اقتصاد

د جوزجان ښځې د نفقې ګټلو لپاره پوڅکۍ کري او خرڅوي

د محمد قاسم راپور

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان سره نژدې په مصر اباد کلي کې یوه ښځه د ۱۳۹۹ د سلواغې په ۲۶مه له خپلو کرلو پوڅکیو څخه ډکه ټوکرۍ انتقالوی. [الله نظر توران]

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان سره نژدې په مصر اباد کلي کې یوه ښځه د ۱۳۹۹ د سلواغې په ۲۶مه له خپلو کرلو پوڅکیو څخه ډکه ټوکرۍ انتقالوی. [الله نظر توران]

کندوز -- په جوزجان ولایت کې ښځې، د دغه ولایت د کرنې ریاست له شریکباڼو موسساتو څخه د روزنې له ترلاسه کولو څخه وروسته، په وروستیو کالونو کې خپلو کورنیو ته د نفقې برابرولو لپاره پوڅکۍ کري او خرڅوي.

په هېواد کې له وروستیو سختیو سره سره، سوداګرو ښځو سلام ټایمز ته وویل هغوی هوډ لري چې د خپلو کورنیو د اقتصادي ښېرازۍ ته د ودې ورکولو لپاره هېڅ هڅې ونه درېغوي، او هیله لري چې هغوی به وکولی شي چې له کورونو څخه بهر کار کولو ته دوام ورکړي.

د ولایت د مرکز شبرغان اوسېدونکې نسیمه چې ۴۸ کاله عمر لري، د پوڅکۍ کرونکو ښځو د یوه ‍۱۰ کسیز ټیم مشري پر غاړه لري.

هغې سلام ټایمز ته وویل، «موږ د تېر کال په ترڅ کې د شبرغان ښار په مصر اباد کلي کې په ګډه پوڅکۍ کرلي او خرڅ کړي.»

هغې وویل، «په عمومي توګه پوڅکۍ یا مرخېړي په یوه کال کې ۸ ځلې حاصل ورکوي. زه هره کیلو پوڅکۍ د شبرغان په بازار کې په ۳۰۰ افغانۍ (۳.۴۰ ډالر) خرڅوم او کولی شم چې د میاشتې په اوسط ډول ۱۰۰۰۰ افغانۍ (۱۱۴ ډالر) ترلاسه کړم.»

نسیمې وویل، دا د هغې ماشومانو ته د نفقې برابرولو لپاره کافي دي.

په شبرغان کې یوې بلې کروندګرې ګلدستې چې ۴۰ کاله عمر لري، او د پوڅکیو د کرلو په برخه کې یې یو روزنیز کورس بشپړ کړی دی، وویل چې په جوزجان کې دوه ډوله پوڅکۍ کرل کیږي.

هغې وویل، یو ډول په للمي یا دښتي سیمو کې شنې کېږي، او بل ډول یې په کورنیو فارمونو کې کرل کیږي.

هغې وویل، «لومړی موږ د پوڅکیو تخم ترلاسه کوو او بیا یې په مشخصو فارمونو کې کرو.»

هغې وویل، پوڅکۍ د پروتینو یوه ښه سرچینه ده او ویې ویل چې خلک دا خوښوي چې په خوراکونو کې یې د بولاني او قورمې په بڼه وکاروي.

ګلدستې وویل، «زه د پوڅکیو له خرڅلاو څخه په اونۍ کې د ۸۰۰ او ۱۰۰۰ افغانیو (له ۹ څخه تر ۱۱ ډالرو) پورې ترلاسه کوم. پخوا د جوزجان اکثرو ښځو نشوای کولی چې دومره عاید ترلاسه کړي.»

د جوزجان د زراعت او مالدارۍ ریاست چارواکو وویل چې هغوی ښځو کروندګرو ته د پوڅکیو اصلاح شوي تخمونه ور وېشلي دي.

د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ رییس عبادالله انصار سلام ټایمز ته وویل، «دا وخت د جوزجان په شبرغان ښار او اقچه ولسوالۍ کې په ۳۸ بېلابېلو ګروپونو کې له ۳۸۰ څخه ډېرې ښځې پوڅکۍ کري.»

