زده کړه

نړۍ والو خیریه موسسو په هرات کې د ماشومانو د کار د مخنیوي لپاره پروګرام پیل کړ

د عمر راپور

د مزدورکارو ماشومانو په شمېر کې د ډېر زیاتوالي او د سختو اقتصادي ننګونو او فقر د خپرېدا له امله، درې نړۍ والو موسساتو یوه ګډه پروژه پیل کړې چې په هرات ښار کې د ماشومانو ملاتړ وکړي. ملګرو ملتونو، اروپایي اتحادیې او د جرمني له خوا تمویلېدونکې هېلپ موسسې یو پروګرام پیل کړی ترڅو هغو له ۱۶۰۰ څخه ډېرو افغان ماشومانو سره چې په ماشومتوب کې کار ته اړ شوي دي، مرسته وکړي. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- د مزدورکارو ماشومانو په شمېر کې د ډېر زیاتوالي او د سختو اقتصادي ننګونو او فقر د خپرېدا له امله، درې نړۍ والو موسساتو یوه ګډه پروژه پیل کړې چې په هرات ښار کې د ماشومانو ملاتړ وکړي.

ملګرو ملتونو، اروپایي اتحادیې او د جرمني له خوا تمویلېدونکې هېلپ موسسې یو پروګرام پیل کړی څو هغو له ۱۶۰۰ څخه ډېرو افغان ماشومانو سره چې په ماشومتوب کې کار ته اړ شوي دي، مرسته وکړي.

دغه نوښت چې د غوایي په ۱۸مه پيل شوی، ماشومانو ته حرفوي روزنه برابروي او د کارکوونکیو ماشومانو کورنیو ته نغده مرسته ور وېشي.‌

تر ۲۴ میاشتو پورې به، هره کورنۍ د میاشتې ۸۰ ډالر تشویقي مرسته ترلاسه کوي څو د کورنیو له خوا کار کولو ته د ماشومانو د لېږلو مخه ونیسي.‌

هغه ماشومان چې د ډودۍ د پیدا کولو لپاره بوټان رنګوي، د غبرګولي په ۴مه په هرات ښار کې په یوه پارک کې لیدل کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

هغه ماشومان چې د ډودۍ د پیدا کولو لپاره بوټان رنګوي، د غبرګولي په ۴مه په هرات ښار کې په یوه پارک کې لیدل کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

مزدورکارو ماشومانو او د هغوی د کورنیو یو شمېر غړو د غبرګولي په ۳مه په هرات ښار کې د انصاري تخنیکي او حرفوي روزنې مرکز کې یوه کړکۍ جوړونکي ته غوږ نیولی دی. [عمر/سلام ټایمز]

مزدورکارو ماشومانو او د هغوی د کورنیو یو شمېر غړو د غبرګولي په ۳مه په هرات ښار کې د انصاري تخنیکي او حرفوي روزنې مرکز کې یوه کړکۍ جوړونکي ته غوږ نیولی دی. [عمر/سلام ټایمز]

د حرفوي روزنې په پروګرام کې به د هر هغه ماشوم په سر چې له ۱۵ کالونو څخه کم عمر لري د هغه د کورنۍ یو لوی کس هم په حرفوي زدکړې پروګرام کې شاملیږي.‌ د دې پروژې لومړۍ مرحله شپږ میاشتني کورسونه دي چې زده کوونکي په کې د مسلکونو لپاره چمتو کیږي.

د هرات د کارګرو ماشومانو له ۴۰٪ څخه ډېر نجونې دي چې د اقتصادي تنګسې له لاسه په هرات ښار او د ولایت په ځینو ولسوالیو کې د لاس په لاس سودا خرڅولو ته مجبورې شوي دي.‌

په ۷ برخو کې کورسونه

د انصاري تخنیکي او حرفوي روزنیز مرکز رییس فریدون رحمانیار وویل د هغه مرکز په اوو برخو کې شپږ میاشتني حرفوي کورسونه وړاندې کوي.‌

هغه وویل، «دا ساحې خیاطي، لاسي صنایع، غالۍ اوبدنه، نجاري، د موبایل تلفونونو ترمیم، برقي کار او د تلویزیونونو ترمیم ده.»

