زده کړه

د ښځې آنلاین پوهنتون په زرګونو افغان نجونو ته وړیا زده کړې وړاندې کوي

د عمر راپور

یوه ځوانه ښځه، چې پوهنتون ته له تګ څخه منع شوې وه، د وري په ۲۷مه په هرات ښار کې د ښځې آنلاین پوهنتون په انلاین ټولګیو کې برخه اخلي. [عمر/سلام ټایمز]

یوه ځوانه ښځه، چې پوهنتون ته له تګ څخه منع شوې وه، د وري په ۲۷مه په هرات ښار کې د ښځې آنلاین پوهنتون په انلاین ټولګیو کې برخه اخلي. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- د تېر کال په وروستیو کې د افغان نجونو لپاره تر نامعلومې مودې پورې د پوهنتونونو له تړل کېدلو څخه وروسته، په لندن کې د مېشتو لوستو او فعالو افغانو ښځو یوې ډلې د ښخې آنلاین پوهنتون پرانیست.

د ۱۴۰۱ کال د لیندۍ په میاشت کې د نجونو پرمخ د پوهنتونونو له تړل کېدلو څخه وروسته، په لسګونو زره نجونې له زده کړو څخه بې برخې، او په کورونو کې پاتې کېدلو ته مجبورې شوې.

په تېرو پنځو میاشتو کې ۸۲۵۰ نجونو په آنلاین پوهنتون کې نوم لیکنه کړې او خپلو زده کړو ته یې دوام ورکړی دی.

هغوی طب، اقتصاد، ارواپوهنه، حقوق او سیاسي علوم، ادبیات، کرنه، ښوونه او روزنه، انجینري، ژورنالیزم، کمپیوټر ساینس او نور مضامین لولي.

د ښځې آنلاین پوهنتون ادارې مرستیالې فریدې حیدري، چې په فرانسه کې مېشته ده، وویل، په افغانستان کې دننه او بهر ۲۵۰ نارینه او ښځینه استادان شته چې آنلاین تدریس کوي.

هغې وویل، «کله چې پوهنتونونه د نجونو لپاره وتړل شول، موږ پرېکړه وکړه چې د هغوی لپاره د زده کړو د دوام لپاره یو مناسب بدیل برابر کړو. موږ آنلاین پوهنتون پیل کړ څو د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې نجونې وکولی شي چې له خپلو کورونو څخه خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.»

حیدري وویل، نجونې کولی شي پوهنتون ته د ټولنیزو رسنیو د پاڼو له لارې نوم لیکنه وکړي او هغوی د خپلې علمي رشتې مطابق په ټولګیو کې ځای پر ځای کیږی.

هغې وويل، «د ښځې آنلاین پوهنتون کې زده کړې د ټولو نجونو لپاره وړيا دي. دوی هره ورځ د زوم او ګوګل میټ له لارې خپلو ټولګیو سره وصل کیږي او خپل درسونه اخلي. ښوونکي هم رضاکاران دي او په وړیا توګه تدریس کوي.»

حيدري زياته کړه، هغه نجونې چې د ښخې آنلاين پوهنتون کې زده کړې کوي، د خپلو زده کړو له بشپړولو څخه وروسته به د فراغت سندونه ترلاسه کړي.

د هیلې څراغ

د ښځو آنلاین پوهنتون د هغو نجونو لپاره د هیلې یوه کړکۍ پرانیستې چې له زده کړو څخه بې برخې شوي، او د پوهنتونونو دروازې یې پر مخ تړلې دي.

زهرې عزیزي چې ۲۰ کاله عمر لري او د بلخ پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د دویم کال محصله ده، وویل، ډېره خوشحاله ده چې کولی شي د ښخې آنلاین پوهنتون کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

هغې وویل، «وړ استادان هره ورځ له خپل مهالویش سره سم په بیلابیلو برخو کې تدریس کوي. د تدریس کچه لوړه ده او زه داسې احساس کوم لکه زه چې د پوهنتون په یوه ټولګي کې زده کړې کوم.»

هغې وویل، «زه په ټولو هغو نجونو چې په پوهنتونونو کې له ګډون څخه محرومې شوي دي، غږ کوم چې دې ښخې آنلاین پوهنتون کې داخله واخلي، او خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. ښځې باید هیڅکله محدودیتونو ته تسلیم نشي او باید د تعلیم او پوهې له لارې خپل خوبونه او هیلې په حقیقت بدل کړي.»

