زده کړه

له دودیزو ښوونځیو څخه محرومې شوې افغان نجونې هڅه کوي چې په کورنیو ښوونځیو کې زده کړې وکړي

د عمر راپور

یوې ځوانې افغانې ښځې ژمنه کړې چې په ترکیه کې د خپلې دوکتورا له بشپړولو څخه وروسته به د نورو افغان ښځو او نجونو لپاره تغیر رامنځته کړي. منیژه بهره چې ۲۷ کاله عمر لري، په ۱۳۹۶ کې په ترکیه کې د ټولنیزو علومو په برخه کې خپله ماسټري بشپړه کړله او په وروستیو کې د دې لپاره ومنل شوه چې خپله دوکتورا پر مخ بوځي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) وایي، په افغانستان کې د تېر یوه کال په ترڅ کې له یو میلیون څخه ډېرې تنکۍ ځوانې نجونې له زده کړو څخه بې برخې شوي دي. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- افغانې نجونې، چې دا یې له شپږم ټولګي څخه پورته زده کړو څخه د محرومېدلو دویم کال دی، هڅه کوي چې له دا هر څه سره سره خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.‌

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) وایي، په هېواد کې د تېر یوه کال په ترڅ کې له یو میلیون څخه ډېرې تنکۍ ځوانې نجونې له زده کړو څخه بې برخې شوي دي.

د یوناما سرپرست رییس مارکوس پڅېل د وږي په ۲۷مه په یوه اعلامیه کې وویل، «دا حالت په ژوره توګه د نجونو د یوه نسل او پخپله د افغانستان لپاره ویجاړونکی، دردوونکی او شرموونکی»‌ دی.

یوې افغانې ښځې ژمنه کړې چې په ترکیه کې د خپلې دوکتورا له بشپړولو څخه وروسته به په خپل هېواد کې د نجونو او ښځو په ژوند کې یو بدلون رامنځته کړي.

منیژه بهره چې ۲۷ کاله عمر لري، د وږي په ۵مه په هرات ښار کې په خپل کورني کتابتون کې لیدل کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

منیژه بهره چې ۲۷ کاله عمر لري، د وږي په ۵مه په هرات ښار کې په خپل کورني کتابتون کې لیدل کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

منیژې بهرې چې ۲۷ کاله عمر لري، په ۱۳۹۶ کې له یوه ترکي پوهنتون څخه په ټولنیزو علومو کې د ماسټرۍ ډګري ترلاسه کړله. اوس هغه د دوکتورا په تحصیل بوخته ده.‌

هغې وویل، څو چې افغان نجونې سره یو لاس نشي او مهارتونه پیاوړي نه کړي هغوی به پرمختګ ونه کړي او نه به ځواکمنې شي، او زیاته یې کړله چې هغه هوډ لري چې د افغان ښځو او نجونو لپاره د زده کړو د فرصتونو د برابرولو لپاره به کار وکړي.‌

هغې وویل، «زه به د خپلو زده کړو له بشپړولو څخه وروسته افغانستان ته ستنه شم او په لوړه کچه ښوونه به وکړم. که زه په ترکیه کې پاتې شم، ښایي زه یو ښه ژوند ولرم، خو زه هوډ لرم چې خپل هېواد ته ستنه شم او خپل ځان د افغانستان نیمایي وګړو (ښځو او نجونو) ته وقف کړم.»

بهرې وویل، هره افغانه نجلۍ استعداد او وړتیاوې لري، او د فرصت په پام کې نیولو سره، ټولې نجونې کولی شي چې لوړې زده کړې وکړي.

هغې وویل، «هره افغانه نجلۍ کولی شي چې ډاکتره، انجنیره،‌ اقتصادپوهه، انسان پېژندونکې یا قانونپوهه شي، لاکن له بده مرغه چې هغوی ته فرصت نه دی ورکړل شوی.»

هغې وویل، اوسني جنسیتي محدودیت نجونو ته دا الهام ورکړی چې لا سختې زده کړې وکړي. موجودو ننګونو هغوی لا ډېرې هوډمنې کړي چې سخت زیار وباسي او د خپلو ځانونو لپاره یو ښه راتلونکی جوړ کړي.

