زده کړه

یونیسف د کندوز محرومو ماشومانو ته لومړنۍ ښوونه او روزنه برابروي

د محمدقاسم راپور

په کندوز ولایت کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مرستندوی صندوق (یونیسف) په مالي ملاتړ له ۵۰۰۰ څخه د ډېرو کوچنیانو لپاره د لومړنیو زده کړو فرصتونه برابر شوي دي. دغلته هغوی د انسان په لاس جوړو او طبیعي افتونو له امله له زده کړو څخه محروم پاتې شوي ول. [عکاس: کریم دشتي]

کندوز -- په کندوز ښار او د ولایت په نورو لیرې پرتو سیمو کې، له ۵۰۰۰ څخه د ډېرو ماشومانو لپاره د لومړنیو زده کړو فرصتونه برابر شوي دي. دغلته هغوی د انسان په لاس جوړو او طبیعي افتونو له امله له زده کړو څخه محروم پاتې شوي ول.‌

د کندوز د کار او ټولنیزو چارو ریاست رییس احمدشاه حقاني وویل، دا مرکزونه د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مرستندوی صندوق (یونیسف) په مالي مرسته، په داسې سیمو کې چې د زده کړو فرصتونو ته یې لاسرسی نه درلود، جوړ کړای شوي دي.

هغه وویل، «دا پروګرام د کندوز ولایت په مرکز او ۹ ولسوالیو کې تر ۵۲۶۰ پورې نجونو او هلکانو ته وړیا لومړنۍ زده کړې برابروي او هغوی دې ته هڅوي او چمتو کوي چې په رسمي ښوونځیو کې شامل شي.»

هغه وویل، له یونیسف سره د هوکړې په اساس، دا پروګرام به چې د وږي په لومړیو کې پیل شوی، د شپږو میاشتو په مخه په دوو شفټونو کې په یادو سیمو کې ماشومانو ته د زده کړو خدمتونه برابر کړي.

په عکس کې چې د وږي په ۱۷مه اخیستل شوی، د لومړي ټولګي زده کوونکي د کندوز ښار په رستاق اباد کلي کې په یوه ټولګي کې لیدل کیږي. [عکاس: کریم دشتي]‌

په عکس کې چې د وږي په ۱۷مه اخیستل شوی، د لومړي ټولګي زده کوونکي د کندوز ښار په رستاق اباد کلي کې په یوه ټولګي کې لیدل کیږي. [عکاس: کریم دشتي]‌

حقاني وویل، «دا ماشومان د ۷ او ۱۳ کالونو تر منځ عمرونه لري،» او یتیمان، بې سرپرسته او ډېر غریب ماشومان هم په کې شامل دي.

هغه وویل، ماشومان به وکولی شي چې د شپږو میاشتو په موده کې په کې زده کړې وکړي.

هغه وویل، «د یونیسف له خوا په لیرې پرتو سیمو کې جوړ شوي ټولګي د هغو سیمو ماشومان دې ته جوړوي چې زده کړې وکړي، ځکه چې د امنیتي ستونزو له امله په تېرو کالونو کې په لیرې پرتو سیمو کې ډېر کم ښوونځي جوړ شوي دي.»

په کندوز ولایت کې له ۵۰۰ څخه ډېر لومړني، منځني ښوونځي او لېسې فعالیت کوي چې تقریبا ۳۸۰۰۰۰ نجونو او هلکانو ته ښوونه او روزنه برابروي.‌

لوړې هیلې

په پروګرام کې شاملو ډېرو ماشومانو وویل چې جنګ، د ښوونځیو د اسانتیاوو کموالي یا اقتصادي ستونزو هغوی ښوونځیو ته له تګ څخه محروم کړي ول.

زینب محسني چې ۹ کاله عمر لري او د نويو مرکزونو له جملې څخه په یوه کې زده کړه کوي، وویل، «زه ډېره خوشحاله یم چې دا مرکز جوړ شوی دی، او موږ کولی شو چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړو او نوې ملګرې پیدا کړو.»

