زده کړه

په هلمند او زابل کې د ۲۱۰۰۰ زده کوونکيو لپاره د ښوونځيو نوې ودانۍ جوړې شوې

د عبدالخالق همیم راپور

یونیسف د افغانستان په هلمند او زابل ولایتونو کې، چې ۲۱۰۰۰ زده کوونکي په کې د ښوونځیو ودانیو ته لاسرسی نه لري، د ۴۳ ښوونځیو بیارغونه تمویل کړې ده. [عبدالخالق همیم/ سلام ټایمز[

هلمند -- د ملګرو ملتونو د ماشومانو مرستندوی صندوق (یونیسف) په دې وروستیو کې په هلمند او زابل ولایتونو کې ۴۳ ویجاړ شوي ښوونځي بیا ورغول، او په دې توګه یې ۲۱۰۰۰ زده کوونکو ته په معیاري ښوونځیو کې د زده کړو زمینه برابره کړه.

ښوونځي په وروستیو کلونو کې د جګړو پر مهال سخت زیانمن شوي او ځینې یې ویجاړ شوي دي.

د ساختماني کار بشپړیدو شپږ میاشتې وخت ونیو، او ښوونځي د نوي ښوونیز کال لپاره د وري په میاشت کې بیا پرانستل شول.

د هلمند د پوهنې د رئیس محمد عوض انصاري په وینا، یونیسف په لښکرګاه ښار او همدارنګه په نادعلي، ناوې او مارجې ولسوالیو کې ۳۶ ښوونځي بیارغولي او اوسمهال ۱۵۰۰۰ زده کوونکي په ټولګیو کې په زده کړو بوخت دي.

زده کوونکي له خپل هغه ښوونځی څخه روان دي چې په دې وروستیو کې د لښکرګاه ښار د بولان په سیمه کې د یونیسف له خوا بیارغول شوی دی. [عبدالخالق همیم/سلام ټایمز]

زده کوونکي له خپل هغه ښوونځی څخه روان دي چې په دې وروستیو کې د لښکرګاه ښار د بولان په سیمه کې د یونیسف له خوا بیارغول شوی دی. [عبدالخالق همیم/سلام ټایمز]

هغه وويل، «دا ښوونځي په جګړو کې ډېر زيانمن شوي او له کاره لوېدلي وو. د ځینو یې چتونه را نړیدلي، او د احاطې دیوالونه ویجاړ شوي ول.»

انصاري وویل، د دغو ښوونځیو په بیارغونه باندې ۱۷ میلیونه افغانۍ (۱۹۷۰۰۰ ډالر) لګښت راغلی، چې د یونیسف له خوا تمویل شوی دی.

هغه زیاته کړه، «د بیارغونې کار د سلګونو اوسېدونکو لپاره د کار زمینه هم برابره کړې ده.»

د زابل د پوهنې ریاست مرستیال محمد بسیم نصیر وویل، په زابل کې یونیسف د ولایت په مرکز کلات او د میزان او شینکۍ په ولسوالیو کې د اوو ښوونځیو بیارغونه تمویل کړې ده.

هغه وويل،‌ «د دغو ښوونځيو د بيارغونې بودجه ٧٠ زره ډالره وه، چې د يونيسف له خوا ورکول شوې ده.»

هغه وویل، «د دغو ښوونځيو په بيارغونې سره ۶۰۰۰ نارينه او ښځينه زده کوونکو ته د معياري زده کړو زمينه برابره شوې ده.»

هغه وويل، «ډېرو زده کوونکو پخوا په سړو او ګرمۍ کې بهر زده کړې کولې. موږ د ټولو لپاره کافي خیمې نه درلودې.»

نصیر وویل، یونیسف په زابل ولایت کې د اتو نورو ښوونځیو بیارغونه تمویل کړې، چې په دوو میاشتو کې به فعال شي.

له ستونزو څخه ژغورل شوي

زده کوونکي د خوښۍ او ارامۍ احساس کوي چې بهر په خیمو کې د زده کړو له کړاو ګاللو څخه وروسته اوس په معیاري ټولګیو کې د زده کړې فرصت لري.

۱۵ کلن زبیر احمد د زابل په شینکۍ ولسوالۍ کې د دوهم ټولګي زده کوونکی دی.

هغه په کوچنیوالي کې په خپله سیمه کې د جګړې له امله نه و توانېدلی چې ښوونځي ته لاړ شي. جنګ د هغوی ښوونځی ویجاړ کړی و.

تېر کال، زبیر لومړی ټولګی په یوه خیمه کې پیل کړ.

هغه وويل، «موږ په اوړي او ژمي کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ وو،»او زياته یې کړه چې تېر کال څو ځلې ناروغ شو.

هغه وويل،‌ «موږ د يخنۍ او ګرمۍ له امله سمه زده کړه نه شوای کړای. باران به په خېمو کې را ورېده، او زموږ درسونه به یې راته ګډوډ کړل. په اوړي کې به موږ ډېر کسان د ګرمۍ له امله په سر درد اخته شوو.»

