هرات -- په افغانستان کې د بې کارۍ او اقتصادي بحران په زیاتېدلو سره، د ملګرو ملتونو د ماشومانو مرستندوی صندوق (یونیسف) او یوې جرمنۍ خیریه موسسې ۵۵۰ سړیو او ښځو ته حرفوي روزنه ورکړې ترڅو ورسره د کارونو او عوایدو په موندلو کې مرسته وکړي.
د حرفوي روزنې د یوه شپږ میاشتني پروګرام له بشپړولو څخه وروسته، د لړم په ۲۳مه، د هېلپ -- هیلفې څووه سیلبشتیلفی موسسې په دفتر کې شاوخوا ۲۰۰ ښځې او سړي دې ته چمتو شوي چې کار وکړي.
دغو سړیو او ښځو ته ورکول شوې روزنه د خیاطۍ، ګلدوزۍ، غالۍ اوبدنې، نجارۍ، ګرځنده تلفون، تلوېزیونونو او موټرسایکلونو د ترمیم، اهنګرۍ او نلدوانۍپه څېر مسلکونه تر پوښښ لاندې نیسي.
په افغانستان کې د هېلپ موسسې ریییس آصف فولاد وویل، د دې پروګرام فارغان په تخنیکي ساحو کې روزل شوي څو هغوی وکولی شي چې د کار مارکېټ ته ننوځي او د خلکو خدمت وکړي.
هغه زیاته کړه، «روزل کېدونکیو کسانو ته د هغوی د مسلکونو اړوند اړتیا وړ وسایل ورکول کیږي. موږ به د هغوی له فراغت څخه دوه میاشتې وروسته یوه ارزونه ترسره کړو چې وګورو چې په هغوی کې څو کسانو وظیفې ترلاسه کړي یا یې یو کوچنی کاروبار پیل کړی دی.»
هغه زیاته کړه، «موږ له هغوی سره مرسته کوو چې وظیفې ومومي. زموږ د راپورونو په اساس، زموږ د تېرو دورو شاوخوا ۷۰٪ فارغانو کارونه موندلي.»
فولاد وویل، ۵۰۰ نور کاندیدان به د حرفوي روزنې په بله دوره کې شامل شي.
په افغانستان کې د پایښت وړ مرستو د موسسې، چې یوه غیرحکومتي موسسه ده او د حرفوي روزنې پروګرامونه تطبیقوي، رییسې فرشتې یعقوبي وویل، دا سړي او ښځې په هرات ښار او د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې غریبو کورنیو پورې تړاو لري.
هغې زیاته کړه، «دا وخت هغو مسلکونو ته چې دا کسان په کې روزل شوي دي تقاضا ډېره ده... او د هغوی کار ته اړتیا ده. موږ باوري یو چې د دغو سړیو او ښځو له جملې څخه به یو هم بې کاره پاتې نشي.»
په دې دوره کې، نجونو او ښځو په حرفوي روزنه سربېره د ژوند په مهارتونو او ارواپوهنه کې هم روزنه ترلاسه کړه څو هغوی وکولی شي چې د نهیلۍ پر وړاندې مبارزه وکړي.
هېلپ له ۱۳۸۷ کال راهیسې په افغانستان کې ۱۳۰۰۰ نارینه او ښځو ته حرفوي روزنه ورکړې ده.
یو نوی ژوند
د روزنې د دې دورې فارغان وایي چې د یوه مسلک زده کولو د هغوی په ژوند کې یوه نوې مرحله پرانستې ده.
د هرات ښار یوې اوسېدونکې ناهید ولي زاده چې ۱۹ کاله عمر لري، خیاطي په مسلکي بڼه زده کړله.
ولي زاده چې پخوا د یوې لېسې زده کوونکې وه وروسته له هغه حرفوي روزنې ته مخه کړه چې ښوونځي ته له تګ څخه محرومه شوه.
هغې وویل چې اوس د خیاطۍ په یوه دوکان کې کار کوي او له دې وروسته به یو عاید ولري.
هغې زیاته کړه، «د روزنې په پیل کې ما هېڅ انګېزه نه لرله او داسې مې احساسوله چې زه به ونشم کولی چې خیاطي زده کړم، خو د وخت په تېرېدلو سره، ما انګېزه وموندله او د تېرو شپږو میاشتو په دوران کې مې خیاطي په مسلکي شکل سره زده کړله.»
هغې وویل، «اوس چې زه یو مسلک لرم زه ژوند ته هیله لرم او خپل ځان خپلو هدفونو او خوبونو ته نږدې وینم.»
فاطمه رحماني چې ۱۶ کاله عمر لري او هغه هم یو وخت د یوې لېسې زده کوونکې وه، د حرفوي روزنې د دې دورې یوه بله فارغه ده. هغې د تېرو شپږو میاشتو په دوران کې ګلدوزي په مسلکي شکل سره زده کړله.
فاطمې وویل، د ګلدوزۍ په زده کولو سربېره، د ژوند د مهارتونو د یوه درسي ټولګي اخیستلو هغې ته نوې انګېزه او ژوند ورکړل، او په ژوند باندې د هغې اعتماد یې زیات کړ.
