اقتصاد

یونیسف او جرمنۍ غیرحکومتي موسسې په بادغیس کې د کم عمره کارګرانو د کار د پای ته رسولو لپاره د مرستې پروګرام پیل کړ

د احمد جواد راپور

په بادغیس ولایت کې د کار موندنې یو پروګرام ماشومانو او د هغوی والدینو ته د مشقتو کارونو او یا په لارو او کوڅو کې د کار کولو یو ګټور بدیل وړاندې کوي. دا پروګرام د ملګرو ملتونو د ماشومانو مرستندوی صندوق (یونیسف) او له ځان سره د مرستې لپاره مرسته/هېلفې څو زېلبست هېلفې (Hilfe zur Selbsthilfe) په نامه یوې جرمنۍ غیرحکومتي موسسې له خوا تمویلېږي. [احمد جواد/سلام ټایمز]

بادغیس -- په بادغیس ولایت کې د کار موندنې یو پروګرام ماشومانو او د هغوی میندو او پلرونو ته د مشقتو کارونو او یا په سرکونو د کار کولو لپاره یو ګټور بدیل وړاندې کوي.

دا پروګرام د ملګرو ملتونو د ماشومانو مرستندوی صندوق (یونیسف) او هېلفې څو زېلبست هېلفې په نامه یوې جرمنۍ غیرحکومتي موسسې له خوا تمویلېږي.

اوس په مجموعي توګه ۵۵۰ ماشومان په ښوونځیو یا د حرفوي روزنې په مرکزونو کې شامل شوي، ترڅو په سرکونو د کار کولو له خطرونو څخه وژغورل شي.

د پروګرام ځینې ګټه اخیستونکي هغه ماشومان او تنکي ځوانان دي چې له ایران څخه را شړل شوي دي. بې وزلۍ هغوی دې ته مجبور کړي ول چې په غیر قانوني توګه ایران ته هجرت وکړي.

افغانان د وري په ۲۵مه د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې د یونیسف له خوا تمویل شوي روزنیز مرکز کې د ګرځنده ټیلیفونونو ترمیم زده کوي. [احمد جواد/سلام]

افغانان د وري په ۲۵مه د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې د یونیسف له خوا تمویل شوي روزنیز مرکز کې د ګرځنده ټیلیفونونو ترمیم زده کوي. [احمد جواد/سلام]

د ماشومانو د ملاتړ پروګرام د توحید په نامه یوې سیمه ییزې غیرحکومتي موسسې له خوا پلي کیږي.

په بادغیس کې د توحید رییس، اسحاق وثیق وویل، «مستحق ماشومان په ښوونځیو کې داخلیږي. دغه راز، موږ د هغوی د کورنۍ یو غړی د تخنیکي او حرفوي روزنې پروګرام کې شامل کړی دی،»

هغه وويل، دا پروګرام د ۱۴۰۱ د وري په میاشت کې پيل شوی او د ۱۴۰۲ تر مرغومي پورې به دوام وکړي.

نوموړي وویل،‌ «لویان یو تجارت زده کوي، معاش اخلي او په بدل کې خپل کارګر ماشومان د دې پر ځای چې سرکونو ته واستوي، ښوونځي ته لیږي.»

وثیق وویل، هغه ماشومان چې په سرکونو کې کار کوي د انساني قاچاقچیانو اصلي هدفونه دي، خو د تخنیکي او حرفوي روزنې پروګرام دغه زیان منونکي ماشومان د انساني قاچاقچیانو له منګولو ژغوري.

د حرفوي روزنې درې مرکزونه د ولایت په مرکز قلعه نو او مقر ولسوالۍ کې موقعیت لري.

وثیق وویل، «ځینې کارګر ماشومان او تنکي ځوانان چې مخکې په ښوونځیو کې ول، هغوی د تخنیکي او حرفوي روزنې پروګرام کې نیول شوي دي، نو هغوی به په سرکونو کې له مشقتو کارونو څخه وژغورل شي،»

هغه وویل، «ماشومان او د هغوی خپلوان د خیاطۍ او د ګرځنده ټیلیفون او موټرسایکل د ترمیم په برخه کې حرفوي روزنه ترلاسه کوي،»

کارګر ماشومان ښوونځي ته ځي

د حرفوي روزنې د پروګرام له پیل راهیسې، په بادغیس کې ۴۰۰ بې وزله کارګر ماشومان چې له زده کړو څخحه بې برخې ول، په ښوونځیو کې شامل شوي دي.

