اقتصاد

د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام د کندوز سلګونو ښځو ته حرفوي روزنه برابره کړه

د محمد قاسم راپور

په کندوز ولایت کې د حرفوي روزنې یو شپږ میاشتنی کورس چې د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام (یو اېن ډي پي) له خوا تمویل شوی دی، شاوخوا ۴۴۰ کم وسو او اړمنو ښځو ته د خیاطۍ مهارتونه ورښیي. [عکاس: عبیدالله احمدي]

کندوز -- په کندوز ولایت کې د حرفوي روزنې یو شپږ میاشتنی کورس چې د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام (یو اېن ډي پي) له خوا تمویل شوی دی، په سلګونو کم وسو او اړمنو ښځو ته د خیاطۍ مهارتونه ورښیي.

د اکشن اید د ابادۍ پروژې رییس عزیزالرحمن تسل چې د خیاطۍ صنفونه ترسره کوي، وویل چې په دغه پروګرام کې شاوخوا ۴۴۰ ښځې چې عواید نه لري، برخه اخلي.

هغه د لیندۍ په ۲۹مه وویل، دا کورس د تلې په میاشت کې پیل شو او د ۱۴۰۲ د غوایي په لومړیو کې به پای ته ورسیږي.

هغه وویل، «یو اېن ډي پي د دې پروژې مالي مرسته کړې ده... په کندوز کې د خیاطۍ په مرکز کې ۱۶ او په امام صیب ولسوالۍ کې شپږ صنفونه دي، چې هر صنف یوه استاده او تر ۲۰ پورې شاګردانې لري.»

ښځې د لیندۍ په ۲۹مه په کندوز ښار کې د خیاطۍ په هغه کورس کې چې د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام له خوا تمویل شوی دی، برخه اخلي. [عبیدالله احمدي/سلام ټایمز]

ښځې د لیندۍ په ۲۹مه په کندوز ښار کې د خیاطۍ په هغه کورس کې چې د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام له خوا تمویل شوی دی، برخه اخلي. [عبیدالله احمدي/سلام ټایمز]

تسل وویل، د دې پروژې هدف دا دی چې له شاګردانو سره مرسته وشي څو په خپلو ځانونو باندې بسیا شي او وکولی شي چې د خپلو کورنیو اړتیاوې پوره کړي.‌

هغه وویل، «په عملي او نظري درسونو سربېره، موږ هرې شاګردې ته د هغوی تر فراغت پورې د میاشتې ۶۰۰۰ افغانۍ (۶۸ ډالر) ورکوو.»

هغه زیاته کړه، «د مهارتونو له ترلاسه کولو څخه وروسته به شاګردانې وکولی شي چې د ښځو لپاره بېلابېل ډول جامې جوړې کړي او هغوی کولی شي چې له کور څخه کار وکړي. هره شاګرده به د خیاطۍ د وسایلو پوره سیټ ترلاسه کړي چې وبه کولی شي په مستقل ډول له کور څخه کار وکړي.»

د کندوز ښار په ګاونډ رستاق اباد کې د خیاطۍ د کورس یوې استادې فاطمې کریمي چې ۳۷ کاله عمر لري، وویل،‌ ټولې هغه ښځې چې په دغه کورس کې برخه لري بې وزله یا کونډې ښځې دي.

هغې وویل، «زما په صنف کې ۲۰ شاګردانې دي. زه هغوی ته عملي او نظري درسونه ورکوم. هغوی د تېرې میاشتې په ترڅ کې ډېر څه زده کړي دي.»

هغې زیاته کړه، د هغې شاګردانې په لېوالتیا سره هڅه کوي چې د خیاطۍ مسلکي مهارتونه زده کړي.

هغې وویل، «زه ډاډه یم چې که هغوی په راتلونکي کې خپل دوکانونه پرانیزي یا له کور څخه کار وکړي، د هغوی سوداګرۍ به ښې وغوړېږي.»

