زده کړه

یونیسف په سمنګان ولایت کې د زرګونو ماشومانو لپاره ۱۵۰ ولسي درسي ټولګي پرانستي دي

د محمد قاسم راپور

په عکس کې چې د غوایي په ۱۱مه اخیستل شوی، د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د لومړي ټولګي زده کوونکي د یونیسف لخوا تمویل شوي ټولګي کې لیدل کیږي. [عکاس: عتیق الله ابراهیم زاده]

په عکس کې چې د غوایي په ۱۱مه اخیستل شوی، د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د لومړي ټولګي زده کوونکي د یونیسف لخوا تمویل شوي ټولګي کې لیدل کیږي. [عکاس: عتیق الله ابراهیم زاده]

سمنګان -- د ماشومانو لپاره زده کړو ته د لاسرسي په موخه، د ملګرو ملتونو د ماشومانو مرستندوی صندوق (یونیسف) په سمنګان ولایت کې د څه باندې ۴۵۰۰ هغو ماشومانو لپاره چې له زده کړو څخه بې برخې شوي ول، ۱۵۰ لنډمهالي ولسي درسي ټولګي جوړ کړي دي.

د افغانستان د پرمختګ ولسي ټولنې (اېس ای ډي ای) رییس رفیع الله نوري، چې دا پروژه پلي کوي، سلام ټایمز ته وویل، دغه ټولګي د یونیسف په مالي مرسته د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې د هغو ماشومانو لپاره چې د بېلابېلو دلایلو له وجې ښوونځيو ته نشي تللی، جوړ شوي دي.

نوري د غبرګولي په ۲۳مه وویل، دغه ټولګي په دره صوف پایان، فیروز نخچیر، حضرت سلطان او خلم ولسوالیو کې د غبرګولي په لومړیو کې جوړ شوي او ټاکل شوې چې شپږ میاشتې به فعالیت وکړي.

هغه زیاته کړه، «په دغو ټولنیزو ښوونځیو کې له دویم څخه تر څلورم ټولګي پورې درسونه تدریس کیږي. دا یو ګړندی او د لنډې مودې پروګرام دی او هغه ماشومان چمتو کوي چې له ښوونځیو څخه پاتې شوي دي، څو خپلې زده کړې بیا پیل کړي.»

هغه وويل، تر اوسه په ١٠٨ کليو کې درسي ټولګي جوړ شوي دي.

د نوري په وينا، د دې پروګرام هدف په لیرې پرتو سيمو کې د ښوونځيو د نشتوالي او هغو ماشومانو ته چې د وچکالۍ، جګړو او نورو طبيعي پېښو له امله له زده کړو څخه پاتې شوي دي، د چټکې روزنې برابرول دي.

هغه وویل، «لومړیتوب هغو ماشومانو ته ورکول کیږي چې دولتي ښوونځیو ته لاسرسی نه لري یا په هغو سیمو کې ژوند کوي چې ښوونځي نه لري.»

یونیسف هیله لري چې د شپږو میاشتو په موده کې به په لیرې پرتو سیمو کې نوي دولتي ښوونځي پرانستل شي، او یا به دا پروګرام وغځوي.

د ماشومانو هیلې په حقیقت بدلول

ډیری ماشومان چې د یونیسف لخوا تمویل شويو ولسي درسي ټولګیو کې زده کړې کوي د ۸ او ۱۵ کلونو ترمنځ عمرونه لري.

د سمنګان ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ یوې اوسېدونکې مرسل صديقي چې ۱۳ کاله عمر لري، وويل، «زموږ په سيمه کې له سختو جګړو وروسته، موږ اړ شوو چې له جګړې څخه د خلاصون لپاره د سمنګان ولايت مرکز ته ولاړ شو. ما په تېرو دوو کلونو کې و نشو کولى چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.»

مرسل چې دوه کاله وړاندې يې درېيم ټولګي بشپړ کړي، اوس په يوه ښوونځي کې څلورم ټولګي ته تياری نيسي.

هغې زیاته کړه، «اوس، کور ته له راستنېدو وروسته، ما خپل ځان په لنډمهاله ښوونځي کې شامل کړ، څو وکولی شم چې په راتلونکي کال کې څلورم ټولګي ته ورستنه شم.»

