زده کړه

یونیسف په بدخشان کې د ۱۳۰۰۰ کوچنیانو لپاره د مکتب څخه مخکې د دورې زده کړې تمویلوي

د محمد قاسم راپور

په دې عکس کې چې د اخیستلو نېټه یې معلومه نه ده، زده کوونکي د بدخشان ولایت په درایم ولسوالۍ کې په یوه سرلوڅې ساحه کې زده کړه کوي. [محراب الدین ولي زاده]

په دې عکس کې چې د اخیستلو نېټه یې معلومه نه ده، زده کوونکي د بدخشان ولایت په درایم ولسوالۍ کې په یوه سرلوڅې ساحه کې زده کړه کوي. [محراب الدین ولي زاده]

کندوز -- د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق (یونیسف) د بدخشان ولایت په اوو ولسوالیو کې ۱۳۰۰۰ کوچنیانو ته له ښوونځي څخه مخکې زده کړو ته د لاسرسي په برابرولو کې مرسته کوي.

د ښوونې او روزنې د پروګرام رییس فقیرمحمد قادري وویل،‌ دغه پروژه چې د مرغومي په ۸مه پیل شوې د یونیسف په مالي مرسته د افغانستان لپاره د ناروی کمېټې له خوا پلې کېږي.‌

هغه وویل، «دا پروګرام د بدخشان په جرم، وردوج، درایم، کوهستان، راغستان، یاوان او یفتل پایان ولسوالیو کې ۱۳۰۰۰ هلکانو او نجونو ته چې په لومړنیو ښوونځیو کې شامل شوي نه دي، ۹ میاشتنۍ زده کړې برابروي.»

قادري وویل، په دغه پروګرام کې زده کوونکي ښوونځیو ته د هغوی د فاصلې په اساس شامل شوي دي چې هلکان په کې د ۵ کیلومترو او نجونې په کې د ۳ کیلومترو لیرې ساحې څخه نیول شوي دي.‌

هغه زیاته کړه، «تر پروګرام لاندې له ۷ کلنۍ څخه د ټیټ عمر کوچنیان نیول شوي، او ۵۰۸ ښوونکي چې د افغانستان لپاره د ناروی کمېټې استخدام کړي دغه ټولګي پرمخ بیایي.»

هغه وویل، «ښوونکیو ته د مسلکي روزونکو له خوا د میتودولوجۍ، د زده کوونکیو د تشویق، د ښوونځي د نصاب چمتو کولو، طبیعي افتونو ته د چمتووالي او لومړنیو مرستو په ګډون بېلابېلو برخو کې ۱۴ ورځې روزنه ورکول شوې ده.»

قادري وویل، دغه ډول روزنیز پروګرامونه د بدخشان د خلکو د موجودو ټولنیزو - اقتصادي ننګونو، سختې اراضۍ، د لارو د بندښتونو او نورو مسایلو پر وړاندې د برلاسي موندلو لپاره ډېر زیات اغېزمن دي.‌

د قادري په وینا، د افغانستان لپاره د ناروی کمېټې دغه راز د تېرې تلې په میاشت کې د بدخشان په مرکز او څو ولسوالیو کې چې د وروستیو سیاسي بدلونونو او په هېواد کې د کروناوایرس د خپرېدا له امله شا ته پاتې وې، د ۱۲۵ ځایي ښونځیو ۶۲۵۰۰ زده کوونکیو لپاره یو دوه میاشتنی جبراني کورس برابر کړ.

نوي فرصتونه

د زده کوونکیو والدین او ښوونکي چې پخوا معاشات نه وو ورکړل شوي یا ځنډېدلي وو وایي چې هغوی دغه پروګرام ته خوشحال دي.

د شپږ کلنې سمیرا پلار او د جرم ولسوالۍ یوه اوسېدونکي مقتدر حق بین وویل، «زما لور ښوونځي ته تګ ته ډېره لېواله وه، او ما پریکړه وکړه چې هغه شامله کړم... اوس چې هغوی کوچنیانو ته له ښوونځي څخه مخکې زده کړې ورکوي، زه ډېر خوښ یم چې وینم چې لور مې له هغوی سره یو ځای لوست کوي.»

هغه وویل، له ښوونځي څخه مخکې ټولګي له ماشومانو سره مرسته کوي چې د خپلو لومړنیو زده کړو لپاره په بهتر ډول چمتو شي.

حق بین زیاته کړه، «زه دوه نورې لوڼې لرم؛ چې یوه په نهم او بله په یوولسم ټولګي کې ده، لاکن له بده مرغه چې هغوی په حکومت کې په نوي بدلون سره له زده کړو څخه محرومې شوي دي.»

په درایم ولسوالۍ کې یوه ښوونکي نظربیګ بیګزاد سلام ټایمز ته وویل، «دا پروګرام په رسمي توګه د ۱۴۰۰ د مرغومي په ۱۰مه په ولسوالۍ کې پیل شو، او زه تمه لرم چې د میاشتې ۶۰۰۰ افغانۍ تنخوا ترلاسه کړم.»

