زده کړه

د پوهنتون ښځینه فارغانو د نجونو د زده کړو د خلا ډکولو لپاره د ښوونځي اپلیکیشن جوړ کړ

د عمر راپور

په ښوونه او روزنه باندې د روان بندیز په ترڅ کې، په هرات ولایت کې د افغانستان د پوهنتونونو د ښځینه فارغانو یوې ډلې د نجونو لپاره د انلاین ښوونځیو د زده کړې پروګرام پیل کړی دی. د آنلاین زده کړې پروګرام په ځيرکو تلفونو کې د لاسرسي وړ دی او د افغانستان د ثانوي زده کړو د نصاب پر بنسټ د ټولو مضامینو لپاره زده کړه وړاندې کوي. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- په ښوونه او روزنه باندې د روان بندیز په ترڅ کې، په هرات ولایت کې د افغانستان د پوهنتونونو د ښځینه فارغانو یوې ډلې د نجونو لپاره د انلاین ښوونځیو د زده کړې پروګرام پیل کړی دی.

د مکتب په نامه دغه آنلاین وسیله د هرات پوهنتون د کمپیوټرساینس پوهنځي د فارغانو یوه ګروپ جوړه کړې او تېره اونۍ د تعلیمي کال په پيلېدلو سره یې کار پيل کړ.

مکتب ته د ځیرک تلفونو له لارې لاسرسی کیږي، او له ایپل سټور او ګوګل پلی څخه وړیا ښکته کیدلی شي. هغه د افغانستان د ثانوي ښوونځي د نصاب پر بنسټ د ټولو مضامینو درسونه وړاندې کوي.

د آنلاین ښوونځي د پروګرام اجرایوي مشرې، مریم منیب، وویل، د مکتب د پیل کولو موخه دا وه ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې نجونې به تل زده کړې ته لاسرسی ولري.

په عکس کې، چې د وري په ۵مه اخیستل شوی، د مکتب آنلاین ښوونځي د ټیم یوه غړې په هرات ښار کې په خپل دفتر کې لیدل کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

په عکس کې، چې د وري په ۵مه اخیستل شوی، د مکتب آنلاین ښوونځي د ټیم یوه غړې په هرات ښار کې په خپل دفتر کې لیدل کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

په عکس کې، چې د وري په ۵مه اخیستل شوی، د مکتب د انلاین ښوونځي د ټیم یوه غړې په هرات ښار کې په خپل تلیفون کې مواد ګوري. مکتب ایپ له ایپل سټور او ګوګل پلی څخه په وړیا توګه ښکته کېدلی شي. [عمر/سلام ټایمز]

په عکس کې، چې د وري په ۵مه اخیستل شوی، د مکتب د انلاین ښوونځي د ټیم یوه غړې په هرات ښار کې په خپل تلیفون کې مواد ګوري. مکتب ایپ له ایپل سټور او ګوګل پلی څخه په وړیا توګه ښکته کېدلی شي. [عمر/سلام ټایمز]

هغې وویل، «زموږ هدف دا دی چې هیڅکله د نجونو زده کړه بنده نشي. دا د پرانیستې ښوونځي پروګرام دی او تل به د نجونو لپاره موجود وي.»

هغې وویل، «تعلیمي مواد د ویډیو، غږ (آډیو) او متن په ګډون په مختلفو بڼو موجود دي. دا آپ یو ډشبورډ لري چې خصوصي ښوونځيو، تعلیمي موسسو او نورو تعلیمي مرکزونو ته اجازه ورکوي څو خپل تدریسي مواد ور پورته کړي.»

هغې وویل، څه باندې ۳۰۰۰۰ زده کونکي دا پروګرام په آنلاین ډول تعقیبوي او شاوخوا ۱۰۰۰۰ په فعاله توګه د دې پروګرام تعلیمي مواد کاروي.

هغې زیاته کړه، د مینه والو شمیر، چې ډیری یې نجونې دي، ورځ په ورځ زیاتیږي.