هغه وویل، په دې ولایت کې د پوڅکیو د کرنې په هر فارم کې تر ۱۰ پورې ښځې کار کوي.

هغه وویل، «زموږ معلومات ښیي چې دا ښځې د خپلو کورنیو لپاره نفقه ګټي. هغوی پر خپلو ځانونو بسیا شوي او کولی شي چې د خپلو کورنیو د اړتیاوو پوره کولو لپاره کافي اندازه عواید ترلاسه کړي.»

هغه زیاته کړه، «موږ شاوخوا ګورو څو داسې مناسب بازارونه پیدا کړو چې هلته ښځې کولی شي په ټاکلي وخت او مناسب قیمت خپل تولیدات خرڅ کړي.»

موږ باید د پراختیا لپاره هڅه وکړو

د پوڅکیو کرونکې یواځینۍ ښځې نه دي چې د خپلو کورنیو لپاره نفقه ګټي.

په شبرغان کې د ترکاریو یوې کروندګرې عالیې خیرخواه وویل، «ما خپل تجارت دوه کاله مخکې پیل کړ او غواړم چې په راتلونکي کې دوام ورکړم». هغې یادونه وکړه چې د هغوی کورنی اقتصاد کاملا د سبزیو په کرلو او خرڅولو باندې متکي دی.

هغې وویل، «حالاتو ته تسلیمېدل او چوپ پاتې کېدل یواځینۍ حل لاره نه ده. موږ باید سخت زیار وباسو ترڅو خپل کاروبار پراخ کړو. د هغو هڅو په پام کې نیولو سره چې ما د تېرو کالونو په ترڅ کې کړي دي، زه نه غواړم چې حالاتو ته تسلیم او په کور پاتې شم

خیرخواه وویل، «موږ غواړو ترڅو موجود محدودیتونه له منطقي او مناسبو لارو څخه وننګوو،» او ژمنه یې وکړه چې د خپل کاروبار د دوام او په ښځو باندې د لګېدلو بندیزونو د پورته کولو د دفاع لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

په جوزجان کې د ښځو د حقونو یوې فعالې خیرالنساء هاشمي وویل، سوداګرې ښځې د خپلو کورنیو په ساتلو سربېره هغه ښځې چې له هغوی سره کار کوي هم ژغوري.

هغې وویل، «په هېواد کې د دوو لسیزو اوږده جنګ په ترڅ کې په زرګونو سړیو خپل ژوند له لاسه ورکړ چې کورنۍ یې بې سرپرسته پاتې شوي دي. ډېرو ښځو کارونه پیل کړي چې دغه خلا ډکه کړي او خپلو کورنیو ته نفقه وګټي.»

هغې یادونه وکړه چې، «څومره چې ښځو ته ډېر کاري فرصتونه په لاس ورځي، هومره به د کورنیو معیشتونه انکشاف ومومي، او هغوی کولی شي چې له اقتصادي پلوه پرځانونو بسیا شي.»

هاشمي وویل، که ښځو اجازه نه لرلی چې له کورونو څخه بهر کار وکړي، هغه اقتصادي ننګونې چې ډېرې کورنۍ ورسره مخامخ دي به زیاتې شوې وای.‌

ښځې نفقه ګټي

د جوزجان د زراعت ریاست شریکباڼو موسسو، چې په بېلابېلو برخو کې د ښځو ملاتړ کوي، ویلي چې هغوی به سږ کال د ډېرو نورو هغو ښځو استخدام جاري وساتي چې غواړي د زراعت په برخه کې فعالیت وکړي.‌

د ودې او انکشاف موسسې (او جي ډي) رییس عبدالقیوم ثابت سلام ټایمز ته وویل، څو کاله کیږي چې دغه موسسه په جوزجان کې په زراعت کې د کار کولو لپاره د ښځو د هڅولو په موخه پروژې تمویلوي او هغوی پر ځان بسیا شوي دي.

هغه وویل، «موږ د مالدارۍ، چرګانو ساتې او مچیو ساتنې په ګډون په بېلابېلو برخو کې په سلګونو ښځو ته روزنه ورکړې ده. دا ښځې پر ځانونو بسیا شوي او کولی شي چې د خپلو کورنیو لپاره نفقه وګټي.»

