کابل -- د افغانو ښځو د یوه ګروپ غړې یوه په بله پسې په چټکۍ او احتیاط په داسې حال کې چې سرونه یې ښکته نیولي دي، په کابل کې د اپارتمانونو یوه کوچني بلاک ته ورننوځي او ورباندې د لګېدلو بندیزونو پر وړاندې په مقاومت کولو سره خپل ژوند په خطر کې اچوي.
هغوی دلته د دې لپاره راټولېږي چې د زمري په میاشت کې د افغان حکومت له نسکورېدلو څخه وروسته د خپل موقف په هکله پلان ونیسي.
په پیل کې، هغوی په دې ګروپ کې له ۱۵ څخه ډېرې ښځې نه وې، چې ډېرو یې د ۲۰ په شاوخوا کې عمرونه لرل او وار له مخه یې یوه بله سره پېژندلې.
اوس د لسګونو ښځو یوه شبکه جوړه شوې، چې یو وخت زده کوونکې، ښوونکې یا د غیر حکومتي موسسو کارکوونکې او د کور ښځې وې، او په پټه یې د دې لپاره کار کاوه چې د تېرو شپږو میاشتو په ترڅ کې خپل اعتراضونه تنظیم کړي.
یوې ۲۰ کلنې معترضې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي ای اېف پي ته وویل، «ما له ځان نه پوښتنه وکړه چې په کور کې د پاتې کېدلو، پرېشانۍ او د هغه څه په هکله چې موږ له لاسه ورکړل د فکر کولو پر ځای، ولې له دوی سره ملګرې نشم.»
هغوی پوهېږي چې د نویو مقاماتو دا ډول ننګونه ښایي د دوي لپاره هر ډول پایلې ولري: د هغوی څلور ملګرې څو اونۍ بندیانې وې.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) د یکشنبې په ورځ /د سلواغې ۲۴مه/ په ټوېټر ولیکل، «د هغوی د ځای ځایګي او خوندیتوب په هکله د اوږدې مودې له بې باورۍ څخه وروسته، څلور «ورکې شوې» افغان ښځینه فعالانې او د هغوی ورک شوي خپلوان، ټول په بالفعل توګه د مقاماتو له خوا خوشې کړای شول.»
له ډېرو حقیقي ګواښونو سره سره، ښځې هوډ لري چې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.
دندې له منځه لاړې او ښوونځي بند شول
له زمري میاشتې راهیسې، په اکثرو کارځایونو کې د نارینه وو او ښځو تر منځ د بېلتون حکم نافذ شوی، چې اکثر مستخدمین یې مجبور کړي ترڅو ښځینه کارمندانې له کاره ګوښه کړي، او ښځې د دولتي سکتور له مهمو دندو څخه ایسارې کړای شوي دي.
د ډېرو نجونو پر مخ ثانوي ښوونځي بند شوي، او د پوهنتونونو نصاب داسې تغیر شوی چې د اسلام افراطي تفسیر منعکس کړي.
په زده کړو باندې د محدودیتونو پر ضد د مبارزې لپاره، ښځې په پټه سره یوځای کیږي ترڅو په ګډه کتابونه ولولي. لږ تر لږه یوې بې وظیفې ښوونکې په خپله تلخونه کې د نجونو او هلکانو لپاره ښوونځی جوړ کړی دی.
ځینې افغانانې چې پخوانیو یادونو وارخطا کړي دي، وېریږي ترڅو بهر وځي یا یې کورنیو پرې فشار اچولی چې په کورونو کې دننه پاتې شي.
په ځینو ځایونو کې، ښځې د روغتونونو د رواني څانګو تر ۷۵٪ پورې ناروغان تشکیلوي چې د خپلو وظیفو په له لاسه ورکولو او په کورونو کې په ایسارېدلو سره پرې اخته شوي دي.
د شهلا لپاره چې د څلورو ماشومانو مور ده او غوښتل یې چې پوره نوم یې ذکر نشي، داسې ایسارتیا ته د ښځو ورستنېدل د هغې تر ټولو غټه وېره ده.