هغې وویل، «هر ماشوم لوړې هیلې لري او هره ورځ موږ په ډېره لېوالتیا سره دغو تعلیمي مرکزونو ته ورځو. موږ غواړو چې دا پروګرام تر ډېره دوام ومومي، څو وکولی شو چې خپلو هیلو ته ورسېږو.»

د کندوز ښار د مرکز یوې بلې زده کوونکې هدیې رحماني چې ۱۱ کاله عمر لري او پلار یې د ۱۴۰۰ د وري په میاشت کې د کندوز ښار کې د جګړې په ترڅ کې وژل شوی دی، وویل، «ما په دې مرکز کې له داخلېدلو راهیسې ډېر نوي شیان زده کړي دي.»

هغې وویل، «موږ دلته انګلیسي لولو او الف ب یې زده کوو. زه هیله لرم چې ټول ماشومان وکولی شي زده کړه وکړي څو په راتلونکي کې هغوی وکولی شي چې د خپلو خلکو او ټولنې ته خدمت وکړي.»

هدیې وویل، «هر سړی او ښځه د زده کړو حق لري، او دا حق باید له هغوی څخه وانه خیستل شي.»

یو مرستندوی چاپېریال

د کندوز ښار یوې ښوونکې شکېبا امیري چې یونیسف استخدام کړې ده، وویل، «موږ د هغو ماشومانو لپاره چې د زده کړو وړتیاوې یې ټیټې وي د زده کړو ځانګړی پروګرام لرو.»

هغې وویل، «موږ هغوی ته د شپږو میاشتو په مخه قرانکریم، دری، انګلېسي، عربي او ریاضي ور ښیو،» او یادونه یې وکړه چې د ټولګیو خونې داسې ښکلې شوي چې د ماشومانو لپاره چې جنګ او رواني ضربې یې لیدلي دي، یو ارامي بخښونکی او مرستندوی چاپېریال برابر کړي.

امیري وویل، «جنګ او تاوتریخوالي د ماشومانو په ذهنونو باندې منفي اغېزې کړي دي. په لومړیو ورځو کې دا ماشومان ډېر وارخطا ول، خو ورځ تر بلې د دوی ذهنونه ارامېږي.»

هغې وویل، «زه ډېره خوشحاله یم چې د جګړه ځپلیو، یتیمو او بې وزلو ماشومانو لپاره دا مرکز جوړ شوی، او زه ویاړم چې د دوی ښوونکې یم.»

هغو ماشومانو چې د ولایت په کلیو او اطرافي سیمو کې اوسېدل پخوا نشوای کولی چې تعلیمي خدمتونه ترلاسه کړي، ځکه چې یواځې د ولسوالیو په مرکزونو کې ښوونځي فعال ول.‌

د بولک اول اوسېدونکي عبدالخالق چې ۵۳ کاله عمر لري، وویل، هغه په دې خوښ شو چې ویې لیدل چې د کندوز ښار په اړخ کې د هغه د کلي ماشومان محلي ښوونځي ته ځي.‌

هغه وویل، تر ټولو نږدې ښوونځی هم د هغه له کور څخه ډېر لیرې وو، او د هغه خپلو ماشومانو او د لسګونو نورو کلیو ماشومانو نشوای کولی چې ښوونځي ته لاړ شي.

هغه وویل، «زموږ ماشومان هغومره لیرې نشوای تللی. اوس زه ډېر خوښ یم چې محلي ښوونځی له موږ سره نږدې جوړ شوی دی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په دې هیواد کې د هیچا حالت هم ښه نه دی. طالبان او نړیواله ټولنه هغسې کار نه کوي چې باید ویې کړي. دوی د دې پر ځای چې اصلي مسایل حل کړي، په کوچنیو کارونو کې یې ځانونه ښکیل کړي دي. دا کار د پیسو د ضایع کیدلو، د فرصتونو د کمیدلو او د هرې ورځې په تیریدلو سره خلکو ته د زیاتو زیانونو سبب کیږي چې د افغانستان د شاته پاتې کېدلو لامل کیږي. ټول افغانان غواړي چې ښوونځي دې د افغان نجونو لپاره پرانستل شي. افغانان په دولتي ښوونځیو کې د نجونو او هلکانو لپاره د لوړو زده کړو د معیارونو تمه لري. له دې سره سره خلک غواړي چې ټول افغانان پرته له جنسي تبعیض څخه لوړو زده کړو ته د لاسرسي حق ولري. په مقابل کې، هیڅوک د دې غوښتنو پروا نه کوي. دوی هره ورځ څرګندونې کوي او دروغجنې ژمنې کوي. طالبانو د دې پر ځای چې اصلي مسلو ته پام وکړي، د پوهنتونونو د لوحو بدلولو په څېر موضوعاتو کې ځانونه ښکېل کړي. دوی په غیر منطقي ډول فکر کوي چې د "دانشګاه" په ځای د "پوهنتون" په جوړولو سره به د ولسونو تعلیمي ستونزې هوارې شي. طالبان باید پوه شي چې لومړیتوبونه څه دي.

