کابل -- د افغانستان خصوصي پوهنتونونه په داسې حال کې هڅه کوي ترڅو خپل فعالیت ته دوام ورکړي چې اداري پرسونل او استادان خپلې دندې له لاسه ورکوي او محصلین مجبورېږي چې خپلې زده کړې پرېږدي.
د زمري په وروستیو کې د افغانستان د پخواني حکومت له نسکورېدلو راهیسې، دغه هېواد د مالي ګډوډۍ په کنده کې ور غورځېدلی، چې انفلاسیون او بې کاري په کې ډېر زیات شوي دي.
خصوصي پوهنتونونه او د هغو محصلان هم دغې مالي نا امنۍ متاثره کړي دي.
د کابل یوه اوسېدونکې شریفه چې ۲۵ کاله عمر لري، تر پنځه میاشتې مخکې وخت پورې د افغان سویس د لوړو زده کړو طبي انسټیټیوټ کې د طب محصله وه.
هغې وویل، «زما تر ټولو غټه هیله دا وه چې ډاکتره شم او د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې د ښځو خدمت وکړم، او د میندو او ماشومانو د داسې مړینو مخه ونیسم چې مخه یې نیول کیږي.»
نوموړې وویل، «خو زما هیله په نهیلۍ باندې بدله شوې ځکه چې د حکومت په بدلېدلو سره، زما د کورنۍ یواځیني نفقه ګټونکي خپله وظیفه له لاسه ورکړه او زه نشم کولی چې د خپل پوهنتون فیس ورکړم.»
شریفې وویل، «له دې امله، زه مجبوره شوم ترڅو پوهنتون پرېږدم.»
شریفې وویل هغې له ۵۹ نورو ښځینه ټولګیوالو سره یو ځای زده کړې پیل کړې وې.
د پخواني حکومت له نسکورېدلو راهیسې، هغې او ۴۴ نورو وروسته له هغه خپلې زده کړې پرېښودلې چې د کورنیو غړو یې خپلې وظیفې له لاسه ورکړې.
شریفې وویل، «موږ نشوای کولی چې خپل فیسونه او د پوهنتون نور لګښتونه تادیه کړو.»
احمد میلاد چې ۲۹ کاله عمر لري د کابل اوسېدونکی دی او پخوا یې له یوې نړۍ والې موسسې سره کار کاوه، وویل چې پخوا هغه کولی شوای چې خپلې کورنۍ ته نفقه هم وګټي او د خپلو زده کړو لګښت هم ورکړي.
میلاد چې د خپلې ماسټرۍ د پروګرام درې سمستره یې بشپړ کړي، وویل، «خو د زرګونو نورو ځوانانو په څېر، ما خپله وظیفه له لاسه ورکړه... ما نشوای کولی چې د خپلو زده کړو لګښت ورکړم.»
هغه وویل، «که زموږ په هېواد کې دا ناڅاپي بدلون نه وای پېښ شوی، ما به خپله وظیفه له لاسه نه وای ورکړې. د دې پر ځای به، ما ماسټري ترلاسه کړې وای او یو ځوان مسلکي شخص به وم چې د خپل ګران هېواد خدمت به مې کاوه.»
میلاد وویل، «خو... ما او ډېرو نورو ځوانانو خپلې وظیفې له لاسه ورکړې او نشو کولی چې د بې وزلۍ او اقتصادي ستونزو له امله خپلو زده کړو ته دوام ورکړو.»
مالي ننګونې
د افغانستان د نږدې ۱۲۰ خصوصي پوهنتونونو چارواکو د پخواني حکومت له نسکورېدلو څخه وروسته د محصلینو په شمېر کې د خورا کموالي راپورونه ورکړي چې ورسره ډېر انسټیټیوټونه سقوط ته نږدې شوي دي.
د افغانستان د دنیا پوهنتون رییس جاوېد سنګدل وویل، «پخوا اکثرو هغو محصلانو چې په خصوصي پوهنتونونو کې یې زده کړې کولې یا وظیفې لرلې یا یې د کورنۍ یوه غړي کار کاوه.»
