زده کړه

غېږې، چیغې او ژړاګانې: افغانانې د پوهنتونونو د بندېدلو له امله په ویر ګډې شولې

ای اف پی

د افغانستان د پوهنتونونو محصلانې چې امنیتي منسوبینو منع کړي دي، د لیندۍ په ۳۰مه په کابل کې د یوه پوهنتون تر څنګ ولاړې دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د افغانستان د پوهنتونونو محصلانې چې امنیتي منسوبینو منع کړي دي، د لیندۍ په ۳۰مه په کابل کې د یوه پوهنتون تر څنګ ولاړې دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- په افغانستان کې د پوهنتونونو ښځینه محصلانو د چارشنبې په ورځ /د لیندۍ ۳۰مه/ وروسته له هغه چې هغوی له زده کړو څخه ایسارې شولې، «په قفس کې اچول شویو مرغیو» په څېر د بې باورۍ احساس وکړ.

په کابل کې، چې د هېواد تر ټولو لوی پوهنتونونi په کې موقعیت لري، محصلانې د پوهنتونونو د بندیز د خبر له اورېدلو څخه وروسته، په تورو چپنو او کلکو ټیکریو کې له پوهنتونونو څخه بهر راټولې شوې وې او له خپلو دوستانو او کورنیو څخه یې همدردي غوښتله.‌

په کندوز کې د نرسنګ یوې ۲۳ کلنې محصلې امیني ای اېف پي ته وویل، «موږ ټولو داسې احساس کاوه لکه مرغۍ چې په قفس کې ایسارې وي. موږ یوه بلې په غېږې کې ونیولې، چیغې او ژړاوې مو وکړلې چې موږ سره ولې داسې کېږي؟»

هغه له خپلو درې خویندو سره، چې دوه یې وار له مخه له ثانوي زده کړو څخه ایسارې شوې او یوه بله د پوهنتون محصله، وه چې ټولنیزې رسنۍ د شپې د ناوخته خپاره شوي حکم خبر ولړزولې.

د هېواد په بېلابېلو برخو کې پوهنتونونه وار له مخه د ژمنیو رخصتیو له امله رخصت شوي، خو محصلانو کولی شوای چې د ازموینو یا په کتابتونونو کې د مطالعې لپاره پوهنتونونو ته لاړ شي.

هیڅوک به هم غوږ کېنږدي

یوه ساتونکي ای اېف پي ته وویل، ځینې ښځې تر سهاره له دې څخه خبرې نه وې چې هغوی له پوهنتون څخه ایسارې شوي دي.‌

په کابل کې د حقوقو پوهنځي یوه محصل چې له ډاره یې نه غوښتل نوم یې یاد شي، وویل، «زما خور کمپیوټر ساینس لولي... بېګا ما هغه خبره نه کړله. زه پوهېدم چې هغه به ذهني ضربه وخوري.»

هغه وویل، «دا واقعا د اسلام او بشري حقونو په هکله د معلوماتو نه لرل او ناخبري ښیي.‌ که حالات همداسې روان وي،‌ راتلونکی به له دې نه هم بدتر شي. ټول خلک وېرېدلي دي.»

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې،‌ یو شمېر نارینه محصلانو د یادې پرېکړې پر وړاندې د اعتراض په ترڅ کې د امتحان صحنه ترک کړله.‌

په ښځو باندې محدودیتونه په وروستیو میاشتو کې څو برابره ډېر شوي دي. هغوی له اکثرو حکومتي وظایفو څخه ایسارې شوي یا ډیر لږ پیسې ورکول کېږي ترڅو په کورونو کې پاتې شي،‌ اجازه نه لري چې له خپل ښار څخه بهر یواځې سفر وکړي او پارکونو او باغونو ته له تګ څخه منع شوي دي.

یوې ۲۹ کلنې محصلې چې په کابل پوهنتون کې په پښتو ادبیاتو کې ماسټري کوي، وویل،‌ «موږ هېڅ زور نه لرو چې څه وکړو، او هیڅوک به زموږ خبرې ته غوږ هم ونه نیسي.»