هغه وویل، دغه راز دا مرکز به له برخه والو تنکیو ځوانانو یا مشرانو سره مرسته وکړي چې د هغوی له فراغت څخه وروسته ورته د کار په مارکیټ کې کارونه پیدا کړي.

هغه وویل، «۵۰٪ زده کوونکي د ښارونو او پاتې ۵۰٪ د هرات د کوهسان، کشک رباط سنګي او پشتون زرغون ولسوالیو اوسېدونکي دي.»

د سختو اقتصادي شرایطو له امله، په وروستیو شپږو میاشتو کې د هرات ښار په کوڅو کې د مزدورکارو ماشومانو شمېر ۵۰٪ زیات شوی دی.‌

د هرات ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست وویل چې ۹ میاشتې مخکې ۹۰۰۰ کارکوونکي ماشومان د کارګرانو په توګه ثبت شوي ول. اوس دغه شمېر د ولایت په بېلابېلو برخو کې له ۱۵۰۰۰ څخه اوښتی دی.

د یوه روښانه راتلونکي لپاره هیلې

یو شمېر ماشومان چې نور په لارو او کوڅو کې کارونه نه کوي په حرفوي ټولګیو کې له شمولیت راهیسې خپل راتلونکي ته هیله من ښکاري.‌

دغو ماشومانو د کثافاتو د راټولولو، بوټانو رنګولو او حتی د سوال کولو له لارې ډیره خواري کوله ترڅو خپلې کورنیو سره مرسته وکړي.‌

د یوې شپږ کسیزې کورنۍ مشر زوی محمود چې ۱۷ کاله عمر لري، وویل، هغه د ښوونځي له پرېښودلو او په سرکونو کې د کار له پیلولو څخه پرته بله لاره نه لرله ځکه د هغه پلار ناروغ او کورنۍ له اقتصادي تنګسې سره مخامخ شوې وه.

هغه وویل، «په لارو او سرکونو باندې کار کول ډېر سخت وو. ځینو خلکو به ما پورې ټوکې کولې، خو زه مجبور وم چې د خپلې کورنۍ لپاره څه وګټم.»

محمود په هرات ښار کې کثافات راټولول او بیا به یې د یوې ورځې راټول کړي توکي په ۱۰۰ تر ۱۵۰ افغانیو (۱.۱۲ تر ۱.۶۸ ډالرو) خرڅول.

هغه وویل، «زه د حرفوي کورس له پیلولو راهیسې ډېر د خوښۍ احساس کوم. زه د دې لپاره درس لولم چې برقي شم او ډېر هیله من یم چې د خپل ځان لپاره یو ښه راتلونکی جوړ کړم.»

احمد فیضان چې ۱۶ کاله عمر لري، هم د هرات ښار په کوڅو کې کثافات راټولول.

هغه وویل، «ما د اوړي په ګرمو ورځو او د ژمي په سړو ورځو کې په کوڅو کې کار کاوه. ما نشوای کولی چې زده کړو ته دوام ورکړم. اوس، زه په خپلو حرفوي درسونو سربېره، کولی شم چې د انګلیسي او کمپیوټر درسونه ولولم.»

هغه زیاته کړه، «زه دومره خوښ یم چې د تلویزیونونو د بېلابېلو ډولونو د ترمیم له زده کولو څخه وروسته، زه کولی شم چې د خپلې کورنۍ لپاره د ژوند عاید برابر کړم او د خپل هیواد خدمت وکړم.»

ښوونځي ته د تګ فرصت

په سلګونو هغه ماشومان چې مزدورکارۍ ته مجبور شوي ول، د نوي نړۍ وال پروګرام تر چتر لاندې توانېدلي چې ښوونځیو ته بېرته ور وګرځي.

زبیر چې ۸ کاله عمر لري د دغو ماشومانو له ډلې څخه دی.‌

د هغه خور عابدې چې ۲۱ کاله عمر لري، په یوه حرفوي روزنیز کورس کې ځان شامل کړی او اوس وایي چې هغې میاشتنۍ نغدي مرستې چې د دغې ګډې پروژې له خوا د هغې له کورنۍ سره کیږي، د بازار کار ته د زبیر اړتیا له منځه وړې ده.

