زده کړه

په جوزجان کې ۵ نویو ښوونځیو زده کوونکي په ازاده فضا کې د زده کړو له سختۍ څخه وژغورل

د محمد قاسم راپور

په عکس کې چې د وري په ۱ اخیستل شوی، یو نوی جوړ شوی ښوونځی لیدل کیږي چې د ناروې په مالي مرسته جوړ شوی دی. [عکاس: عتیق الله ابراهیم زاده]

په عکس کې چې د وري په ۱ اخیستل شوی، یو نوی جوړ شوی ښوونځی لیدل کیږي چې د ناروې په مالي مرسته جوړ شوی دی. [عکاس: عتیق الله ابراهیم زاده]

جوزجان -- د ناروې او د تخنیکي همکارۍ او پراختیا ادارې (اکتېد) د جوزجان ولایت په دریو ولسوالیو کې پنځه ښوونځي جوړ کړي چې له ۳۰۰۰ څخه ډېرو ماشومانو ته یې د ښوونځیو ودانۍ برابرې کړي دي.

د ښوونځیو له جوړیدلو څخه مخکې، زده کونکي مجبور ول چې په سرخلاصو ځایونو کې درسونه ولولي.

د کانکریټي او د رغونې د معیاري میتودونو په کارولو سره د ښوونځیو په جوړولو ټول ۱۴۰۰۰۰۰۰ افغانۍ (۱۶۴۰۰۰ ډالر) لګښت راغلی چې ناروی یې مرسته کړې ده.

د جوزجان د پوهنې رییس محمد طاهر جواد وویل، دغه ښوونځي یو پوړیزه ودانۍ دي چې څلور درسي ټولګي، دوه اداري دفترونه او نور ضروري ملحقات لري.

هغه وويل، «د دغو ښوونځيو د جوړولو کار څلور مياشتې وړاندې پيل شو او د وري په ۱ په رسمي توګه پرانستل شول.»

هغه زياته کړه، دغه نوي ښوونځي د جوزجان په اقچې، خانقاه او خواجه دوکو ولسواليو کې موقعيت لري.

هغه وویل، «د دغو ښوونځيو له جوړېدلو څخه مخکې به زده کوونکو په بهر کې تر ونو لاندې او يا هم په ځينو وختونو کې تر خېمو لاندې زده کړې کولې، خو د دغو ښوونځيو د ودانيو په بشپړېدلو او ګټې اخيستنې سره اوس له ۳۰۰۰ څخه ډېر نارينه او ښځينه زده کوونکي د زده کړو یوه مناسب چاپېریال ته لاسرسی لري.»

راتلونکي ته هیله من

میندو او پلرونو د ښوونځیو د نویو ودانیو د جوړېدلو هرکلی وکړ او له مرستندویو موسساتو څخه یې وغوښتل، چې نورې بیخبنایي پروژې پلې کړي.

فضل ربي حسیني چې ۴۸ کاله عمر لري، وویل، «زما ماشومان د اقچې ولسوالۍ په ینګاریق ښوونځي کې په دریم او پنځم ټولګي کې زده کړه کوي.»

هغه وویل، «هغوی پخوا ښوونځي ته تللو او زده کړو ته لیوالتیا نه درلوده، ځکه چې اسانتیاوې نه وې، خو اوس د نوې ودانۍ په جوړیدلو سره په مینه او لېوالتیا ښوونځي ته ځي.»

حسیني وویل، د ښوونځیو جوړول به په هیواد کې د پوهنې په وده کې مرسته وکړي.

هغه وويل، «دا به ښه وي چې په راتلونکي کې داسې نورې پراختيايي پروژې هم پلې شي، ځکه چې اغېز یې ښه دی، او د هېواد د راتلونکي نسل په روزلو کې مرسته کوي.»

د خواجه دوکو ولسوالۍ د چوباش منځني ښوونځي د شپږم ټولګي زده کوونکي ١٥ کلن محمد شاکر ظريف وویل، له کلونو راهيسې هغه او د هغه ټولګيوالو په سخته ګرمۍ او یخ ژمي کې بهر زده کړې کولې چې پنایي یواځې ونې وې.

هغه وويل، «ما تر شپږم ټولګي پورې زدکړې د دې کلي ښوونځي کې وکړې. د ژمي په سخته یخنۍ کې زده کوونکي له ډېرو زیاتو ستونزو سره مخامخ ول.»

