کندوز -- په بغلان ولایت کې له ۵۰۰ څخه ډېرو نارینه وو او ښځو د کم وسه کورنیو د پیاوړتیا لپاره د یوه پروګرام په لړ کې، د کار موندلو یا د یوه کوچني کاروبار د پیلولو لپاره روزنه او وسایل ترلاسه کړل.
د چنګاښ په ۱۷مه، ۳۵۰ ښځې او ۱۵۰ نارینه د ولایت په مرکز پلخمري کې د حرفوی مهارتونو له یوه شپږ میاشتني روزنیز کورس څخه فارغ شول. دغه پروژه د خوړو د نړۍ وال پروګرام (ډبلیو اېف پي) په ملاتړ تطبیق شوله.
ښځو خیاطي، ګلدوزياو لاسي صنایع زده کړل، په داسې حال کې چې سړیو ته اهنګري او د موټرو ترمیم ور وښودل شول.
په بغلان ولایت کې د افغانستان د ټولنیزې ودې د موسسې مشر وجیه الله نایل وویل، «د ډبلیو اېف پي د حرفوي مهارتونو د روزنې پروګرام کې چې د مرغومي په میاشت کې پیل شوی وو، له ۵۰۰ څخه ډېرې ښځې او نارینه شاګردان نیول شوي ول.»
![زده کوونکي د غبرګولي په ۱۳مه د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې د یوه حرفوي روزنیز پروګرام په ترڅ کې د موټرو د ترمیم مهارتونه زده کوي. [نوید صمدي]](/cnmi_st/images/2022/07/27/36395-Baghlan-vocational-training-585_329.jpg)
زده کوونکي د غبرګولي په ۱۳مه د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې د یوه حرفوي روزنیز پروګرام په ترڅ کې د موټرو د ترمیم مهارتونه زده کوي. [نوید صمدي]
![د چنګاښ په ۱ د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې د یوه روزنیز پروګرام په ترڅ کې چې د ډبلیو اېف پي له خوا یې ملاتړ کیږي، ښځې په وړیا توګه ګنډل زده کوي. [نوید صمدي]](/cnmi_st/images/2022/07/27/36394-Baghlan-women-training-585_329.jpg)
د چنګاښ په ۱ د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې د یوه روزنیز پروګرام په ترڅ کې چې د ډبلیو اېف پي له خوا یې ملاتړ کیږي، ښځې په وړیا توګه ګنډل زده کوي. [نوید صمدي]
نایل وویل، «دغه وړیا روزنیز پروګرام د هغو ښځو او سړیو لپاره ترتیب شوی وو چې د زده کړو په بشپړولو بریالي شوي نه وو او له بې کارۍ او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان ول.»
د دې پروژې ټوله بودجه چې ۳۰ میلیونه افغانۍ (۳۴۰۰۰۰ ډالر) کېدله د ډبلیو اېف پي له خوا برابره شوې وه، او تر روزنې لاندې کسانو د ۷۰۰۰ افغانیو (۷۸) ډالرو په ارزښت د خوراکي توکو کڅوړې هم ترلاسه کړلې.
هغه وویل، «د فراغت په مراسمو کې د کالیو ګنډلو د ماشینونو، اوتوګانو، قیچي ګانو او نورو هغو وسایلو په ګډون تجهیزات چې په هره ساحه کې ورته اړتیا وه، ووېشل شول څو هغوی دې ته جوړ کړای شي چې خپل د پیل کار ته وده ورکړي.»
نایل وویل، د دغه روزنیز پروګرام هدف دا وو چې د کم وسه کورنیو اقتصادي وضعیت پیاوړی کړي او د هغوی د خوراکي توکو تأمیناتو ته وده ورکړي، او زیاته یې کړه چې تمه لري چې د پروګرام بله دوره ژر پیل شي.
ما بله لاره نه لرله
د بغلان پوهنتون د سیاسي علومو د پوهنځي محصلې زرغونې احمدزۍ چې د ډبلیو اېف پي د حرفوي روزنې پروګرام کې یې برخه اخیستې وه، سلام ټایمز ته وویل چې د هغې پلار هیله لرله چې هغه قاضۍ شي، خو د هغه هیله تر اوسه نیمګړې پاتې ده.
هغې وویل، «ما خپلو پوهنتوني زده کړو ته د دوام ورکولو لپاره هیله او علاقه مندي له لاسه ورکړې وه او د یوه مسلک په توګه مې د ګلدوزۍ زده کړه پيل کړله.»
احمدزۍ وویل، په سلګونو ښځو او نجونو چې په دې پروګرام کې یې برخه اخیستې وه د لاسي صنایعو د مهارتونو زده کړې ته له مجبورېدلو څخه مخکې په بېلابېلو سکتورونو کې کارونه کول.
