اقتصاد

د خیاطۍ روزنه په بلخ کې له بې وزلو ښځو سره مرسته کوي چې کار پيدا کړي

د محمد قاسم راپور

د بلخ په لسګونو ښځې د لړم په ۱۰مه په مزارشریف کې په بې وزلۍ کې د ټولنیزو خدمتونو موسسې (او اېس اېس پي) په یوه روزنیز مرکز کې راټولې شوي چې د کاري فرصتونو لپاره خپل نومونه ولیکي. [عکس او اېس اېس پي اخیستی دی]

د بلخ په لسګونو ښځې د لړم په ۱۰مه په مزارشریف کې په بې وزلۍ کې د ټولنیزو خدمتونو موسسې (او اېس اېس پي) په یوه روزنیز مرکز کې راټولې شوي چې د کاري فرصتونو لپاره خپل نومونه ولیکي. [عکس او اېس اېس پي اخیستی دی]

مزارشریف -- په بلخ ولایت کې بې وزلې ښځې، چې ډېرې یې د خپلو کورنیو اصلي نفقه ګټونکې دي، اوس داسې حرفوي روزنه ترلاسه کوي چې له هغوی سره به د ملاتړ د نورو ډولونو تر څنګ د کارونو په موندلو کې هم مرسته وکړي.

په بې وزلۍ کې د ټولنیزو خدمتونو موسسې (او اېس اېس پي) د نړۍ والو مرستندویانو په مالي مرسته داسې کارونه پیل کړي چې ښځو ته، د خیاطۍ او لاسي صنایعو په ګډون، په بېلابېلو سکتورونو کې کاري فرصتونه برابر کړي.

دې محلي غیرحکومتي موسسې چې په ۱۴۰۰ کال کې په جوزجان ولایت کې جوړه شوې ده، د وږي په میاشت کې په بلخ کې فعالیت پيل کړ او د خپل کار د ترسره کولو لپاره یې ۸ ښځې ښوونکې او یوه قابله استخدام کړي.

د او اېس اېس پي رییس خیرمحمد دهزاد سلام ټایمز ته وویل، له هغه وخت راهیسې دغې موسسې په بلخ کې ۱۰ روزنیز مرکزونه جوړ کړي، چې هر یو یې ۴۰ ښځو ته د خیاطۍ مهارتونه او ورسره ابتدایي روغتیایي مهارتونه او اسلامي تعلیمات ورښيي.

هغه وویل، روزنیز مرکزونه په مزارشریف ښار او د بلخ ولایت په نورو ولسوالیو کې واقع دي.‌

دهزاد وویل، دا کورسونه له درې څخه تر شپږو میاشتو پورې وخت نیسي. هغه زیاته کړه، په فراغت سره به هر روزل شوی کس یو د ګنډلو ماشین او نورو ضروري وسایل ترلاسه کړي څو هغوی وکولی شي چې خپل کاروبارونه پرې پيل کړي.‌

هغه وویل، «زموږ هدف دا دی چې له بې وزلو ښځو سره چې د خپلو کورنیو اصلي نفقه ګټونکې او له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي، مرسته وکړو.»

هغه زیاته کړه، «موږ هیله لرو چې هغوی نه یواځې مهارتونه ترلاسه او یو مسلک زده کړي، بلکې دغه راز له فراغت څخه وروسته خپله پوهه او د ټولنې په هکله خبرتیا پراخ کړي.»

په مزارشریف کې د یوه روزنیز مرکز مشرې برېښنا خیر اندېش وویل، د حرفوي روزنې پر وړاندې کولو سربېره، دغه مرکزونه د اسلامي ښوونې او اساسي روغتیايي پاملرنې په هکله هم درسي پروګرامونه وړاندې کوي.

هغه وویل، «موږ دغو ښځو ته، چې د خپلو کورنیو مشرانې دي، فرصتونه برابر کړي چې په راتلونکي کې په خپلو ځانونو باندې بسیا شي.»

هغه زیاته کړه، «موږ ښځوو ته دا ور ښیو چې څنګه خپلو اقتصادي معیشتونو ته انکشاف ورکړي او د بېلابېلو موضوعاتو په هکله خپله پوهه زیاته کړي،» او یادونه یې وکړه چې کله چې نورې پیسې برابرې کړي، نورو اړمنو ښځو ته به هم فرصتونه برابر کړي.‌

ښځې به خپلو هڅو ته دوام ورکړي

له جنسیتي محدودیتونو سره سره، د او اېس اېس پي له خوا روزل کېدونکیو وویل، ښځې ه تسلیمېږي بلکې لا نوره هڅه کويترڅو وکولی شي چې د خپلو کورنیو د ملاتړ لپاره کافي اندازه پیسې وګټي.‌

۳۸ کلنې زرغونې چې د څلورو ماشومانو مور، د مزارشریف اوسېدونکې ده او په یوه مرکز کې روزنه ترلاسه کوي، سلام ټایمز ته وویل چې هغه د خپلې کورنۍ اصلي نفقه ګټونکې ده.

