زده کړه

بې وزلۍ او په نجونو باندې لګېدلو محدودیتونو ۴۰۰ افغان خصوصي ښوونځي بند کړي دي

د سلیمان راپور

د لومړي ټولګي زده کوونکي د زمري په ۲۳مه په کابل کې د ستاره نور جهان خصوصي ښوونځي کې زده کړه کوي. [سلیمان/سلام ټایمز]

د لومړي ټولګي زده کوونکي د زمري په ۲۳مه په کابل کې د ستاره نور جهان خصوصي ښوونځي کې زده کړه کوي. [سلیمان/سلام ټایمز]

کابل -- ښوونکي وایي، فقر، بې کاري او بندیز چې نجونې ثانوي ښوونځیو ته له تګ څخه منع کوي د هغو فکتورونو په ډله کې دي چې له امله یې د تېر کال په اوږدو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې له ۴۰۰ څخه ډېر ښوونځي تړل شوي دي.

د افغانستان د خصوصي ښوونځیو د اتحادیې یوه غړي ذبیح الله فرقاني وویل، «له بده مرغه چې اکثر خصوصي ښوونځي د سقوط څنډې ته رسېدلي دي،‌ او فقر، بې کاري او له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو په زده کړو باندې بندیز د دغه حالت تر شا موجود سببونه دي.»

هغه وویل، «دغه وضعیت د دې سبب شوی چې په کابل کې د ۱۵۰ او په بېلابېلو ولایتونو کې د ۲۵۰ ښوونځیو په ګډون په ګرد افغانستان کې له ۴۰۰ څخه ډېر خصوصي ښوونځي وتړل شي.»

پخوا په ګرد افغانستان کې شاوخوا ۳۶۰۰ خصوصي ښوونځیو فعالیت کاوه چې له دې ډلې څخه ۱۲۰۰ یواځې په کابل کې فعال وو.‌

فرقاني وویل، ډېرو افغانانو د اقتصادي بحران په ترڅ کې خپلې دندې او تجارتونه له لاسه ورکړي، او د هغوی لپاره دا سخته شوې چې د خپلو ماشومانو د ښوونځیو فیسونه چې د خصوصي ښوونځیو لویه عایداتي سرچینه وه، تادیه کړي.‌

هغه وویل، «فقر او بې کاري نه یواځې دا چې د زده کوونکیو د شمولیت د شمېر د کموالي سبب شوې بلکې دغه راز یې د خصوصي ښوونځیو لپاره هم یو مالي بحران رامنځته کړی دی.»

په کابل کې د نور جهان خصوصي ښوونځي مدیر جان اغا حکمت وویل، «وروستیو بدلونونو د افغانانو د ژوند په بېلابېلو برخو باندې ناوړه اغېز کړی، چې تر ټولو ډېر ښوونیز سکتور ځپل شوی دی.»

هغه وویل، «په تېرو کالونو کې زموږ په ښوونځي کې له ۱ څخه تر ۱۲ ټولګي پورې ۶۵۰ نارینه او ښځینه زده کوونکي ول، خو اوس زموږ په ښوونځي کې یواځې ۲۱۵ زده کوونکي موجود دي.»

هیلې او خوبونه په انتظار دي

فرقاني وویل، که د نجونو په ښوونه او روزنه باندې محدودیتونه دوام وکړي، نور خصوصي ښوونځي به هم بند شي.‌

هغه وویل، «د افغانستان په بېلابېلو برخو کې په خصوصي ښوونځیو کې تقریبا له ۳۰ څخه تر ۴۰٪ پورې زده کوونکي نجونې دي. له ښوونې او روزنې څخه د نجونو ایسارول به ډېر خصوصي ښوونځي تړلو ته مجبور کړي، او که داسې یو وضعیت دوام ومومي، لا نور ښوونځي به له تړلو څخه پرته بله لاره ونه لري.»

هغه وویل، دغه ډول بدلونونه د ښوونیز سکتور ویجاړتیا چټکوي.‌

په کابل کې د ستاره نور جهان خصوصي لېسې مالکې او مدیرې بهارې محمدي سلام ټایمز ته وویل، «وروستیو بدلونونو د افغانانو د ژوند په بېلابېلو برخو باندې اغېز کړی، او له بده مرغه چې ښوونیز سکتور ته د بل هر سکتور په پرتله ډېر زیان رسېدلی دی.»