هغې ای اېف پي ته وویل، «موږ اعتراض نشو کولی؛ موږ نهیلې یو. د ژوند په هره برخه کې، موږ له ناکامۍ سره مخامخ شوې یو.»

هغې وویل، «موږ وظیفې نه لرو، موږ هیچېرې هم تللی نشو، او موږ نشو کولی چې هېواد پرېږدو. موږ هر څه له لاسه ورکړي دي.»

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایربوک د چارشنبې په ورځ وویل چې هغه به د افغان ښځو په زده کړو باندې بندیز د جي ۷ شتمنو هېوادونو چې دا وخت یې جرمني مشري پر غاړه لري، په اجندا کې شامل کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف د کندهار په مرکز او ولسوالیو کې د ۱۵۸۸ محلي ټولګیو فعالیت وځنډاوه. یونیسېف دغه پرېکړه وروسته له هغې وکړه، چې طالبانو په ملي او نړیوالو غیردولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه. طالبانو پر نجونو او ښځو د محدودیتونو لګولو په دوام تازه بندیز تېره یکشنبه اعلان کړ، چې په پراخه پیمانه ورباندې انتقادونه وشول ځکه افغانان اوس هغه خلک نه دي کوم چې ۴۰ یا ۳۰ کاله وړاندې وو او د نااهله او جاهلو خلکو خبرې به یې اورېدې او په هغو به یې عمل کاوه. افغانان اوس هغه خلک نه دي کوم چې د غاري امان الله خان او یا د داوود خان وخت کې وو. هغه وخت افغان ولس د پردیو په خوله خپل حکومتونه چپه او شکرانې یې ادا کولې خو اوس چې د محمد اشرف غني حکومت چپه شو پېغلې او ځوانان ژاړي او په دې پوهېږي چې د علم او ابادۍ غر یې له لاسه ورکړ او په بدل کې یې پرې جاهله خلک واکمن شول. اوس به ووایو چې نه یوازې کندهار کې زرګونه ماشومان له زده کړو پاتې شول بلکې ټالب ټول افغانستان له تیاره برخلیک سره مخامخ کړی دی.

ځواب ورکړئ

د ولسمشر غني د بیان پاتې برخه: ما په کراتو، کراتو ویلي او بیا یې وایم، که یوه نجلۍ باسواده شي، پنځه راتلونکي نسلونه بدلوي او که یوه نجلۍ بېسواده پاتي شي، راتلونکي کې د پنځو نسلونو د بربادۍ سبب ګرځي. زه د هغو بهرنیو او کورنیو کړیو دا ادعا هم په کلکه ردوم چې دغسې خاینانه فیصلو ته کلتوري پوښښ ورکوي. د میرویس نیکه او احمد شاه بابا مېندې باسواده او پتمنې رهبرانې وې. زه د هغو نجونو او هلکانو چې نن یې په ننګرهار، کندهار او نورو ولایتونو کې د زده‌کړو د حق لپاره د اختناق په دې سختو شرایطو کې اعتراضونه کړي، ستاینه او قدردانی کوم. دوی په هېواد کې د تعلیم حق غوښتنې، اصلي مخکښان او اتلان دي. اوسنی ځوان نسل (ښځې او نارینه) کولای شي روان استبداد د راتلونکو سلو کلونو لپاره د خپلو صفوفو په پياوړتیا، اتحاد او اتفاق له منځه یوسي. په اوسنیو حالاتو کې یوازینی څه چې ټول افغانان پرې په متفق ډول اجماع لري، هغه د ښځو د تعلیم او کار د حق موضوع ده، زه په دې باور یم چې د دې ملي ولسي اجماع په مقابل کې طالبان نشي درېدلای. تل دې وي افغانستان