هغه وویل، «زموږ جامې، کتابونه، کتابچې او نور د مطالعې مواد به په باران کې لامده خیشته شول.»

هغه وويل، «زده کوونکي اوس په خپلو ټولګيو کې له زده کړو ډېر خوښ دي. هغوی اوس خپل راتلونکي ته هیله من دي.»

د ښوونځیو د ودانیو کموالی

د ولایت د پوهنې رییس جواد په وینا، په دغه ولایت کې یواځې ۵۷٪ ښوونځي ودانۍ لري.

هغه وویل، «مرستندویو موسساتو ژمنه کړې چې هغه ښوونځي چې ودانۍ او نورې اسانتیاوې او درسي مواد نه لري، جوړ، ترمیم او یا بیا ورغوي. که دا ژمنه پوره شي، دا به د ښوونځیو د ودانیو د کموالي، چې په زرګونو زده کوونکي ورسره مخامخ دي، په حلولو کې مرسته وکړي.»

د خانقاه ولسوالۍ يوه اوسېدونکي، ٦٢ کلن نياز محمد وويل، «زموږ ماشومان تل په ژمي او اوړي کې ښوونځي ته د تګ پر وخت د زده کړو د مناسب چاپېريال د نشتوالي له امله ناروغېږي. هغوی د زده کړو پر وخت له ډېرو ستونزو سره مخامخ کیږي.»

هغه وويل، «د خانقاه په ګډون ډېرو ولسواليو کې يو شمېر ښوونځي ودانۍ نه لري. که دا ستونزه چې زده کوونکي ورسره مخامخ دي، هواره شي، نه يواځې دا چې له زده کړو سره به يې لېوالتيا زياته شي، بلکې د ناروغيو له خپرېدلو څخه به هم خوندي شي.»

په جوزجان کې د اکتېد رییس، امان الله امین وویل، دا ښوونځي د زده کوونکو لپاره د زده کړې خوندي چاپیریال ته د اسانتیا لپاره جوړ شوي دي.

هغه وويل، «موږ تل هڅه کوو داسې پروژې تطبیق کړو چې نه يواځې د بېلابېلو سيمو د اوسېدونکو اړتياوې پوره شي، بلکې داسې چې په بېلابېلو برخو کې خدمتونو ته د خلکو لاسرسی هم زیات شي.»

نوموړي وويل، سږ کال به په دغه ولايت کې ١١٠ نور ښوونځي ترمیم او یا ورغول شي، چې په جوړېدلو سره به يې په زرګونو نورو زده کوونکو ته د زده کړو فرصت برابر شي.

امین وويل، «له ځايي خلکو، په ځانګړې توګه د کلي له مشرانو څخه موږ هیله لرو چې د دې ودانيو په کارولو او ساتلو کې دقت وکړي، څو د هغوی ماشومان وکولی شي چې تر ډېره له دې اسانتیاوو څخه ګټه واخلي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د ښوونځيو جوړول خورا لوی او بېخ بنايي کار دی. خو مهم بیا دا چې د ښوونځیو جوړولو لپاره د ځمکې د واضح پلان درلودل مهمتره خبره ده ځکه ښوونځی باید منظم تدریسي ټولګي، اداري خونې، تشنابونه، د لوبو میدانونه ... ولري. خیر که پیل کې د تدریسي ټولګیو او اداري خونو جوړولو غیر د نورو برخو د جوړولو پلان نه وي؛ نو وخت سره چې بودیجه پیدا شي جوړ به شي، خو دا چې له پیله منظم پلان نه وي وروسته کېدای شي شاګردان زیات شي چې ځای به ورته نه وي او د لوبو میدان، تشنابونه ... که نه وي ښايي شاګردان له یو نه یو ډول ستونزو سره مخامخ شي. دې برخه کې د اسلامي امارت باید ګامونه واخلي او د ښوونځیو د جوړولو لپاره لومړی د ځمکې واضح پلان جوړ او بیا یې هغو مؤسساتو او بنسټونو ته ورکړي؛ کوم چې د ښوونځیو جوړولو کې همکاري کوي. که واضح میکانیزم ایجاد شي، مسوولیتونه به ښه ترسره، همغږۍ رامنځته او له چارو به ښه نظارت کېږي. دا چې موږ تېر شل کلونه ډېر د مالي فساد ښکار وو، اوس هر کار کې راته فساد او غبن ښکاري؛ نو په کار ده چې په اسلامي او ملي روحیه سمبال مسؤلان د دغو کارونو څارنه وکړي او مسؤسساتو سره همکار پاتې شي. د ښوونځیو جوړول زموږ ملي لومړیتوب دی، نو باید د زړه له اخلاصه ورته کار وکړو!

