زده کړه

افغانه فعاله په بلخ کې له ښوونځي څخه پاتې ماشومانو ته وړیا زده کړې برابروي

د محمد قاسم راپور

د افغانستان په شمال کې د بلخ یوې فعالې له خپلو ملګرو فعالانو سره یوځای د ۱۴۰۱ د غوایي په لومړیو کې یو خصوصي تعلیمي مرکز پرانست چې له شاوخوا ۱۵۰ هغو ماشومانو سره چې له ښوونځیو څه محروم شوي دي، مرسته وکړي چې زده کړې ترلاسه کړي. [عکس شعیب همدرد اخیستی دی]

کندوز -- کله چې د بلخ ولایت د دهدادي ولسوالۍ یوې فعالې زهرا صدیقي د خپلې محلې ماشومان ولیدل چې مجبور وو له خپلو کورنیو سره د مرستې کولو لپاره کار وکړي، هغه پوه شوه چې یو څه باید وشي.

د شیخ اباد یوې اوسېدونکې صدیقي له نورو ښځینه فعالانو سره لاسونه یو کړل چې په خپل لګښت یو ښوونیز مرکز جوړ کړي او د ولایت له ۱۵۰ څخه ډېرو ماشومانو ته وړیا ښوونه او روزنه برابره کړي.

د هغوی هدف دا دی چې د بې سوادۍ پر ضد مبارزه وکړي او د هغو کورنیو د ماشومانو لپاره د زده کړو چاپېریال برابر کړي چې د هېواد شخړو، وچکالۍ او بې وزلۍ دي اغېزمن کړي دي.

زده کوونکي دغلته دري او انګلیسي او دغه راز دینیات، ریاضي او تاریخ زده کوي.

د نجونو په ګ‌‌‌‌‌‌ډون واړه ماشومان چې د جګړې او بې وزلۍ له امله ښوونځي ته له تګ څخه محروم شوي ول، د چنګاښ په ۵مه د افغانو ښځینه فعالانو له خوا د بلخ ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې جوړ شوي درسي ټولګي کې لیدل کیږي. [عکس شعیب همدرد اخیستی دی]

د نجونو په ګ‌‌‌‌‌‌ډون واړه ماشومان چې د جګړې او بې وزلۍ له امله ښوونځي ته له تګ څخه محروم شوي ول، د چنګاښ په ۵مه د افغانو ښځینه فعالانو له خوا د بلخ ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې جوړ شوي درسي ټولګي کې لیدل کیږي. [عکس شعیب همدرد اخیستی دی]

صدیقي وویل، «کله چې ما ماشومان ولیدل چې سخت کارونه کوي، ما ډېر د ناراحتۍ احساس وکړ. کله چې ما کوچنیو ماشومانو ته وکتل، زه د هغوی په حال ډېره خفه شوم او هیله مې وکړه چې کاش په سیمه کې د هغوی لپاره یو ښوونځی وای.»

هغې وویل، «ما دا خبره څو ځلې د ولایت د پوهنې ریاست سره شریکه کړه، خو هېڅکله مې هم مثبت ځواب ترلاسه نه کړ. بالاخره، ما فکر وکړ چې زه باید نوښت په لاس کې واخلم او یو تعلیمي مرکز جوړ کړم.»

هغې وویل، «زه ډېره خوشحاله یم چې ومې کولی شوای چې په دې سیمه کې د ماشومانو لپاره د زده کړو فرصت برابر کړم.»

صدیقي چې د بلخ پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي څخه فارغه شوې، وویل، هغه او نورې هغه فعالانې به چې له هغې سره ملګرې شوي دي په ګډه په دغه ولایت کې د بې سوادۍ په له منځه وړلو کې هېڅ هڅې ونه سپموي.

هغې وویل، که نور ملاتړ ترلاسه کړي دا ګروپ چمتو دی چې خپل فعالیتونه پراخ کړي، څو دغه تعلیمي مرکز وکولی شي چې د سیمې د ټولو هغو ماشومانو لپاره چې له ښوونځیو څخه بې برخې پاتې شوي دي، د زده کړو فرصتونه برابر کړي.‌

د صدیقي د ښوونیز مرکز یوې ښوونکې اصال سلحشور وویل، دامرکز د غوایي په لومړۍ اونۍ کې د دغه ولایت د ښوونې او روزنې، اقتصاد، اطلاعات او کلتور ریاستونو سره په همغږۍ کې پرانستل شو.‌

هغې وویل، «دا مرکز له ښوونځي څخه د مخکې عمر کوچنیانو ته چټکې زده کړې برابروي څو هغوی په راتلونکي کال کې ښوونځي ته د تګ لپاره چمتو کړي.»