ځواب ورکړئ

یوازې د کندوز نه تقریبا د ټول وطن ماشومان له بد حالت سره مخامخ دي. له افغانستان سره هم طالبان خیانت کوي، هم تېر حکومت ورسره خیانت وکړ او هم نړۍ والې ټولنې چې شل کاله یې د افغانستان کلي او کورونه د ترهګرو په پلمه بمبار کړل. طالبان همدا اوس داسې د جهالت کارونه کوي چې مثال یې په تاریخ کې نشته. دوی د اسلام له نامه نه په ناوړه استفادې سره په افغانستان کې د پاکستان او انګریزانو پلانونه تطبیقوي او افغان ماشومان له تعلیم او ښځې په دفترونو کې له کار کولو څخه محروموي.‌ تېر حکومت چې تر ډېره د پخوانۍ شمال ټلوالې تر انحصار لاندې او یوازې په راس کې یې یو پښتون ولسمشر وو ډېر وخت په دې تېراوه او لګښت په دې کاوه چې څنګه یو د بل پښې ووهي او د پرمختګ مخه ونیسي. نړۍ وال ائتلاف چې افغانستان ته د ترهګرو د ځپلو په پلمه راغلی وو د دې پر ځای چې د ترهګرو په اصلي ځاله (پاکستان) باندې عملیات وکړي، د افغانستان کلي او کورونه یې بمبارول چې په نتیجه کې یې افغان ماشومان او ښځې د درې واړو ډلو په عملیاتو کې وځپل شول. طالبان که له هوښیارتیا نه کار اخلي، باید له امریکا او نړۍ والې ټولنې سره جوړجاړی وکړي. دا زمونږ د خلکو او وطن په ګټه دي. مرګ په ترهګر پاکستان

ځواب ورکړئ

څه وخت مخکې ما واورېدل چې یو اېس ای آی ډي غواړي په بیلابیلو ولایتونو کې له دولتي ښوونځیو څخه د محرومو شویو نجونو لپاره د آنلاین زده کړې پروګرام پلي کړي. که دا خبر سم وي، دا یوه تراژیدي ده. په ښوونځي کې زده کړه هیڅکله د آنلاین زده کړې سره نشي برابرېدلی. سربیره پردې، کله چې دا نجونې له لیسې څخه فارغې شي بیا به څه کیږي؟ ایا طالبان به هغوی ته له ښوونځي څخه د فراغت رسمي سندونه ورکړي؟ ایا هغوی به اجازه ورکړي چې دوی پوهنتون ته لاړې شي او کار وکړي؟ زه فکر نه کوم چې داسې به وشي. که دوی ته اجازه ور نه کړي چې ښوونځي ته لاړې شي، د لوړو زده کړو اجازه به څنګه ورکړي؟ زه د متحده ایالاتو او نورو ادارو څخه غوښتنه کوم چې خپلې پیسې ضایع نکړي. په بې ارزښته مسايلو کې ځانونه مه ښکېلوئ او د دې انلاين ښوونځيو د پرانيستلو پر ځای د دولتي ښوونځيو د بيا پرانستلو هڅه وکړئ او ملاتړ يې وکړئ، ځکه طالبان دا بهانه کوي چې دوی نشي کولی دا شمېر ښوونځي اداره کړي.

ځواب ورکړئ