ځواب ورکړئ

څومره ښه کار شوی دی. چېرته چې د ښوونځي دروازې خلاصېږي له هغه ځایه تیارې تېښته کوي او رڼایظی راځي. د خلکو ذهنونو ته نوې نوې خبرې راځي او خیالات یې مکمل بدلېږي. متاسفانه په افغانستان کې لا هم ډېرې داسې سیمې شته چې ښوونځي بلکل نه لري او نه یې ماشومانو تراوسه کتاب او قلم لیدلی دی. اوس پکا ده چې د دې ساحې استادان په معیاري توګه خپل زده کوونکي وروزي او کورنیو ته یې وښي چې زده کړو یې د ماشومانو په ژوند کې د پام وړ بدلون راوستی او که دوام ورکړي لا به ښه او د درد دوا به یې شي...

ځواب ورکړئ

زما یو زوی څلور کاله د کابل په یوه ښوونځي کې زده کړې کولې، خو هیڅ یې نه زده کول. ما ډیره هڅه وکړه چې له هغه سره په کور کې کار وکړم چې زما زوی زده کړه وکړي، لاکن ما هیڅ نتیجه ترلاسه نه کړه. له ډېرو هلو ځلو وروسته مې خپله مېرمن او مشر زوی مکتب ته ولېږل چې وپوښتم چې زوی مې ولې درس نشي زده کولی؟ وروسته پوه شوم چې زوی مې په خلاص ځای کې یا په خیمه کې زده کړه کوله. کله چې بل ټولګي د سپورت ساعت لري، ښوونکي خپل زده کوونکي د ښوونځي انګړ ته وباسي. د ښوونځي ټول زده کوونکي چې په خیمو کې زده کړې کوي، د هغوی سپورتي لوبو ته پام کوي، او خپلو زده کړو ته پام نه کوي. زما د زوی د نه زده کړې بل لامل دا و چې څوک به د ښوونځي په انګړ کې ګرځېدل، ټول هغه زده کوونکي چې په خیمو کې ناست وو د زده کړې پرمهال به یې ورته کتل. د ناروې او فرانسې له خوا په جوزجان ولایت کې د ښوونځیو جوړول د افغانستان په جوزجان ولایت کې د ماشومانو په ژوند کې یو مثبت ګام دی. د ناروې او فرانسې له خوا د دغو ښوونځیو په جوړېدلو سره اوس د دغه ولایت زده کوونکي په سمه توګه زده کړې کولی شي. په خېمو کې درس نه ورکول کیږي او زده کوونکي نشي کولی درسونه زده کړي. هغه زده کوونکي چې د ښوونځي په انګړ کې زده کړه کوي له هغو زده کونکو څخه چې په ټولګي کې زده کړه کوي ډیر توپیر لري. د فرانسې او ناروې له خوا د دغو ښوونځیو په جوړېدلو سره به د ۳۰۰۰ ماشومانو په ژوند کې د زده کړې په برخه کې مثبت بدلون راشي. مونږ له نورو هېوادونو هم غوښتنه کوو چې خېمې په ټولګيو باندې بدلې کړي، څو افغان ماشومان په سمه توګه زده کړه وکړي او روښانه راتلونکی ولري.

ځواب ورکړئ

دا ښه کار شوی دی چې ماشومان له باد او باران څخه په امن شوي دي. مونږ د دې کار له امله له اکتید او ناروی دواړو نه مننه کوو. لاکن ۱۴ میلیونه افغانۍ یا ۱۶۴ زره ډالر د پنځو داسې ښوونځیو لپاره چې په هره کې یوازې ۴ درسي او ۲ اداري خونې وي، بېخي د نه منلو وړ خبره ده. د دې معنی دا ده چې په هره ودانۍ باندې تقریبا ۳۳ زره ډالر لګېدلي دي چې دا د نه منلو وړ خبره ده. داسې ښکاري چې دا ودانۍ په ډېره ابتدایي بڼه جوړې شوي دي. چې ډېرې وي په هره ودانۍ دې ۱۵ زره ډالر ولګیږي. له دې نه ډېرې نه لګیږي. په هر حال، بیا هم له ناروی او اکتید نه مننه.

ځواب ورکړئ