اقتصاد

هېڅکله لاس مه اخلئ: ښځې د محدودیتونو پروا نه کوي، په فراه کې د خیاطۍ دوکان له لارې د کورنیو مالي ملاتړ کوي

د عمر راپور

د افغان ښځو یوه ډله چې اوس د خپلو کورنیو یواځینۍ نفقه ګټونکې دي، او همدارنګه یو شمېر داسې ښځې چې خپلې حکومتي وظیفې یې له لاسه ورکړي دي، په فراه ښار کې د خیاطۍ په یوه دوکان کې کار کوي چې د خپلو کورنیو ملاتړ وکړي.‌ [عمر/سلام ټایمز]

فراه -- د ښځو یوه ډله، د فراه ښار په ۴مه ناحیه کې په یوه تشه او داسې کوڅه کې چې بل سر یې بند دی، په یوه کوچني کور کې د خیاطۍ په کار بوخته ده.‌

د هغوی ځینو مېړونه په وروستیو کالونو کې په جنګ کې مړه شوي، په داسې حال کې چې نورو له حکومت سره کارونه کول خو اوس یې کارونه له لاسه ورکړي دي.

ګلالۍ چې ۴۲ کاله عمر لري د هغوی له ډلې څخه یوه ده. د هغې مېړه پولیس و او تقریبا ۱۸ میاشتې مخکې د دندې پر مهال ووژل شو.

هغې د خپل مېړه له مرګ څخه وروسته، د خپلو ستونزو د حلولو او د خپلو بې پلاره ماشومانو د نفقې برابرولو مسؤلیت پر غاړه واخیست.

هغه ښځې چې یا یې مېړونه په وروستیو کالونو کې په جنګ کې مړه شوي یا د خپلو کورنیو یواځینۍ نفقه ګټونکې دي، په کورونو کې د پاتې کېدلو او په مرستو باندې د تکیه کولو پر ځای، د لیندۍ په ۱۹مه په فراه ښار کې د خیاطۍ په یوه کوچني دوکان کې کمیسونه ګنډي. [عمر/سلام ټایمز]

هغه ښځې چې یا یې مېړونه په وروستیو کالونو کې په جنګ کې مړه شوي یا د خپلو کورنیو یواځینۍ نفقه ګټونکې دي، په کورونو کې د پاتې کېدلو او په مرستو باندې د تکیه کولو پر ځای، د لیندۍ په ۱۹مه په فراه ښار کې د خیاطۍ په یوه کوچني دوکان کې کمیسونه ګنډي. [عمر/سلام ټایمز]

ګلالۍ د خپل مېړه له مړینې څخه مخکې د کور ښځه وه، خو د هغه له لاسه ورکولو څخه وروسته اقتصادي ننګونو هغه مجبوره کړه چې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو پر ضد مقابله وکړي او د کار کولو لپاره له کور څخه وځي.‌

هغې وویل، «د دې دوکان له پرانستل کېدلو راهیسې درې میاشتې کېږي چې زه خیاطي کوم.»

هغې وویل، «له هغه وخت راهیسې چې زه دلته کار کوم، زه یو عاید لرم او کولی شم چې تر یوه حده د خپلې کورنۍ مصارف پوره کړم. زه خوشحاله یم چې کولی شم په موجودو شرایطو کې له خپل کور څخه بهر کار وکړم

ګلالۍ زیاته کړه، «زه دې وظیفې ته اړتیا لرم، او که زه کار ونه کړم، زما ماشومان به وږي وي.»

لیلما چې ۳۶ کاله عمر لري او په همدې کارځای کې کار کوي، خپل مېړه چې په اردو کې یې خدمت کاوه، په فراه کې په یوه چاودنه کې له لاسه ورکړ.

هغه له خپلو څلورو ماشومانو او ناروغې مور سره یوځای په فراه ښار کې په یوه کور کې ژوند کوي. د هغې پلار یو کال مخکې د یوې ناروغۍ له امله مړ شو، له دې امله اوس د کورنۍ نفقه د لیلما پر غاړه ده.‌

هغې وویل، «په دې دوکان کې له کار کولو څخه زما میاشتنی عاید له ۲۰۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ افغانۍ (۲۳ – ۳۴ ډالر) دی، چې تر یوه حده پورې زما د کورنۍ لګښتونه برابروي.‌»

هغې وویل، «زه ډېره هڅه کوم چې خپل عاید لوړ کړم او د خپلې کورنۍ لګښت پوره کړم. په روانو حالاتو کې، د ښځو لپاره له کور څخه بهر کار کول سخت دي، خو زه مجبوره یم چې دا حالات وزغمم.»