عزيزي وويل، په اوسني حالت کې چې ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پر مخ تړل شوي، په مجازي‌ بڼه د زده کړو دوام مناسبه لاره ده او نجونې بايد محدوديتونه په فرصتونو باندې بدل کړي.

د پکتیا ولایت اوسېدونکې او د کابل پوهنتون د طب پوهنځي د پنځم کال محصلې نجمې څمکنۍ، چې ۲۵ کاله عمر لري، وویل، د نجونو پر زده کړو بندیز د افغان نجونو پر وړاندې تر ټولو لویه بې انصافي ده.

هغې وويل، «کله چې له ما څخه د زده کړو حق واخیستل شو، زه څو مياشتې په کور کې پاتې شوم او شپه او ورځ مې ژړل. ما ۱۸ کاله زده کړې کړې وې، او په دوو کلونو کې له طب پوهنځي څخه فارغېدم او ډاکتره کېدم.»

هغې زیاته کړه، «کله چې پوهنتون وتړل شو، ما داسې احساس کاوه چې زه مړه، او په بې روحه بدن باندې بدله شوې یم،»

څمکنۍ وویل، د افغان نجونو استقامت او د شدیدو محدودیتونو پر وړاندې د هغوی مقاومت د باطل پر وړاندې د حق مبارزه ده.

هغې وویل، «زه د بیا زده کړې فرصت ترلاسه کولو له امله ډېره خوشحاله یم. د ښخې آنلاین پوهنتون د نهیلیو په اوج کې د هیلو یو څراغ دی.»

د تعلیمي مرکزونو د بیا پرانستلو غوښتنې

ثریا ایوبي چې ۲۲ کاله عمر لري او د هرات پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د لومړي کال محصله ده، له شاوخوا شپږو میاشتو راهیسې په خپل کور کې ایساره ده.

هغې وويل، هغه او نورې ټولې نجونې غواړي چې د نجونو پر زده کړو بنديز پای ته ورسېږي.

ایوبي وویل، «زه هره ورځ په رسنیو کې د پوهنتونونو د بیا پرانستل کېدلو خبرونو ته په بې صبرۍ سره انتظار کوم، لاکن دوامدار بندیز خورا نهیلی کوونکی دی. دا ډیره ستونزمنه ده چې په داسې یوه ناڅرګند حالت کې ژوند وکړو او له خپلو راکړل شویو حقونو څخه بې برخې شو.»

هغې وويل د پوهنتون په تړلو سره د هغې د ۱۴ کالونو زيار او هيلې له منځه ځي.

هغې زیاته کړه، «ملګري ملتونه او ځواکمن هېوادونه باید خپل ځواک او نفوذ په کار واچوي څو د نجونو لپاره پوهنتونونه پرانستل شي.»

صدف اخترزاده، د هرات پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د څلورم کال محصله لېواله ده ترڅو په انلاین ټولګیو کې نوم لیکنه وکړي.

هغې وويل، که چېرې نجونې او ښځې له زده کړو او کار څخه منع شوې نه وای، اوس به فارغه شوې وای، او کار او عايد به يې درلود.

هغې وويل، «موږ نه پوهيږو چې موږ کومه ګناه کړې ده چې له خپل اسلامي او انساني حق څخه محرومې يو. موږ تل په پوهنتون کې حجاب رعایت کړی او د ساینس تر څنګ مو اسلامي مضامین هم لوستي، خو له بده مرغه د اسلام په نوم له خپل اسلامي حق څخه محرومې یو.»

اخترزاده زیاته کړه، «هر هېواد د خپلو لوستو نارینه او ښځو په ذریعه رغېږي. هغه هېواد چې ښځې یې له زده کړو څخه بې برخې وي، هغه پرمختګ نشي کولی.»

هغې وويل، هره ورځ چې د نجونو پر زده کړو په بنديز تېرېږي، افغانستان يو ګام شاته ځي او له نورو هېوادونو څخه وروسته پاتې کېږي.