د درېیم ټولګي یوه زده کوونکي عتیق الله نبيخیل چې ۱۱ کاله عمر لري، او په یوه لنډمهاله ښوونځي کې زده کړې کوي، وویل، د دوی سیمې ته تر ټولو نږدې عامه ښوونځی درې ساعته لیرې دی.

هغه وویل، «زه هغه ښوونځي ته نشم تللی، نو دا زما لپاره یو ښه فرصت دی چې خپل کور ته نږدې زده کړه وکړم ځکه چې زما کورنۍ ما ته اجازه نه راکوي چې درې ساعته یواځې مزل وکړم.»

هغه وويل، «ښوونکي موږ ته د قران کریم، فقه او حدیث او همدارنګه رياضي او پښتو درس راکوي. اوس زه لوستل او لیکل کولی شم او خوښ یم چې زه به وکولی شم خپل راتلونکی جوړ کړم

هغه زیاته کړه،‌ «که د نجونو ښوونځي بېرته پرانستل شي، موږ ټول به وکولی شو خپلې هیلې پوره کړو. ټولو ته زما پیغام دا دی چې راځئ درس ووایو او خپل راتلونکی جوړ کړو.»

یو روښانه راتلونکی

په حضرت سلطان ولسوالۍ کې د یونیسف له خوا استخدام شوي ښوونکي، ۳۵ کلن عبدالرسول سخي زاده، سلام ټایمز ته وویل، په بېلابېلو کلیو کې ماشومان چې پخوا یې د زده کړو لږ فرصت درلود، اوس ټولګیو ته لاسرسی لري.

هغه وويل،‌ «زه خوښ يم چې په خپله سيمه کې ماشومانو ته درس ورکوم. د دې سيمې خلک ډېر خوښ دي چې ماشومان یې په يوه ولسي ښوونځي کې زده کړې کوي.»

هغه زياته کړه، شاوخوا ٢٥ هلکان او نجونې له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د نيمې ورځې لپاره د هغه په ټولګي کې ګډون کوي.

هغه وویل، «په زرګونو هلکانو او نجونو ته د زده کړو برابرول د افغانستان لپاره د روښانه راتلونکي د جوړولو په معنی دي. زه ویاړم چې د دې هیواد بچیان تعلیم وکړي.»

۳۷ کلن فدا محمد حلیمي هم د حضرت سلطان ولسوالۍ په یوه ښوونځي کې د ښوونکي په توګه په خپل رول ویاړي.

حليمي وويل،‌ «زموږ زده کوونکي له هر ډول ملاتړ څخه برخمن دي، او دوی هيڅ کمبود نه لري.»

حليمي وويل، «زه وياړم چې د دې هېواد ماشومانو ته درس ورکوم، څو زده کړه وکړي، له زيانمنو شيانو لیرې پاتې شي او زده کړو ته وهڅول شي.»

هغه وویل، «د دې ډول تعلیمي پروګرامونو پیلول له ماشومانو سره مرسته کوي چې زده کړه وکړي او د خپل هیواد په جوړولو کې رول ولوبوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

13 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

تر ټولو لومړی باید له یونیسف څخه مننه وکړو چې د افغانستان په هر ولایت او سیمه کې یې د نجونو او هلکانو لپاره دا ډول ښوونځي جوړ کړي دي. د سمنګان ولایت له څلورو ولسوالیو څخه دا ډېر ښه خبر دی، چې د نجونو د ښوونځیو ټولګي یې جوړ کړي دي. زه د یوه افغان په توګه د یونیسف له کار څخه خوښ یم او ستاینه یې کوم. په نننۍ نړۍ کې زده کړه دومره مهمه شوې ده چې انسان له زده کړې پرته هیڅ هم نشي کولی. که زموږ په هېواد کې زده کړه عامه او جبري شي، نو نن چې زموږ په هېواد کې کوم ناورينونه راغلي دي، دا آفتونه د پوهنې په قوت له منځه تللى شي. پوهنه ډېره ضروري ده او خلکو ته باید وویل شي چې له زده کړې پرته مونږ هیڅ نه یو او زمونږ هېواد د پرمختګ له پلوه وروسته پاتې دی. نن چې تاسو د نړۍ پرمختللی هیوادونه وګورئ، دا ټول د تعلیم له برکته دي. نن چې ته او زه ټلیفونونه لرو او انټرنټ کاروو او بل څه وینو، دا هر څه د تعلیم په برکت نړۍ ترلاسه کړې دي. مونږ له اوسني حکومت څخه غوښتنه کوو چې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي او د هیواد تیاره رڼا ته واړوي. د نجونو د ښوونځيو دروازې تړلې دي، دا هم زمونږ د هېواد د دښمنانو دسیسه ده. خلک باید په دې برخه کې مبارزه وکړي، او د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانستلو هڅه وکړي. د اوسني حکومت لوړ پوړي چارواکي پوهېږي چې پوهنه څومره مهمه او د هیواد لپاره څومره ضروري ده. په ورته وخت کې مونږ ډاکټرانو، انجنیرانو، اقتصاد پوهانو او نورو متخصصینو ته اړتیا لرو چې هیواد ته خدمت وکړي او خپل هیواد افغانستان د پوهنې او پرمختګ له نظره په نړۍ کې ځای کړي. زه غواړم یو ځل بیا ووایم چې مونږ له تعلیم پرته د خلاصون لاره نشو موندلی، زمونږ خلک باید د تعلیم په هکله خپل ذهنونه خلاص کړي او په دې پوه شي چې

