کندوز -- د ملګرو ملتونو د ماشومانو مرستندوی صندوق (یونیسف) د کندوز ولایت په شپږو ولسوالیو او د ولایت په مرکز کې په کورونو کې د موقتو ښوونځیو د جوړونې له لارې ماشومانو ته ښوونه او روزنه برابروي.
د دغو هڅو په لړ کې، یونیسف لیرې پرتو کلیو ته ښوونکي لېږي او ځایي کورونه په کرایه نیسي ترڅو د درسي ټولګیو په توګه ترې کار واخلي.
تر اوسه پورې، په ټول ولایت کې ۵۱۰ درسي ټولګي جوړ کړای شوي دي.
د افغانستان د شمال ختیځو ولایتونو لپاره د وګړو له حقونو څخه د دفاع او پیاوړتیا موسسې (کووار) رییس مجیب الرحمن سیرت وویل، دا درسي ټولګي، چې له اول څخه تر څلورم ټولګي پورې ماشومانو ته وړاندې کېږي، به هر کال د غوایي میاشتې څخه تر کب میاشتې پورې درس ورکوي.
هغه وویل، «یونیسف ۶۰۰ نارینه او ښځینه استادان مقرر کړي چې د علي اباد، چار درې، امام صیب، خان اباد، قلعه زال، دشت ارچي، او د ولایتي مرکز په بېلابېلو کلیو کې ماشومانو ته ښوونه او روزنه ورکړي. تمه ده چې دا پروګرام اته کاله دوام وکړي.»
هغه زیاته کړه، ښوونکیو ته د میاشتې ۹۲۰۰ افغانۍ (۱۰۰ ډالر) تنخوا ورکول کیږي.
سیرت وویل، د دې پروګرام هدف دا دی چې هغو ماشومانو ته ښوونیز فرصتونه برابر کړي چې له ښوونې او روزنې څخه محروم شوي وي.
هغه وویل، «په دې ټولګیو کې، اولویت هغو ماشومانو ته ورکول کیږي چې ښوونځیو ته لاسرسی نه لري یا هغه چې په داسې سیمو کې ژوند کوي چې هلته ښوونځي نه وي.»
نوموړي وویل، «دا درسي ټولګي د کندوز په لیرې پرتو سیمو کې ماشومانو ته فرصت ورکوي چې زده کړه وکړي او له ښوونې او روزنې څخه محروم نشي.»
هغه یادونه وکړه چې، «دا ولسي ښوونځي په ۱۳۹۸ او ۱۳۹۹ کې د سیف دي چلډرن موسسې له خوا چلول کېدل، خو سږ کال دا پروګرام موږ مخته وړو. په سلو کې پنځوس زده کوونکي نجونې او ۵۰٪ نور هلکان دي.»
د ماشومانو خوبونه په حقیقت بدلول
ډېر هغه ماشومان چې د یونیسف له خوا تمویل شویو ځایي درسي ټولګیو کې زده کړې کوي د ۸ او ۱۵ کالونو تر منځ عمرونه لري.
نمیره نصیري چې ۱۱ کاله عمر لري، په علي اباد ولسوالۍ کې د حاجي عبدالرحمن ښوونځي د څلورم ټولګي زده کوونکې ده.
هغې وویل، «څلور کاله کیږي چې زه په یوه کورني ښوونځی کې درس لولم. زه ډېره خوشحاله او دلته درسونو څخه راضي یم.»
هغې وویل، «موږ دلته د دې لپاره راځو چې زده کړه وکړو، ځکه چې دولتي ښوونځي له موږ نه د ساعتونو په مزله لیرې پراته دي او زموږ کورنۍ موږ ته اجازه نه راکوي چې هومره لیرې لاړ شو.»
نمیرې غوښتنه وکړه چې په ولس کې موجود ښوونځيو ته دې ارتقاع ورکړل شي، څو هغه او د هغې ټولګیوال وکولی شي چې تر ۱۲ ټولګي پورې زده کړه وکړي.
هغې وویل، «زه غواړم چې په راتلونکي کې ډاکتره شم. که زه فرصت ولرم او له لېسې څخه فارغه شم، زه کولی شم چې خپل خوب په حقیقت باندې بدل کړم.»
عاشق الله امرخېل چې ۱۱ کاله عمر لري او په همدغه ښوونځي کې د درېیم ټولګی زده کوونکی دی، وویل چې تر ټولو نږدې دولتي ښوونځی د دوې د استوګنې له ځای څخه درې ساعته لیرې پروت دی.
هغه وویل، «ما ونشوای کړای چې په هغه ښوونځي کې زده کړه وکړم، نو دا زما لپاره یو ښه فرصت دی چې له خپل کور سره نږدې زده کړه وکړم.»
