زده کړه

سرې میاشتې په کندوز کې د کوچنیانو لپاره وړیا ښوونه او روزنه برابره کړې ده

د محمد قاسم راپور

یو شمېر بې سرپرسته کوچنیان د چنګاښ په ۱۷مه په یوه دارالایتام کې چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له خوا حمایه کیږي، د غرمې ډوډۍ خوري. [عکس حمیدالله ساحل اخیستی دی]

یو شمېر بې سرپرسته کوچنیان د چنګاښ په ۱۷مه په یوه دارالایتام کې چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له خوا حمایه کیږي، د غرمې ډوډۍ خوري. [عکس حمیدالله ساحل اخیستی دی]

کندوز -- د افغاني سرې میاشتې ټولنه (سرې میاشتې) په کندوز ولایت کې ۶۰۰ بې سرپرسته او یتیمو نجونو او هلکانو او هغو کوچنیانو ته چې د خپلو کورنیو د حمایه کولو لپاره مجبور دي چې کار وکړي، وړیا ښوونه او روزنه برابروي.

چارواکو وویل، ښایي د دغو کوچنیانو یو شمېر عادي ښوونځیو ته ولاړ نشي ځکه چې د هغوی میندې او پلرونه د هېواد د پخوانیو امنیتي ځواکونو غړي ول.

په کندوز کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې (سرې میاشتې) د ولایتي ادارې رییس محمد رضا ناصري سلام ټایمز ته وویل، په نورو فعالیتونو سربېره،‌ سره میاشت د بېلابېلو عمرونو ۲۰۰ نجونو او ۴۰۰ هلکانو ته وړیا زده کړې برابروي.

هغه وویل، «موږ دلته په دوه وختونو کې وړیا لیک او لوست، انګلیسي، کمپیوټر، ریاضي، دینیات او نور کورسونه وړاندې کوو.»

ناصري زیاته کړه، «دا کوچنیان د ۷ او ۱۵ کالونو تر منځ عمرونه لري. ځینې مخکې ښونځیو ته تللې خو ځینې بالکل ښونځي ته ندي تللي. موږ هغوی ته درسونه ورکوو چې هغوی د ښوونځي لپاره برابر کړو.»

ناصري وویل، د دغو کوچنیانو له ډلې څخه ځینې په کورونو کې د اقتصادي ستونزو او دې له امله چې هغوی د خپلو کورنیو نفقه ګټونکي دي، له ښوونځيو څخه پاتې شوي دي. دا کورسونه هغوی دې ته جوړوي چې نیمه ورځ کار وکړي او په پاتې نیمه ورځ کې زده کړه وکړي.

ناصري وویل، «سره میاشت په کال کې دوه ځلې ښوونیز پروګرامونه پیلوي. د کب په لومړیو کې به دا ۶۰۰ زده کوونکي فارغ شي، او نوی ګروپ به د وري په میاشت کې درسونه پیل کړي.»

زده کوونکي چې کار کوي

ډېرو زده کوونکیو وویل چې هغوی د دې له امله د سرې میاشتې په درسي ټولګیو کې برخه اخلي چې هغوی د جنګ او تاوتریخوالي له امله د خپلو کورنیو مشران له لاسه ورکړي او نشي کولی چې په خصوصي تعلیمي مرکزونو کې د درس فیسونه تادیه کړي.

محمد طالب چې ۱۵ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «زما پلار د ۱۳۹۶ د تلې په میاشت کې چې کندوز سقوط وکړ،‌ شهید شو. دا چې زه د کورنۍ مشر زوی وم او هغه وخت په پنځم ټولګي کې وم، زه مجبور شوم چې ښوونځی پرېږدم، کار وکړم او د خپلې کورنۍ لپاره نفقه وګټم، له دې امله زه دلته زده کړه کوم.»