ځواب ورکړئ

د دې ملت لپاره له هر ډول تکلیف او مشکلاتو څخه د خلاصون یواځنۍ لاره تعلیم دی. که په دې وطن کې هر وګړي ته د تعلیم حق ورکول شي او دسترخوان یې له ډوډۍ ډک شي، باوري یم چې له ډېرو بلاو به خلاص شو. له څو لسیزو را پدېخوا د هېواد اکثریت کوچنیان او ځوانان د تعلیم له حق محروم دي. د تېر حکومت خیالي مکتبونه هم د چا هېردلی نه شي. د هېواد په لرې پرتو سیمو کې به مکتبونه نه وو خو معاشات به د معمول مطابق حواله کېدل. د یادونې ده چې د مکتب او معلم په نامه راتلونکی ټولې پیسې به د غلو مشرانو لاس ته لوېدې. د کلیوالو سیمو مکتبونه خو له پخوا څخه صفر وو خو په ښارونو کې به د مکتب په نامه یو څه ول. د ښار مکتبونه نو بیا هغه څه ول چې تر ډېره بریده حساب پرې نه کېده. که به دې غوښتل چې په اولاد تعلیم وکړې ، حتمي وه او ده چې یا به دې کورسونو ته لېږه او یا به دې شخصي استاد ورته نیوه. خبره مې د معلم د ظرفیت په ټیټوالي کې نه ده بلکې د معلم د معاش په ټیټوالي کې ده. د جمهوربت په دوره کې به د معلم معاش اته زره افغانۍ و خو بر عکس د یو جنګسالار میاشتنی عاید به میلیونو افغانیو ته رسېده. بس دا یو عجب وطن دی. څوک چې د دې وطن او ملت د جوړېدو فکر لري، هغه به په لوږه شپې سبا کوي.

ځواب ورکړئ

زما په اند دا موضوع باید له طالبانو سره د دوحې په مذاکراتو کې، چې له بده مرغه یوازې د طالبانو او امریکا تر منځ ترسره شول، روښانه شوې وای. ولې باید د نجونو د زده کړو مخه ونیول شي او ولې د هلکانو ښوونځي وتړل شي؟ اصلاً دا یو جرم دی. هغه پروګرام چې د یونیسف له خوا د لنډې مودې لپاره ترسره کیږي د هغه ګټه کمه ده. د هلکانو او نجونو دواړو لپاره ښوونځي باید د معمول په څیر خلاص وي. دا یوویشتمه پیړۍ ده. دا مهال د نړۍ په هېڅ هېواد کې زده کوونکي ښوونځيو ته له تګ څخه نه منع کېږي. که دا حالت همداسې دوام وکړي، امکان لري چې لس کاله وروسته افغانستان په هدیره بدل شي ځکه ښوونځي به وران شي، او که ښوونځي او پوهنتونونه وران شي، علمي کدرونه به ونه روزل شي. بیا به د دیني مدرسو ملایان او فارغان څه کوي؟

ځواب ورکړئ

وروستنی پيغام: هر افغان پلار او مور دې، همدا نن له خپل ځان او خپل خدای (ج) سره ژمنه وکړي چې د خپلو لوڼو د زده کړو حق د زامنو په شان غواړي. له دولت او نړیوالې ټولنې څخه خپلو مشروعو، سوله ایزو او مدني غوښتنو ته دوام ورکوي او د تعلیمي خدمتونو د موجودیت او لاسرسي په صورت کې خپلې لوڼې په ښوونځيو کې داخلوي. ترڅو د یوې نیکمرغې راتلونکې اساس ورته برابر شي، د ښه ژوند او ژوند کولو هنر زده کړي او راتلونکې نسل د سیالانو سیال کړي.