محمدي وویل، «اکثر زده کوونکي د بې وزلۍ له امله نشي کولی خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. ښوونکیو هم خپلې وظیفې له لاسه ورکړي، او خصوصي تعلیمي انسټیټیونه د بشپړ سقوط څنډې ته رسېدلي دي.»

د محمدي په ښوونځي کې د ۴۸۰ زده کوونکیو له جملې څخه یواځې ۲۴۰ پاتې دي. نور مجبور شوي چې د فقر یا په هېواد کې د نجونو په زده کړو باندې د بندیز له امله ښوونځي پرېږدي.‌

د ۲۱ ښوونکیو له جملې څخه ۱۱ د تېر زمري له میاشتې راهیسې خپلې وظیفې له لاسه ورکړي دي.

نوموړې وویل، «تر تېر کال پورې په ښوونځیو کې داخله له توقع څخه ډېره وه، او زده کوونکي په ډېره مینه خپلو ټولګیو ته تلل. سربېره پر دې، زده کوونکي خپل راتلونکي ته ډېر هیله من ول، او په دې تمه ول چې ډاکتران، انجنیران، پیلوټان او ښوونکي ترې جوړ شي.»

بهارې محمدي وویل، «خو اوس داسې ښکاري چې د هغوی خوبونه ورک شوي دي. د هغوی په مخونو باندې نور موسکا نه ښکاري او نه د یوه روښانه راتلونکي لپاره کومه هیله لري.»

د ستاره نور جهان د څلورم ټولګي یوه زده کوونکي مهدي چې ۱۲ کاله عمر لري، وویل، «زموږ د اولنمرې په ګډون چې ډېره ذکي وه، زموږ سم نیمایي ټولګیوال مجبور شول چې ښوونځی پرېږدي.»

هغه وویل، «هغوی ډېر غریب شول او نه یې شوای کولی چې د ښوونځي فیسونه تادیه کړي. سربېره پر دې، هغوی نشوای کولی چې کتابونه او قرطاسیه واخلي.»

مهدي وویل، «زه د خپلو ملګرو او ټولګیوالو په حال ډېر خفه یم،او دا یو غټ زیان دی چې هغوی نور زموږ ټولګي ته نه راځي.»

د ښوونځیو بندېداوې د ښوونکیو لپاره هم سختې تمامې شوي دي.‌

په کابل ښار کې د یوه خصوصي ښوونځي ښوونکې آصفې عابدي وویل، «ما په یوه خصوصي ښوونځي کې له تدریس څخه کافي اندازه عواید ترلاسه کول او خپله پنځه کسیزه کورنۍ مې پرې حمایه کوله». هغې د امنیتي دلایلو له امله د خپل ښوونځي نوم یاد نه کړ.‌

عابدي وویل، «د زده کوونکیو شمولیت د فقر او اقتصادي بحران له امله کم شوی، او زما تنخوا ۵۰٪ کمه شوې ده.»

عابدي وویل، «که وضعیت همداسې روان وي، ټول ښوونځي به وتړل شي او په زرګونو ښوونکي به خپلې وظیفې له لاسه ورکړي. سربېره پر دې، په داسې یوه حالت کې به بې کاري او فقر په ټولنه کې ډېر پراخ شي.»

له منځه تللې لاسته راوړنې

د ډېرو ښوونکیو لپاره تر ټولو غټه وېره دا ده چې د دوو لسیزو کاري لاسته راوړنې له لاسه ورکوي.

په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون استادې شریفې فهیمي وویل، «د خصوصي ښوونځیو او پوهنتونونو جوړېدل د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې د ښوونې او روزنې په سکتور کې تر ټولو غټه لاسته راوړنه ګڼل کېدله.»

فهیمي د امنیتي دلایلو په اساس د پوهنتون نوم پټ وساته.

هغې وویل، «د افغانستان په بېلابېلو برخو کې په زرګونو تعلیمي موسسات پرانستل شول. په ورته وخت کې، په سلګونو زره زده کوونکي فارغ او په همدومره شمېر کې نور د کار مارکېټ ته داخل شول.»