صدف وویل، «پوهنتونونه باید بیا پرانستل شي ترڅو افغانستان پرمختګ، او د افغانانو ژوند وده وکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

7 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ستاسو د مرستې له امله مخکې تر مخکې مننه. مهرباني وکړئ ما پوه کړئ چې زه څنګه کولی شم د خپلې خوښې آنلاین کورس کې نوم لیکنه وکړم.

ځواب ورکړئ

موږ یدبختي داده. چې د وطن کادرونه مو څه وتلي او نور هم د تېښتې هڅه کوي. پر بي بي سي پښتو وېب پاڼې مې ولوستل چې د کابل پوهنتون د هغو استادانو شمېر چې له افغانستان وتلي، اوس له ۴۰۰ اوښتی. په رابور کې راغلي، په کابل پوهنتون کې د جمهوري حکومت په وروستي کال کې نژدې ۷۸۰ استادان وو، خو پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دغو استادانو له نیمايي ډېر یې له دغه هېواده وتلي دي. بي بي سي وایي، ګڼو هغو استادانو چې له افغانستان وتلي، دوی سره په خبرو کې ویلي، د وتو یو "اصلي لامل یې په اکاډمیک چاپیریال کې د طالبانو د حکومت لاسوهنې" دي.‌ ځیني استادانو د خپل تګ لامل د ژوند نه خوندیتوب یاد کړی دی. تر اوسه نژدې ۹۰ ښوونکي د دغو تللو استادانو پر ځای ګومارل شوي او ځینې له نورو ولایتي پوهنتونونو کابل ته تبدیل کړل شوي دي. چې دې ډله کې اکثر ملایان او له عصري زده کړو بې برخې دي. دا زما د وطن درد دی. چې زه او بل او بل کس یې په خوله نه شي ویلی مجبور دي پټ یې کړي. او دا مسایل چې څومره پټیږي هومره مو وطن د بلا خولې ته لویږي.

ځواب ورکړئ

د ښځو زده کړې د نجونو او مېرمنو لپاره د پېچلو موضوعاتو او بحثونو يوه پراخ بنسټه اصطلاح ده چې لومړنۍ زده کړې، ثانوي زده کړې، له ښوونځي څخه پورته (لوړې زده کړې) او په ځانګړي ډول روغتيايي زده کړې احاطه کوي. دې ته په مکرر ډول د نجونو تعليم يا د ښځو تعليم ويل کېږي، چې د جنسيت مساواتو او زده کړو ته د لاسرسي برخې په کې شاملې دي. د ښځو او نجونو زده کړه د بې وزلۍ د له منځه وړلو لپاره مهمه اړيکه ده. په اړوندو پراخو موضوعاتو کې د ښځینه وو لپاره له نارينه وو څخه په بېلو ټولګيو کې زده کړې او ديني زده کړې شاملې دي چې زده کړه په کې د جنسيت په ليکو وېشل شوې ده. په زده کړو کې د ښځو او نجونو لپاره نابرابرۍ پېچلې دي. ښځې او نجونې ښوونځي ته د تللو له ښکاره خنډونو لکه د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی يا نجونې ښوونځي ته له تګ څخه منعه کولو سره مخامخ دي. په داسې حال کې چې نورې ستونزې لکه: د ساينس، ټيکنالوژۍ، انجينرۍ او رياضياتو زده کړې ډېرې منظمې، لږ څرګندې خو ان په اروپا او شمالي امريکا کې ژورې ريښې لري. په ځينو لويديځو هېوادونو کې مېرمنې د نارينه وو په پرتله د زده کړې په زياتره کچو کې غوره دي. مګر په افغانستان کې بیا دې برخې ته بیخي توجه نه ده شوې. د نجونو د زده کړې کچې ته وده ورکول د ځوانو مېرمنو په روغتيا او اقتصادي راتلونکي باندې روښانه اغېزې لري چې په خپل وار د دوی د ټولې ټولنې منظرې يا راتلونکې ته وده ورکوي. د هغو ماشومانو د مړينې کچه چې ميندو يې لومړنۍ زده کړې کړې د هغو ماشومانو په پرتله نيمايي ده چې ميندې يې نالوستې دي. د نړۍ په بې وزلو هېوادونو کې ٪۵۰ نجونې منځني ښوونځي ته نه حاضرېږي. مګر دمګړۍ په افغانستان کې د نجونو پر مخ د منځني ښوونځي نه نېولې تر دوکتورا پورې د زده کړو مخه نیول شوې ده.

