي کارونه هم نشته. مخکې به د نورو ترڅنګ د یخو ولایتونو اکثرو ځوانانو وظیفې درلودو چې کورنۍ ته یې په ښه شکل پیسې ګټلی شوې مګر دا چې اوس ډېره برخه خلک بې روزګاره دي که دغه ډول کارونه ورته برابر کړل شي ښه به وي. کنه یا به له لوږې مړه کېږي او یا به له یخنۍ. د ژمي په شدت سره به په ټول هېواد او په ځانګړي ډول د کابل ښاریانو د ژوند ستونزې لا زیاتې شي. بشري او اقتصادي ناورين به په دې شديد حالت کې د خلکو ژوند ته د اړتیاوو تامينول ډېر ستونزمن کړي. خدای دې زموږ په خلکو رحم وکړي.

ځواب ورکړئ

د ملګرو ملتونو مرستې د ستاینې وړ دي لاکن دا خبره واضح ده چې ملګري ملتونه د مرستو پیسې هغسې نه لګوي څنګه یې چې ترلاسه کوي. له میلیاردونو ډالرو څخه چې د افغانانو په نوم یې ترلاسه کوي په سلګونو نه چې په لسګونو میلیونو ولګیږي هم د خوښۍ خبره ده. په هر حال، ملګري ملتونه او نورې نړۍ والې ادارې چې څه بودجې لري دا باید دوه برخې کړي. یوه برخه یې باید په عاجلو مرستو کې ولګوي. دا کار چې په دې راپور کې پرې خبرې شوي دي زه په عاجلو کارونو کې حسابوم. بله برخه دې په داسې پروژو ولګوي چې اوږدمهالې وي او ډېرو خلکو ته د کار زمینه جوړه کړي. د اوبو لوی بندونه دې جوړ کړي. د برق بندونه دې جوړ کړي. چې برق یې فابریکې وچلوي او اوبه یې دښتې ابادې کړي. که دا کار ونشي، زمونږ اوبه به تر قیامته پورې زمونږ منافقو ګاونډیانو (پاکستان او ایران) ته وړیا بهیږي او مونږ به همداسې د پردیو خیرات ته ناست یو.

ځواب ورکړئ

په پوره مانا ښه خبر دی. هم یې دغه ښځې په کار بوختې کړي او هم یې په لاس جوړ توکو لپاره بازار موندلی. او چې بازار وي نو د دا ډول پروژو پراخول په کار دي. هرات د افغانستان یو له ابادو ولایتونو دی په کار ده چې دغه ډول پروژې چې پوره ملاتړ لري نورو ولایتونو ته هم ولېږدول شي چې هلته مېشتې مېرمنې ترې برخمنې شي. نن سبا ډېرې ښځې بې روزګاره او اړتیا لري چې کار وکړي. نو دا ډول کارونه د هغوی لپاره ښه ځکه دي چې ټول ماحول د ښځو وي او دوی په کې د ناراحتۍ حس نه کوي.

ځواب ورکړئ