هغې وویل، «د بې وزلۍ او اقتصادي فشار له امله، موږ زما ورور کار ته ولېږه، چې هغه به د کثافاتو راټولولو او خرڅولو له لارې د ورځې له ۵۰ څخه تر ۱۰۰ افغانیو (۵۶ سنټه تر ۱.۱۲ ډالر) پورې ګټل.»

هغې وویل، «خو اوس چې زه په حرفوي پروګرام کې شامله شوې یم زما د کورنۍ ټول غړي خوښ دي. زبیر په دې ډېر خوښ دی چې ښوونځي ته ځي.»

عابدې وویل چې هغه به له فراغت څخه وروسته د خیاطې په توګه کار پيل کړي او پرې به نه ږدي چې زبیر بیا په کوڅو کې کار وکړي.

ملالۍ چې ۴۰ کاله عمر لري، وویل، د هغې ۱۱ کلن زوی محمد قاسم اوس په لارو او کوڅو کې د بوټانو رنګولو پر ځای، کولی شي ښوونځي ته لاړ شي.

ملالۍ چې د څلورو ماشومانو مور ده، وویل، «محمد قاسم زما تر ټولو مشر زوی دی، او موږ مجبور وو چې هغه کار ته ولېږو. زما مېړه ناروغ دی، او نشي کولی چې کار وکړي. زما زوی د ورځې ۱۰۰ افغانۍ ګټلې، او په هغو پیسو موږ ګوزاره کوله.»

ملالۍ وویل، «زه ډېره خوشحاله یم چې د خیاطۍ د زده کولو فرصت مې ترلاسه کړ او زما زوی کولی شي چې ښوونځي ته لاړ شي. محمد قاسم اوس په خپلو زده کړو بوخت دی او د خیرنو کالیو پر ځای د ښوونځي یونیفورم اغوندي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه د دې مقالې په لوستلو خوشحاله یم. زه له نړیوالو انجوګانو څخه مننه کوم چې د یوه مثبت کار د کولو لپاره هڅه کوي، خو دا باید وویل شي چې د ماشومانو کار به تر هغه وخته له منځه لاړ نشي چې په مجموع کې د هیواد وضعیت بدل نشي. حکومت او د هغه همکارې موسسې به څومره توان ولري چې دغو ماشومانو ته پاملرنه وکړي، او څومره ماشومان به د دې خدمتونو تر پوښښ لاندې راولي، په ځانګړې توګه کله چې ډیری دا خدمتونه لنډمهاله وي؟ په هیواد کې د یوه پیاوړي ټولنیز خوندیتوب او ټولنیز امنیتي سیسټم له رامینځته کولو پرته به چې په افغانستان کې بې وزله او زیان منونکي خلک تر پوښښ لاندې راولي، د ماشومانو کار پای ته ونه رسیږي. زه غواړم یو بل ټکی هم اضافه کړم چې بیلابیلې مافیاګانې شته چې له کارګرو ماشومانو سره ناوړه چلند کوي او دولت باید دا ډلې وپیژني او له منځه یې وېسي.

ځواب ورکړئ

عجیبه خو دا چې د پښتون بچي تعلیم ته نه پرېښودل کېږي، مګر دری ژبو ته په جمهوریت کې هم کار کېده اوس هم ورته کېږي. بیا هم د ډېرې خوشحالۍ خبره ده چې د افغانستان په یوه ګوټ کې د ماشومانو/ځوانانو لپاره کار کېږي.

ځواب ورکړئ

دا د خوشحالۍ خبره ده چې په هرات کې د تنکیو ځوانانو د مرستې لپاره کار کیږي او تعلیم ته سوق کیږي. لاکن د پښتنو سیمو ماشومان او تنکي ځوانان هم د دې وطن بچیان دي. لطفا هغوی ته هم توجه وکړئ. ما هیڅکله وانه ورېدل چې سلام ټایمز دې په پکتیا، کونړ، خوست، ننګرهار، کندهار، هلمند، اروزګان، غزني، زابل ... کې د پښتنو د سیمو د خلکو لپاره د کوم ګټور پروګرام په هکله څه لیکلي وي. اصلا د پښتنو د سیمو د ماشومانو او ځوانانو لپاره هیڅ نړۍ واله اداره کار نه کوي نو راپور به په څه ولیکي؟ واقعا چې د پښتنو په حق کې ډیر ظلم کیږی.

ځواب ورکړئ