هغې وویل، «افغانې ښځې په ټولو برخو کې فوق العاده استعدادونه لري. هغوی کولی شي معاش ترلاسه کړي او که هغوی ته کاري فرصتونه ورکړل شي، کېدی شي چې د نورو په اوږو باندې بار ونه ګرځي.»

مهارتونه ترلاسه کول او د بې وزلۍ پر ضد مبارزه کول

د کندوز ښار یوه اوسېدونکې فرېبا اعظمي چې ۲۶ کاله عمر لري، په دې تمه ده چې له دغه حرفوي کورس څخه له فراغت وروسته د خپلې څلورکسیزې کورنۍ لپاره نفقه وګټي.

هغې د لیندۍ په ۲۹مه وویل،«د تېرې میاشتې په ترڅ کې ما ډېرې هڅې کړي چې یوه تکړه خیاطه شم او وکولی شم چې په راتلونکي کې د خپلې کورنۍ لپاره نفقه وګټم.»

د فرېبا مېړه دوه کاله مخکې په یوه ناروغۍ باندې له اخته کېدلو څخه وروسته مړ شو، او هغه اوس د خپلې کورنۍ یواځینۍ نفقه ګټونکې ده.

هغې وویل، «ما په یوه محلي اداره کې پخلی کاوه... چې د خپلې کورنۍ مالي ملاتړ وکړم. ۱۸ میاشتې مخکې ما خپله وظیفه له لاسه ورکړله.»

فرېبا اعظمي وویل، «ما دا په صحیح توګه زده کړي چې څنګه قیچي استعمال او کالي برش کړم او ان شاءالله چې په راتلونکې میاشت کې به وکولی شم چې ښې جامې جوړې کړم.»

د فرزانې امیني په نامه یوې بلې برخه والې چې ۲۴ کاله عمر لري، وویل، «موږ هره ورځ دلته د سهار له ۸ بجو څخه د غرمې تر ۱۲ بجو پورې کار کوو. په دې وخت کې، موږ رخت پرې کوو او بیا کالي ګنډو... هغوی موږ ته د کالیو جوړولو ټولې مرحلې راښیي.»

هغې زیاته کړه، «هغه وخت چې زه وړه وم، زما پلار مړ شو. زه پنځه خویندې او یو ورور لرم. زما مور ناروغه ده، ما او خویندو مې لاسونه سره ورکړي چې په ګډه کار وکړو او نفقه وګټو.»

هغې وویل، «ما په وړکتون کې درس ورکاوه... ما کافي اندازه پیسې پیدا کولې، خو یو نیم کال مخکې هر څه وران ویجاړ شول. اوس زه پرته له دې چې خیاطي زده کړم، بله چاره نه لرم.»

امیني وویل، د روزنیز کورس ډېرې برخه والې یتیمې نجونې، داسې ښځې چې د کورنۍ نارینه سرپرست نه لري، یا داسې ښځې دي چې مېړونه یې په نشه ییزو توکو روږدي دي.

هغې وویل، «زه به خپله ډېره هڅه وکړم چې ژر د خیاطۍ مهارتونه زده کړم او وبه کولی شم چې د خپلې کورنۍ لپاره نفقه پیدا کړم. د ښځو لپاره دا ډېره سخته ده چې په دې شرایطو کې له کورونو څخه بهر کار وکړي، خو زه مجبوره یم چې دا ستونزې وزغمم.»

ډېرېدونکي محدودیتونه

د کندوز ولایت یوه اوسېدونکي عبدالهادي صمدي وویل، افغانانې هره ورځ له زیاتېدونکیو محدودیتونو سره مخامخ دي چې په دې کې له کار او ښوونې او روزنې له فرصتونو څخه محرومیت هم شامل دی.

هغه وویل، «څومره چې ښځې له ټولنیزو فعالیتونو څخه ډېرې ډډې ته کېږي، ښایي هومره ډېر زموږ په ټولنه کې ننګونې زیاتې شي. ښځې د ټولنې نیمایي برخه جوړوي، او هغوی له سړیو سره په مساوي توګه له کور څخه بهر د کار کولو او د زده کړو د ترلاسه کولو حق لري.»