هغه وویل، «ما او زما کورنۍ د تېرو پنځو کالونو په ترڅ کې ډېر زیات کړاوونه وګالل. موږ به څو ورځې ډوډۍ نه لرله، او هیچا به هم راسره مرسته نه کوله.»

محمد وویل، «زه مجبور شوم چې ښوونځی پرېږدم او په یوه موټر شویي کې کار پیل کړم،» او زیاته یې کړه چې د هغه پلار په کندوز کې د افغان ملي اردو یو افسر وو.‌

هغه وویل، «پنځه کاله وشول چې زه په موټرشويي کې کار کوم چې د ورځې ۱۰۰ - ۱۵۰ افغانۍ (۱.۱۴ - ۱.۷۱ ډالر) راکوي. زه د همدغه کار له لارې کور ته ډوډۍ وړم او دلته درسونه لولم.»

د سرې میاشتې په مرکز کې د عبدالکریم اورنګ په نامه یوه ۹ کلن بل کوچني وویل چې د هغه پلار ۷ میاشتې مخکې په کندوز کې ووژل شو. هغه وویل، «هغه مزدور کار وو او تللی وو چې کار ولټوي، خو په جنګ کې ایسار شو او ووژل شو.»

کریم چې هغه وخت په څلورم ټولګي کې وو، له ښوونځي څخه خارج شو، او په ښار کې یې نیمه ورځ کار پیل کړ په داسې حال کې چې نیمه ورځ نور د سرې میاشتې په مرکز کې درس وایي.

هغه وویل چې د هغه ۷ کلن ورور هم په دغه مرکز کې زده کړه کوي، او زیاته یې کړه، «زه او ورور مې دلته انګلیسي، ریاضي او د کمپیوټر زدکړې کو څو وکولی شو چې زموږ د اقتصادي وضعیت په ښه کېدلو سره یوه ورځ بیا ښوونځي ته لاړ شو.»

بې وزلو ته ښوونه او روزنه برابرول

د کندوز یوه اوسېدونکي عبداللطیف قادري وویل، په کندوز کې په زرګونو کورنۍ د فقر، جنګ او ناامنۍ له امله له سختو حالاتو څخه تېرېږي او نشي کولی چې د زده کړو فیسونه یا د ښوونځي نور لګښتونه ورکړي.

هغه وویل، «د سرې میاشتې پروګرام چې د بې سرپرسته کوچنیانو لپاره د ښوونې او روزنې برابرولو په موخه جوړ شوی دی، یو مثبت ګام دی. دا پروګرام دا ډاډمنوي چې یتیمان، په داسې حال کې چې نیمه ورځ کار کوي او د خپلو کورنیو لپاره د ژوند څوری برابروي، نیمه ورځ زده کړه وکړي.»

قادري وویل، حکومت «باید هغه کورنۍ حمایه کړي چې نفقه ګټونکی نه لري څو د هغوی کوچنیان وکولی شي چې بیا ښوونځیو ته لاړ شي او خپل راتلونکی جوړ کړي.»

د یاد مرکز یوې ښوونکې سمیرا حقیار سلام ټایمز ته وویل،‌ دا لنډمهالې ښوونه او روزنه له زده کوونکیو سره مرسته کوي چې په راتلونکي کې د ښوونځي لپاره ځانونه چمتو کړي.‌

هغې وویل، «په دې مرکز کې اکثریت زده کوونکي په بېلابېلو دلایلو له ښوونځيو څخه پاتې شوي دي. موږ له هغوی سره د ښوونځیو په مهمو مضامینو کې مرسته کوو څو هغوی د دې وړ کړو چې خپل درسونه ونیسي او وروسته بیا ښوونځیو ته لاړ شي.»

نوموړې وویل، «موږ له ټولو هغو کورنیو څخه چې کوچنیانو یې ښوونځي پرېښي دي، غواړو چې هغوی دلته راولي څو هغوی وکولی شي چې زده کړه وکړي او لوستي شي.»

