زده کړه

له ښوونځیو څخه ایسارو شویو افغان نجونو آنلاین زده کړو ته مخه کړې ده

خبریال: عمر

نجونې د سلواغې په ۱۹مه په هرات ښار کې له کور څخه آنلاین درس لولي. [عمر/سلام ټایمز]

نجونې د سلواغې په ۱۹مه په هرات ښار کې له کور څخه آنلاین درس لولي. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- په افغانستان کې په ښوونه او روزنه باندې د بندیزونو او د ښوونځیو او پوهنتونونو د بندېدلو په ترڅ کې، ځینې نجونې په آنلاین بڼه زده کړو ته مخه کوي.

یو شمېر آنلاین ټولګي، چې په وروستیو کې یې شمېر ډېر شوی دی، په افغانستان کې ترسره کیږي، په داسې حال کې چې نور یې له نورو هېوادونو او په ځانګړې توګه متحده ایالاتو څخه مدیریت کیږي.

نجونې کولی شي چې په وړیا ډول په آنلاین ټولګیو کې داخله وکړي او د وټس آپ، زوم او د پیغام لېږلو دڅو نورو اپلیکیشنونو له لارې درسونه واخلي.

د طلایي ستن (ګولډن نیډل) په نامه آنلاین ښوونځی په متحده ایالاتو کې مېشتې حمیرا قادري جوړ کړی چې تر اوسه یې په افغانستان کې دننه په لسګونو نجونو ته زده کړې برابرې کړي دي.

قادري چې په دری ادبیاتو کې دوکتورا لري، په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه په تخلیقي لیکنه او ارواپوهنه کې نجونو ته تدریس کوي.

قادري وویل، طلایي ستن آنلاین ښوونځی د ۱۴۰۰ کال د وږي په میاشت کې، د افغان نجونو لپاره د پوهنتونونو له بندېدلو څخه وروسته پیل شو، او زیاته یې کړه چې د هغې په آنلاین ښوونځي کې د زده کوونکیو شمېر په وروستیو کې زیات شوی دی.

هغې وویل، «اوس ۱۸۰ نجونې آنلاین ټولګي اخلي. موږ هره ورځ په بېلابېلو مضامینو کې آنلاین تدریس کوو، او په هر ټولګي کې د ۲۰ او ۲۵ تر منځ زده کوونکې برخه اخلي.»

هغې زیاته کړه، «زموږ زده کوونکې د افغانستان د بېلابېلو برخو او حتی د لیرې پرتو کلیو اوسېدونکې دي. هغوی ډېره زیاته انګېزه لري او ډېره هڅه کوي چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.»

قادري وویل، هغه افغان نجونو ته د کیسو او خاطراتو د لیکلو تدریس کوي څو هغوی وکولی شي چې د هغو «تیارو او ترخو شېبو» په هکله لیکل وکړي چې په هغوی تېرېږي او راتلونکي نسل ته یې ورسوي.

سودابه مومند چې ۲۱ کاله عمر لري د دغه آنلاین ښوونځي له زده کوونکیو څخه ده. هغه مخکې له دې چې د نجونو په ښوونه او روزنه باندې بندیزونه ولګول شي، په هرات پوهنتون کې د ارواپوهنې د څانګې د درېیم کال محصله وه.

له یوې میاشتې څخه ډېر د آنلاین ټولګیو له تعقیبولو څخه وروسته، هغې وویل خوشحاله ده چې په افغانستان کې د شرایطو له سختوالي سره سره، هغه کولی شي آنلاین زده کړه وکړي.

هغې وویل، «زه د آنلاین ښوونځي له پيلولو راهیسې بیا هیله منه شوې یم او انګېزه مې موندلې چې بیا زده کړه وکړم. آنلاین درسونو تر څه حده د پوهنتون د درسونو ځای نیولی دی.»