ځواب ورکړئ

د نجونو د ښونځیو امنیت ته دې ځانګړی پاملرنه وشي. نړیوال دې هم د نجونو زده کړې له سیاسي مسائلو سره نه تړي او صادقانه مرسته دې وکړي: د ښځينه ښوونکو روزنې کې دې پانګونه او پروګراماتیکه مرسته وکړي. د نجونو لپاره د ښوونځیو جوړولو ته دې بودیجه او مالي لګښتونه ورکړي. د انلاین زده کړو او له لېرې زده کړو کې دې له مدني ټولنې او نادولتي مؤسسو سره هم لنډ مهاله مرسته وکړي، خو دغه بنسټسز حل نه دی. د اوږد مهاله حل لپاره دې له اوسنیو چارواکو سره جوړونکی تعامل وکړي چې اساسي حل راووځي. څلورم: د پخوانیو ناامنه سیمو ښوونځيو ته ځانګړې توجه په هغو سېمو کې چې پخوا د نا امنۍ له امله، له لومړي ټولګي د نجونو ښوونځي تړلي وو، لږ تر لږه ښوونځي او ټولګي دې ایجاد او فعال شي او له شپږم صنف څخه د پورته زده کړو په برخه کې دې د ټول هېواد په شان ورته پاملرنه وشي. پنځم: له پخوا موجودې نورې لویې ستونزې: د نجونو د زده کړو پرمخ د ښوونځیو د تړلو په لویې ستونزې سربېره، د افغانستان د پوهنې نظام په مجموع کې ځینې ژورې ستونزې لري. موږ له ملت، اوسنۍ ادارې او نړیوالو مرستندویانو غواړو چې په دغو برخو کې سره لاسونه ورکړي او د هواري لارې چارې یې ولټوي. د ښځینه ښوونکو کمښت، په لېرې پرتو سېمو کې د ښوونځيو، د تاسیس شوو ښوونځیو د ودانیو کمښت، په ښوونځیو کې د اوبو او حفظ الصحې د تاسیساتو کمښت یا نه شتون، د ښوونځیو د فاصلو زیات والی، د تدریس ټیټ کیفیت او د ښوونکو ټیټه علمي سویه د خدماتو په ویش کې بې عدالتي، د درسي نصاب ستونزې او د درسي موادو کمښت یا نه شتون په ځینو محدودو سیمو کې نجونو (په ځانګړي ډول تر اووم ټولګي پورته زده کوونکو ته) زیاتره د اوږدې فاصلې له امله د کورنیو له خوا ښوونځیو ته د تګ اجازه نه ورکول.