هغه وویل، «ښوونکي موږ ته د قران کریم، دینیاتو او حدیثو په ګډون دیني مضامین او همدارنګه ساینس، ریاضي او پښتو راښیي. اوس زه کولی شم چې لوست او لیک وکړم، او زه ډېر خوښ یم چې کولی شم خپل راتلونکی جوړ کړم.»
د دریېم ټولګي یو بل زده کوونکی احمد نوید حسیني چې ۱۰ کاله عمر لري، وایي چې هغه له درې کالونو راهیسې په کور کې جوړ شوی ښوونځی لولي ځکه چې دولتي ښوونځي د هغه له کور څخه لیرې دی.
هغه وویل، «زما د مور او پلار په ګډون د کورنۍ غړي نالوستي دي او دا چې هغوی لویان دي له دې امله نور نشي کولی چې زده کړه وکړي. زه کولی شم زده کړه وکړم او غواړم چې ښوونکی شم او نورو ماشومانو ته ښوونه وکړم.»
هغه زیاته کړه، «که د نجونو ښوونځي بېرته نه پرانستل شي، موږ یو هم نشو کولی چې خپل خوبونه په حقیقت بدل کړو. هر چاته زما پیغام دی چې راځئ زده کړه وکړو او خپل راتلونکی جوړ کړو.»
د افغانستان لپاره یو روښانه راتلونکی جوړول
د کندوز ښار په سه درک سیمه کې د یونیسف له خوا استخدام شوي ښوونکي بریالي قادري چې ۳۳ کاله عمر لري، وویل، د کندوز په بېلابېلو کلیو کې ماشومانو چې پخوا یې د زده کړو ډیر محدود فرصتونه درلودل، اوس درسي ټولګیو ته لاسرسی لري.
هغه وویل، «زه په دې خوښ یم چې په خپله سیمه کې ماشومانو ته ښوونه کوم. په دې سیمه کې خلک ډېر خوښ دي چې د هغوی ماشومان په ولسي ښوونځيو کې زده کړه کوي.»
شاوخوا ۳۰ هلکان او نجونې له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې نیمه ورځ د هغه په ټولګي کې درسونه لولي.
هغه وویل، «په زرګونو هلکانو او نجونو ته د زده کړو برابرول د افغانستان لپاره د یوې روښانه راتلونکې د جوړولو معنی لري. زه په دې ویاړم چې د دې هېواد بچیانو ته درس ورکوم.»
شریف الله خیرخواه چې ۳۷ کاله عمر لري هم د ولایت په مرکز کې په یوه کورني ښوونځي کې چې د یو چا په کور کې په غیر رسمي توګه کار کوي، د ښوونکي په توګه په خپل رول باندې ویاړ څرګند کړ.
هغه وویل، «ما له څلورو کالونو راهیسې په کورونو کې جوړو ښوونځیو کې ماشومانو ته ښوونه کوله. موږ د ښوونځي د نصاب مطابق ماشومانو ته درس ورکوو. هغوی ته هر ډول ملاتړ برابرېږي او هېڅ کمبود نلري.»
هغه زیاته کړه، «زه په دې ویاړم چې د دې هېواد، د دې کلیو بچیانو ته درس ورکوم، څو هغوی وکولی شي چې زده کړه وکړي، له خطرناکو شیانو څخه لیرې واوسي او دې ته وهڅېږي چې ښوونه او روزنه ترلاسه کړي.»
یونېسف نه مننه چې د ماشومانو د زده کړو لپاره یې دغه وړیا پروګرام په لار اچولی دی خو زه او زرګونه لوستي ځوانان پرې انتقاد لري او هغه دا چې تر څلورم ورته یونېسف درس ورکړ بیا به دا ماشومان څه کوي؟ غواګانو پېولو ته مخه کړي؟ مېږې وڅروي؟ سوال ته کېني؟ چیشی وکړي؟ بیا دلته واضحه شوې هم ده چې دا ټولګي په هغو سیمو کې جوړ شوي چې مکتبونه په کې نشته یا هم ماشومان په کې زده کړو ته لاسرسی نه لري. زه وایم چې دوی دې د سوونو پر ځای همدا پروسه لسګونو ته واچوي او تطبیق دې کړي. پوخ کور دې په کرا نه نیسي بلکې د خټو کورونه دې جوړ کړي او سیستم دې لېسو ته واړوي چې حد اقل د هغو سمیو ماشومان تر ۱۲ زده کړې وکړي او په اسانۍ ورته لاس رسی پیدا کړي. زموږ کلي کې څو کاله مخکې یوه مؤسسه راغله مشرانو ته یې وویل چې مکتب جوړوو خو یوازې د معلمانو معاش موږ ورکوو نور به ځای هم ستاسو وي او ماشومان هم ستاسو. زموږ مشرانو ورسره ومنله. په ګډه مو حشر وکړ. له خټو مو څو درسي ټولګي په څو ورځو کې جوړ او تدریس شروع شو. ورپسې څو کاله وروسته بله مؤسسه راغله وای چې دا مکتب په منظم ډول پوخ جوړوو . بیا هم موږ ورته ښه راغلاست ووایه. ځای مو ورته د یو پر ځای شل جریبه ورکړی. مؤسسه لګیا ده کار پرې کوي او په سم ډول مکتب رغوي. نو له یونېسف او ورته نورو مؤسساتو هیله ده چې یو کار خو هسې هم کوي خو ښه دې وکړي. ډېر نه لږ دې وکړي خو په باکیفیته ډول.