هغه وویل، «خو اوس، اکثرو یې له وروستیو بدلونونو څخه وروسته خپلې وظیفې له لاسه ورکړي دي.
هغه زیاته کړه، «له دې سره سره چې پوهنتونونو خپل فیسونه د ۴۰ او ۶۰٪ تر منځ کم کړي، لاکن محصلان اوس هم نشي کولی چې د سختو اقتصادي ستونزو له امله دغه فیسونه تادیه کړي او مجبور شوي چې خپلې زده کړې پرېږدي.»
نوموړي وویل، «په تېرو ۲۰ کالونو کې د خصوصي زده کړو په سکتور کې د میلیونونو ډالرو په ارزښت پانګونه شوې ده. همدا ډول، د ډیرو کورنیو یوه یا دوو غړو په دغه سکتور کې کار هم کاوه.»
سنګدل وویل، «که اقتصادي ننګونې همداسې له بدو نه پسې بدترې شي او خلک ونشي کولی چې په خصوصي پوهنتونونو کې زده کړې وکړي، دغه سکتور به سقوط وکړي، ډېر نور خلک به بې کاره شي او ټولنه به لا نوره په غربت کې ډوبه شي.»
د کاروان پوهنتون اجرائیه رییس فهیم چکري سلام ټایمز ته وویل، «ښوونه او روزنه په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان تر ټولو لویه لاسته راوړنه وه.»
هغه وویل، «په میلیونونو افغانانو وکولی شوای چې ښوونځي او پوهنتونونه ولولي. د لوست کچه ډېره زیاته لوړه شوه. په سلګونو ځوانانو وکولی شوای چې خپلې د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا ډګري ګانې ترلاسه کړي او زموږ هېواد یو بې ساري شمېر لوستي او مسلکي کارکوونکي لرل.»
چګري وویل، «خو اوس افغان ځوانان د اقتصادي ننګونو او بې کارۍ له امله مجبورېږي چې زده کړې پرېږدي او له هېواد څخه وځي،»او زیاته یې کړه چې په نتیجه کې یې د هېواد د ښوونې او روزنې سکتور سقوط کړی دی.
نامعلوم راتلونکی
په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون استاد صابر غیاثي سلام ټایمز ته وویل، «اوسمهال د لوستو افغانانو لپاره کوم خاص کاري فرصتونه نشته.»
هغه وویل، «ځوانان هېڅ وظیفوي مصؤنیت نه لري. بې وزلۍ او بې کارۍ د ماسټرانو، دوکتورانو، د پوهنتونونو استادانو او ژورنالستانو په ګډون ډېر لوستي ځوانان مجبور کړي چې د ټیټې سطحې کارونه وکړي [د لارو په سر توکي خرڅ کړي].»
غیاثي وویل، «تر وروستیو میاشتو پورې زما په ټولګي کې تر ۳۰ پورې محصلانو زده کړې کولې، خو دغه شمېر اوس یواځې ۱۰ ته را لوېدلی دی.»
هغه وویل، «د هېواد نامعلوم سیاسي او اقتصادي راتلونکي د ځوانانو په انګېزه باندې منفي اغېز کړی دی.»