هغې وویل، «ما له یوه شرکت سره د صفاکارې په توګه کار کاوه،‌ خو په هېواد کې د بدلونونو له امله مې خپله وظیفه له لاسه ورکړله،» او زیاته یې کړه چې اوس هغه هیله لري چې له یوې مسلکي خیاطې کېدلو څخه وروسته وکولی شي دومره پیسې وګټي چې د خپلې کورنۍ مالي ملاتړ پرې وکړي.

هغې وویل، «زه تقریبا یو کال بې وظیفې او په کور ناسته وم. په وروستیو کې ما دلته راتګ پيل کړ چې ګنډل زده کړم. کله چې زه مهارتونه زده کړم، زه به وکولی شم چې له اقتصادي پلوه د خپلې کورنۍ مالي ملاتړ وکړم.»

د حرفوي روزنې زده کوونکې او د مزارشریف اوسېدونکې رابعې رضایي چې ۲۶ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «یوه میاشت وشوه چې ما د ګنډلو کورس ته تګ پيل کړی دی.»

رضایي وویل، «تر اوسه پورې، ما د برش او ګنډلو او دغه راز د ښځو لپاره د ډول ډول جامو جوړولو په څېر مهارتونه زده کړي. زه د ګنډلو په مسلک کې ډېره علاقه مندي لرم او هیله لرم چې یوه تکړه خیاطه شم.»

هغې وویل،‌ «په پيل کې ما له انټرنټ څخه ترلاسه کړي معلومات کارول، خو اوس زه کولی شم چې د خپل لارښود تر نظارت لاندې ګنډل زده کړم،» او زیاته یې کړه چې هغې د خپل ځان لپاره ځینې کمیسونه ګنډلي او هیله لري چې ژر کاروبار پیل کړي.

هغې وویل، «زه غواړم چې یوه مسلکي خیاطه شم او د ژوند لپاره کافي اندازه عواید ترلاسه کړم.»

په ننګونو باندې برلاسی

شګوفه صدیقي چې ۲۳ کاله عمر لري، د مزارشریف په یوه مرکز کې د خیاطۍ پروګرامونه تعقیبوي.‌

هغې سلام ټایمز ته وویل هغه هوډ لري چې د خیاطۍ مسلک زده کړي او د خپل پلار په نشتوالي کې چې ایران ته د کار په لټون پسې تللی دی، د خپلې کورنۍ ملاتړ وکړي.

صدیقي وویل، «اوس زه کولی شم چې ساده او دغه راز دودیز افغاني او ګلدوزي جامې وګنډم،» او یادونه یې وکړه چې ښایي روزنه هغه دې ته برابره کړي چې په راتلونکي کې د صادراتو د بازار لپاره جامې جوړې کړي.

د بلخ د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیالې محبوبې زماني وویل، سوداګرې ښځې له ګڼ شمېر ستونزو سره مخامخ دي.‌

په هغو کې د لاسي صنایعو د تولید سخت محدودیت او مالي منابعو او بانکوالۍ ته د لاسرسي محدودیت شامل دي.‌

هغې وویل، «موږ له دې ننګونو څخه خبر یو او له اړوندو ادارو سره په تماس کې یو چې له سوداګرو ښځو سره مرسته وکړي څو دغه ستونزې هوارې کړي.»

زماني وویل، «موږ به د اسلامي اصولو په اساس د یوې مساعدې کاري فضا رامنځته کولو ته دوام ورکړو څو ښځې وکولی شي کار وکړي او نفقه ترلاسه کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د افغانستان په څلوېښت کلنه جګړه کې ډېرو ښځو خپل مېړونه له لاسه ورکړي دي. دغو ښځو ته د خپلو کورنیو مشري ور تر غاړې ده. زه له او اېس اېس پي موسسې څخه مننه کوم چې دوی ته روزنه ورکوي او بیا هرې یوې ته د ګنډلو ماشین ورکوي. د او اېس اېس پي موسسه باید پوه شي چې دا د یوې کورنۍ سره مرسته کوي. زه په دې ډول مرستو باندې خوښي څرګندوم. زه د او اېس اېس پي موسسې له مدیریت څخه مننه کوم. په خوښۍ سره.

ځواب ورکړئ

دا ډول خبرونه دې لا ډېر شي.

ځواب ورکړئ

ډېر ښه. دا ډول کارونه باید پراخ شي چې ښځې په خپلو پښو ودریږي.

ځواب ورکړئ