په کور کې زده کړه

بهرې وویل، ټولې لوستې افغان ښځې باید دا خپل هدف وګرځوي چې د هغو نجونو ملاتړ وکړي چې له ښوونې او روزنې څخه محرومې شوي او باید چې د خپلې سیمې د نجونو د یوه ګروپ لپارهپه خپل کور کې درسي ټولګي جوړ کړي.‌

هغې زیاته کړه، که هره لوستې ښځه یوې نجلې ته درس ورکړي، هېڅ نجلۍ به د زده کړو تر لاسه کولو لپاره په خپله هڅه کې شاته پاتې نشي.‌

په هرات ښار کې د صدیقې غلامي په نامه یوې ښوونکې وویل چې هغه په یوه خصوصي ښوونیز مرکز کې شاوخوا ۵۰ نجونو ته درس ورکوي.‌

هغې وویل، «هغه نجونې چې ښوونځیو ته له تګ څخه ایسارې شوي دي هغوی په ښوونیز مرکز کې د ښوونځیو مضامین، کمپیوټر او انګلیسي لولي. د هغوی انګېزې ډېرې ټینکې دي او ډېر زیات زیار وباسي.»

هغې وویل، «موږ په باسوادو میندو او پلرونو باندې ټینګار کوو چې خپلو لوڼو ته ښوونه وکړي او د هغوی ملاتړ وکړي. په روانو حالاتو کې، نجونې د بل هر وخت په پرتله ډېر د کورنۍ ملاتړ ته اړتیا لري.»

غلامي وویل،‌ په روانو حالاتو کې ټول لوستي سړي او ښځې یوه دنده لري او هغه دا ده چې د نجونو ملاتړ وکړي او هغوی ته په کور کې ښوونه وکړي او بل دا چې له هغوی سره مرسته وکړي چې خپله پوهه او وړتیاوې پیاوړي کړي.‌

فوزیه احمدي چې د هرات پوهنتون د ساینس پوهنځي څخه فارغه شوې او لا یې وظیفه نه ده موندلې، په دې ورځو کې په کور کې خپلو دوو خویندو ته درس ورکوي.

هغې وویل، د هغې خویندې په اتم او یوولسم ټولګیو کې دي، او هغې په کور کې ښوونځی جوړ کړی چې هغوی ته د انګلیسي په ګډون بېلابېل موضوعات تدریس کړي.

هغې وویل، لږ وروسته له هغه چې د نجونو ښوونځي وتړل شول، هغې پرېکړه وکړه چې خپلو خویندو ته تدریس پیل کړي، او زیاته یې کړه چې وروسته له هغه یې چې ښوونه ورته پیل کړله د هغوی په زړونو کې هیلې تاندې شولې.

احمدي زیاته کړه، «زه په نورو لوستو نجونو او ښځو باندې هم غږ کوم چې وخت او امکانات برابر کړي او د خپلو ګاونډیانو لوڼو ته ښوونه وکړي. نجونې د بل هر وخت په پرتله اوس د هغوی ملاتړ ته ډېره اړتیا لري، او لوستې ښځې کولی شي چې د هغوی ملاتړې واوسي.»

هغې وویل، نجونې باید د خپلو زده کړو تعقیبولو ته دوام ورکړي او میندې او پلرونه باید د خپلو لوڼو لپاره په کور کې د ښوونې فرصتونه برابر کړي.

نجونې پیاوړې کول

د ښځو د حقونو فعالانې وایي، افغانو ښځو او نجونو د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې تاریخي لوړ ګامونه پورته کړل او په یوه لوستي او ځواکمن نسل باندې بدلې شوې.

په هرات کې د ښځو د حقونو یوې فعالې مریم عزیزي وویل، ښځو او نجونو په ټولو برخو کې خپلې وړتیاوې ښودلي دي.

هغې زیاته کړه، «که څه هم چې نجونې تل افغاني دودونو محدودې کړي او هغوی له خنډونو او ننګونو سره مخامخ شوي، لاکن هغوی د دغو محدودیتونو پر ضد مبارزه کړې او خپلو هدفونو ته رسېدلي دي.»

هغې وویل، «نجونو څو کاله د پوهنتون د کانکور ازموینه کې تر ټولو لوړې نومرې اخیستي او غوره پوهنځیو ته شاملې شوي دي. دغه راز، هغوی په پوهنتون کې تر ټولو لوړې نومرې ترلاسه کړي دي.»