ځواب ورکړئ

په تېرو دریو کلونو کې افغان نجونې له زده کړو بې برخې شوې او نه پوهېږي چې په راتلونکي کې به یې څه حال وي. هغوی له زرګونو هیلو او امېدونو سره په کورونو ناستې دي او د دې شېبې شماري چې د ښوونځي او پوهنتون دروازې د هغوی پرمخ پرانستل شي. آنلاین پوهنتون هم د زده کړې لپاره ښه لاره ده، لاکن ټولګي له کور څخه توپیر لري. مونږ د افغانستان له اوسني حکومت څخه غوښتنه کوو چې د نجونو لپاره د ښوونځیو دروازې پرانیزي او هغوی ته د زده کړو اجازه ورکړي. د علم حاصلول په نارینه او ښځینه دواړو باندې فرض دي. نجونې د زده کړې حق لري او په هیڅ دین کې د نجونو زده کړه منع نه ده. په اسلام کې هم نجونو ته د زده کړې حق ورکول شوی دی.

ځواب ورکړئ

افغانان په جنګ او جګړو کې نوم لري. دا خبره مې ډېره اورېدلې خو باور پرې نه کوم. او ځکه یې نه منم چې زموږ ځوان نسل لګیا دی د کتاب ملګرتیا پالي، ورځ تر بلې یې له کتاب سره د ملګرتیا ریښې قوي کېږي. د ثور میاشتې څلورمه اونۍ په افغانستان کې د مطالعې او کتاب لوستنې په نوم نومل شوې چې په تحصیلي او تعلیمي ادارو کې نمانځل کېږي. همدارنګه د کتابونو نندارتونونه په کې جوړېږي. خلک په کې د خپلې خوښې وړ کتابونه رانیسي. لولي یې بیا یې نچوړ په خپلو فېسبوکونو کې نشروي چې دې سره د هماغو کتابونو لوستونکي لا پسې زیاتېږي. اوس هغه پخوانی وخت نه دی چې خلک به د کتاب په ګټو نه پوهېدل. اوس ټول په دې پوهېږي چې د ذهني فشار کمېدل، د پوهې ډېرېدل، د املا او انشا ښه کېدل، د تمرکز وړتیا ډېرېدل ... د کتاب لوستلو یا مطالعې مسلسلې ګټې په ګوته کوي. ځکه خو د نورو ځانګړو ورځو په ګډون هر کال د ثور میاشتې څلورمه اونۍ په ګران هېواد افغانستان کې د مطالعې او کتاب لوستنې په موخه نمانځل کېږي، څو د پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو محصلان، د ښوونځيو زده کوونکي او د علم مينه وال له کتاب او مطالعې سره اشنا او په ټولنه کې د کتاب لوستنې ارزښت زيات شي. نو اصله خبره داده چې د پوهنتون او ښوونځیو دروازې تړل د بل بابا په امر شوي دي. موږ هم د ځان لپاره او هم د خپلې خور او لور لپاره ښه ژوند غواړي چې دا ښه ژوند یوازې او یوازې د کتاب لوستنې سره تړلی دی. کتاب سره په ملګرتیا پورې تړلی. موږ دا ملګرتیا پالو خو څوک مو نه پرېږدي. څنګه وکړو؟ تاسو ورته څه لرئ؟