هغې زیاته کړه، «موږ غواړو چې د نجونو لپاره د زده کړې زمینه برابره کړو. موږ هڅه کوو چې دا پروګرام پراخ کړو او پلان لرو چې په راتلونکي کې د انګلیسي ژبې او کمپیوټر ساینس درسونه وړاندې کړو.»

منیب وویل، د ښوونیز کال په پای کې به هر هغه زده کوونکي ته چې روزنیز کورسونه یې تعقیب کړي د بشپړولو سند ورکړل شي.

خلا ډکول

د انلاین ښوونځي د ټیم یوې غړې مژده پیمان وویل، په داسې حال کې چې ښوونځي او نور تعلیمي مرکزونه تړلي،‌ د دې پروګرام هدف دا دی چې خلا ډکه، او د نجونو لپاره د زده کړو فرصت برابر کړي.

هغې وویل، «د حضوري زده کړو لپاره تعلیمي مرکزونه ټول د نجونو پر مخ تړلي دي، او موږ غوښتل چې د دې ستونزې د هواري لپاره د حل لاره ولټوو. موږ د آنلاین ښوونځي پروګرام پیل کړ، څو هغه نجونې چې له ښوونځي څخه بې برخې وي، زده کړه وکړي.»

پیمان وویل، آنلاین زده کړه په اوسني وضعیت کې د نجونو د زده کړې ترټولو غوره لاره ده، او له نړۍ والې ټولنې څخه یې وغوښتل چې د افغان نجونو لپاره د ښوونځیو د بیا پرانستلو په موخه خپل نفوذ وکاروي.

د انلاین ښوونځي یوې بلې غړې فاطمې رضايي وویل، د پروګرام موخه دا ده ترڅو «هغو نجونو ته هیله ورکړي چې له ښوونځي څخه بې برخې دي، چې هغوی نور د نهیلۍ احساس ونه کړي.»

هغې وویل، اوس تر بل هر وخت زیات، «ښځې ملاتړ او هڅونې ته اړتیا لري، څو زده کړو ته دوام ورکړي.»

د هرات پوهنتون ښوونکې خدیجې مختارزاده وویل، آنلاین پروګرامونو ښوونځي د نجونو کورونو ته ور رسولي او ډېر اغېزمن دي.

هغې زیاته کړه، «د ښوونځي اپلیکیشن پیل کول یو ښه نوښت دی، او دا نجونو ته اجازه ورکوي چې خپله پوهه زیاته کړي او له کتابونو سره وصل پاتې شي. دا په حقیقت کې له محدودیتونو سره د مبارزې یوه بڼه ده.»

هغې وويل، «د دې وخت را رسېدلی چې خپل کورونه په ښوونځيو بدل کړو. په اوسني حالت کې هيڅوک نشي کولى چې نور د علم له زده کولو څخه منع کړي.»

هغې وویل، هغه نجونې چې سره نږدې ژوند کوي او د آنلاین ښوونځي پروګرام ته لاسرسی لري، کولی شي یوځای زده کړه وکړي او د زده کړې مواد یو له بلې سره شریک کړي.

د نجونو لپاره هیله

په هرات ښار کې د ۱۱م ټولګي زده کوونکې ثنا افضلي، چې ۱۶ کاله عمر لري، وویل چې هغه د کب په ۲۹مه له آنلاین ښوونځي سره ملګرې شوه.

هغې د وري په ۷مه سلام ټایمز ته وویل، دا پروګرام به د نجونو په منځ کې امید را ژوندی کړي او د نجونو په تعلیم به مثبته اغیزه وکړي.

هغې وويل، «د انلاين ښوونځي پروګرام هغه تشه ډکه کړې چې د نجونو لپاره د ښوونځيو د تړلو له امله رامنځته شوې ده. ډېرې نجونې انټرنېټ ته لاسرسی لري او کولی شي په اسانۍ سره آنلاین درسونه واخلي.»

هغې وويل، بيا هم، «موږ هيله لرو چې زموږ ښوونځي به ژر پرانستل شي. تعليمي کال پيل شو، او موږ نور بايد وخت ضايع نه کړو.»