بیګزاد وویل، «دا پروګرام له هغو ښوونکیو سره چې یا یې دندې له لاسه ورکړي یا یې د وروستیو سیاسي بدلونونو له امله تنخواګانې نه دي ترلاسه کړي، مرسته کوي.»

هغه زیاته کړه، «سربېره پر دې، موږ د هغو زده کوونکیو لپاره چې په ښوونځیو کې شمولیت ته چمتووالی نیسي، له ښوونځي څخه د مخکې وخت زده کړې برابروو.»

هغه وویل، ښوونه او روزنه وړیا ده او د پروګرام لپاره انتخاب شوي ماشومان له ځایي ښوونځيو سره نږدې ژوند کوي.

د ناپوهۍ پر وړاندې مبارزه

دا پروګرام په داسې حال کې ترسره کیږي چې د زمري په میاشت کې د پخواني حکومت له نسکورېدلو څخه وروسته د نجونو لپاره منځني او ثانوي ښوونځی بند شوي او په میلیونونو ځوان افغانان له زده کړو څخه محروم پاتې دي.

د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد کې د الجهاد د نجونو ښوونځي د ۱۰م ټولګي زده کوونکې عالیې صدیقي وویل، «موږ به د تیارو او ناپوهۍ پر ضد مبارزه وکړو. زده کړه کول زموږ حق دی.»

هغې زیاته کړه، «زموږ زده کړې د تېرو دوو کالونو په ترڅ کې د کروناوایرس له امله ټکنۍ شوي دي. سربېره پر دې، په حکومت کې په وروستي بدلون سره موږ ته ډېر زیان را ورسېد او په غیرضروري توګه د یوه بل کال لپاره شاته پاتې کېږو.»

صدیقي وویل، «افغانستان لوستو ځوانانو ته اړتیا لري. اوسنی حکومت باید د ځوانانو د زده کړو مخه ونه نیسي څو هغوی د هېواد په پرمختګ، بیارغونه او وده کې یو فعال رول ولوبوي.»

په فیض اباد کې د مولوي سید افضل اسلمي په نامه یوه دیني عالم وویل، زده کړه په نارینه او ښځینه دواړو باندې فرض ده او د زده کړو ترلاسه کولو په لاره کې باید هېڅ خنډونه یا موانع نه وي.

هغه زیاته کړه، «په اسلام کې د سړیو او ښځو دواړو لپاره لوستل او لیکل لازمي دي. څومره چې زموږ ماشومان او ځوانان ډېره زده کړه کوي، هومره به زموږ د هېواد راتلونکی ډېر نېکمرغه او روښانه وي.»

اسلمي وویل، «موږ باید په خپله ټولنه کې ډاکتران، انجنیران، ښوونکي، قاضیان، څارنوالان او داسې نور ولرو. که زموږ ځوانان د خپلو زده کړو له ترلاسه کولو څخه محروم وي، زموږ راتلونکی به حتما خرابه وي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

افغانستان داسې یوه خاوره ده چې معارف ته په کې جدي پاملرنه نه کیږي او په ډیرو ولایتونو او سیمو کې ځوانان او ماشومان زده کړو ته لاس رسی نه لري او هغه هیواد چې لوستي کسان په کې نه وي، روښانه راتلونکې نه لري. علم په نر او ښځه فرض دی. لومړی باید د ماشومانو ښوونې او روزنې ته پاملرنه وکړو، ځکه ماشومان د هېواد راتلونکي جوړوي، اوس خوښ یو چې په بدخشان ولایت کې زمونږ ۱۳ زره ماشومان لومړنیو ښوونځیو زده کړو ته لاسرسی پیدا کړي. مونږ غواړو له یونیسف څخه مننه وکړو چې د بدخشان ولایت ماشومانو ته یې د لومړني ښوونځي لپاره د چمتو کولو فرصت برابر کړ. افغانستان یوه لوستي نسل ته اړتیا لري، ځکه یو لوستی نسل کولی شي چې هېواد د جهالت له تیارو څخه وژغوري. مونږ په خپل هیواد کې ډاکټرانو، انجینرانو، استادانو، ساینس پوهانو، پیلوټانو ته اړتیا لرو ترڅو په راتلونکي کې زمونږ هېواد د لوستو کسانو د کمي له ستونزو سره مخامخ نشي. زه غواړم له یونیسف څخه مننه وکړم چې په افغانستان کې یې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو تعلیم ته ډیره پاملرنه کړې ده.