ځواب ورکړئ

که نظام اقتصادي او تخنیکي مرستو ته اړ وي، په څرګنده دې له هیواد والو سره شریک او له نړیوالو دې مرسته وغواړي. په کلتوري ستونزو پورې د نجونو د زده کړو د تړلو پر ځای دې، د ولس د خبرولو او ملګري کولو هڅې وشي. قومي او دیني مشران به د زده کړو د اهمیت په باب د ولس په اګاه کولو کې شریکه همکاري وکړي. همدا اوس هم د نجونو ښوونځي او ټولګي جلا دي، نو هیڅ دلیل نه پاتې کیږي چې د نجونو ښوونځي دې فعال نه شي. د نړي د دیني علماوو مهم نظریات دې وکتل شي، قاطع اکثریت د نجونو د زده کړو کلکه پلوي کوي. په راتلونکې کې دې هم د پالیسيو په جوړولو کې د علماوو نظر واخیستل شي چې ولس ته یې منل اسان او زموږ د ملي او اسلامي ارزښتونو سره په سمون کې وي. دیني شعائرو او کلتوري واقعیتونو ته د پام لپاره دې لاندې ټکي په نظر کې وساتي: نجونو ته دې تر ټولو ښه او خوندي ښوونځي او ټولګي برابر شي. د لیرې فاصلو ستونزه دې حل شي او ښوونځي دې کور او کلي ته وروړل شي. د نجونو د ښوونځیو محرمیت، ستر او پرده دې په پام کې وساتل شي. کلتوري ـ افغاني جامې دې درنې وګڼل شي او د نورو کلتورونو د تحمیل مخه دې ونیول شي. تر وسه وسه دې ښځینه ښوونکې نجونو ته زده کړه ورکړي، که ښځینه ښوونکې نه پیدا کیږي؛ مسن، د پاخه عمر او متقي نارینه ښوونکي دې د نجونو په ښوونځیو کې وګمارل شي. په لوړو ټولګیو کې دې د نجونو او هلکانو د جلا جلا ښوونځیو سیستم دوام ولري. د نجونو د زده کړو پروګرامونه دې متداوم او منطم وي. د ښوونځيو د ټولو ټولګیو د تکمیل او د لوړو زده کړو د دوام لپاره دې نجونو ته تشویقي پروګرامونه او مرستې هم په پام کې ونیول شي. په نصابونو کې دې روغتیایي او تربیتي پیغامونه ډیر او نوعیت یې هم باید په پام کې ونیول شي.

ځواب ورکړئ

آیا د بلې حریفې ډلې (د ا ع ش) سره فکري او عملي مقابلې ته د ځان تیار ساتلو یو تکتیک دی؟ داسې ویل کیږي چې د اوسنۍ ادارې ځینې جنګیالي د تمدن او ښاري توب نښې د غیر اسلامي ښکارندو په توګه ګڼي او که اداره د نجونو ښوونځيو ته (چې شرعي مشکل نه لري) اجازه ورکړي، دغه ناخبره ځوان جنګیالي به هغې بلې ډلې ته ورشي. د دې دلیل احتمال زیات نه دی، خو باید وڅېړل شي. آیا د کوم بهرني فشار یا پټ تفاهم له امله د نجونو تعلیم بند شوی دی؟ دا هم یوه پوښتنه ده، خو د دې تر شا به منطق څه وي؟ ممکن ځینې هیوادونه نه غواړي چې د اوسنۍ ادارې یو متمدن تصویر نړۍ ته وړاندې شي او یا هم ځینې غرضي کړۍ د دوست په جامه کې غواړي په دغه ډول کړنو د اسلام مبارک دین د ترقۍ او تمدن پر خلاف معرفي شي. که دا یوه پټه ژمنه او د دوستۍ په جامه کې د غرضي کړیو دسیسه وي، نو حل کول به یې ډېر سخت وي. ځکه لومړی خو د دغه دلیل ثابتول ستونزمن حتی ناممکن دي او دوهم سیاسي ډلې د پټو وعدو په باب هیڅ اسناد نه شریکوي؛ نو د عامو خلکو له خوا مقابله به ورسره چندان آسانه نه وي. څلورم: وړانديزونه: که د حاکمې ډلې دیني تعبیر همدا وي، ملت ته دې ووایي او بیا دې له نړیوالو اسلامي علماو سره مناظره او علمي بحث وکړي او نتیجې ته دې سره ورسیږي. ځکه اسلام یوازینی دین دی چې د هدایت لومړنۍ منبع (قرآن کریم) په اصلي شکل موجود دی او له تحریف څخه ساتل شوی دی. که د اوسنۍ ادارې ملایانو د پاتې ۵۶ هیوادونو ملایان مات نه کړل، نو بیا دې دوی د سترې محکمې د رئیس په کتاب کې یاد شوی تحلیل او تعبیر نه مني او د نجونو ښوونځي او پوهنځي دې پرانیزي. حاکم نظام دې د نجونو د زده کړو مسئله د سیاسي چنو وهلو له لست څخه وباسي او د نجونو د یو اساسي بشري حق په توګه دې ورسره برخورد وکړي.