مومند وویل، «ما هوډ کړی چې خپله پوهه او ظرفیت لوړ کړم. کله چې زه په آنلاین ټولګیو کې له نورو نجونو سره یو ځای درس وایم، زه په کور کې د ایسارېدلو او ستونزو لرلو په هکله فکر کول هېروم. جنسیتي بندیزونه نشي کولی چې موږ د پوهې له ترلاسه کولو او پرمختګ کولو څخه ایسار کړي.»

هیله رامنځته کول

هغه نجونې چې ښوونځيو او پوهنتونونو ته له تګ څخه ایسارې شوي دي، وایي چې آنلاین درسونو هغوی ته انګېزه او هیله ورکړې چې زده کړو ته دوام ورکړي.

مستوره مهاجر چې ۲۱ کاله عمر لري او د هرات پوهنتون د ارواپوهنې د پوهنځي د څلورم کال محصله ده، له یوې میاشتې راهیسې په آنلاین درسونو کې برخه لري.

هغه په آنلاین بڼه د انګلیسي، کیسه لیکنې او ارواپوهنې درسونه اخلي.

هغې زیاته کړه، «آنلاین درسونو موږ ته فرصت برابر کړی چې هیله من واوسو، زده کړه وکړو، پوهه ترلاسه کړو او ظرفیت مو پیاوړی کړو. په پوهنتونونو کې د نجونو په زده کړو باندې له بندیز لګېدلو څخه وروسته، ما په بشپړ ډول هیله او انګېزه له لاسه ورکړل.»

مهاجر وویل، «د نجونو د پرمختګ د مخنیوي لپاره ډېر زیات خنډونه رامنځته شوي دي، لاکن موږ ښځې او نجونې ډاډه یو چې پوهه ترلاسه کول له تیارو څخه زموږ د ژغورنې یواځینۍ لاره ده، او آنلاین درسونو موږ ته داسې لارې راښودلي چې د محدودیتونو پر وړاندې مبارزه وکړو.»

هغې وویل، د افغانستان له بېلابېلو برخو څخه په لسګونو نجونې په آنلاین درسونو کې برخه اخلي او داسې فرصت مومي چې خپله پوهه او مهارتونه سره شریک کړي، او دغو ټولګیو هغوی ته هیله او الهام ورکړي دي.

د هرات پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي د لومړي کال محصلې عاطفې قرباني چې ۱۹ کاله عمر لري، وویل چې هغه له دوه میاشتو راهیسې آنلاین درسونه اخلي.

هغې وویل، «زه هره ورځ په آنلاین درسونو کې برخه اخلم او کمپیوټر ساینس، انګلیسي او کیسه لیکنه زده کوم. دغو کورسونو زه هڅولې یم چې د زده کړو ترلاسه کولو ته دوام ورکړم.»

هغې وویل، «د نجونو په زده کړو باندې له بندیز څخه وروسته، آنلاین درسونه له نجونو سره د زده کړو او د یوه ښه راتلونکي د جوړولو په برخه کې د مرستې یو مؤثر پلاټفورم ګرځېدلی دی.»

هغې زیاته کړه،‌ «موږ انګېزه لرو چې د برېښنا او انټرنټ د پرې کېدلو په ګډون سختو ستونزو سره سره خپلو آنلاین درسونو ته دوام ورکړو.»

عصري ښوونه او روزنه

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالان وایي، آنلاین درسونه د نجونو د پوهولو، او د هغوی په ښوونه او روزنه باندې د موجودو بندیزونو پر وړاندې د مبارزې لپاره یوه ستره وسیله ده.

په هرات ښار کې د ښځو د حقونو یوې فعالې فروزان دانش وویل، که آنلاین ټولګي وړاندې کړای شوي نه وای، نجونې به تیارې او نهیلۍ ته ور کش کړای شوې وای.

هغې وویل، «آنلاین درسونو د استادانو او لوستو ښځو لپاره دا شونې کړه چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه په افغانستان کې دننه نجونو ته تدریس وکړي.»

هغې زیاته کړه،‌ «اصلا دا یو ګټور فرصت دی چې د هغو نجونو انکشاف ته وده ورکوي چې له ښوونځیو او پوهنتونونو څخه محرومې شوي دي.»