ځواب ورکړئ

طالبان جاهلان دي. غواړي ټوله ټولنه جهله کړي. دوی چې د افغان ښځو حق کې کوم کار وکړ ټول افغان ولس یې په مقابل کې ولاړ دی. د دوی دا عمل چې نجونې دې پوهنتونونو ته نه ځي د عامو افاغانانو ترڅنګ د پخوانیو چارواکو غبرګونونه هم راپارولي دي. ولسمشر محمد اشرف غني په خپل یوه بیان کې ویلي:بسم الله الرحمن الرحیم. له بده مرغه په هېواد کې د ښځو د تعلیم او کار اوسنۍ ستونزه ډېره جدي، خواشینوونکې او په یوویشتمه پيړۍ کې د جنسیتي اپارتاید تر ټولو ښکاره او کرکجنه بېلګه ده. اصلي ستونزه د حاکمې ډلې عدم مشروعیت دی، دا ځکه چې دوی په غیر ولسواک ډول حاکمان دي او افغانستان یې اشغال او ټول ولس یې یرغمل کړی دی. د اوسنۍ حاکمې ډلې د دغه شان ناوړه پرېکړو او د روان بحران د ژورېدو مسؤلیت یوازې طالبانو ته نه، بلکې ټولو هغو افرادو، عناصرو او بنسټونو ته ور ګرځي چې د دوی د سپینولو لپاره یې په سازماني شکل تبلیغات کول او ادعا یې کوله چې دا خلک بدل شوي او د نویو شرایطو په اړه یې درک زیات شوی دی. اوس یې وخت دی چې طالبان او د دوی مبلغان باید د دوحې تړون هغه پټ ضمایم او الحاقيه برخې ملت سره شریکې کړي. پوښتنه دا ده، چې امریکا سره د دغه پټو تعهداتو په اړه ولې ولس ته وضاحت نشي ورکولای او د دې جزییات یې ولي له ولس څخه پټ ساتلي؟ حاکمه ډله په کوم صلاحیت غواړي د افغانستان تعلیمي نصاب بدل کړي؟ ایا دوی غواړي د افغانستان تعلیمي نصاب د حقانيه مدرسې په نصاب بدل کړي؟ ایا د دوی تعلیمي نظام د امام ابو حنیفه تر نصاب غوره دی؟ پاتې خبرې یې بله تبصره کې

ځواب ورکړئ

د افغانستان د ښځینه محصلینو پر مخ د پوهنتونونو د دروازو تړل کېدلو محصلینې او د هغوی کورنۍ وژړولې. په حقیقت کې د افغانستان ټول خلک یې وژوړل. د افغانستان د ښځینه محصلینو پر مخ د پوهنتونونو د دروازو تړل د تیارو لوري ته د افغان ښځو د وړلو معنی لري. ټول مسلمانان يو قرآن لري، ولې په ټولو اسلامي هېوادونو کې نجونې هر ډول زده کړې لري، خو د افغانستان ماشومان له زده کړو بې برخې دي؟ زموږ او د نورو اسلامي هیوادونو تر منځ توپیر څه دی؟ نن مې دا خبر واورېد. زما په سترګو کې واقعاً اوښکې راغلې. پوه شوم چې موږ، د افغانستان خلک خپلې ورځې او شپې په تیارو کې تیروو. هغوی په بدو شرایطو کې ۱۲ کاله زده کړه وکړه. هره ورځ یې کورنۍ په دې انتظار وې چې کله به یې د ماشومانو مړي کورونو ته ورننوځي. دغو نجونو په دې سختو شرايطو کې زده کړې وکړې او اوس له هغو حقونو څخه بې برخې دي چې اسلام ورته ورکړي دي. خدایه، زه خو دې حالت ته حیران یم. زه هیله لرم چې د افغانستان اسلامي امارت په خپل فرمان کې تعدیل وکړي او دغو ځوریدليو ماشومانو ته د زده کړو اجازه ورکړي. موږ کلونه کلونه د یوې رښتینې سولې د راتلو انتظار باسو، او دا یو حقیقت دی چې په نړیواله سطحه سوله راغلې ده، امنیت راغلی دی. په دې حالت کې چې خوندي هم دي، دا نجونې، زموږ ماشومان باید اجازه ولري چې خپلې زده کړې بشپړې کړي او په راتلونکي کې دې هیواد ته خدمت وکړي.

ځواب ورکړئ