ځواب ورکړئ

د يو لړ په زړه پورې هڅو سره سره د ښوونې او روزنې کچه اوس هم د يوې لويې ننګونې په توګه پرځای پاتې ده. ښوونځې د اړتیا وړ اسانتياؤ ته لاسرسی نه لري چې د څښاک له ابو او تشنابونو څخه نيولې بيا د کتابتونونو او علمي لابراتوارونو پورې په کې شامل دي. زياتره زده کوونکي اوس هم پرته له درسي کتابونو زده کړې کوي، زیاتره برخه يې په داسې حال کې له ښوونکو څخه سبق زده کوي چې له ثانوي دورې وروسته زده کړو برخليک يې نا څرګند دی. په ټولګيو کې ګڼه ګوڼه وي او زده کوونکي د ورځې له خوا په بيلابيلو درسي اوقاتو کې خپلې زده کړې کوي. په ځينو سيمو کې د نجونو ښوونځي له سره شتون نه لري او د سولې نشتوالي په ځانګړي ډول ښوونې او روزنې ته د نجونو پر لاسرسي بده اغيز ښندلې ده. د کاناډا هيواد او ولس دا يوه اړتيا بولي چې د يوې اوږدمهالې ژمنې په ترڅ کې د افغانستان د پوهنې سيکټور پر خپلو پښو ودروي. د جګړو پر وړاندې تر ټولو ځواکمن ممکنه ځواب او د افغانستان د ثبات، د سولې د ټينګښت، پرمختيا او د بيوزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې تر ټولو لويه پانګونه په همدې کار کې نغښتي دي.

ځواب ورکړئ

افغانستان يو له هغو هيوادونو څخه دی چې په نړۍ کې د ليک لوست تر ټولو ټيټه کچه لري او د ښوونې په سيکټور کې له پام وړ ننګونو سره لاس او ګريوان دی چې پر بنسټيزو پراختيايي موخو يې ناوړه اغيز ښندي. طالبانو د هيواد په زیاترو برخو کې د څو کلونو لپاره د ښوونې او روزنې په برخه کې د ښځو او نجونو د بشري حق مخنيوی وکړ. دې حالاتو له وړاندې رامنځته شوی ناورین چې په ترڅ کې يې د ښوونې او روزنې لږ بنسټونه، د روزل شويو ښوونکو او لوستو کسانو کمی او پراخه بيوزلی خوره وه، لاپسې ناوړه کړ. که څه هم زیاتره دغه ننګونې اوس هم موجودې دي خو پراخه پرمختګونه هم شوي دي. تر ټولو مهم پرمختګ دا دی چې نجونې بيرته ښوونځي ته ځي او شمير یې په ثابت ډول زيات شوی دی. نړيواله ټولنه د افغانستان له دولت سره ګډ کار کوي چې لازیات ښوونځي جوړ او په پوهنيز سيسټم کې سمون رامنځته کړي. دا کار بايد په تدريج خو په ډاډمنه توګه ترسره شي. نوربیا

ځواب ورکړئ

د تعلیمي او تحصیلي بهیر یوه ورځ ودرېدل د هېواد د راتلونکي لپاره د کلونو کلونو شاتګ سبب کېږي او د مهمو پرمختګونو مخه نیول کېږي. په کار ده چې لومړی تر هر څه تعلیمي بهیر ته ترجېح ورکول شي چې په هېڅ صورت یو ماشوم له ښوونځي او ځوان له پوهنتون پاتې نه شي. کومو هېوادونو چې پرمختګ کړی، لوی لامل یې د نجونو او هلکانو پر مخ د دروزاو پرانیستل دي او د اړوند مسؤلینو له لوري ورته زمینه برارول دي. په کار داده چې د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي او د معلمانو او د پوهنتون د استادانو تنخواګانې د پخوا په څېر ورکول شي. کومې تنخواګانې چې په اوس وخت کې معلم او د پوهنتون استاد ته ورکول کېږي ژوند یې پرې نه شي روانېدای او نه یې ستونزې ورحل کېدای شي.

ځواب ورکړئ

د تعلیم او تعلم بهیر باید په هیڅ شرایطو کې هم ونه درول شي. د ښوونې او روزنې لپاره باید داسې شرایط برابر کړای شي چې په باد او باران، سیلۍ او توپان، یخنۍ او ګرمۍ په دا ټولو کې د زده کړو بهیر روان وي. د دې تر څنګ په کار دی چې د معلمانو تنخاګانې ډېرې شي. په شپږ زرو افغانیو د معلم هیڅ نه کیږي. په شپږ زرو باندې به اوړه واخلي که غوړي که تېل او که مالګه او بوره؟ د کورونو کرایې، د برق او اوبو بیلونه دا ټول چې جمع کړای شي د یوې افغانې کورنۍ لپاره چې معمولا یې شمېر له پنځو کسانو نه زیات وي باید لږ تر لږه شل زره افغانۍ معاش وي. که پنځه ویشت زره وي خو لا ښه ځکه یو معلم به د کور خرڅې ته اندیښنه نه لري او په ارام زړه وکولی شي چې د خپلو شاګردانو لپاره درسي مواد برابر کړي او په ښه توګه تدریس وکړي.

ځواب ورکړئ