ثنا وویل، هیڅ منطقي دلیل نشته چې وښیي چې ښوونځي دې د نجونو لپاره تړلي وي.

د هرات ښار د لسم ټولګي زده کوونکې، ۱۵ کلنې سیما حسن زاده وویل، په ډېره لېوالتیا سره یې د آنلاین ښوونځي پروګرام ته داخله کړې او هیله لري چې د پخوا په څېر خپلې زده کړې بیا پیل کړي.

هغې زیاته کړه، «زموږ لپاره ښوونځي تړل شوي، او موږ له مخامخ زده کړو څخه بې برخې یو. د آنلاین ښوونځي پروګرام یو نوی نوښت دی چې د نجونو لپاره رامنځته شوی، او موږ کولی شو یو له بلې سره خبرې وکړو او خپله پوهه سره شریکه کړو.»

هغې وويل، «موږ هيله لرله چې سږکال بېرته ښوونځي ته لاړې شو، خو ښوونځي تړلي پاتې دي او زموږ خوبونه يو ځل بيا سیند وېوړل.»

سیما وويل، د انلاين ښوونځي پروګرام د شخصي ښوونځي زده کړې لپاره يو مناسب بديل ګرځېدلی او د نجونو په منځ کې يې د هيلې احساس رامنځته کړی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د انسان وجود دوه برخې دی. یوه برخه یې سړی دی بله برخه یې ښځه ده. قران کریم وایي، هن لباس لکم و انتم لباس لهن. ترجمه: «هغوی ستاسو لپاره لباس دی او تاسو د هغوی لپاره لباس یئ.» د دې معنی دا ده چې تاسو (نارینه او ښځینه) یو د بل په وسیله پټ یاست. یعنې که یو نه وي، بل داسې دی لکه لوڅ او لوڅوالی د انسان لپاره عیب دی. په ټولنه کې که یوازې سړي لوستي وي، معنی یې دا ده چې نیمه ټولنه لوستې ده خو که ښځې هم ورسره لوستې وي، بیا دا معنی لري چې ټوله ټولنه لوستې ده. نه یوازې د هرات بلکې د افغنستان د ټولو برخو نجونې هم حق لري او هم استعداد لري چې زده کړه وکړي. مونږ د طالبانو له وحشي رژیم څخه غواړو چې نور د افغانستان د ښځو د بې تعلیمه ساتلو لپاره د پاکستان د استخباراتي ادارو ماموریت پای ته ورسوي. پاکستان په سیمه کې د برتانوي استعمار استازی دی چې نه غواړي افغانستان پرمختګ وکړي. برتانیا د غازي امان الله خان په وخت کې په افغانستان کې د ترقۍ او پرمختګ مخه ونیوله.‌ هغوی یو شمېر جاهل ملایان مامور کړل چې د نجونو د تعلیم مخه ونیسي. د همدې کار لپاره یې د پاچا امان الله خان پر ضد خلک وپارول. د پاکستان ملعونې استخباراتې ادارې د جمهوریت د شل کلنې دورې او له هغې مخکې په ۱۹۸۰مو او ۱۹۹۰مو کې د جهادي تنظیمونو په دوره کې عین لوبه تکرار کړله او د افغان مېرمنو پر ضد یې بېلابېلې ملېشې استخدام کړې چې په نتیجه کې یې په میلیونونو افغانانې له زده کړو څخه بې برخې شولې. زه د سلام ټایمز د محترمې مجلې له لارې د طالبانو له مشرانو غوښتنه کوم چې حکومتولي د جومات او مدرسې مشري نه ده. سترګې خلاصې کړئ. ملا، ډاکتر، انجنیر، وکیل، نایي، دوکاندار، سندرغاړي، رقاصې... ټولو ته درناوی وکړئ. هیڅ افغان له بل افغان څخه زیات او کم نه دی.

