کندوز -- په بلخ ولایت کې ښځې له داسې یوې پروژې څخه ګټه اخلي چې له هغوی سره د پرځان بسیاینې په برخه کې مرسته کوي.
شکېبا چې ۴۸ کاله عمر لري او د پنځو ماشومانو مور ده، د نهر شاهي ولسوالۍ په حیات اباد کلي کې ژوند کوي.
هغې د غبرګولي په ۹مه وویل، «زما مېړه د ۱۳۹۸ د لړم په میاشت کې په مزارشریف کې په یوه بمي چاودنه کې ووژل شو. له هغه وخت راهیسې ما ښه ورځ نه ده لیدلې.»
شکېبا وویل، «زما د مېړه له مرګ څخه وروسته زه له ډېرو ستونزو سره مخامخ شوم. ما د خلکو له کالیو وینځلو او پخلي کولو څخه نیولې د کورونو تر پاکولو پورې هر څه وکړل چې د خپلو ماشومانو لپاره نفقه وګټم.»
خو اوس هغه د زرغونې خونې د یوې پروژې برخه ده چې د تخنیکي همکارۍ او پراختیا ادارې (اکتېد) په نامه یوې فرانسوۍ غیرحکومتي موسسې له خوا تطبیق کیږي.
هغې وویل، «اوس زه هیله منه یم چې د سبزیجاتو د کرلو او خرڅولو له لارې به د ځان لپاره نفقه برابره کړم.»
په مزارشریف کې د اکتېد سیمه ییز رییس حسرت الله حمیدي وویل، اکتېد د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت په مالي مرسته په نهر شاهي، دهدادي او چارکنت ولسوالیو کې ۱۵ زرغونې خونې جوړې کړې.
هغه وویل، له زرغونو خونو سره ښځو ته اړتیاوړ وسایل او د ترکاریو تخمونه هم ورکول کیږي چې فصلونه وکري او له خپلو کورنیو سره مرسته وکړي.
حمیدي وویل، «هره زرغونه خونه ۱۲۰ مربع متره لویه ده چې ۱۵ متره اوږده او اته متره پراخه ده.»
هغه زیاته کړه، «په هره زرغونه خونه کې شل ښځې کار کوي او ډول ډول ترکاري کري. دا ښځې وار له مخه د کرنې او حاصلاتو ټولولو د تخنیکونو په برخه کې روزل شوي دي.»
حمیدي وویل، دا پروژه د کب په میاشت کې پیل شوه څوله ښځو سره د پر ځان بسیاینې په برخه کې مرسته وکړي.
هغه زیاته کړه، په هره زرغونه خونه باندې ۳۵۰۰۰۰ افغانۍ (۳۹۰۰ ډالر) لګښت کیږي.
په نهرشاهي ولسوالۍ کې د پروژې یوې بلې برخه اخیستونکې زلیخا رشیدي وویل، «زه یوه د کور ښځه او د درې ماشومانو مور یم. زما مېړه فلج دی، او زه د خپلې کورنۍ نفقه برابرول پر غاړه لرم.»
هغې وویل، «موږ د ۲۰ ښځو یو ټیم یو، او موږ په خپله زرغونه خونه کې بادرنګ، رومیان، بانجان، مرچک، کاهو، مولۍ او نورې موسمي ترکارۍ کرلي دی. موږ به په څو ورځو کې دننه خپل لومړني حاصلات واخلو.»
هغې وویل، «اوس زه ډېره خوشحاله یم چې زه په یوه کار بوخته یماو کولی شم چې د خپلې کورنۍ ستونزې یو څه هوارې کړم.»
زلیخا رشیدي چې له لېسې څخه فارغه شوې، وویل، چې اوس هغه له نورو ښځو سره د هغوی په زرغونو خونو باندې په پام کولو کې هم بوخته ده.
په افغانستان کې د اکتېد رییس وویل، عین پروژه په جوزجان، تخار، بغلان او بادغیس ولایتونو کې هم پلې کېږي.
د کورني تاوتریخوالي مخه نیول
په داسې حال کې چې د دې پروژې هدف دا دی چې د بې وزلو او کونډو ښځو پر ځان بسیاینه پیاوړې کړي او هغې ته وده ورکړي، دغسې پروګرامونو له کورني تاوتریخوالي څخه د خلاصون په برخه کې هم مرسته کړې ده.
د دهدادي ولسوالۍ یوې اوسېدونکې خدیجې عالمي چې ۳۸ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «موږ د هغه فرصت له امله چې موږ ترلاسه کړی دی خوشحالې یو. له دې لارې، موږ کولی شو چې له خپلو ځانونو او کورنیو سره مرسته وکړو.»
عالمي وویل، «په اکثرو مواردو کې، کورنی تاوتریخوالی د بې کارۍ له امله رامنځته کیږي،» او زیاته یې کړه چې اضافه عواید کولی شي چې د کورنیو ستونزې حل کړي.