زبیر وویل، «زه اوس ډیر خوښ یم چې ټولګي لرو او په سمه توګه زده کړه کولی شو. موږ په ټولګیو کې آرام یو او کولی شو په زده کړو تمرکز وکړو.»

د هلمند ولايت د نادعلي ولسوالۍ د پنځم ټولګي زده کوونکي عبدالرحمن چې ۱۴ کاله عمر لري، وويل، خوښ دى چې له کلونو وروسته يې په سيمه کې ښوونځى ورغول شو او هغه کولی شي چې د خپلو ملګرو ترڅنګ په يوه ټولګي کې زده کړې وکړي.‌

هغه وويل، «کله چې د ښوونځي ودانۍ نه وه، موږ بهر په يخنۍ کې زده کړې کولې، او زده کوونکي ناروغېدل. تېر کال یوه میاشت سخت ساړه ول.»

هغه زیاته کړه، «کله چې موږ بهر زده کړې کولې نو تخته مو سمه نشوای لیدلی ځکه چې رڼا به ورباندې انعکاس کاوه. موږ د شور له امله د ښوونکي غږ ښه نه شوای اوریدلی او خپل درسونه مو نشوای زده کولی.»

عبدالرحمن د خپل ښوونځي په بيارغونه خوښي څرګنده کړه او ويې ويل، چې اوس یې دا انګېزه ترلاسه کړې چې خپل ښوونځي ته لاړ شي او زده کړه وکړي.»

یو روښانه راتلونکی

میندې پلرونه او د سیمې نور اوسېدونکي د ښوونځیو د بیارغونې هرکلی کوي او د خپلو ماشومانو راتلونکي ته هیله من دي.

۴۲ کلن عبدالله د زابل د شینکۍ ولسوالۍ اوسېدونکی دی، چې درې ماشومان یې ښوونځي ته ځي.

هغه وويل، «زموږ ښوونځى په جګړه کې ويجاړ شو، خو اوس بيا جوړ شوى او زموږ د کلي ټول ماشومان ښوونځي ته ځي.»

هغه وویل، «زموږ په ټولنه کې هرڅوک د ښوونځي له بیارغونې او د خپلو ماشومانو د زده کړې له وړتیا څخه خوښ دي.»

عبدالله وویل چې اوس د خپلو اولادونو لپاره یو لا ډېر روښانه راتلونکی ویني.

هغه وويل، «زما زامنو په خيمه کې زده کړې کولې. په سړو او ګرمۍ کې له ګڼو ستونزو سره مخ ول. زه تل د دوی د ناروغېدلو په هکله اندیښمن وم.»

خو هغه وويل، «اوس چې موږ د ښوونځي ودانۍ لرو، زه خپل ماشومان پرته له کومې اندېښنې ښوونځي ته ليږم.»

عين الدين چې ۵۶ کاله عمر لري، وويل، د هلمند په بولان سيمه کې ښوونځى، چې د هغه دوه زامن په کې زده کړه کوي، په جګړه کې ويجاړ شوى او آن چت يې هم نړېدلى و.

هغه وويل، «زموږ ماشومانو پخوا په بهر کې زده کړې کولې او تل به د ګرمۍ او يخنۍ له امله ناروغېدل.»

عین الدین وویل، «زموږ ښوونځی نوی جوړ شوی دی. د اوبو رسولو سیستم یې نوی دی، او زموږ ماشومان اوس د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی لري.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ماشاءالله په غټ شمېر زده کوونکو لپاره د ښوونځیو ودانۍ جوړې سوي دي. د فکر او شخصیت جوړونې دا مرکزونه دې ودان وي. د افغانستان د ابادۍ او پر ځان بسیا کېدنې لپاره لومړی باید دا ښوونځي فعال وساتل شي او زده کوونکي پکې په دې روحیه وروزل شي چې همدا مو وطن دی، همدلته کار وکړئ، خولې توی کړئ، زده کړې وکړئ او د قلم له لارې خدمت وکړئ. که د قلم له لارې افغانان بری ترلاسه نکړي بل هېڅ شي ورته ګټه نه کوي. څلور لسیزې جنګ مو وکړ، ښوونځي، روغتونونه، صنعتي پارکونه، سوداګریز مرکزونه، فابریکې ... مو وران شول. علت یې د ښوونځي د بندې دروازې یا مکتب نشتون و/دی. اوس چې دا ښوونځي جوړ شوي معلم دې په ښه شکل تدریس وکړي، زده کوونکي دې ورته غوږ کېږي او والدین دې خپل اولادونه سپورټ او تعقیب کړي ...