هغې وویل، «په دې مرکز کې شامل شوي اکثر ماشومان بې سواد دي، او ځینې نور په بېلابېلو دلایلو ښوونځي ته له تګ څخه محروم شوي دي. دا مرکز له هغوی سره مرسته کوي چې بېلابېل مضامین زده کړي.»

هغې وویل، «زه د لا نورې مرستې غوښتنه کوم څو موږ وکولی شو دا خدمت پراخ کړو او د نورو ماشومانو لپاره هم وړیا زده کړې برابرې کړو.»

هغې وویل، «دلته څلور ښوونکي دي چې دوه ښځې دي او دوه سړي دي.»

د یوه ښه راتلونکي لپاره هیله

د شیخ اباد کلي یوه اوسېدونکي امان الله غزنوي چې ۹ کاله عمر لري، وویل، هغه د جنګ او ناامنۍ له امله د خپلو زده کړو له تعقیبولو څخه محروم شوی وو.

هغه وویل، «کله چې موږ بې ځایه شوو دا چې مونږ د راتلونکي په هکله مطمئن نه وو نو مونږ هیله له لاسه ورکړله، خو اوس زه خوښ یم چې کولی شم خپلو زده کړو ته دوام ورکړم.»

هغه وویل، «زه په خپلو ټولو همزولو باندې غږ کوم چې زده کړه وکړي څو له هغوی څخه انجنیران او ډاکتران جوړ شي. دا وخت د دې نه دی چې هغوی پیسې وګټي بلکې هغوی باید زده کړه وکړي او خپل راتلونکی جوړ کړي.»

د بلخ ولایت د دهدادي ولسوالۍ د رمضاني کلي یوې اوسېدونکې زرینې چې ۱۰ کاله عمر لري، وویل چې هغه بې سواده پاتې وه خو اوس خوشحاله ده چې کولی شی لیک او لوست وکړي.‌

هغې وویل، «موږ جګړو بې ځایه کړو، او کله چې مونږ کور ته را ستانه شوو، د ښوونې او روزنې د بیا پیلولو په هکله هېڅ خبر نه وو.»

هغې وویل، «ما نشوای کولی چې لیکل وکړم. اوس زه کولی شم چې لیک او لوست وکړم. دغه مرکز زموږ لپاره د زده کړو یو ښه فرصت برابر کړ.»

د بلخ ولایت کورنیو او اوسېدونکیو د زده کړو په برخه کې د دغه نوي فرصت هرکلی کړی او وایي چې د بې وزلو او محرومو ماشومانو لپاره د داسې یوه پروګرام تنظیمول ډېر زیات مهم دي.

د دهدادي ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمدعمر چې ۵۸ کاله عمر لري، وویل، جګړې او سختو حالاتو په سلګونو کورنۍ مجبورې کړې چې خپل کورونه پرېږدي، او په نتیجه کې د هغوی ماشومان له زده کړو څخه بې برخې شول.

هغه وویل، «بې ځایه شوې کورنۍ د بلخ ولایت په بېلابېلو برخو کې خپرې شوې او هلته یې د ځانونو لپاره له درې څخه تر شپږو میاشتو پورې سرپناوې برابرې کړې. ځینې کورنۍ له دوو څخه تر درې میاشتو مخکې خپلو کورونو ته راستنې شوي دي.»

عمر وویل، «زموږ ماشومان د ولسوالۍ په لیرې پرتو کلیو کې په بېلابېلو دلایلو له زده کړو څخه محروم شوي دي، خو اوس موږ خوښ یو چې دا تعلیمي مرکز جوړ شوی او زمونږ ماشومانو ته ښوونه او روزنه ورکوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا یو ښه او د ستایلو وړ ګام دی چې ښيي افغانان په ځانګړې توګه ښځې څومره له ساینس او زده کړو سره مینه لري. طالبانو د افغان نجونو پر مخ د ښوونځيو د دروازو په تړلو سره ثابته کړه چې دوی نه یوازې د علم او پوهې دښمنان دي، بلکې د افغانانو قسم خوړلي دښمنان هم دي. په ورته وخت کې طالبان فکر کوي چې د افغان بې وزلو نجونو پر مخ د ښوونځيو په تړلو سره به له نړۍ امتیازات ترلاسه کړي، خو که نړۍ ورته امتیازات ور هم کړي، طالبان به د نجونو ښوونځي نه پرانیزي، ځکه طالبان تل خپلې ژمنې ماتوي. تاریخ به هیڅکله د طالبانو دغه جنایت هیر نکړي. د افغانستان خلک به هیڅکله طالبان ونه بخښي او یوه ورځ به راشي چې د دې ستر خیانت غچ به له طالبانو او د هغوی له پنجابي (پاکستاني) بادارانو څخه واخلي.