۲۸ کلن عبدالرسول رحمتي د اجمل په نوم یو ۱۱ کلن ورور لري چې په قلعه نو ښار کې یو کم سنه کارګر و.

رحمتي معلول دی او نشي کولی چې فزیکي کار ترسره کړي. هغه وويل، د نفقې د ګټلو لپاره، هغه مجبور دی خپل کشر ورور د کار لپاره کوڅو ته ولېږي.

اوس رحمتي د حرفوي روزنې په ټولګیو کې شامل شوی دی.

هغه وويل، «د حرفوي روزنې په بدل کې، غیرحکومتي موسسې زما ورور په ښوونځي کې داخل کړ او ما ته مياشتني معاش راکوي. له هغه وخت راهیسې چې زه د حرفوي روزنې په ټولګیو کې شامل شوی یم، زموږ اقتصادي ستونزې هوارې شوي دي.»

هغه وویل، «زه په حرفوي روزنه کې د ګډون په بدل کې ۵۰۰۰ افغانۍ [۵۷ ډالر] ترلاسه کوم. زه ډېر خوښ یم چې زما ورور ښوونځي ته ځي او زه معاش ترلاسه کوم په داسې حال کې چې د ګرځنده تلیفونونو ترمیم زده کوم.»

هغه زیاته کړه، «دا یو زرین فرصت دی چې موږ یې له فقر څخه ژغورلي یو. موږ په خپل ژوند کې یو لوی بدلون ولید.»

رحمتي وویل، که د یونیسف مرسته نه وای، اجمل به له زده کړو څخه بې برخې پاتې شوی وای، چې په نتیجه کې به د هغه راتلونکی تیاره شوی وای.

۳۱ کلن خیرالدین چې ۱۰ کلن زوی یې جواد په قلعه نو ښار کې کم سنه کارګر و، وویل، «زه ډېر خوښ یم چې زوی مې ښوونځي ته ځي. هغه پخوا ښوونځي ته له تګ څخه بې برخې و ځکه چې هغه په کوڅو کې کار کاوه.»

هغه وويل، «کار نشته او موږ د بېکارۍ له امله اقتصادي ستونزې درلودې،» او زیاته یې کړه چې، «که نه، ما به هیڅکله هم خپل کوچنی زوى کوڅو ته د کار لپاره نه واى لېږلى.»

جواد د غیرحکومتي موسسې په مرسته په ښوونځي کې شامل شوی او پلار یې د حرفوي روزنې په ترلاسه کولو باندې بوخت دی او میاشتنی معاش ترلاسه کوي.

خيرالله وويل، چې له زده کړو وروسته به په قلعه نو کې يو دوکان پرانيزي او خپلو ماشومانو ته به د زده کړو فرصت برابر کړي.

ایران ته د مهاجرت مخنیوی

په لسګونو ځوانان چې د کار لپاره ایران ته مهاجر شوي او د ایراني پولیسو له خوا را شړل شوي د یونیسف د تخنیکي او حرفوي روزنې مرکز کې شامل شوي دي.

١٨ کلن حميدالله احمدي په تېر کال کې درې ځلې د انساني قاچاقچیانو په مرسته ايران ته په ناقانونه توګه تللی و.

حميدالله وويل چې د نيمروز ولايت له لارې ايران ته د تګ په لاره کې یې څو ورځې او شپې مزل وکړ او لوږه او تنده یې وزغمل.

مقصد ته له رسېدلو څخه مخکې، دوه ځلې ایراني پولیسو ونیو او افغانستان ته یې بېرته را وشاړه. په درېیم ځل هغه وتوانېد چې د ایران کرمان ولایت ته ورسېږي او کار پیل کړي.‌

خو دوه میاشتې وروسته ایراني پولیسو احمدي کار ته په لاره کې ونیو او له څو ورځو او شپو توقیف او شکنجو څخه وروسته یې را وشاړه.