ځواب ورکړئ

د نجونو د زده کړو، تحصیل او د ښځو د کار د بندولو سبب همدا وي، نو د دې بنسټیزې ستونزې حل کول هم عام ولس ته ګران کار دی. له بلې خوا باید واکداران د خپلو خلکو د اساسي حقوقو پر سر له بل چا امتیار ونه غواړي. خو که دا دلیل رښتینی وي، سیاسیون، او نړیوال تعلیمي، مدني او د بشر د حقوقو بنسټونه او هیوادونه په دې باب مرسته کولاې شي او داسې حل ته رسیدلای شي چې د مشروطو دوه اړخیزو امتیازونو په بدل کې سیاسي جوړ جاړی وشي. مدني بنسټونه او اشخاص د دې لپاره استازیتوب، دفاع، ملاتړ جلبول، خبرتیاوې خپرول، سازماندهي او پیغامونه شریکولای شي. آیا د اقتصادي سرچینو او وسائلو د کمښت له امله د اوسنۍ ادارې له نظره د نجونو زده کړه وروستی اولویت دی؟ که د نجونو د تعلیم د ځنډ سبب اقتصادي ستونزې وي، نو لومړی خو دې اوسنۍ اداره دا په ښکاره ووایي، دوهم دې له نړۍ مرسته وغواړي او په دریم قدم کې دې له ملت څخه د صبر او حوصلې غوښتنه وکړي. البته که منابع محدودې وي، بیا دې هم د هلکانو او نجونو ترمنځ مساوي وویشل شي. آیا په رښتیا کلتوري ستونزې د نجونو د زده کړو مخه نیسي؟ او آیا دا د کلیوالو او ښاریانو ترمنځ فکري جګړه ده؟ کلتور کوم ثابت عنصر نه دی؛ او د نورو ټولنیزو پدیدو په څیر تل د وخت او زمانې سره بدلون کوي. له بلې خوا د اسلام یوه ځانګړتیا دا هم ده چې ناوړه رواجونه اصلاح کوي. کله چې د یو انسان حق تلف کیږي، دا خو بیا لوی ثواب دی چې خنډ یې له مخې لیرې او ناوړه رواج اصلاح شي. په تېرو شلو کلونو کې د کونړ، پکتیکا او حتی د اوسنيو جنګیالیو تر کنټرول لاندې د هلمند نادعلي ولسوالۍ کې د نجونو ښوونځي فعال وو او هیچا دا کار د کلتور او فرهنګ خلاف نه ګاڼه.

ځواب ورکړئ

د ژوند په مهارتونو د نجونو سمبالیدل. په کورینو او ټولنه کې د نیستۍ او فقر کمښت. د سیاسي او هیوادني ثبات تقویه. متداوم انکشاف (پرله پسې پرمختیا). د نجونو زده کړه نه یوازې یو بشري حق دی، بلکې یو دیني مکلفیت او په راتلونکو نسلونو، ټولنو او انسانیت د مثبت اغیز تر ټولو مهمه لار ده. څلورم: ولې اوسنۍ اداره د نجونو د زده کړو مخالفه ده؟ دا چې اوسنۍ اداره د دغه بهیر د ځنډ او نه پیل رښتینی علت له ملت سره نه شریکوي، په واضح ډول په دې باب قضاوت ګران دی چې ولې؟ خو فکر کېږي چې د پادشاه امان الله خان له وخته چې د ملا او مکتبي ترمنځ کوم فکري مخالفت پیل شوی وو، تر اوسه دوام لري. د سردار محمد داود خان د صدارت پر مهال د نجونو او ښخو د نسبي آزادۍ په وړاندې په کندهار کې د ملایانو قیام یې بله بېلګه ده. د ملایانو د نوییمو کلونو په واکمنۍ کې هم تر شپږم پورته ټولګي د نجونو بر مخ خلاص نه شول او اوسنۍ واکمني هم هماغه لار تعقیبوي. د سترې محکمې رئیس په اوسنۍ اداره کې د فکري مسیر په ټاکلو کې یو تر ټولو مهم شخص دی. نوموړي یو کتاب لیکلی او په هغه کې کې یې تر یو معین برید وروسته د نجونو تعلیم ښه نه دی ګڼلی. نو پوښتنه پیدا کیږي چې: آیا د حاکمې ډلې د ټولو ملایانو دیني تعبیر د سترې محکمې د اوسني رییس د تعبیر په شان دی؟ که داسې و انګیرل شي چې د ځینو یا ټولو مشرانو نظر همداسې وي، نو په دې صورت کې ورسره مقابله مشکله ده. ځکه دا یوه فکري، سلوکي او د پالیسۍ مسئله ده او سلوک، فکر او پالیسي بدلول ډېر ستونزمن کار دی؛ زیات وخت، ډېرو هڅو او پراخې حوصلې ته اړتیا لري. آیا حاکمه ډله په دې ډول له نړۍ څخه سیاسي امتیاز غواړي او یا د نړۍ له خوا پر دوی لګول شوو بندیزونو ته غبرګون ښایي؟

