کابل -- د افغانستان پوهنتونونه د دوشنبې په ورځ /د کب ۱۵مه/ له یوې ژمنۍ وقفې څخه وروسته بیا پيل شول، خو یواځې نارینه ټولګیو ته حاضر شول په داسې حال کې چې د ښځو په لوړو زده کړو باندې «زړه ماتوونکی» بندیز لا هم په خپل ځای پاتې دی.
په پوهنتونونو باندې بندیز یو له څو هغو محدودیتونو څخه دی چې د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې راهیسې په ښځو باندې لګېدلی او د اسلامي هېوادونو په ګډون په ګرده نړۍ کې یې غوسه راپارولې ده.
د غور ولایت اوسېدونکې راحلې چې ۲۲ کاله عمر لري، وویل، «دا زړه ماتوونکې ده چې ګورو چې نارینه پوهنتون ته ځي خو موږ مجبور یو چې په کورونو کې پاتې شو.»
هغې وویل، «دا د نجونو پر ضد جنسیتي تبعیض دی ځکه اسلام موږ ته اجازه راکوي چې لوړې زده کړې وکړو. هیڅوک هم باید موږ له زده کړو څخه محرومې نه کړي.»
مقاماتو وروسته له هغه دا بندیز ولګاوه چې په ښځینه محصلانو باندې د ځانګړي لباس اغوستلو او پوهنتون ته د تګ راتګ پر وخت د نارینه محرم د لرلو د یوه سخت قانون په عملي کولو کې د ناغېړۍ تور پرې ولګول شو.
اکثرو پوهنتونونو وار له مخه د جنسیت په اساس جلا شوې دروازې او ټولګي معلوم کړي، او دې ته یې فرصت برابر کړی چې ښځو ته یواځې ښځینه استادانې یا زاړه سړي تدریس وکړي.
په هرات پوهنتون کې د کمپیوټرساینس پوهنځي یوه محصل محمد حسیب حبیب زاده وویل، «دا دردوونکې ده چې ګورو چې په زرګونو نجونې نن ورځ له زده کړو څخه بې برخې دي.»
هغه وویل، «موږ هڅه کوو چې له استادانو او نورو محصلانو سره د خبرو له لارې دا مسئله حل کړو او داسې یوه لاره راوباسو چې هلکان او نجونې وکولی شي زده کړه او یو ځای پرمختګ وکړي.»
د کابل پوهنتون د انجنیرۍ پوهنځي یوه محصل اجت الله نجاتي وویل چې زده کړې کول د ښځو یو اساسي حق دی.
هغه د پوهنتون انګړ ته له ننوتلو څخه وروسته وویل، «حتی که هغوی په جلا ورځو کې درسونو ته لاړې شي، بیا هم ستونزه نه ده. هغوی د زده کړو حق لري، او دا حق باید هغوی ته ورکول شي.»
د کابل په رڼا خصوصي پوهنتون کې نارینه محصلان د دوشنبې په ورځ بېرته ټولګیو ته ورغلل.
د ژورنالیزم پوهنځي یوه محصل عبرت الله رحیمي وویل، «له بده مرغه چې زما خور نشي کولی چې پوهنتون ته راشي. هغه هڅه کوي چې په کور کې زده کړه وکړي.»
هغه پوسټرونه چې له بندیز څخه مخکې د مشخص لباس په هکله جوړ شوي ول لا هم د کابل پوهنتون په دهلېزونو کې لګېدلي دي.
د ښځو د حقونو په ننګه درېدل
ډېر چارواکي وایي د ښځو په زده کړو باندې بندیز موقت دی، خو له وعدو سره سره هغوی په دې کې پاتې راغلي چې د نجونو لپاره منځني ښوونځي بېرته پرانیزي. دغه ښوونځي له یوه کال څخه ډېر وخت راهیسې تړلي دي.
د تعلیمی مرکزونو د بندولو لپاره د پیسو له نشتوالي څخه رانیولې د اسلامي ارزښتونو په اساس د نصاب جوړولو لپاره د اړتیا وړ وخت په په ګډون، یو شمېر بهانې وړاندې شوي دي.
خو لکه څنګه چې ځینې چارواکي وایي، حقیقت دا دی چې یو شمېر ډېر محافظه کار علما د ښځو عصري زده کړو ته په ژور ډول په بده سترګه ګوري.
په هرات پوهنتون کې تر تېر کال پورې چې له زده کړو څخه ایسارېدله د ژورنالیزم پوهنځي یوې محصلې وحیدې درانۍ وویل، مقامات غواړي چې ښځې بې تعلیمه پاتې شي.
هغې وویل، «که افغانې نجونې او ښځې تعلیم وکړي، هغوی به هېڅکله هم داسې یو حکومت قبول نه کړي چې له اسلام او قران کریم څخه ناوړه ګټه پورته کوي.»