ځواب ورکړئ

داسې اتلې مېرمنې دې لا ډېرې شي. خو د خواشینی ځای دادی چې دا هغه چاره ده چې حکومتونه یې باید ترسره کړي. د کار، امنیت او نورو خدماتو د برابرولو ترڅنګ حکومتونه مسؤلیت لري څو د یو ملک وګړو ته د تعلیم امکانات برابر کړ. خو زمونږ په خوار وطن کې بیا کیسه برعکس ده. دلته یو حکومت شتون لري چې د خپلو ماشومانو په وړاندې یې د ښونځيو دروازې بندې کړي دي او د ټولو ولس او نړیوالې ټولنې د مخالفت با وجود هم خپل سر زوری ته دوام ورکوي. سړی خفه شي چې موږ په ۲۱مه پېړۍ کې هم داسې واکمنان لرو او په یوویشتمه پېړۍ کې هم زمونږ په ټولنه کې د علم او پوهې دښمنان دومره په زور کې دي. :(

ځواب ورکړئ

له آغلې زهرا صدیقي څخه د دې ښه کار له امله مننه او د سلام ټایمز څخه مننه کوم چې د داسې ښو خبرونو په خپرولو سره موږ ته خوښي راکوي. په عېن حال کې زه له سلام ټایمز او نورو رسنیو څخه غوښتنه کوم چې د نجونو د ښوونځیو د پرانستلو په ملي کمپاین کې برخه واخلي. څه وخت مخکې، افغان کاروونکو په ټولنیزو رسنیو په ځانګړې توګه فېسبوک او ټویټر کې هشټاګ پیل کړی چې په کې یې د افغان حکومت له اوسنیو چارواکو غوښتي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي او نجونې پرېږدي چې زده کړې وکړي او په راتلونکي کې دا فرصت ترلاسه کړي چې د خپلو خلکو او ټولنې خدمت وکړي. له بده مرغه ډېرې افغان رسنۍ د افغانانو دې غوښتنې ته غاړه نه ږدي او حتی په دې اړه یې د راپور له خپرولو ډډه کړې ده. لږ تر لږه د انسانیت په خاطر خپل غږ پورته کړئ او د افغانستان د معصومو نجونو لپاره د ښوونځیو د پرانستلو غوښتنه وکړئ. ګرانو رسنیو، مهرباني وکړئ په دې مسله کې بې طرفه مه پاتې کېږئ، او دا موضوع تر هغه چې کولی شئ ژوندۍ وساتئ.

ځواب ورکړئ

زه د دې اتلې میرمنې د هڅو او ښه نیت څخه مننه کوم. د هېواد د بچیانو د ښوونې او روزنې په برخه کې د آغلې صدیقې کړنې د افغانستان د دغو احمقو او خدای ناترسه واکمنانو پر مخ یوه کلکه څپېړه ده چې اوسمهال د افغانستان د دولت په واک کې دي او د بې ګناه افغان نجونو ښوونځي یې تړلي دي. خدای دې د یوویشتمې پیړۍ دا جاهلان له خوبه راویښ کړي چې له علم او تعلیم سره خپله دښمني پرېږدي. افغانستان لا هم د مېرمن صدیقي په څېر نورو اتلو ښځو ته اړتیا لري. د علم او پوهې دښمنان دې د تل لپاره ذلیل او دایمي ځای دې دوزخ وي.

ځواب ورکړئ

واقعا د تاسف ځای دی چې زمونږ ماشومان له ښوونځیو څځه محرومېږي. طالبان دا کار ټول د پاکستان په امر کوي. پاکستان د افغانستان سخت دښمن دی. پاکستان نه یوازې د افغانانو بلکې د ټولو انسانانو دښمن دی. د پاکستان د منافقت له امله، د هغه اقتصادي حالت ورځ تر بلې خرابیږي او کرنسي یې خپل قیمت له لاسه ورکوي. امریکا او نړۍ واله ټولنه باید له پاکستان سره له هر ډول مرستې څخه ځان وژغوري. پاکستان باید پخپلو ترکیبي اجزاوو (پښتونستان، بلوچستان، سند او پنجاب) باندې ووېشل شي او د تروریزم دا حامي او ستر شیطان باید د نړۍ له نقشې څخه ورک شي.

ځواب ورکړئ