له بې وزلۍ څخه د کورنیو ساتل

په فراه ښار کې هره هغه ښځه چې د خیاطۍ دوکان کې کار کوي، هڅه کوي چې په روانو سختو حالاتو کې د خپلې کورنۍ مالي ملاتړ وکړي.

شیما چې ۲۷ کاله عمر لري، د خپلې پنځه کسیزې کورنۍ لپاره نفقه ګټي.

په دې دوو میاشتو کې چې هغه د خیاطۍ دوکان کې کار کوي، یو عاید لري، او خوشحاله ده چې له کور څخه وځي او کار وکړي.‌

هغې وویل، «زموږ خپلوان او نور خلک د جامو جوړولو فرمایش راکوي، او موږ یې د هغوی لپاره ګنډو. موږ په دې دوکان کې ډول ډول جامې ګنډو او د هر کمیس په بدل کې د ۲۰۰ او ۵۰۰ افغانیو تر منځ اجوره اخلو.»

هغې وویل، «زموږ د امکاناتو له محدودیت سره سره، موږ هڅه کوو چې د خپلو کورنیو لپاره نفقه وګټو،» او زیاته یې کړه چې په دوکان کې ښځې په ډله ییز ډول کار کوي او د میاشتې په اخر کې عواید سره وېشي.

هغې وویل، «موږ د ګنډلو ماشینونه له کورونو څخه له ځانونو سره راوړي دي. که مرستندویې ادارې زموږ ملاتړ وکړي، موږ کولی شو چې په دې ورکشاپ کې د نورو ښځو لپاره هم کاري فرصتونه برابر کړو.»

صنم چې ۳۱ کاله عمر لري او د درې ماشومانو مور ده، هم په فراه ښار کې د خیاطۍ کارځای کې کار کوي.‌

د هغې مېړه درې کاله وړاندې له یوې ناروغۍ څخه مړ شو، او اوس صنم د خپلې کورنۍ نفقه ګټل پر غاړه لري.

هغې وویل، «ما د فراه د ګمرک ریاست کې د صفاکارې په توګه کار کاوه، خو یو نیم کال مخکې مې خپله وظیفه له لاسه ورکړه او اجازه نه لرم چې نور هلته کار وکړم.»

هغې وویل، «له هغه وخت نه چې ما خپله وظیفه له لاسه ورکړې، زه مجبوره شوې یم چې دلته راشم او خیاطي پیل کړم.»

صنم وویل، «په داسې حال کې چې زما تنخوا لږه ده، زه تر یوه حده پورې د خپلې کورنۍ لګښت پوره کوم. زه هیله لرم چې هره ورځ ډېر کار وکړم او ډېرې پیسې وګټم.»

هېڅکله لاس مه اخلئ

شفیقې چې ۳۵ کاله عمر لري او یوه کونډه ده، ۱۸ میاشتې مخکې په فراه ښار کې د نجونو په یوه ښوونځي کې تدریس کاوه. هغه د نجونو د ثانوي ښوونځي په بندېدلو سره خپله وظیفه له لاسه ورکړله.

هغې د اجتماعي علومو پوهنځی لوستلی او شپږ کاله تدریس یې کړی دی. هغې له بې کاره کېدلو څخه وروسته خیاطۍ ته مخه کړله.

هغې وویل، هغه اته بچیان لري او د خپلې کورنۍ اصلي نفقه ګټونکې ده‌.‌

هغې وویل، «کله چې ما تدریس کاوه، ما یو عاید درلود او زموږ ژوند ډېر ښه و.»

هغې زیاته کړه، «خو له هغه وخت راهیسې چې ما خپله وظیفه له لاسه ورکړې، زما د کورنۍ ستونزې زیاتې شوي دي. زما خسر زما د کورنۍ یوه اندازه لګښتونه ورکول، خو هغه اته میاشتې مخکې مړ شو.»

شفیقې زیاته کړه، «زما څلور زامن او دوه لوڼې ښوونځي ته ځي. زه ډیر کوښښ کوم ترڅو هغوی زده کړه وکړي او د خپلو ځانونو لپاره یوه روښانه راتلونکې جوړه کړي. زه د خپل عاید یوه برخه د خپلو بچیانو په تعلیم باندې لګوم.»

دوه نور بچیان مې لا تر اوسه پورې ډېر کوچني دي او ښوونځی ته نه ځي.

که څه هم چې اقتصادي ستونزې هغه ډېره پریشانه کړې، لاکن هغه خپل ماشومان دې ته هڅوي چې (د کار پر ځای) زده کړه وکړي. هغه په دې برخه کې دومره زیار باسي چې پخپله په لوږه ویده کېږي.