شریفې وویل، «که خصوصي ښوونځي خپل عملیات ودروي، نه یواځې دا چې د تېرو ۲۰ کالونو لاسته راوړنې به له منځه لاړې شي، بلکې دغه راز به په زرګونو نور خپلې وظیفې له لاسه ورکړي، او فقر او بې کاري به په هېواد کې په یوه ښکاره معضله باندې واوړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

او زه بیا حیران یم چې همدا نن په افغانستان کې د خپلواکۍ ۱۰۳مه کلیزه نمانځل کېږي. نه پوهېږم چې د دغو خلکو په سر کې واښه شوي که څه حساب دی. وطن مو د پنجاب تر ادارې لاندې دی. مګر تاسو پکې د ازادۍ چغې وهئ. د نجونو ښوونځي یې درته ځکه تړلي چې راتلونکي نسلونه مو بې سواده او وطن مو توره تیاره شي. په همدې حال کې بیا طالبانو د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ۱۰۳مې کلیزې په مناسبت خلکو ته مبارکي ویلې او ویلي یې دي چې نن د اسد ۲۸ هغه تاریخي ورځ ده چې د افغانستان ولس په ډېرو سختو شرايطو کې په نشتو امکاناتو د اشغالګرو پر ضد جهاد او د خپلواکۍ مبارزه ترسره کړه او درې ځله يې انګريزي استعمار ته ماتې ورکړه. خو حیران دېته یم چې موږ چاته او د څه ماتې ورکړې؟ همدا چې ماشومان مو په نهاره ویده کېږي؟ خلک مو درس او تعلیم نه شي کولی؟ روغتیايي خدمات نه لري؟ بانکي سیستم یې فلج دی؟ مخابراتي سیستم یې د پنجابیانو له خوا اداره کېږي؟ ... خیر دې کې دې طالب چارواکي ووایي چې موږ چاته ماتې ورکړې او چا تاوان کړی ذی؟ د طالبانو په اعلامیه کې وړاندې راغلي چې افغانان په داسې حال کې د هیواد د خپلواکۍ جشن نمانځي چې په هیواد کې بې ساری امنیت تامین شوی دی. خو زه هېڅ د امن احسان نه کوم. ځکه نه په ډاډه زړه څه ویلی شم، نه خپل حق غوښتلی شم، نه د اصلاح په موخه انتقاد کولی شم... نو امنیت له کومه شو؟ امنیت به هله وی چې زه ذهناً او فزیکاً راحت وی نه دا چې د اوس په څېر فکري غلام...

ځواب ورکړئ

خدای دې د افغانانو په حال ورحمېږي. خدای دې هیڅکله د کوم هیواد واک د سرټمبه او جاهلو خلکو په لاس کې نه ورکوي. طالبان د پاکستان اجنډا پر مخ وړي. دا هر څه د پاکستان د پلان پر اساس روان دي او پاکستان هیڅکله نغواړي چې افغانان دې په هیڅ یوه برخه کې هم مخکې شي. دا نن چې خلک د پاکستان په واقعیت او اصلیت پوه دي او پوهیږي چې دا منافق ملک د افغانستان تر ټولو لوی دښمن دی دا ټول د تعلیم او پوهې له برکته دي. ځکه نو پاکستان هڅه کوي چې افغانستان تر هرڅه وړاندې د پوهنې په برخه کې کمزوري کړي او همداسې یې جاهل وساتي.

ځواب ورکړئ

له بده مرغه د افغانستان ټول ښوونیز نظام د سقوط په حال کې دی. که څه هم د خصوصي ښوونځيو کمښت او د نجونو پر مخ د ښوونځيو د دروازو تړل يوه جدي ستونزه ده، په ورته وخت کې که د هلکانو دولتي ښوونځيو ته وګورو، نو وضعيت يې ډېر خراب دی. طالبانو اکثره ښځینه ښوونکي له تدریس څخه منع کړي دي. ډېری نارینه ښوونکي هم د طالبانو او د هغوی د ملاتړو له خوا ځای پر ځای شوي دي، چې نه زده کړې لري او نه تجربه لري. دوی د ډیرو عصري مضامینو تدریس درولی دی ځکه چې دوی فکر کوي چې دا د دین خلاف کار دی، او د جمهوري حکومت له خوا رامینځته شوي او چاپ شوي دي. له لومړۍ ورځې راهیسې طالبان د افغانستان له دوو برخو سره په مستقیمه او نا اعلان شوې جګړه کې ښکېل دي. لومړی ښځه او دوهم تعلیم. طالبان له داسې ټولنې وېرېږي چې زده کړې ترلاسه کوي. طالبان پوهېږي، چې ټولنه څومره باسواده کېږي، هغومره به خلک له طالبانو او د هغوی له جاهلي مفکورې څخه کرکه کوي. له همدې امله طالبان په خپل ټول توان سره هڅه کوي چې په افغانستان کې د پوهنې د پرمختګ مخه ونیسي او په هر ډول شرایطو کې غواړي چې د خلکو د سواد او زده کړې مخه ونیسي.