نوموړي وویل، «افغان ښځو ثابته کړې چې ښایي هغوی هېڅکله هم لاس وانه خلي بلکې تر هر ډول شرایطو لاندې به خپلو هڅو او مبارزې ته دوام ورکړي.»

صمدي وویل، «له ملګرو ملتونو او نړۍ والې ټولنې څخه زموږ تمه دا ده چې د افغان ښځو ملاتړ وکړي او پرې نه ږدي چې هغوی پخوانیو تورو ورځو ته شاته لاړې شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه له تېرو نږدې دوو کلونو راهیسې د یوه تحصیلي بنسټ د مطبوعاتو برخې مسؤل یم. په دې موده کې مې هېڅ داسې څه مخته نه دي راغلي او نه مې اورېدلي چې د عیاشۍ او فحاشۍ نوم ورکول شي. آن جرأت نه شم کولی چې په دې هکله سوچ وکړم چې پردۍ خور او لور ته دې په بد نظر وکتل شي. ما په خپله کاري موده کې هېڅ یوه محصله نه ده لیدلې چې له څادرۍ او حجاب پرته دې پوهنتون ته داخل شي او یا دې د پوهنتون منځ کې لوڅ مخ وګرځي. تعلیم د افغانې خور و لور حق او د ټولنې د مخته تګ اړتیا ده. خو طالبانو د زده کړو شرعي حق له ښځواخیستی. د کار حق یې ترې اخیستی، د غږ پورته کولو حق یې ترې اخیستی او په مجموع کې د افغانستان د پرمختګ مخه یې ډپ کړې ده. دوی نه پرېږدي چې افغانستان دې مخته لاړ شي بلکې هغه څه کوي چې وطن پېړۍ پېړۍ شاته بوځي.

ځواب ورکړئ

د ملګرو ملتونو دا پروګرام د افغانستان په اوسنيو حالاتو کې ډیر اغیزناک دی، په داسې حال کې چې د افغانستان ټولې ښځې او نجونې له دندو لیرې شوي، نجونې هم د زده کړو اجازه نه لري او د پوهنتونونو دروازې د زده کړو لپاره تړل شوې دي. په کندز ولایت کې د خیاطۍ په روزنیز کورس کې ۴۴۰ ښځې چې ټولې یې بېوزله او کونډې دي، کولی شي له فراغت وروسته په مسلکي توګه خیاطي وکړي. د همدې مسلک څخه دغه مېرمنې چې د ملګرو ملتونو (یو اېن ډي پي) له لارې یې زده کړې کړې دي کولی شي د خپلو کورنیو لپاره خواړه چمتو کړي او د نورو له اړتیا څخه ځانونه خلاص کړي. یو اېن ډي پي په کندز ولایت کې ۴۴۰ ښځو ته د خیاطۍ روزنه پیل کړې او له فراغت وروسته به دغو میرمنو ته په وړیا توګه د خیاطۍ وسایل او د ۶۰۰۰ افغانیو په اندازه معاش ورکول شي. که ملګري ملتونه د افغانستان په ټولو ولایتونو کې دا ډول پرمختیایي پروګرامونه پیل کړي، نو دا به د خوراکي توکو د ویش په پرتله چې دوی یې خلکو ته ورکوي ښه وي، ځکه چې هغه مرستې مستحقینو او کونډو ته نه رسیږي، نو د دې خوراکي توکو د ویش او مالي مرستو پروګرام په پرتله به غوره دا وي چې پراختیا پياوړې او تعلیمي پروګرامونه پیل کړي. ښوونیز او انکشافي پروګرامونه د مرستندویو خوراکي توکو په پرتله روښانه راتلونکی لري. د ملګرو ملتونو (یو اېن ډي پي) دغه پروګرام د ستاینې وړ دی.

ځواب ورکړئ