هغې وویل، «اوس زه ډېره خوشحاله یم چې یوه وظیفه لرم. زه غواړم پرمختګ وکړم او د خپل ځان لپاره یو ښه راتلونکی جوړ کړم.»
فاطمه محمدي چې ۱۵ کاله عمر لري او پروګرام یوه بله فارغه ده، د غالۍ اوبدلو په برخه کې روزل شوې ده.
هغې وویل، هغه غواړي کار او د خپلې کورنۍ ملاتړ وکړي.
هغې زیاته کړه، «پلې کوونکې غیرحکومتي موسسې ماته د شپږ میاشتنۍ روزنې په ترڅ کې د میاشتې ۷۰۰۰ افغانۍ (۸۰ ډالر) راکولې. په هغو پیسو، ما خپله کورنۍ له بې وزلۍ څخه وژغورله.»
فاطمې وویل، له همدا اوس څخه هغه غواړي چې د خپلې کورنۍ ملاتړ وکړي.
هیله او پرمختګ
نورو برخه والو چې له څو کلنې بې کارۍ او بې وزلۍ سره لاس او ګرېوان ول، ومنله چې هغوی د کار کولو لپاره چمتو دي.
فرشاد محمدي چې ۲۳ کاله عمر لري د موبایلونو د ترمیم په برخه کې روزل شوی دی.
هغه وویل، «زه بې کاره وم، خو د روزنې په دې دوره کې ما په مسلکي توګه د موبایلونو ترمیم زده کړ. زه د خپلې کورنۍ نفقه پرغاړه لرم او کولی شم چې د هغوی لپاره یو عاید وګټم.»
محمدي وویل چې د یوه مسلک له زده کولو څخه وروسته هغه د پیاوړتیا احساس کوي.
هغه وویل، «ما غوښتل چې د کار کولو لپاره ایران ته لاړ شم، خو د حرفوي روزنې له پیلولو څخه وروسته ما خپل تصمیم بدل کړ. زه خوښ یم چې په خپل هېواد او ښار کې کار کوم او په نورو باندې متکي نه یم.»
فرزاد عزیزي چې ۲۴ کاله عمر لري او د یوې شپږ کسیزې کورنۍ نفقه ور ترغاړې ده، تازه د نجارۍ په برخه کې روزنه ترلاسه کړله. هغه وویل، چې هغه بې کاره دی او اقتصادي وضعیت یې ډېر خراب دی.
هغه وویل، خو له هغه وخت نه چې هغه حرفوي روزنه اخیستې ده، ژوند یې بهتر شوی دی.
هغه زیاته کړه، «زه د کار نشتوالي او خپل اقتصادي حالت ته ډېر اندېښمن وم چې زه یې په رواني روغتیایي ستونزو باندې اخته کړم، خو اوس زه خوښ یم چې یو مسلک مې زده کړ او کولی شم چې د خپلې کورنۍ او ټولنې خدمت وکړم.»
عزیزي وویل، «ما د نجارۍ له یوه دوکان سره خبرې کړي او غواړم چې له هغوی سره کار وکړم. زه به له اوس نه ایسته د میاشتې ۲۰۰۰۰ افغانۍ (۲۲۹ ډالر) تنخا ولرم.»
دا د خوښۍ خبر دی مونږ پرې خوښي څرګندوو. یوه خبره ده چې مونږ د حرفوي روزنې په برخه کې متخصصو کسانو ته اړتیا لرو لاکن د دې معنی دا نه ده چې مونږ په علمي او اکاډمیکو برخو کې کدرونو ته اړتیا نه لرو. هغه موسسې چې په علمي برخو کې کار کوي هغوی باید خپلې هڅې په دوه برخو ووېشي. یو شمېر موسسې دې له پوهنتونونو سره مرسته وکړي چې محصلان په نړۍ واله سطحه فارغ شي او نورې موسسې دې د حرفوي روزنې پروګرامونه وړاندې کړي.
ځواب ورکړئ2 تبصره
په حقیقت کې، یونیسف، ملګري ملتونه، ډبلیو اېف پي، او نورو مرستندویه موسسو او اروپایي هیوادونو په هر حالت کې د افغانستان له نارینه او ښځو سره مرستې کړې دي. دوی تل د افغانستان د خوراک، پوهنې او روغتیا په برخو کې مرستې کړي او له دولت او بې وزلو خلکو سره یې مرستې کړي دي. د افغانستان بې وزله خلک د دغو موسسو له مرستو مننه کوي. د هرات ولایت د مسلکي روزنیزو کورسونو زده کوونکي باید هڅه وکړي چې د شپږو میاشتو په موده کې مسلکي کارونه په سمه توګه زده کړي او خپل مسلک ته وفادار پاتې شي او له دې مسلک څخه د خپلو کورنیو لپاره یوه ټوټه ډوډۍ تیاره کړي. همدارنګه، دوی کولی شي نور وروڼه وروزي او دوی ته د مسلک په اړه پوهه ورکړي او د کار زمینه برابره کړي. د یونیسف دغه پروژه پر هغو زده کوونکو ژور تاثیر لري چې په خپلو کورونو کې بې کاره ناست دي. زه له یونیسف څخه غوښتنه کوم چې په نورو ولایتونو کې هم روزنیز کورسونه پیل کړي.
ځواب ورکړئ2 تبصره