ځواب ورکړئ

دا یوازې د یوې لویې غمیزې یوه کوچنۍ برخه ده. یوازې ارزونه وکړئ چې لږ تر لږه ۵۰ کسان په مستقیم ډول کار کوي او په یوه یا بل سکتور کې په کار بوخت دي. دا په دې مانا چې شل زرو افغانانو چې هر یوه یې د یوې کورنۍ مشري کوله، خپلې دندې او د عاید سرچینه له لاسه ورکړې دي، او دا د دې ناوړه فصل یوازې پیل دی. تر اوسه پورې، دا روښانه نده چې په راتلونکو کلونو کې به څه پیښ شي. زه پوره ډاډه یم چې د وخت په تېرېدو او د طالبانو د جهالت او تورې دورې په اوږدو کې به دا شمېر د نن په مقایسه ډېر لوړ شي. دا هم ډیر احتمال شته چې ټول خصوصي ښوونځي به وتړل شي. د دې امکان هم شته چې د اقتصادي وضعې په خرابېدلو سره به خلک خپل ماشومان د ښوونځيو د تګ پر ځای کار ته اړ کړي او حتی په دولتي ښوونځيو کې به د زده کوونکو شمېر کم شي. دا د افغانستان خلکو ته د طالبانو د جهاد ګټه ده. طالبان زموږ د وينې تويونکي دښمن پاکستان په حکم سره غواړي په دغه هېواد کې د پوهنې او علومو بنسټ له منځه يوسي تر څو افغانستان تل د پاکستان محتاج پاتې شي. لعنت دې وي پر پاکستان او د هغه په نړیوالو ملاتړو.

ځواب ورکړئ

دا واقعا د خفګان خبر دی. یوازې دا نه، په سلګونو او زرګونو نور داسې کارونه وشول چې د افغانانو د تېرو شلو کالونو لاسته راوړنې په کې له منځه لاړلې. خو دا جنایت چا وکړ؟ په دې جنایت کې تالب، تېر حکومت او غربي متحدین یې ټول شریک دي. په دوحه کې چې د امریکا او تالبانو تر منځ کوم تړون وشو او له ولس نه پټ وساتل شو هغه د دغسې حالت د رامنځته کولو پیلامه وه. د دوحې له تړون نه وروسته، په افغانستان کې د نظام پښې سستې شولې او د ۱۸ میاشتو په موده کې د تېرو شلو کالونو لاسته راوړنې یوه په یوه له منځه لاړلې او لا اوس هم دغه بهیر روان دی. د عبدالله عبدالله په مشرۍ د پخوانۍ شمال ټلوالې پاتې شوني چې د حکومت په منځ کې یې ځای نیولی وو هم په دې جنایتونو کې په مشخص ډول شریک ول ځکه هغوی د سولې د مذاکراتو مخه نیوله او بالاخره یې حالات دې ته ورسول چې نظام ړنګ شو او هر څه ګډوډ شول.

ځواب ورکړئ

ممکن دا خبر یواځې د نجونو مکتبونو پورې محدود نه شي او نه دی. په دولتي مکتبونو او پوهنتونونو کې د نارینه و هم عین حال دی. شاګردان او محصلین ورځ تر بلې کمېږي. هر څوک د رزق ګټلو په فکر کې دي. په تېر نظام کې د ځوانانو تر منځ یو تعلیمي رقابت و. هر چا به کوښښ کاوه چې تعلیم وکړي، ښه دنده ولري او ژوند وکړي خو د غربت له وجې اوس د ډېرو ځوانانو هیلې مړاوې شوې. نو که دغه روان وضعیت دوام وکړي، باوري یم چې د شخصي مکتبونو او پوهنتونونو سره سره به ډېر دولتي مکتبونه او پوهنتونونه هم بند شي.

ځواب ورکړئ