ځواب ورکړئ

ملګري ملتونه باید په طالبانو باندې ډیره هڅه وکړي چې د ښځو لپاره د پوهنتونونو دروازې پرانیزي. ټولې نجونې نشي کولی سمارټ ټیلیفونونه واخلي او د دې آنلاین ښوونځي له پروګرامونو څخه ګټه پورته کړي. د ډېرو زده کونکو میندې او پلرونه خراب اقتصاد لري. هغوی د خوړو لپاره کافي پیسې نه لري، څنګه کولی شي د خپلو لوڼو لپاره ټیلیفونونه واخلي څو د هغوی لوڼې د آنلاین ښوونځي له دې پروګرام څخه ګټه پورته کړي. ملګري ملتونه او د اسلامي هېوادونو سازمان باید ژر تر ژره د افغانستان اسلامي امارت باندې زیات فشار راوړي او د نجونو پر مخ د پوهنتونونو او ښوونځیو دروازې پرانیزي. دغه اوږده انتظار اکثره ښځینه زده کوونکي په رواني ناروغیو اخته کړي دي.

ځواب ورکړئ

دېته اوس خدمت وايي چې په کور ناستو جنکیانو ته یې د زده کړو زمینه برابره کړه او د هغوی مشکلات یې په رښتیا درک کړه. مسؤلین دې له همدې درس واخلي چې نجونې په هره برخه کې د استعدادونو خاوندانې دي او که محدودیتونه ترې لرې کړل شي ورته به وښايي چې د هېواد پرمختګ کې ښه رول ادا کولی شي. دا واقعاً طالبانو ته یو پیغام لېږدوي چې تاسو په هېڅ وخت کې هم د ښځینه طبقې د پرمختګ مخه نه شئ نیولی. د افغانستان خلک غواړي خویندې، لوڼې او د کورنۍ نورې ښځینه غړې یې لکه د نارینه وو په څېر تعلیم وکړي او یو ښه ژوند ولري. اوس دې خدای وکړي چې په خپل دغه کړي کار کې لا پرمختګ وکړي او خدای مکړه هسې نه د امکاناتو د نشتون له وجې دغه پروسه له سقوط سره مخامخ شي. بری یې په برخه...

ځواب ورکړئ

دا د طالبانو لپاره د شرم خبره ده. که څه هم چې طالبانو په خپل ټول حماقت سره په افغانستان کې د تعلیم مخه نیولې، لاکن دغو نجونو ثابته کړه چې ښځې د ډېر څه کولو توان لري. بدبختانه چې د جمهوریت تر نامه لاندې د غلو په واکمنۍ کې، یو شمېر زورواکانو داسې ظلمونه وکړل چې خلک مجبور شول طالبانو ته ترجیح ورکړي. له وزیر نه رانیولې تر مدیر پورې له ۹۰٪ نه ډېر خلک په اداري او اخلاقي فساد کې ښکېل ول. نړۍ وال ائتلاف هم نه پرېښودل چې زورواکي له پښو وغورځیږي او ټول وطن یو لاس او متحد شي. هر څوک لګیا و او وطن یې چور کاوه. نظام دومره کمزوری شوی و چې حکومت فاریاب ته والي ولیږه، هلته د دوستم ملېشو د والي مخالفت وکړ او بیرته یې راوشاړه. پنجشیر چې اصلا یوه ولسوالي وه او کرزي د فهیم او شمال ائتلاف د خوشحالولو لپاره په ولایت بدله کړه، خپل مستقل حکومت درلود. په پنجشیر کې هېڅ پښتون ته اجازه نه وه چې هلته کار وکړي. څوک به چې پنجشیر ته تلل، د پنجشیر په دروازه کې به یې اسناد کتل کېدل. بامیانو کې د هزاره ګانو پاچایي وه. هر څه به چې د هزاره ګانو بالخصوص د هغوی د زورواکو مشرانو خوښه وه، هغه به کېدل. د علیپور په نامه یوه غیر مسؤل وسله وال د ملي اردو یوه الوتکه را وغورځوله، حکومت دومره ونه کړل چې هغه راونیسي او اعدام یې کړي. اوس چې حکومت سره متحد او یو لاس شو، بدبختانه چې واکمنان احمق دي. نه خپلې ګټې پېژني نه د وطن او نه د ولس ګټو ته درناوی کوي. دا وخت په ګرده نړۍ کې هېڅ داسې هېواد نشته چې هلته د نجونو تعلیم نه وي، یا ښځې کار ته لاړې نشي لاکن دوی دا کار کوي. په هر حال، دغو نجونو ته د لا نور بریالیتوب هیله کوم.‌ په درناوي