ثابت وویل، «موږ پلان لرو چې سږ کال خپل د زراعت پروګرام لاندې نورې ښځې هم ونیسو څو هغوی وکولی شي چې د خپلو کورنیو مالي ملاتړ وکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

8 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هغه زیاته کړه، «مونږ پلان لرو چې سږ کال خپل د زراعت پروګرام لاندې نورې ښځې هم ونیسو څو هغوی وکولی شي چې د خپلو کورنیو مالي ملاتړ وکړي.»

ځواب ورکړئ

دا ډېر غوره اقدام دی خو زه نپوهېږم چې په جنوبي او ختیځو ولایتونو کې غیردولتي مؤسسې او دغه راز دولتي ادارې په څه بوختې دي چې داسې یوه پروژه یې هم نه ده تطبیق کړې؟ دا سیمې په تېرو ۲۰ کلونو کې تر بل هرځای زیاتې د جګړې له امله ځپل شویدي خو موږ تر اوسه دداسې یو خبر شاهدان نه یو چې نړیوالو او ملي نادولتي مؤسسو دې هلته داسې دایمي پروګرامونه پلي کړي وي. که یې کړي وي نو زمونږ هیله ده چې سلام ټایمز دې له همدې سیمو هم راپورونه جوړ کړي او که یې نه وي پیل کړې هم له سلام ټایمز غواړو چې زموږ غږ تر مسؤلینو ورسوي څو داسې پروژې په جنوبي او ختیځو ولایتونو کې هم پلي شي. مننه

ځواب ورکړئ

له سلام ټایمز څخه مننه چې داسې هیله بښونکي خبرونه خپروي. افغان مېرمنو په نږدې نیمه پېړۍ کې تر ټولو زیاتې جګړې او تباهۍ زغملي دي، خپل ژوند یې له لاسه ورکړی او که ژوندۍ پاتې وای، تر مرګه سل برابره له ستونزو سره مخامخ وې. یو له دغو ستونزو څخه د افغانستان په څیر ټولنه کې د ډوډۍ ګټونکي له لاسه ورکول دي، په هغې ټولنه کې چې د ښځو کار په کې منع دی. خو زه واقعاً د خوښۍ احساس کوم چې له دې ټولو ستونزو سره سره او حتی د طالبانو د رژیم تر سیوري لاندې هم زړورې افغانې ښځې کار کوي او خپلو کورنیو ته د حلالې ډوډۍ یوه ګوله برابروي. ستاسو له خبري ادارې څخه یو ځل بیا مننه کوم چې داسې خبرونه خپروي چې یو مثبت انځور ورکوي او خلکو ته د هیواد د راتلونکي لپاره هیلې ورکوي.

ځواب ورکړئ

دا ډېر ښه او هیله بخښونکی خبر دی، دغو اتلو مېرمنو دا ثابته کړه چې که فرصت ولري، کولای شي له نورو نارینه وو سره څنګ په څنګ کار وکړي او خپلې کورنۍ له بې وزلۍ وژغوري. تېر افغان حکومت په ۲۰۱۶ کال کې د ښځو د اقتصادي پياوړتيا ملي پروګرام پیل کړ، خو د اړوندو ارګانونو د نه همکارۍ له امله دغه پروګرام خپلو موخو ته ونه رسېد او له بده مرغه د جمهوري رياست له سقوط سره د دغه پروګرام د عملي کېدو مخه ونيول شوه او د ډیرو نورو پرمختیایي پروګرامونو په څیر، بشپړ نشو. اوسنیو حالاتو ته په کتو او د طالبانو د رژیم له خوا پر ښځو او په ځانګړې توګه په کارګرو ښځو لګول شوي محدودیتونو ته په کتو، دا د نړیوالې ټولنې مسوولیت دی چې د دغه پروګرام نیمګړي اهداف او فعالیتونه عملي کړي. که چیرې ښځې وکولای شي کار وکړي او اقتصادي خپلواکي بیرته ترلاسه کړي، نو دا به نه یوازې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پام وړ کمښت سبب شي، بلکې د هیواد راتلونکی به هم بدل شي، ځکه چې په ځان بسیا میرمنو ته به د زده کړې ښه زمینه برابره شي او ماشومان به په راتلونکي کې د ټولنې ښه غړي شي.