د کندوز ښار یوې اوسېدونکې فریدې بېکزاد وویل، په ښځو باندې بندیزونه لګول او په هغوی باندې فشار اچول هغوی لا نورې منزوي، خفه او له کورني تاوتریخوالي سره مخامخ کوي.
هغې وویل، «تجربو ښودلې چې د ښځو پر ضد اکثر کورنی تاوتریخوالی او ژور خفګان په کورونو کې دننه پېښېږي.»
نوموړې وویل، «کله چې ښځې له کورونو څخه بهر کار کوي، هغوی له کورني تاوتریخوالي څخه خوندي وي او کولی شي چې له اقتصادي پلوه د خپلو سړیو ملاتړ هم وکړي.»
فریدې وویل، «ښځو ته باید کار او کاري فرصتونه ورکړل شي څو هغوی وده وکړي او غښتلې شي.»
داسې خبرونه دې لا ډېر شي. مېرمن شکېبا چې څه ویلي واقعیت دی. موږ یې په خپل سترګو وینو چې خلک له څومره ستونزو سره مخامخ دي. نو پر ځای د دې چې فکر وشي د شکېبا او نورو سلګونه زرو مېرمنو خبرې په اوس وخت کې سل سلنه واقعیت لري چې په ستونزو کې ګیر دی او علت یې هم اقتصادي ستونزې دي. ریښتیا هم ډېرې داسې ښځې شته چې د نورو خلکو کالي وینځي، پخلی ورته کوي، کورونه یې پاکوي، ماشومان یې لوبو ته بیايي ... څو خپلو اولادونو ته حلاله نفقه وګټي، خو دا چې په پردي کور کې کار کوي نو هغه وخت هم له ډېرو ستونزو او ننګونو سره مخامخ وي. زما په نظر دغه ډول کارونه چې په خپله یې وکړای شي د بل له کار دي. بل تاسو په خپل راپور کې ویلي چې دغسې پروګرامونو له کورني تاوتریخوالي څخه د خلاصون په برخه کې هم مرسته کولی شي. بلکل همداسې ده. په دې وروستیو کې په افغانستان کې د کورني تاوتریخوالي پېښو کې تر بل هر وخت زیاتوالی راغلی چې علت یې هم بې ساري اقتصادي ستونزې دي.
ځواب ورکړئ4 تبصره
زه ددې خبر په لوستلو خوښ شوم. شنې خونې نه یواځې دا چې د خلکو سره د هغوی د اقتصاد او کرنیزو محصولاتو په ډېرښت کې مرسته کوي بلکې د ځمکې د تودوخي یا اقالیمي بدلون په وړاندې هم ښه بدیل جوړېدی شي. خلک دغه راز کولای شي چې بېلابېلې ترکارۍ د هغوی د فصل د موسم پرته په نورو موسمونو کې هم ترلاسه کړي چې په دې سره د خلکو روغتیايي وضعیت هم ښه کېږي ځکه کولی شي په ټولو موسمونو کې د ضرورت وړ ویټامین او نور اړین ترکیبات ترلاسه کړي. د سلام ټایمز نه مننه چې د داسې خبرونو په خپرولو سره زموږ هیلې ژوندۍ ساتي.
ځواب ورکړئ4 تبصره
د کاري فرصتونو رامنځته کول او د میرمنو ځواکمن کول یو ښه کار دی او زه له اکتېد موسسې او تمویلوونکو څخه مننه کوم چې ښځو ته یې دا فرصت برابر کړ چې په خپلو پښو ودریږي او له مالي پلوه پر ځان بسیا شي. هغه ټکی چې په دې راپور کې یې زما پام ځانته اړولی دا دی چې د دې کاري فرصتونو رامنځته کول هم د کورني تاوتریخوالي د مخنیوي لامل شوي دي. ما پخپله څو ځلې لیدلي چې بېکاره سړي چې ټول وخت په کور کې تیروي پر خپلو میرمنو ظلم کوي او په کوچنیو خبرو یې وهي ټکوي. ما هغه ښځې هم لیدلي چې دندې لري د نارینه وو په پرتله په کور کې ډیر عزت او وقار ترلاسه کوي، ځکه چې دوی کار کوي، پیسې ګټي او د کورنۍ ملاتړ کوي. له همدې امله دا یو ډیر ښه او مهم اقدام دی او په کار ده چې د دې زرغونو خونو شمیر زیات شي او نور خلک او سیمې تر پوښښ لاندې راولي. په مننې سره. شیرین علیزۍ
ځواب ورکړئ4 تبصره
د خوشحالی خبر دی. مننه سلام ټایمز چې داسې ګټور خبرونه خپروئ.
ځواب ورکړئ4 تبصره