ځواب ورکړئاصلا تاسو خپله پوښتنه پخپله حل کړې ده. خبره دا ده چې یوه موسسه هر څه نشي کولی. که یونیسف اوس یو ګام واخیست، بله موسسه به بل ګام واخلي، بله به بل ګام واخلي او په دې توګه به پروسه تکمیل شي. سربېره پر دې، دا کارونه یوازې خارجي موسسو ته باید پرې نه ږدو. مونږ باید پخپله په کې برخه واخلو. د افغانستان حکومت هر کاله په میلیاردونو افغانۍ مالیات ټولوي. باید حکومت داسې مکتبونه جوړ کړي. باید خلک پخپله سره ټول شي، پیسې واچوي او ښوونځي جوړ کړي. صحیح ده چې یونیسف د ملګرو ملتونو اداره ده، خو د دې معنی دا هم نه ده چې مونږ باید په هرڅه کې نړۍ ته د سوال لاس ونیسو. کله چې طالبان د دروغو لاپې وهي چې نړۍ ته یې ماتې ورکړې ده. اوس باید خپل ښوونځي او نور تاسیسات هم پخپله جوړ کړي. د سپي زامن خو یې د جوړولو پر ځای بندوي.
ځواب ورکړئ4 تبصره
له ډېر وخت وروسته مو یو ښه خبر واورېد. زموږ مات شوي زړونه له خوښۍ او خوشحال څخه ډک شول. زموږ ماشومان زموږ راتلونکی دی. موږ افغانان د خپلو ماشومانو د راتلونکي په اړه ډېر اندېښمن يو، ځکه قوي اقتصاد نه لرو، چې خپل ماشومان خصوصي ښوونځيو ته واستوو، څو زموږ ماشومان يو څه زده کړي. په دولتي ښوونځیو کې موږ په ورځ کې یوازې درې ساعته درسونه لرو، او یو زده کوونکی په دې درې ساعتونو کې څه نه شي زده کولی. د دولتي ښوونځیو استاذان هم په دې ملامتېږي چې تل خپلو درسونو ته حاضر نه وي او په اونۍ کې یو یا دوه ورځې غیر حاضر وي. په کندز ولایت کې د یونیسف د پروګرام په پیل سره د خوښۍ احساس کوو. یونیسف ۶۰۰ ښوونکو ته ۹۲۰۰ افغانۍ میاشتنی معاش ورکوي. دا له هغو لوستو مېرمنو سره مرسته ده، چې بې برخلیکه په خپلو کورونو کې ناستې وې او اوس کار او معاش لري. یونیسف باید ښوونکو ته ووایي چې خپلو زده کونکو ته د یوې مهربانې مور په څیر په اساسي ډول درس ورکړي. میندې او پلرونه باید د خپلو ماشومانو درناوی وکړي. له دې زرین چانس څخه ګټه پورته کړئ او درس په اساسي ډول زده کړئ او زده کوونکي باید خپل وخت بې ځایه مصرف نه کړي او تل دې هڅه وکړي چې د کور کارونه په سمه توګه ترسره کړي. زه یوازې دومره وایم چې یونیسف د افغانستان د بې وزلو او یتیمو ماشومانو پلار دی. د دې معتبر پروګرام له امله د یونیسف څخه مننه.
ځواب ورکړئدا واقعاً ښه خبر دی. له یونیسف څخه مننه چې د سلګونو افغان ښوونکو لپاره یې د تنخا برابرولو پروګرام او د زده کوونکو لپاره ښوونیز پروګرامونه برابر کړي دي. د دولتي ښوونځيو پر استادانو ستاسو د نيوکې په ځواب کې وایم چې د دولتي ښوونځيو تنخاګانې په منظم ډول نه ورکول کېږي او خبره دا ده چې د يوې کورنۍ اړتياوې چې ښوونکي يې نفقه ګټل پرغاړه لري، پوره نه وي. له همدې امله، یو ښوونکی مجبور دی چې د خپلې ورځې نیمایي برخه په کار کې تیره کړي څو د خپلې کورنۍ لپاره ډوډۍ او روزي ترلاسه کړي. تر ټولو لومړی باید حاکم نظام او د یونیسف په څېر نړیوال بنسټونه د ښوونکو معاشونه برابر کړي، او بیا د ښو درسونو او تدریس تمه وشي.
ځواب ورکړئ4 تبصره