عزیزي وویل، هغه وخت چې ښځو په حکومتي دوایرو کې کار کاوه، اداري فساد ډېر کم شوی وو او حکومت په وړه توګه د خلکو خدمت کاوه.

په هرات ښار کې د مدني ټولنې یوه فعال محمد ناصر فطرت وویل، افغان نجونې با استعدادې دي، او که فرصت ورکړل شي، هغوی به په ټولو برخو کې پرمختګ وکړي.

فطرت چې د هرات پوهنتون د دري ژبې له څانګې څخه فارغ شوی دی، وویل، «یوه نجلۍ څلور کاله پرله پسې زموږ په ټولګي کې اولنمره وه. زموږ په ټولګیو کې به نجونو تر ټولو لوړې نومرې ترلاسه کولې.»

هغه د تېرې لسیزې په ترڅ کې د ښځو او نجونو لاسته راوړنو ته په اشارې سره، د افغان نجونو د روبوټ جوړونې ټیم د استعداد او وړتیا د یوې نمونې په توګه یاد کړ.

هغه زیاته کړه، «چاپېریال د هغوی لپاره برابر وو، او هغوی په نړۍ واله کچه وپېژندل شوې او جایزې یې ترلاسه کړلې.»

هغه وویل، «افغان نجونې با استعدادې دي او وړتیا لري. یواځیني شي ته چې هغوی ورته اړتیا لري هغه ملاتړ دی چې هغوی ورسره وغوړېږي.»

فطرت وویل، د نړۍ هېوادونه خپل ډېر امکانات خپلو ماشومانو او ځوانانو ته د ښوونې او روزنې په برابرولو باندې لګوي، نو افغانستان هم باید د ماشومانو او په ځانګړې توګه د نجونو لپاره د ښوونې او روزنې په برابرولو باندې پانګونه وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په دې ډول فکر کولو سره زه ویلی شم چې منیژه د احساس او پوهې لرونکې نجلۍ ده چې د خپلو خلکو د خدمت په فکر کې ده. ډېر لږ خلک د دې ډول فکر کولو وړتیا لري، خو د افغانستان په هر ګوټ کې، د افغانستان په هره سیمه کې نجونې نالوستي وې او نالوستې دي. ځینې نجونې په لیرې پرتو سیمو کې ژوند کوي چې د ښوونې او روزنې په هکله نه پوهیږي. د قبیلوي رواجونو له امله دوی نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکوي او اوس حکومت هم هغو نجونو ته اجازه نه ورکوي چې له ډېرو ستونزو سره سره زده کړو ته دوام ورکړي. الله تعالی علم په نر او ښځه فرض کړی دی خو یو مشر یې مني او بل یې نه مني. له یوې ورځې څخه بلې ته، له یوه کال څخه تر بل کال پورې، ټولې نجونې منتظرې دي، او د ښوونځيو دروازې د دوی لپاره د خلاصیدو انتظار کوي، مګر بیا هم داسې نه کیږي. ولې؟ افغان نجونې هم انسانان دي. آزاد ژوند کولی شي. ولې باید په دې ډول بندیز ولګول شي؟ موږ له اوسني حکومت څخه غوښتنه کوو چې د نجونو لپاره د ښوونځیو دروازې پرانیزي او اجازه ورنکړي چې یو بې وزله او بې ګناه نسل تباه شي.

ځواب ورکړئ

څو شېبې وړاندې مې ستاسو په وېب سایټ ولوستل چې امریکا په افغانستان کې خپلې بشري مرستې زیاتوي. له بده مرغه، ما ولیدل چې دا مرستې یوازې د بشردوستانه موخو لپاره دي او د ډبلیو اېف پي او آی او اېم په څیر موسساتو ته ورکول کیږي چې خلکو ته خواړه ورکړي. کاش چې امریکا دغه پیسې د پوهنې په برخه کې ولګوي. دا سمه ده چې د نجونو ښوونځي تړل شوي، خو د درسي کیفیت له خرابوالي سره سره بیا هم د هلکانو ښوونځي خلاص دي. متحده ایالات کولی شي د افغان ښوونځیو تعلیمي معیارونو ته وده ورکړي او د حل لارو چارو ته دوام ورکړي ترڅو نجونې هم زده کړو ته لاسرسی ومومي.