دانش وویل، ځیرکو تلفونو او انټرنټ ته لاسرسي ان په کلیو او لیرې پرتو سیمو کې د نجونو لپاره دا شونې کړې ده چې په آنلاین ټولګیو کې برخه واخلي.

په هرات ښار کې د سونیا اکبري په نامه یوې ښوونکې وویل، آنلاین ټولګيو په یو ډول د ښوونځیو ځای نیولی او نجونو ته یې فرصت ورکړی چې له محدودیتونو څخه پرته زده کړه وکړي.

هغې وویل، «آنلاین ټولګیو د نجونو لپاره دا فرصت برابر کړی چې هر وخت او له هر ځای څخه له محدودیتونو پرته زده کړه وکړي... ځکه چې هغوی ۲۴ ساعته ټولګیو ته لاسرسی لري.»

اکبري وویل، که په راتلونکي کې د افغان نجونو لپاره ښوونځي او پوهنتونونه بیاپرانستل شي،‌ بیا به هم دا ښه وي چې آنلاین ټولګي دوام ومومي څو په ګرده نړۍ کې نجونې وکولی شي چې یوه له بلې سره خپله پوهه او مهارتونه شریک کړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

8 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه غواړم زده کړه وکړم او خپل هېواد ته پرمختګ ورکړم.

ځواب ورکړئ

څومره ژر چې کېږي افغان نجونو ته دې د پوهنتونونو او ښوونځیو دروازې پرانیستل شي او د کار کولو اجازه دې ورکول شي. که د افغانستان اوسني واکمن خپل خیر او د افغان خاورې خیر غواړي او په رښتیا افغانستان سره مینه لري نو په نجونو او ښځو دې شته بندیزونه لرې کړي. ځکه ورځ تر بلې د دوی مخالفان سره همغږي او قوي کېږي. دا چې د هغوی د همغږۍ او قوي کېدو احتمال هم زیات دی او شاید ځیني بهرني هېوادونه یې پوره پوره ملاتړ هم وکړي چې په پایله کې به یې په افغانستان کې بیا یوه لویه جګړه رامنځته شي. نو که جګړه نښلي بیا به یې ارامول ډېر سخت وي. څنګه چې د جمهوریت په دوره کې د جګړې د سون توکي افغانان و او افغان پوځ بیا ډېر تلفات درلودل دغسې به بیا ولس او طالب عسکر او چارواکي تلفات لري. تازه په تازه د طالبانو د حکومت مخالفانو د فبروري په ۱۱مه غونډه کړې او ډېرو مشرانو یې دې غونډې ته آنلاین ویناوې کړي دي. په خپل منځ کې یې پر یووالي ټینګار وکړ او ویلي یې دي، تر څو چې په خپل منځ کې یې اتحاد ثابت کړی نه وي، د بهرنیو هیوادونو له ملاتړه نه شي برخمن کېدای. تاند پښتو خبري وېب پاڼې په یوه راپور کې ویلي چې دغه غونډه په لندن کې جوړه شوې وه او له ترکیې، تاجکستان او نورو هیوادونو څخه د طالبانو مخالفو مشرانو لکه عبدالرب رسول سیاف، عطامحمد نور، محمدمحقق، عبدالرشید دوستم، لطیف پدرام او احمد مسعود ویناوې وکړې. دا هغه کسان دي چې د جمهوریت په وخت کې هم ځیني هېوادونو ترې ملاتړ کاوه او ځینو یې په ګډوډۍ کې پوره پوره لاس درلود. او د داسې نظام په واندې وو چې مجهز پوځ یې درلود. نو که طالب سم نه شي او دې پخوانیو چارواکو بهرنی ملاتړ ترلاسه کړ د طالب جرړې په یوه میاشت کې وباسي، نو ښه ده چې سم شي او د ولس زړونه وګټي.