ځواب ورکړئ

افغان نجونې مجبورې دي چې د زده کړو دپاره دغه ډول انلاین مرکزونو یا هم سافټویرونو ته مخه کړي، خو په تېرو دوو کلونو کې چې کومو انلاین مراکزو فعالیتونه شروع کړي اکثر یې چې موږ دلته وینو ګورو وايي، د امکاناتو او بودیجې د کموالي له امله د اړتیا سره سم کافي خدمات نشي وړاندې کولای. هغه ځکه چې مرکز والا مجبور دی چې په کافي اندازه مواد تهیه کړي او دا مواد د کار کوونکو په وسیله تهیه کېږي. کار کوونکي بیا لګښتونه لري او وسایلو ته اړتیا لري. په افغانستان کې ۹۷ سلنه وګړي د فقر له سطحې څخه ټیټ ژوند کوي، زیاتره زده کوونکي د انلاین زده کړې دپاره د اړتیا وړ لپټاپ، انټرنټ او نورو ضروري امکاناتو د برابرولو توان نلري. مګر بیا هم دې نجونې واقعاً پر ځای هڅه کړې او دا کار یې د ستاینې وړ دی، خو چې منظم ملاتړ ونه لري فکر نه کوم چې مخته لاړې شي. نورې برخې خو پرېږده په افغانستان کې د انټرنټ بیې هم په کافي اندازه لوړې دي چې زیات لګښت پرې راځي، خو خدای دې دې نجونو ته همت ورکړي چې خدمت وکړي. بله دا چې د انلاین ثمره هومره نه ده لکه د حضوري درسونو خو بیا هم له نشت نه انلاین تعلیمي مرکزونه هم نجونو ته ښه فرصت دی. که رښتیا هم طالبان د دې خاوري بچي وي د نجونو دا ارمان او مرام دې پوره کړي چې زده کړو ته دې یې پرېږدي.

ځواب ورکړئ

دا یو ډیر ښه خبر او پرمختګ دی او لږ تر لږه له ښځو سره مرسته کوي چې تعلیم ته لاسرسی ولري او لوستې شي. تعلیم یافته میرمنې کولی شي خپل ماشومان ښه وروزي. څومره چې میندې ډیرې باسوادې وي، هغومره به یې اولادونه ډېر باسواده وي، چې په افغاني ټولنه کې به بې سوادي او ناپوهي کمه شي، خو غواړم یو څو نور ټکي هم ذکر کړم: - دا اپلیکییشن (آپ) هیڅکله د رسمي زده کړې، لکه د ښوونځي د زده کړې ځای نشي نیولی؛ نو ځکه باید د نجونو د ښوونځیو پر پرانیستلو ډیر تمرکز وشي. - دا اپلیکیشن د سمارټ فونونو او چټک انټرنیټ له لارې کار کوي. د افغانستان په کلیو او ولایتونو کې ښځې انټرنېټ او سمارټ فونونو ته لاس رسی نه لري او د لوړو بیو له امله حتی په ښارونو کې هم خلک نشي کولی چې دغه اپلیکیشنونه وکاروي. - د دې اپلیکیشنونو بودیجه لوړه ده او په لوړ لګښت چمتو شوي دي. نو زما وړانديز دا دی چې په ولايتونو کې د يونيسف له خوا د جوړو شويو غير رسمي ښوونځيو د پراختيا لپاره هڅې وشي او د هغوی پر کيفيت کار وشي.

ځواب ورکړئ