شمیلا سبحاني چې په پلخمري کې د ۱۱م ټولګي زده کوونکې او د دې روزنیز کورس فارغه ده، وویل چې هغې ښوونځي ته له تګ څخه له محرومېدلو وروسته پرېکړه وکړه چې خیاطي د یوه مسلک په توګه زده کړي.
هغې وویل، «ما د خیاطۍ مسلک سره مینه نه لرله، او ما نه غوښتل چې زده یې کړم. ما غوښتل چې په راتلونکي کې انجنیره شم.»
هغې وویل، «د دې لپاره چې زه د خپلې کورنۍ ملاتړ وکړم، بله لاره مې نه لرله او مجبوره شوم چې د خیاطۍ دا شپږ میاشتنی کورس ونیسم، څو وکولی شم چې د ښځو کالي وګنډم او د ژوند څوری پرې وګټم.»
هغې زیاته کړه، «که کالونه فاصله هم په کې راشي، لاکن زه هوډ لرم چې ۱۲م ټولګی بشپړ کړم. په ساده ډول، زه نشم کولی چې په هېڅ قیمت هم خپلې زده کړې پرېږدم.»
د بغلان ولایت د پوهنې ریاست یوې پخوانۍ کارمندې ناجیې قیومي وویل، «زه په دې زورېږم چې زه خپل هېواد او هېوادوالو ته له خدمت کولو څخه محرومه شوې یم.»
هغې سلام ټایمز ته وویل، «کاش چې ما کولی شوای چې له خپلې تجربې څخه په استفادې سره د خپل هېواد خدمت وکړم. څو میاشتې کېدلې چې زه د محدودیتونو له امله په کور ایساره وم. ما پرته له دې چې بهر وځم او کار وکړم بله لاره نه لرله.»
هغې وویل، «اوس چې زه د نورو ښځو تر څنګ د حرفوي مهارتونو له کورس څخه فارغه شوې یم، او ګلدوزي مې زده کړې ده، زه کولی شم چې په راتلونکي کې ترې عاید ترلاسه کړم.»
عاید ترلاسه کول
علي سینا چې ۳۲ کاله عمر لري او د یوې ۵ کسیزې کورنۍ مسؤلیت ور تر غاړې دی، وویل، «د موټرو ترمیم یو عاید جوړونکی مسلک دی. ما له دې مسلک سره علاقه مندي لرله، او زه خوښ یم چې ما دا کار په مسلکي توګه زده کړ.»
سینا چې له دغه پروګرام څخه فارغ شوی دی، وویل هغه پلان لري چې په پلخمري کې یو دوکان پرانیزي.
هغه زیاته کړه، «زه ډېر خوښ یم چې زه کولی شم د خپلې کورنۍ د اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته وکړم.»
اصیلا رحیمي چې په پلخمري کې یې په خصوصي سکتور کې کار کاوه، اوس په نږدې وخت کې ګلدوزه کېږي.
هغې وویل، «وروسته له هغه چې ما خپله وظیفه او عاید له لاسه ورکړل، زما کورنۍ له سخت فقر سره مخامخ شوه. له دې امله، زه مجبوره شوم چې ګلدوزي زده کړم څو وکولی شم چې له هغوی سره مالي مرسته وکړم.»
هغې وویل، «د کورس په پای کې روزنیز مرکز د ګلدوزۍ لپاره د اړتیا وړ وسایل ورکړل. ما د ګلدوزۍ مسلکي مهارتونه زده کړي دي.»
رحیمي وویل، «په راتلونکې کې به زه وکولی شم چې په کور کې د ګلدوزۍ کارونه وکړم او په بازار کې یې خرڅ کړم.»
د بغلان د اقتصاد ریاست رییس عبدالمتین اخوندزاده وویل، د روزنیز پروګرام فارغان به وکولی شي چې د خپلو ټولنو خدمت وکړي او د خپلو کورنیو لپاره عواید برابر کړي.
هغه وویل، «موږ له خپلو شریکباڼو موسساتو سره څو مجلسونه وکړل. هغوی وعده وکړه چې نوې پروژې به پیل کړي او د ښځو او سړیو لپاره به چې له ستونزو سره مخامخ دي، کاري فرصتونه برابر کړي.»
اخوندزاده وویل، «موږ داسې حل لارې لټوو چې د هغو ښځو او سړیو لپاره چې له بې کارۍ او غریبۍ سره مخامخ دي د حرفوي روزنې لا نور کورسونه جوړ کړو، څو هغوی وکولی شي چې عاید ترلاسه کړي، پیاوړي او په مالي لحاظ پر ځان بسیا شي.»