ځواب ورکړئ

په پراګ کې د افغانستان سفیر شهزاد اریوبي په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، (نن په ساینسي برخه کې د نجونو او ښځو نړیواله ورځ ده، خو په همدې ورځ متاسفانه لا هم افغانې نجونې د تعلیم له بشري حق څخه محرومې او په کورونو کې ناستې دي. په تېرو شلو کلونو کې افغانو نجونو د تعلیمي برخې تر څنګ په ساینسي برخه کې هم د پام وړ لاس ته راوړنې لرلې. د افغانو نجونو د روبوټيک ټیم یې ښه بېلګه وه چې په بېلابېلو نړیوالو سټيجونو یې د افغانستان نماینده‌ګي وکړله او جایزې یې ترلاسه کړې. په افغانستان کې د نوي تعلیمي کال پيلېدو ته لږ وخت پاتې دی. تمه دا ده چې سږ کال د افغانو نجونو لپاره ښوونځي، پوهنتونونه او نور تعلیمي مرکزونه پرانیستل شي او د ټولنې دا مظلوم او ځورېدلی قشر خپل حقونه ترلاسه کړي. که چېرې داسې ونه شي، نو نړیوال به د اړیکو په تعامل له سره کتنه وکړي. له یوې خوا افغانستان د هیوادونو د بهرنیو پالیسیو له لومړیتوبه وځي او بل خوا ولس هم د خپلو بچو د تعلیم د حق غوښتنه کوي، دا ټول به د دې لامل شي چې کورنۍ او بهرنۍ نارضایتي نوره هم لوړه شي، او خدای‌ناخواسته هیواد به مو یو ځل بیا د انزوا طرف ته لاړ شي.)

ځواب ورکړئ

ځوانان د یوې ټولنې د ملا تېر، انرژي او ژوندې قوه ده چې، تعلیم او تربیه یې ډېره اړینه ده. په حکومتونو د هغوی د اتباعو له حقوقو څخه یو مسلم حق دا دی چې خپلو خلکو ته دې د تعلیم کولو امکانات برابر کړي. که دا کار و نه شي، یقیني ده چې د ټولنې یو لوی قشر به سخت متضرر شوی وي. بله خبر دا ده چې نړۍ تر پخوا په یو لوی توپیر سره بدله شوې. هغه دا چې اوس د پخوا په څېر خلک په تعلیم پسې نه ځي بلکې تعلیم دی چې د هر چا ترکوره رسېدلی، صرف تر لاسه کول یې مهارت او هنر غواړي او دا هنر او مهارت چې د چا زده وي، وګڼه چې تعلیم یې په اسانۍ تر لاسه کړ. دلته مې اصلي هدف د ژبې له زده کړې څخه دی. وړاندې تر دې چې د تعلیم حاصلولو ته مخه کړو، راځئ چې وسیله اول پیدا کړو- معنی دا راځئ لومړی په ژبه پوه شو. په دې هم پوه شو چې د ژبې زده کړه هم نن سبا اسانه شوي، یعنې هر څه انلاین دي. دا هم یقیني ده چې زمونږ اکثریت ځوانان انټرنیټ ته لاسرسی لري. هغه ځوانان چې انټرنیټ ته لاسرسی لري او د تعلیم کولو پخه اراده لري، په خپل موبایل کې دې له پلی سټور څخه د ډوولینګو سافټویر ډاونلوډ کړئ https://www.duolingo.com/learn او یوه بهرنۍ ژبه زده کړئ. کله مو چې یوه نړیواله ژبه زده کړه، پوه شه چې د تعلیم د حصول په برخه کې دې یو لوی قدم واخیسته. تر دې وروسته د نړۍ مختلف هېوادونه په مختلفو برخو کې سکالرشیپونه اعلانوي، د سکالرشیب ریکوایرمنټ وګورئ، اسناد ورته پوره کړئ او ور و یې لېږئ.... البته یو شی بل هم په پام کې ونیسئ، کولی شئ په یو وخت مختلفو سکالرشیپونو ته خپله غوښتنه ور ولېږئ او کوم یو چې درته را مخ ته شو، وخت مه ضایع کوئ، لاس په کار شئ او ورځئ پرې خو تعلیم وکړئ. تعلیم ته نه مه وایئ، تعلیم وکړئ، تعلیم به مو له سیالانو سره سیال کړي