درانۍ وویل، «هغوی به د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره ودرېږي، او دا هغه ډار دی چې حکومت یې لري.»
ښځې او د هغوی ملاتړي له یوه سخت جنګ سره مخامخ دی.
د مرغومي په میاشت کې، په کابل کې د پوهنتون یوه استاد په یوه ژوندي تلوېزیوني پروګرام کې د خپلې استعفا په اعلانولو او د خپلو اسنادو په څیرلو سره په پوهنتونونو کې په ښځو باندې د بندیز په مقابل کې په اعتراض سره یو توپان جوړ کړ.
اسماعیل مشعل چې په کابل کې یې په درې بېلابېلو پوهنتونونو کې له یوې لسیزې څخه ډېر وخت تدریس کړی دی، وویل، «زه خپل غږ پورته کوم. زه له خپلو خویندو سره درېږم... زما اعتراض به دوام ولري حتی که زما د ژوند په قیمت هم تمام شي.»
هغه د مرغومي په ۹مه په کابل کې په خپل دفتر کې ای اېف پي ته وویل، «ما د یوه سړي او یوه استاد په توګه ونشوای کړای چې د هغوی لپاره بل څه وکړم، او ما داسې احساس کړه چې زما اسناد بې ارزښته شوي دي، له دې امله مې څیرې کړل.»
ازادۍ راډېو راپور ورکړ چې، بیا هغه په کابل کې په سلګونو کتابونه نجونو او ښځو ته په وړیا توګه ورکول پیل کړل او دغه کار ته یې تر هغه دوام ورکړ چې د سلواغې په ۱۳مه ونیول شو.
هغه له نیول کېدلو څخه یواځې څو ساعته مخکې ازادۍ رادېو ته وویل، «دا چې ښوونځي او پوهنتونونه تړلي دي، زه غواړم چې دا کتابونه بې وزلو افغانانو ته ور ووېشل شي.»
خامه پرېس وایي، څو محلي رسنیو تېره پنجشنبه راپور ورکړ چې مشعل خوشې کړای شوی، خو د فرید په نامه د هغه یوه خپلوان چې استاد دی، دغه خبر رد کړ.
هغه وویل، په ټولنیزو رسنیو کې داسې اوازې خپرې شوي دي، خو مشعل اوس هم بندي دی.
دا هغه ظلم دی چې د افغانستان د اسلامي امارت لخوا له افغان نجونو سره کیږي. د افغانستان د اسلامي امارت دولت باید د نجونو پر تعلیم له سره غور وکړي او نجونو ته اجازه ورکړي چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او له زده کړو څخه یې منع نه کړي، خو یوه خبره را په یاد کړم چې که امریکا رښتیا غواړي د افغان نجونو دا ستونزه حل کړي، دا ستونزه ژر تر ژره حل کولی شي ځکه چې هغوی د افغانستان اوسني حکومت ته ډیرې مالي مرستې ورکوي. کوم هېواد چې له بل هېواد سره مالي مرسته کوي، په هماغه اندازه د هغوی خبره مني. په هېڅ اسلامي هېواد کې نجونې له زده کړو بې برخې نه دي، خو په افغانستان کې د افغانستان د اسلامي امارت د فرمان له مخې نجونې له زده کړو بې برخې شوي دي. دا د افغان نجونو پر وړاندې یو نه جبرانیدونکی ظلم دی. ملګري ملتونه او اسلامي هېوادونه او همدارنګه د ټولې نړۍ هېوادونه باید د نجونو د پوهنتونونو او ښوونځیو د دروازو د تړلو په اړه خپل غبرګون وښيي. ملګري ملتونه او د نړۍ هېوادونه باید د افغانستان د اسلامي امارت د دې کار په غبرګون کې چوپه خوله پاتې نه شي او د افغان نجونو د ملاتړ لپاره خپل غږ پورته کړي.
ځواب ورکړئ5 تبصره
په پکتیکا ولایت کې د ښځینه ډاکټرانو د کموالي له امله نارینه ډاکتران ګمارل شوي دي. په پکتیکا کې د اقرا په نامه یوه ډاکتره وايي چې په ټول ولایت کې یوازې دوه متخصصانې ډاکترانې شته چې د ناروغانو د زیاتوالي له امله د ټولو ناروغانو درملنه نه شي کېدالی او له همدې امله یې د ښځینه وو لپاره هم نارینه ډاکتران په دندو ګمارلي دي. د پکتیکا د عامې روغتیا رئیس حکمت الله حکمت ویلي، «په پکتیکا ولایت کې یوازې دوه متخصصین لرو، په مرکزي روغتون کې د ښځینه ډاکټرانو بستونه خالي دي او هڅه کوو چې نارینه ډاکټران وګمارو.» اوس پوښتنه پیدا کېږي چې ښا د ښځینه ډاکترانو بستونه خالي دي او اعلان ته مو ورکړي نو په دغسې یو حالت کې چې پوهنتونونه او مکتبونه د ښځو لپاره بند دي ډاکترانې خو له اسمان څخه نه شي راکوزېدای. پکتیکا ۱.۵ میلیونه نفوس لري، خو یوازې درې روغتونونه او دوه ښځینه ډاکټرانې لري. دا زما د وطن حال دی.