ځواب ورکړئ

د یو ملت روغتیايي حالت، نیغ په نیغه د میندو په تعلیم پورې تړلې دی. په تعلیم یافته میندو کې د اولاد د زیږون په مهال، د مړینې کچه ډیره کمه وي. حتی د ډیرو مجهزو روغتیایي مرکزونو او زیاتو روزل شوو روغتیایي کار کوونکو د برابرولو با وجود،‌ لیدل کیږي په هغو سیمو کې د میندو روغتیا زیاته ارتقا کوي او د مرګ و میر کچه کمیږي،‌ چیرته چې نجونې او میرمنې باسواده وي. د ماشوم پر روغتیا او تربیه هم د پوهو میندو اغیز همدغسې دی. ګڼ شمیر څیړنو ښودلې ده چې په باسواده ښځو کې د ایدز په شمول ډیرې زیاتې ناروغۍ تر بی سوادو ښځو په مراتبو کمې دي. د نجونو پوهه او زده کړه د راتلونکو میندو د تصمیم نیولو وړتیا زیاتوي او د نیکمرغه نسلونو د روزنې سبب کیږي. د نجونو زده کړې، د ناسمو رواجونو د سمون تر ټولو ښه او اغیزمنه لاره ده. که جینکۍ د پوهې، کار، ګټې حاصلولو، تصمیم نیولو او د لوړ ټولنیز دریځ خاوندانې شي، هیڅوک یې په بدو کې نه شي ورکولی او نه پرې نور ناسم او له شریعت سره په تضاد کې رواجونه منلی شي. همدا راز دوکه او غدر ورسره په اسانه نه شي کیدای. څېړنو ښودلې ده چې اخلاقي نجابت هم په هغو نجونو کې زیات دی چې زده کړې یې کړي وي. لنډه دا چې زده کړه او پوهه هر انسان (هلک او جنۍ) د بري او نیکمرغۍ تر ټولو لوړ څلي ته رسوي. درېیم: د نجونو د زده کړو نورې ګټې: د نجونو او میرمنو په شمول د کورنۍ او ټولنې روغتیا او ښه والی په ټولنیزه پرمختیا کې د نرو او ښځو معقول او متناسب ګډون. اقتصادي ښېرازي چې په نتیجه د زکات، صدقې او قربانۍ د وس په پیدا کولو د نیکو اعمالو او ثوابونو ګټلو زمینه برابریږي. د ماشومو نجونو د ودونو کمښت او په نتیجه د دوی سالمه وده او د راتلونکو روغو نسلونو تضمین. د ټولنې د سواد، علم او. پوهې لوړوالی.