د یوه خصوصي پوهنتون د یوه کارمند په توګه زه دا راپور تائیدوم. ریښتیا هم خصوصي پوهنتونونه د عوایدو له کموالي او حتی له سکوت سره مخامخ دي، علت یې د جمهوریت نظام ړنګېدل دي. د جمهوریت له سقوت سره کارونه په ټپه ودرېدل، ورځ تر بلې د خلکو ستونزو په پراخېدو دي، وظیفې نشته، کارونه نشته، عواید نشته... د ژوند کولو سطحه ورځ تر بلې د خرابېدو خواته روانه ده.... دومره باید ووایم چې څه کم دوه میاشتې وروسته به (۱۴۰۱ هـ ش کال په حمل میاشت کې) زیات شمېر افغان ځوانان له خپل هېواد څخه نورو هېوادونو ته د تګ په هڅه خپل کورونه پرېږدي او په نورو هېوادونو کې به درانه کارونو ته اوږې اړم کړي. په جمهوریت کې خو نور پرېږده چې یو کراچیوان به هم د پوهنتون هیله لرله پوره کېده، ځکه د ورځې به یې کار کاوه چې شاو خوا څلور تر پنځه سوه افغانیو پورې به یې ګټلې چې د میاشتې کم تر کمه دولس تر پنځلس زره افغانۍ یې ګټلې؛ دوه یا درې زره به یې د میاشتې د پوهنتون فیس ورکاوه، نو اوس چې کار نه وي خصوصي پوهنتون کې به څه داخله وکړي او څه به خپلو هیلو ته ورسېږي؟
ځواب ورکړئ4 تبصره
د افغانستان خصوصي پوهنتونونه د افغانستان یوه پانګه ده چې د دولتي پوهنتونونو تر څنګ خپل اهمیت لري. نړۍ واله ټولنه دې لطف وکړي له دغو پوهنتونونو سره دې مرسته وکړي چې له سقوط سره مخامخ نشي. د دې تر څنګ په کار دی چې نړۍ والې ادارې له دولتی پوهنتونونو سره هم مرسته وکړي او د سقوط مخه یې ونیسي. مونږ اوس په داسې جنجال اخته یو چې یو طرف ته طالب په خبره نه پوهیږي او د افغانستان د ورانولو لپاره د پاکستان سیاست پر مخ بیایي او بل طرف ته نړۍ والې ټولنې هم له افغانستان سره دښمنی پیل کړې ده.
ځواب ورکړئ4 تبصره
له بده مرغه، دا ټول ریښتیا دي. بې روزګارۍ او بې وزلۍ په تېرو شلو کلونو کې زموږ ټولې لاسته راوړنې له خطر سره مخامخ کړي دي، چې زموږ ځورېدلي خلک يې د ژوند له ګواښونو سره مخامخ کړي دي. که حکومت وای، مونږ به ویلي وای چې حکومت دې په خپلو خلکو باندې پام وکړي، خو دا چې دا کار نه شو کولای، یوازې د الله تعالی د معجزې او مرستې انتظار کولای شو او په دې ترخه وخت کې به یې د یوې ترخې مړۍ په څېر تېروو. زما په خپلو خلکو باندې ډیر زړه درد کوي چې ګورم یې چې د فقر او بیکارۍ له امله خپل اولادونه خرڅوي او یا په دې ساړه ژمي کې د کار، د خپلو کورنیو لپاره د حلالې ډوډۍ پیدا کولو او خپلې کورنۍ له لوږې څخه ژغورلو په لټه کې وي. د حیرانتیا خبره نده چې خلک له دې هیواد څخه دومره په تیښته دي او په یوه یا بله بڼه ځانونه او کورنۍ له دې ناورین څخه وباسي. حتی کله چې دوی له هیواده بهر وځي نو د پاکستان او ایران په څیر شیطانان زموږ خلکو ته په زرهاوو ډوله ستونزې جوړوي او د هغوی له وضعیت څخه ناوړه ګټه پورته کوي. لعنت دې وي پر ټولو هغو کسانو چې زموږ د خلکو د بدمرغۍ مسوول دي او لعنت دې وي پر ټولو هغو اشخاصو او هېوادونو چې زموږ له حاله ناوړه ګټه پورته کوي او زموږ په حال خوښي څرګندوي.
ځواب ورکړئ4 تبصره
د دغو ستونزو د حلولو لپاره په کار دی چې اسلامي امارت د قوم، مذهب یا سمت له پام کې نیولو څخه پرته لوستو او مسلکي ځوانانو ته د کار فرصتونه برابر کړي. هغوی باید د ځوانانو په شخصي چارو کې لاس ونه وهي، او ځوانان د پګړۍ، ږیرې او د وېښتانو جوړولو د طریقې له امله سپک نه کړي. په نتیجه کې به ځوانان د ازادۍ، زده کړو او د مسؤلیت احساس ومومي او هغوی به مجبور نه وي چې هېواد پرېږدي.
ځواب ورکړئ4 تبصره