ځواب ورکړئ5 تبصره
نن د مارچ اتمه ورځ ده او په داسې حال کې په نړۍ کې نمانځل کېږي چې په افغانستان کې نجونې او ښځې د طالبانو د محدوديتونو له امله دا ورځ په ښکاره ډول نهشي نمانځلی. افغان مېرمنې چې د زدهکړو او کار په ګډون له خپلو اساسي حقونو محرومې شوې دي د طالبانو لهخوا پر دوی د محدوديتونو له لګېدلو وروسته یې ژوند له سختو اقتصادي او رواني ستونزو سره مل دی. د طالبانو په یو نیم کلنه واکمنۍ کې پر ښځو ډېر محدوديتونه وضع شوي دي، له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته د تللو اجازه نهلري، له پوهنتونونه منع شوي او له ځینو محدودو ادارو پرته په دولتي او نادولتي ادارو کې د کار کولو اجازه هم نهلري په داسې حال کې چې اکثره یې د کور سرپرستانې دي. او د کور سرپرستي ځکه ور تر غاړې شوې چې کلونه کلونه په افغانستان کې جګړه شوې او ځوانان لکه د غنمو په څېر رېبل شوي دي. نو چې ښځې کار ونه کړي بچي به یې څه وخوري، څه به وکړي او څه به واغوندي. همدارنګه په ټولنیزو فعاليتونو کې هم د ښځو حق سلب شوی، پارکونو، ورزشي کلبونو او له محرم پرته یوازې سفر هم نهشي کولای. نړیواله ټولنه دې د خپلو اساسي حقونو په بېرته ترلاسه کولو کې له دوی سره مرسته وکړي. ځیني داسې مېرمنې هم په دولتي او نادولتي ادارو کې په دندو بوختې وې چې منظم معاش یې درلود خو اوس په رواني ناروغیو اخته او مجبوره دي له نوره قرض وکړي، په ښه شکل یې کار کاوه مګر د طالبانو له لوري دوه میاشتې وړاندې پرې بندیزونه ولګېدل او بلاخره اوس یې سوال کولو ته کېنولې.
ځواب ورکړئ5 تبصره
په افغانستان کې حاکمه ډله باید دا درک کړي چې په غلطه روان دي. د نړۍ په هېڅ هېواد کې د هیڅ تعلیمی مرکز دروازې د دومرې اوږدې مودې لپاره نه تړل کیږي. څه چې دوی کوي دا یو جنایت دی. دا له افغانانو سره خیانت دی. دا د نویو نسلونو تباه کول دي. دا د راتلونکو نسلونو له منځه وړل دي. ځکه کله چې یوه ښځه تعلیم ونه کړي، هغه نشي کولی چې خپل بچیان په صحیح توګه تربیه کړي. کله چې بچیان په صحیح توګه تربیه نشي، هغوی داسې لوییږي چې په ټولنه کې جنایتونه ترسره کوي. قران کریم او نبوي احادیث تعلیم نه منع کوي. بلکې امر کوي چې تاسو تعلیم وکړئ. د قران کریم لومړنی نازل شوی لفظ اقرأ (ولوله) دی. لاکن د پاکستان د استخباراتي ادارې له خوا حمایه شویو مدرسو تعلیمي نظام داسې جوړ شوی چې ښځې ته په همداسې نظر ګوري.
ځواب ورکړئ5 تبصره
هغه څه چې اوس په افغانستان کې روان دي دا په پېښور کې د افغانانو په وړاندې د نیبراسکا موسسې لخوا د پلي شویو پروژو پایله ده. په پېښور کې چې دا مهال د پاکستان د خاورې یوه برخه ده، ځوانو افغان مهاجرینو ته دا ور زده کړل شول چې څنګه یو انسان ووژني، څنګه څوارلس سوه کاله پخوانی نظام راژوندی کړي، څنګه د نورو توهین او تحقیر وکړي. د دغه پلان بدې پایلې د نورو هېوادونو لپاره نه، بلکې پخپله د افغانستان او افغانانو لپاره وې.
ځواب ورکړئ5 تبصره