کبرا نوري چې ۲۸ کاله عمر لري د فراه ښاروالۍ کې کار کاوه، خو تقریبا یو نیم کال مخکې له کاره ګوښه کړای شوه.‌

هغه هم د نورو ښځو تر څنګ په فراه ښار کې د خیاطۍ مرکز کې کار کوي.‌

هغې وویل، د هغې پلار چې پخوا د اردو افسر و هم اوس بې کاره دی.‌ په نتیجه کې، د هغې کورنۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده.‌

نوري وویل، «بې کارۍ،‌ اقتصادي ستونزو او په کور کې بندیتوب زه ډېره په تکلیف کړې وم. زه مجبوره شوم دې ورکشاپ ته راشم او خیاطي زده کړم.»

هغې زیاته کړه،‌ «دا حالت زما د کورنۍ لپاره د نه تصور وړ دی، خو له بده مرغه چې موږ د کارونو د له لاسه تللو له امله له جدي ستونزو سره مخامخ یو.»

هغې وویل، «خو زه به هېڅکله هم هڅې پرې نه ږدم. د حکومت لپاره د کار کولو پر ځای به زه خپل د خیاطۍ دوکان پرانیزم. زه به خپلې کورنۍ ته اجازه ور نه کړم چې په نورو باندې متکي اوسي.»

نوري په نورو ښځو باندې هم غږ وکړ چې د محدودیتونو پر ضد ودرېږي او خپل ځانونه او خپلې کورنۍ له فقر څخه وساتي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500
د تبصرو له تګلارې څخه د سرغړونې له امله تبصره لیرې شوه

پوهنیار عبیدالله وردک چې د کابل پوهنتون د ریاضیاتو پوهنځي استاد دی، وايي: د حاکم رژیم (طالبانو) له لوري د ښځینه محصلانو پر وړاندې د پوهنتونونو د دروازو تړلو، د‌ لوی الله ج له لوري دوی ته د‌ ورکړل شوي حق څخه په منکرېدو او د نبي کريم صلی الله عليه وسلم د ارشاداتو خلاف د نجونو د تعليم او تحصيل مخنيوی، د تعليم او تحصيل اړوند د ټول افغان مسلمان ملت غوښتنې ته د منفي ځواب له امله د اعتراض په ډول نه غواړم د رژیم په داسې پوهنتون کې تدریس ته دوام ورکړم چې نجونو ته په کې د زده کړو اجازه نه وي. هغه لیکلي، د همدې لیک له لارې زه د کابل پوهنتون د ریاضیاتو پوهنځي د علمي کادر له غړيتوب څخه خپله استعفاء وړاندې کوم؛ سره له دې چې د دوکتورا سند له درلودلو سره د‌ يو استاد تګ او استعفی تاسو ته ارزښت نه لري خو زه دا کار د خپل وجدان د ارامتيا او د دوی د دې غير عادلانه پرېکړې څخه د نه ملاتړ په پار کوم.

ځواب ورکړئ

زموږ په هېواد کې که یو څوک ملیونونه ډالر یا افغانۍ ولري، له خپل ګاونډي سره لس افغانۍ مرسته نه کوي، بلکې پر خپل ګاونډي سترګې پټوي، چې له ګاونډي څخه پیسې په یو ډول یا بل ډول وشکوي. هغه میرمنې چې خپل میړونه یې له لاسه ورکړي، هغوی باید دې ته انتظار ونه کړي چې یو افغان به راشي او له کوم غرض پرته به له تاسو او ستاسو له کورنۍ سره مرسته وکړي. موږ په خپلو سترګو وینو چې د ملګرو ملتونو مرستې راځي. دا د قومي مشرانو له خوا هغو کسانو ته هم ورکول کیږي چې اقتصادي ستونزې نه لري. او هغو کسانو ته چې مجبور، کونډې او بې سرپرسته دي، ډېره لږه مرسته ورکول کېږي. د فراه ولایت کونډې باید زما خبرو ته پام وکړي، تر څو چې د ځان لپاره کار پیدا نه کړئ، هیڅوک به درته د کار زمینه برابره نه کړي. تاسو چې هرې وسیلې ته لاس رسی لرئ، کار ترې واخلئ او د ځان او کورنۍ لپاره یو څو افغانۍ وګټئ. هغه میرمنې چې دندې یې له لاسه ورکړي او د خپلو کورنیو مشري کوي باید هڅه وکړي چې په خپلو کورونو کې یا د چرګانو کوچني فارمونه جوړ کړي یا ګنډل او ګلدوزي وکړي تر هغه چې د اسلامي امارت حکومت د دغو میرمنو په اړه پریکړه وکړي. د افغانستان له هېڅ نارینه څخه دا تمه مه کوئ چې ستاسو د حقونو لپاره غږ پورته کړي.

ځواب ورکړئ