ځواب ورکړئ

آیا څوک غواړي لور یې ړنده او زوی یې بینا وي؟ په اسلام کې ټول انسانان د مساوي کرامت خاوندان دي چې له آدم او حواء نه پیدا شوي او هیڅوک په هیڅ دلیل پر نورو لوړتیا او تفوق نه لري، یوازې تقوا د ښه والي دلیل ګڼل شوی دی. که د امتیاز لپاره دوهم عامل وي نو هغه پوهه ده، ځکه ړوند او بینا سره برابر نه دي. دویم: په اسلامي او غیر اسلامي نړۍ کې عملي حالت: ټول ملتونه او دولتونه دې ارزښتونو ته متوجه شوی، او پر دغه لور یې ښه چټک عمل پیل کړی دی. د اسلامي همکارۍ په ۵۷ ټولو غړو هېوادونو کې د نجونو او هلکانو زده کړو ته یو ډول اهمیت ورکول کیږي او شرایط ورته برابریږي. د بشر د حقوقو په نړیویواله اعلامیه او نورو ګڼو سندونو کې علم زده کول یو ستر بشري حق ګڼل شوی دی. د ۱۹۹۵ کال د بیجنګ پلاټفورم پریکړه وکړه چې پوهه یو بشري حق دی چې موږ یوازې د هغې په مرسته د مساوات، پرمختیا، سولې او نیکمرغۍ لوړو هدفونو ته رسېدلاې شو. ملګرو ملتونو د زریزې زیاتره هدفونو لاسته رواړل د نجونو په تعلیم پورې تړلي دي. تعلیم د نجونو او کورنیو روښانه راتلونکې تضمینوي. د نړیوال بانک څیړنو ښودلې ده چې که یو پلار باسواده شي یو نسل ښیرازه کیږي؛ خو که مور باسواده شي، پنځه نسله یې نیکمرغه کیږي. د پوهې او معلوماتو په زور د انسان لیدلوری پراخیږي او د نیکمرغۍ په مفهوم او لارو چارو ترهغو ډیر پوهیږي چې پوهه نه لري. د ټولنیز ـ اقتصادي پرمختګ سبب ګرځي؛ پوهه د نوښت او ابتکار قوه پیاوړې کوي او د حاصل کچه لوړوي چې په نتیجه کې له ټولنیز او اقتصادي پرمختګ سره مرسته کوي. د زړه کړې حصول د هیوادونو له ثبات سره مرسته کوي. څیړنو په ډاګه کړې چې هغه هیوادونه ډیر باثباته دي چې د نجونو ښوونه په کې ډیره ده.

ځواب ورکړئ

د نجونو د زده کړو اهميت او د اوسنیو ستونزو حل لارې: غواړم دا لیکنه په څو تبصرو کې شریکه کړم. لومړی: د اسلام له نظره د پوهې او زده کړې اهمیت: د قرآن کریم لومړنی آیت د اقراء په کلمه پیل شوی چې له ورایه ورڅخه د علم، لیک او لوست اهمیت څرګندیږي. دا پیغام ښځو او نرو ټولو ته دی. په فرشتو د آدم علیه السلام د لوړوالي دلیل د ټولو شیانو په اسماوو (نومونو) د هغه پوهه وه او ځکه ملائکو ته امر وشو چې هغه علیه السلام ته سجده وکړي. د پوهې ارزښت په اسلام کې په دومره روښانه او پیاوړو پیغامونو کې بیان شوی دی چې چا تر اوسه تر هغه ښه او غوره نه لیدلي او نه یې اوریدلي دي. په قرآن شریف کې تر ۸۰۰ ځلې زیات د علم او له پوهې سره مترادفو او تړلو کلمو ذکر راغلی دی. د نجونو یا هلکانو پر مخ د علم د بندیدو یادونه په هیڅ دیني متن کې نه ده راغلی. د آیتونو لاندیني مفاهیم د بېلګې په ډول ګورو: آیا پوهان او نا پوهان سره برابر دي؟ پوهان بینا او نا پوهان ړانده دي. له الله ډیر ویریدونکي بنده ګان، د الله عالم بنده ګان دي. د نبي کریم (ص) د احادیثو مفاهیمو ته هم که پام وکړو، نو د نجونو د حقوقو او زده کړو په باب ډیر واضح دي: پوهه د مؤمن ورکه ده او هر چیرته چې یې بیامومي د همده ده. علم زده کړئ، که څه هم په چین کې وي. علم زده کول پر نر او ښځه فرض دي. د احادیثو له مخې باید د زوی په پیدا کیدو یوه خوښي، خو د لور په پیدا کیدو دوه خوښۍ وکړو او که په اولادونو کې فرق روا وای، نو رسول الله (صلی الله علیه و سلم) وایي چې پر ده به لور تر زوی ډېره ګرانه وه. دا څرګنده ده چې د فرض ترک کول کبیره ګناه ده، ماشومان له فرضه عمله راګرځول یوه لویه ګناه ده.

ځواب ورکړئ

د افغانستان په کلیو کې د زده کړې کچه خورا ټیټه ده او ماشومان د جګړو له امله له زده کړو بې برخې شوي دي. اوس د یونیسف په مرسته په سمنګان ولایت کې د زرګونو ماشومانو د زده کړې په موخه ۱۱۵ ټولګي پیل شوي، چې په دې سره به د خپل هیواد راتلونکی روښانه کړي، او روښانه راتلونکی به ولري.

ځواب ورکړئ