حمیدالله چې اوس د خیاطۍ په روزنه بوخت دی، وویل، «کله چې زه ایران ته د سفر د سختیو؛ د ایراني پولیسو د وهلو، ټکولو او را شړلو په هکله فکر کوم، خوب مې وتښتي. په ما باندې ډېرې سختۍ تېرې شوې او هېڅکله به یې هیر نه کړم.»‌

هغه وویل، «زه ډیر خوښ یم چې روزنه ترلاسه کوم، او بیا ایران ته د مهاجرت اړتیا نه لرم،»

هغه زیاته کړه، «له دې روزنې څخه تر فراغت وروسته، زه غواړم د خیاطۍ یو دوکان پرانیزم او د خپلې کورنۍ لپاره نفقه برابره کړم،»

١٧ کلن احمد وحيدي په قلعه نو ښار کې يوه لاسي کراچۍ چلوله، او د خلکو مالونه به يې له يوه ځای څخه بل ځای ته لېږدول.‌

د کار له سختۍ سره سره به هغه د ورځې یواځې ۱۰۰ – ۱۵۰ افغانۍ (۱.۱۵ – ۱.۷۰ ډالر) ګټلې. ځینې ورځې به هغه نشوای کړای چې بېخي کار پيدا کړي او خپلې څلورکسیزې کورنۍ ته به تش لاس راستنېده.

احمد وویل، «که زه په روزنه کې شامل شوی نه وای، ما غوښتل چې په غیرقانوني توګه ایران ته لاړ شم،»

هغه وويل، «هغه پيسې چې ما هره ورځ د خپل لاس ګاډي له کار څخه ګټلې، زما د کورنۍ د لګښتونو لپاره کافي نه وې. زه ډیر خوښ یم چې ما دلته یو فرصت وموند او اړتیا نه لرم چې ایران ته لاړ شم.»

احمد وويل، «زه ډېر خوښ يم چې نور په کوڅو کې مشقت کار نه کوم. په کوڅو کې کار کول ډېر سخت دي، خو زه مجبور وم چې دا کار وکړم.»

هغه وویل، «زه به د خپلې روزنې له بشپړولو څخه وروسته خپل د خیاطۍ ورکشاپ پرانیزم او نورو ځوانانو ته به هم د کار زمینه برابره کړم.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د تنکیو ځوانانو او ماشومانو لپاره د تخنیکي او تعلیمي پروګرام پیلول د ښې راتلونکې په لور یو بریالی ګام دی. افغان ماشومان او تنکي ځوانان په لارو کوڅو کې درانه کارونه کوي، ځکه هغوی مجبور دي چې خپلې کورنۍ وپالي. هغوی له زده کړو او ښوونځيو ته له تګ څخه بې برخې دي او په لارو کوڅو کې درانه کارونه کوي چې ډېر عاید نه لري او ځینې یې مجبور دي چې په قاچاقي لارو ایران ته لاړ شي. دا کار هم له لوی مصیبت او سختۍ ګاللو سره ترسره کوي. زه له یونیسف څخه مننه کوم چې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو سره یې د حرفوي زده کړو مرکز ته د تګ او په لاره کې د ستونزو د مخنیوي په برخه کې مرسته وکړه.

ځواب ورکړئ

د داسې فرصتونو برابرول چې هم د اوس لپاره پرې خلک مصروف دي او هم به په راتلونکي کې د همدې ترلاسه شویو کسبونو په وسیله بوخت وي ډېر ګټور دي. دې سره نه یوازې د سوال مخه نیول شوې ده. زما په نظر دې کار په قاچاقي لارو د خلکو له لوري وطن نه پرېښودو ته هم زمینه برابره کړه. همدا رنګه د همدې وړو وړو کسبونو چې دوی زده کړي کولی شي خپله دا کسان په کې بوخت شي. خو د دوی ماشومان به زده کړې وکړي. بې ځایه به نه ګرځي. په نشو به نه اخته کېږي. د کوڅې د خلکو د اوازو په اساس به له مشورې پرته وطن نه پرېږدي. د دې کارونو زده کړه په دوامداره توګه د دې خلکو کورنیو ته عاید دی. که له زده کړو وروسته ځانته واړه واړه ورکشاپونه جوړ کړي، کولی شي خپلو څو تنو اولادونو او هم نورو زده کوونکو ته په اړوند برخو کې روزنه ورکړي. هغه بنسټونه چې دا د خیر پروژې یې پلې کړي مننه یې کوو او په ورته برخو کې ترې غوښتونکي یو. دغه پروسه دې نورو ولایتونو ته هم وغزوي. مننه

ځواب ورکړئ