ځواب ورکړئ

آنلاین روزنه ښه کار دی چې وشي، لاکن دا کار ستونزمن ښکاري. ځکه چې ډیری خلک، په ځانګړې توګه په لیرې پرتو سیمو کې، منظم انټرنیټ نه لري. یعنې دا اسانتیا د یو فیصد نه بلکې د یو فی زر کسانو لپاره هم ګټه نه رسوي. نو اوسني واکمنان بايد ژر تر ژره خپله پرېکړه بدله کړي، چې نجونې له زده کړو منع کوي او نجونو ته اجازه ورکړي، چې خپلو ښوونځيو او پوهنتونونو ته دوام ورکړي. که داسې نه وي، افغانستان به منځنیو پېړیو ته، هغه وخت چې خلکو اساسي امکانات هم نه لرل، ور وګرځي.

ځواب ورکړئ

ځوانان ته په کار ده چې د پوهې او علم مشالونه د بدیلو لارو په پیدا کولو سره روښانه وساتي او پرېنږدي چې دغه لړۍ ټکنۍ او ځنډ په کې رامنځته شي. که یوه لار پرې تړل کېږي کوښښ دې وکړي چې بله پرانیزي خو تعلیمي لړۍ باید دوام ومومي، ځکه زموږ د ژوند د بقا او روښانه راتلونکې همدا یوه لاره ده که دا چانس له لاسه ورکوو تل به د تورو تیارو شاته ژوند کوو نو په کار ده چې له حالاتو سره مبارزه جاري وساتل شي او تعلیم او پوهه حاصل شي. تعلیم لکه د نورو ملتونو په څېر زموږ د افغان قشر حق دی او په کار ده چې دا حق ورکول شي، هغه چاچې له موږ دا حق اخیستی ورته وویل شي چې نور دې دا د بدختۍ کار ته خاتمه ورکړي او نجونو ته دې هم لکه د هلکانو په څېر ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي.

ځواب ورکړئ

ځوانان دې د تعلیم حاصلول نه دروي. که د ژوند کولو یوه دروازه بنده شوه بله به خامخا خلاصه او یا خلاصېږي. تعلیم د یوې ټولنې د ځوان قشر لومړنی حق دی. تعلیم دی چې ملتونه یې سیارو ته ورسول. نن سبا نړۍ ډېره پرمختللې ده. زده کړې که حضوري بندې شوې، انلاین یې وکړئ خو سټاپ کوئ یې مه. زده کړې د ملت غوښتنه ده او ممکن په نژدې وخت کې مسلولین هم ورته د یو خاص میکانېزم په جوړېدو سره اجازه ورکړي.

ځواب ورکړئ

هغه نجونې چې ښوونځي ته نشي تللی، هغوی له زده کړو څخه بې برخې دي. د دې پروګرام له لارې، نجونې کولی شي په هر ځای کې په آزاده توګه زده کړه وکړي. انلاین ټولګیو هغو نجونو ته چې په کور کې بې روزګاره ناستې وې، هیله مندي پیدا کړې، چې نجونې زده کړو ته دوام ورکړي او له زده کړو بې برخې پاتې نشي. دا واقعاً د نجونو لپاره یو ښه فرصت دی چې له تیارې څخه راوځي او ورو ورو د رڼا په لور حرکت وکړي. ډېرې نجونې د هغوی پر مخ د پوهنتونونو او ښوونځیو د دروازو په تړل کېدلو سره، په رواني ناروغیو اخته شوې وې. د دې پروګرام د انلاین ټولګیو په پیلېدلو سره ښايي دا نجونې په تدریس [زده کړه] بوختې شي او له دې رواني ناروغۍ څخه وژغورل شي.

ځواب ورکړئ