ځواب ورکړئ

د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې چې جګړه روانه وه، په وروستیو کلونو کې په جګړه کې ښکېلو ډلو د خپلې بقا لپاره د ښوونځیو له ودانیو ناوړه ګټه اخیستې، او ښوونځي یې د جګړې په سنګرونو بدل کړي دي. له همدې امله په جګړه ځپلو ولایتونو کې اکثره ښوونځي یا په جزوي توګه یا په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي. په دغو ښوونځيو کې درسي خونې ويجاړې شوې او د درسي خونو پر ځاى يې خيمې درول شوي چې زده کوونکي په کې زده کړې نشي کولى. زده کوونکي ښوونځيو ته ځي چې ټولګي يې خيمې وي، هلته زده کوونکي زده کړې نشي کولی. د یونیسف په مرسته په هلمند ولایت کې د زده کوونکو لپاره ښوونځی جوړ شو او زده کوونکي کولی شي په اساسي ډول زده کړې وکړي، د دغه ولایت خلک د یونیسف له مرستو ډېر خوښ دي او د خپلو ماشومانو د راتلونکي په اړه ډاډمن دي.

ځواب ورکړئ

یونیسف او نورې ادارې باید په دې برخه کې د افغانستان له خلکو سره همکاري وکړي. په تېرو شلو کلونو کې تر ټولو ډېر زيان د دغه هېواد پوهنې ته او په ځانګړې توګه سوېل لوېديځو ولايتونو لکه هلمند ته اوښتی دی. په هلمند کې دا مهال د خلکو د پوهې کچه صفر ده او په تېر وخت کې بهرنیو او کورنیو موسسو د ناامنیو له امله نشوای کړای چې کار وکړي.

ځواب ورکړئ

هو، دا لیکنه/راپور زما خوښ شو. حقیقت دا دی چې د جمهوریت په شل کلنه دوره کې د پښتنو سیمې ډېرې سختې وځپل شوې. له یوې خوا نه نړۍ وال ائتلاف بمبارۍ کولې او حکومتي ځواکونو بریدونه ترسره کول او بل طرف ته طالبانو د پاکستان د استخباراتو په وینا د پښتنو په سیمو کې موجودې بیخبناوې ویجاړولې او د نورو د جوړېدلو مخه یې نیوله. ځکه کله چې په یوه سیمه کې ناامني وي، هلته نه موسسات ورځي چې د بیارغونې کار وکړي او نه نور څوک زړه ښه کوي چې ورشي او کار وکړي. د هندوستان د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې سواراج په خپل کتاب کې لیکلي چې، هندوستان غوښتل چې په خوست ولایت کې یو پوهنتون جوړ کړي. د شمال ائتلاف یوه جنایتکار (عبدالله عبدالله) ورته ویلي وو چې په خوست کې پوهنتون ته ضرورت نشته، هلته خلکو ته غواګانې ورکړئ. پوهنتون د تاجکانو په سیمه کې جوړ کړئ. دغه غل اوس هم په کابل کې اوسیږي. په هر حال، ترخې خاطرې ډېرې دي لاکن دا د خوشحالۍ خبر دی چې سلام ټایمز خپور کړی دی. دا د تنکیو ځوانانو او نوي نسل لپاره د خوشحالۍ خبر دی چې په هلمند او خوست کې ښوونځي بیارغول شوي دي. مونږ له یونیسف څخه د زړه له تله مننه کوو او په عین حال کې له خیریه موسساتو څخه غواړو چې د پښتنو او غیر پښتنو دواړو سیمو ته توجه وکړي.

ځواب ورکړئ

رښتیا همدا دي چې پښتانه په جمهوریت کې هم وځپل ووه او اوس هم ځپل کېږي. لکه څنګه چې تاسو لیکلي چې نړیوال ائتلاف پرې بمبارۍ کولې... تر ډېره دا بمبارۍ او جنګونه پښتون مېشتو سیمو کې کېدل چې ژوند پکې ډېر بې خونده و. یعني د انسانانو قدر هغه ساحو کې نه و شپه هم وژل و او د ورځې هم وژل و. دا چې اوس جنګ نشته نو پکار ده همدې سیمو ته ډیره پاملرنه وشي او د بشریت چې کوم حقونه دي دغو خلکو ته ورسیږي. کور په کور د تعلیم غږ خپور شي، شفاخانې ورته جوړې شي، د لوبو میدانونه جوړ شي، تجارتي مرکزونه جوړ شي... او د ژوند ټول که نه وي هغه لومړني وسایل خو برابر کړل شي. ځکه دا خلک انسانان دي او شل دوه ویشت کاله ورته د انسان په سترګه نه دي کتل شوي چې خدای پاک به د دې حسابي هم له هغه چا سره وکړي چې دې سیمو ته یې جنګ وړی و او خپل د وسلو او پوډرو کاروبار یې پکې کاوه. اوس دې ورته داسې څه ور وړي چې د تېر ژوند برخه جبران شي او هلته د ځوانانو، زړو او ماشومانو پر مخ شته ګونځې له منځه لاړې او خوشالۍ پرې خپرې شي.

ځواب ورکړئ