هغې وویل، «هره ورځ په لسګونو کورنۍ یتیمان او بې سرپرسته کوچنیان د رضاکارانو کلوب ته راولي چې نومونه یې ولیکي. مونږ له پلان سره سم، خپلو د وري میاشتې صنفونو لپاره نوم لیکنه پیل کړې ده.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا یو مؤقت اقدام دی او دولت ددې لپاره چې نړیوالو ته وښيي چې دوی د نجونو د زده کړو سره ستونزه نلري داسې برنامې په کار اچوي. ددې پر ځای دې دولت د شپې لیسې فعالې کړي، د کارګرو ماشومانو دقیقه سروې دې ترسره کړي ځکه له یوې خوې د هغه ماشومانو شمېر هم کم نه دی چې د نورو لخوا خیر غوښتلو او کار کولو ته اړویستل کېږي پرته له دې چې جدي اړتیا ولري او له بلې خوا ډېرې نړیوالې مؤسسې د همدې ماشومانو د ملاتړ په نوم میلیونونه ډالر اخلي خو کار نه کوي. کله چې دقیقه سروې ترسره شي دولت دې یتیم او هغه ماشومان چې هیڅ سرپرست نه لري دایمي روزنتونونو ته ولېږې او د هغه ماشومانو د کورنیو سره دې چې پلار یا مور یې شته مرسته وکړي چې په اقتصادي لحاظ په پښو ودریږي ځکه داسې ماشومان ډېر دي چې میندې او پلرونه یې یا خو کار نه کوي او یا هم د کار زمینه ورته نده مساعده او خپل ماشومان مجبوروي چې کار وکړي. په دې کې داسې ګروپونه هم کم نه دي چې ماشومان استثماروي او په خپله ګته یې کاروي. دغه راز نړیوالې ټولنې ته هم په کار ده چې د طالبانو په دې نمایشي کړنو ونه غولیږي او پر طالبانو فشار زیات کړي څو د نجونو پر مخ عام ښوونځي خلاص کړي.

ځواب ورکړئ

که څه هم چې دا یو مثبت او اغیزمن عمل دی، لاکن په هیڅ صورت کې کافي نه دی. په کندز کې د سرې میاشتې له خوا په ښوونیزو مرکزونو کې د روزل شویو ماشومانو شمېر د هغو ماشومانو په پرتله ډېر دی چې په دغو مرکزونو کې روزل کېږي او خپل درسونه زده کوي. له همدې امله حکومت باید د موقتي پروګرامونو پر ځای اوږد مهاله پروګرامونو ته پام وکړي. حکومت باید لومړی په دې فکر وکړي چې څنګه د ماشومانو د کار مخنیوی وشي، ځکه د ماشومانو کار په هر شکل او هر ډول شرایطو کې د ماشومانو له اساسي حقونو څخه سرغړونه ده. حکومت کولی شي د خیریه موسسو او نړیوالو سازمانونو سره کار وکړي ترڅو د هغو کورنیو لپاره چې سرپرست نه لري د بدیل معیشت پروګرامونو په پلي کولو سره په ژوند کولو کې مرسته وکړي. هغه یتیم خانې چې د یتیمانو او ماشومانو پرته له کوم قانوني سرپرست څخه پالنه کیږي باید د ټولنیز بیا پیوستون ځانګړي پروګرامونه هم چمتو کړي چې د ماشومانو راتلونکی تضمین کړي او کورنۍ او ټولنه له اقتصادي پلوه ځان بسیا کړي. دا هم باید په یاد ولرو چې حکومت باید د شپې ښوونځي په ډیر ظرفیت سره پرانیزي. په هرصورت، څرنګه چې طالبانو د نجونو لپاره ښوونځي تړلي دي، د داسې کورسونو او روزنیزو پروګرامونو په اړه ډیر خوشبین نه شو کیدی.

ځواب ورکړئ