ځواب ورکړئ

دا واقعا د خوښۍ خبره ده چې د بې وزلو افغانانو لپاره د کار فرصتونه برابر شوي دي. ډبلیو ایف پي وړمه ورځ ماشومانو ته په ښوونځیو کې پخه ډوډۍ ورکړې وه او بیا هغو معصومو ماشومانو په ټولګي کې په خپلو لاسونو کې نیولې وه. زه د ډبلیو ایف پي دغه وحشیانه کار چې زمونږ د خلکو بد تصویر یې نړۍ ته وړاندې کړ په کلکه غندم.

ځواب ورکړئ

د WFP دا کار واقعا غیر اخلاقي دی او د ماشومانو په رواني وضعیت او راتلونکي منفي اغېزې پرېباسي خو تاسو باید د ډبلیو اېف پي د محکومولو پر ځای هغه کسان محکوم کړئ چې دا وضعیت یې پر موږ راوستی دی. د طالبانو نه مخکې د افغانستان په مرکز او ولایتونو کې شاګردانو ته کمپیوټرونه وېشل کېدل خو اوس د طالبانو په راتګ ورته وچه ډوډۍ وېشل کېږي ځکه نو زما په نظر طالبان باید په دې هکله ځواب ووایي او که محکومیږي هم همدا طالبان دې محکوم کړل شي.

ځواب ورکړئ

زه د دې مېرمنو همت ته دوه لاسي سلام کوم، چې د خپلو کورنیو اقتصادي ښېرازۍ ته د ودې ورکولو لپاره هڅې او کار کوي. ښځو ته دې له کورونو څخه بهر کار کولو او زده کړو ته اجازه ورکړل شي. پر ځای د دې چې کورني او بهرني خیریه مؤسسات د څو افغانیو په بدل کې ترې ویډیو کوي او عکسونه یې اخلي او بیا یې په رسنیو کې خپروي، چې هم یې عزت ته تاوان دی او هم ورسره ذهني شکنجه ویني، نو ښه به دا وي چې خپله د کورنیو میندې/خویندې او لوڼې لاس په کار شي او خپلې اړتیاوې په خپله پوره کړي؛ نه د بهرنیو غلو مؤسساتو په مرسته. پرون دوشنبه/ مۍ ۱۷مه امریکا غږ د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له قوله وویل، چې د افغانستان په ننګرهار، پکتیکا او جوزجان ولایتونو کې د ۷۰ ښوونځیو زده کوونکو ته د وچې ډوډۍ ورکولو لړۍ پيل کړې ده. د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي چې د غذا برابرولو دغه پروګرام کورنۍ هڅولي دي چې خپل ماشومان ښوونځیو ته واستوي. خو زه وایم چې دا طرحه غیر معقوله او نقصاني ده. ښوونځي د زده کړو لپاره دي؛ نه د ډوډۍ د خوراک لپاره. دې کوچنیانو ته چې په ښوونځیو کې ورته وچه ډوډۍ ورکول کېږي په رواني لحاظ مړي دي. دوی ته په ذهنونو کې دا خبره پیچکاري کېږي چې دوی سره نور مرسته کوي او بیا به د دې خبرې بد اغېز دا وي چې دوې به تل په دې فکر وي چې نور خلک باید مرسته ورسره وکړي. افغان اوسني مسؤلین باید د دې پروتوکول مخه ونیسي او په بدل کې یې د ښځو تعلیم او کار کولو ته اجازه ورکړي. دا چې ماشوم یې د خیرات ډوډۍ خوري ښه به دا وي چې مور یې حلال رزق وګټي.

ځواب ورکړئ

شاباس! موږ د غلو مؤسساتو چې خپله په مالي فساد کې تر ستوني غرق دي؛ د مرستې تمه نه کوو. خو افغانانو ته دې د کار زمینه برابره کړل شي. نړیوال دې په خلاصو غوږونو واوري، که زموږ لاسنیوی کوي نو د انسانیت په طریقه دې وکړي، نه د رزاالت. دا ماشومان چې نن یې په لاسونو کې ډوډۍ ورکړې د سبا لویان دي او دا د سوال پیغور ورته تر عمره عمره پاتې کېږي.

ځواب ورکړئ