ځواب ورکړئ

پوهنتونونه او نور علمي بنسټونه د هېوادونو د پرمختګ بنسټونه دي. یاد بنسټونه په اصل کې د انسان جوړونې ماشینونه یا فابریکې دي چې بې علمه انسانان د خاموموادو په څېر ور اچول کېږي او پاخه یا په کارپوه انسانان ترې جوړېږي. مونږ چې نن نړې به دوه برخو ویشو، پر مختللې او ورسته پاتې نړۍ، معنی همدا دا ده چې د پرمختللې نړۍ هېوادونو په پوهنتونونو ډېر پخوا کار کړي، پانګونه یې پرې کړې او اوس یې ثمر ته ناست دي او لا هم د خپلو راتلونکو نسلونو روزنې لپاره زیار ګالي. د پرمخ تللې نړۍ هېوادونو پوهنتونونه تر دې حده رسولي چې اوس نه یواځې دا چې خپل راتلونکي نسلونه په کې روزي، بلکې د خپلو هېوادنو لپاره یې د عاید په مرکزونو بدل کړي. دوی په وروسته پاتې هېوادونو خپل علم خرڅوي په دې معني؛ دوی خپلې څېړنې، ټرینګونه،ورکشاپونه، تدریسي مواد او سکالرشیپونه پلوري. که په لنډه وویل شي، د همدې تعلیمي بنسټونو د لرلو او پرې د پانګونې وجه ده چې د نړۍ ظاهري او باطني شکل ته یې هم تغیر ورکړی. فرق همدا دی چې نورې نړۍ انسانان خو پرېږده، د څاریو پالنې ته یې پیسې مختص کړي، مونږ په انسانانو مکتب او پوهنتون بند کړی... بدبختي دا ده چې افغانانو سره د مکتب او پوهنتون د بندېدو په ویر کې اسلامي نړۍ هم کومه خوا خوږی ښکاره نه کړه او ملامت په دې نه دي چې نړۍ د هېوادونو د سیالۍ په میدان بدل شوی. هر څوک غواړي چې د خپل هېواد د اتباعو د ژوند د بهبود په برخه کې کار وکړي. زده کړه مهمه ده. که انلاین وي که حضوري، مهمه دا ده چې زده کړه وشي. افغانانو ته په کار دي چې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي او خپل هېواد ته تر خپل وس او توان خدمت وکړي.

ځواب ورکړئ

په دې کې شک نشته چې پوهنتونونه او نور اکاډمیک مرکزونه انسانان روزي، ټولنه د ښېرازۍ خواته بیایي. دا خبره هم صحیح ده چې په ډېرو هېوادونو او په ځانګړې توګه په امریکا کې پوهنتونونه او اکاډمیک مرکزونه په عاید جوړونکیو سرچینو باندې بدل شوي او هېوادونه ترې ګټې ترلاسه کوي. په عین وخت کې یوه ټکي ته پام په کار دی چې د پرمختګ په اساس هېوادونه په دوه ډوله وېشل شوي دي: اول یې پرمختللي هېوادونه دي چې په هغو کې د انسان اساسي اړتیاوې پوره شوي، د کار فرصتونه په کې له اړتیا سره سم یا ډېر دي او د نورو هېوادونو خلکو ته هم کارونه ورکوي. تر څنګ یې، قوي ټکنالوجي او پرمختللي اقتصادونه لري. بله کټیګوري هېوادونه د مخ پر ودې هېوادونو په نامه یادیږي. یعنې هېوادونه چې پرمختللي نه دي خو د ودې په لور ګامونه اخلي. دا ګامونه کېدی شي کوچني وي لاکن روان خو دي. دې ټکي ته په پام سره، د وروسته پاتې یا شاته پاتې په څېر اصطلاح ګانې د مخ پر ودې هېوادونو لپاره سپکاوی ګڼل کیږي. ډېر عوامل شته چې هېوادونه له پرمختګ څخه پاتې کوي. ما یوه ورځ یو ګراف ولید. په هغه ګراف کې په ۱۹۷۷ کې د افغانستان اقتصاد د هندوستان له اقتصاد څخه ډېر قوي و په داسې حال کې چې نن ورځ هندوستان هڅه کوي چې په راتلونکیو څو کالونو کې د نړۍ دویم یا درېیم ستر اقتصادي ځواک جوړ شي. یعنې کې په هغه منول افغانستان مخکې تللی وای، اوس به افغانستان د امریکا او اروپا په څېر یو پرمختللی هېواد وای، لاکن بدبختانه چې اول روسانو پرې یرغل وکړ، خلک یې ووژل او د افغانستان کلیوالې سیمې یې ویجاړې کړې. بیا پاکستان، ایران او سعودي په کې خپل داخلي افغان ګروپونه وجنګول او د وطن ښارونه یې ویجاړ کړل. بیا غرب راغی، هغوی څه ګټې او څه تاوانونه واړول. په هر حال، پرمختللی/مخ پر ودې.

ځواب ورکړئ