ځواب ورکړئ

منیژه عالي فکر لري چې کېدای شي ډېر کم خلک دا ډول فکرونه ولري. کور یې ودان چې دا اراده یې کړې ده او خپل ښه نیت یې ښکاره کړی دی. که په هره سیمه او هر کور کې باسواده قشر دغه ډول ګام واخلي مطمئین یم چې د زده کړو مخه به نه نیول کېږي. خو زه دا وایم چې په هره سیمه کې لوستي ځوانان/پېغلې نشته چې دا ډول کار ته راودانګي. مثلاً د افغانستان د واخان او پامیر سیمې چې حتی خلک درس تعلیم، لومړني خدمتونه او ښه ژوند کول حتی نه پېژني. نو هغوی به څنګه خپل راتلونکي نسل ته د تعلیم زمینه برابره کړي. څو ورځې وړاندې مې د شمشاد ټلویزیون یو راپور ولید. خبریال یې واخان ته ورغلی چې د خلکو د ژوند حال احوال واخلي. یو سپین ږیری او ډېر ضعیف سړی ورسره په خبرو کې وايي چې د داوود خان له واکمنۍ وروسته به ښار ته نه دی تللی. نو چې یو څوک حتی ښار ته نه ځي نو تاسو ووایئ چې هغوی خپل بچیان څه ډول وروزي؟ زموږ خو تمه دا وه چې افغانستان کې تېر شل کلونه جګړه وشوه. اوس امارت راغی. دښمن نه لري. سوله به وي. ژوند به وي. مینه او ورور ګلوي به وي، خو برعکس هر څه په ډېرې تېزۍ سره بدل شول. موږ ویل ښارونو کې خو به هسې هم کارونه روان وي او ماډرن ژوند به خلک کوي او طالبان به لرې پرتو سیمو ته توجه کوي. خو اوس چې وینو طالب هماغه دی کوم چې په ۱۹۹۶ شاوخوا کلونو کې وو. هماغه خره باندې اوس هم سپور دی کوم چې ۲۵کاله وړاندې پرې سپور وو. اطراف خو څه چې ښاریاتو نه یې خوند یووړ. یو مشر یې وايي د ښوونځیو دروازې خلاصې کړئ. تعلیم په نر او ښځه فرض دی. بل یې وايي مباح عمل دی... نور دې خدای دوی په سمه لار روان کړي...

ځواب ورکړئ

د منیژه جانې فکر او نیت د عظیمو انسانانو فکر او نیت دی. خدای دې وکړي چې د افغانانو او افغانستان مرسته وکړي. مونږ ټول باید ډاکتره منیژه د خپلو ځانونو لپاره یوه بېلګه ونیسو. مونږ هر یو باید هڅه وکړو چې یا کشرانو ته تعلیم ورکړو یا یې په مالي لحاظ حمایه کړو چې تعلیم وکړي. په افغانستان کې نوې واکمنه شوې ډله خپل نظر او فکر لري. زه نه وایم چې د هغوی نظر ښه دی که بد لاکن هغوی له پیل نه همداسې روزل شوي دي. په پاکستان کې د دیني مدرسو نصاب داسې جوړ شوی چې روزل کېدونکي کسان فکر کوي چې هغوی د محمد رسول الله (ص) مستقیم استازي دي. حقیقت دا دی چې د رسول الله (ص) له زمانې راهیسې ۱۴۰۰ کاله تېر شوي دي. مونږ نشو کولی چې د هغه زمانې ته ورسیږو. مونږ نشو کولی چې د هغه د صحابه وو زمانې ته ورسېږو. مونږ نشو کولی چې له هغه نه د ۵۰۰ کاله وروسته دورې ته ورسېږو. یوه مهمه خبره دا ده چې اسلام هېڅکله د تعلیم مخه نه نیسي. بلکې د قران کریم لومړنۍ کلمه چې جبریل حضرت محمد رسول الله (ص) ته د الله (ج) له لوري راوړې وه هغه اقرأ (ولوله) وه. راځئ چې د همدغې کلمې په عملي کولو سره د وطن د بچیانو لپاره د تعلیم په هڅو کې په مستقیم او غیر مستقیم ډول برخه واخلو. تل دې وي افغانستان.

ځواب ورکړئ