هغې چې پخوا د حکومت یوه کارمنده وه، خپله دنده له لاسه ورکړې او اوس د مقاومت په تنظیمولو بوخته ده. ځینې وختونه هغه د شپې وځي او د کابل پر دېوالونو د «تل دې وي مساوات» په څېر شعارونه لیکي.
هغې ای اېف پي ته وویل، «زه یواځې غواړم چې د ځوانو ښځو یوه بېلګه و اوسم، هغوی ته وښیم چې زه به مبارزه پرې نه ږدم.»
شهلا وایي د هغې مېړه د هغې د فعالیتونو ملاتړ کوي او ماشومان یې د هغې له مبارزې څخه زده کړه کوي او په کور کې د ښوونې او روزنې د غوښتلو شعارونه تمرینوي.
څه چې موږ کولی شو دا دي چې ثابت قدمه واوسو
د ای اېف پي ژورنالستانو د مرغومي په میاشت کې د یادې ډلې په دوو غونډو کې برخه واخیستله.
د نیول کېدلو یا د خپلو کورنیو او ټولنې له خوا د فاصلې نیولو له خطر سره سره، په یوه غونډه کې له ۴۰ څخه ډېرو ښځو برخه اخیستې وه.
په یوه بله غونډه کې، څو ښځو په شوق سره د خپل راتلونکي اعتراض لپاره چمتووالی نیوه.
یوې بلې فعالې داسې یو بینر طرحه کړی وو چې په یوه لاس کې یې موبایل او په بل کې قلم وو او د عدالت غوښتنه یې کوله.
هغې وویل، «دا زموږ یواځینۍ وسلې دي.»
یوې ۲۴ کلنې ښځې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، د نړۍ د پام راجلبولو په برخه کې د لارو چارو موندلو لپاره د نظرونو په ټولولو کې مرسته وکړه.
هغې ټینګار وکړ چې، «دا کار خطرناک دی، لاکن موږ بله لاره نه لرو. موږ باید ومنو چې زموږ لاره له ننګونو څخه ډکه ده.»
د نورو په څېر، هغه هم د یوه تره په ګډون، چې د هغې کتابونه یې ایسته غورځولي وو چې هغه له زده کړو څخه ایساره کړي، د خپلې محافظه کارې ټولنې پر وړاندې ودرېدله.
هغې وویل، «زه نه غواړم چې وېره په ما باندې برلاسې شي او ما له خبرو کولو او حقیقت ویلو څخه ایساره کړي.»
د هغوی له لیکو سره د یوځای کېدلو لپاره خلک له یوې دقیقې پروسې څخه تېرېږي.
هدا خاموش ته، چې د چاپ شویو کتابونو شاعره او د غیر حکومتي موسسې پخوانۍ کارمنده ده او د ښځو د پیاوړتیا لپاره یې ورکشاپونه تنظیمول، موظف شوې ترڅو ډاډمنه کړي چې نوي ورتلونکي کسان د باور وړ دي.
یوه ازموینه چې هغه یې اخلي دا ده چې نویو کسانو ته وظیفه ورکوي ترڅو په لږ وخت کې بینرونه یا شعارونه چمتو کړي. هغه په هغو ښځو کې چې دغه ډول کار په چټکۍ سره کوي احساس ویني.
نورې ازموینې ان تر دې هم روښانه نتایج ورکوي.
خاموش هغه وخت وریادوي چې هغوی یوې احتمالي فعالې ته د لاریون لپاره یوه د دروغو نېټه او وخت ورکړل.
له فرضي اعتراض څخه مخکې مقامات هلته ورسېدل، او فعالانو له مشکوکې ښځې سره، چارواکو ته په پټه د خبر ورکولو له امله، ټول تماسونه پرې کړل.
د فعالانو یو هستوي ګروپ د اعتراض په ورځ د همغږۍ لپاره له یوه باوري ټیلیفون نمبر څخه استفاده کوي. وروسته هغه نمبر له منځه وړل کیږي څو اطمینان ترلاسه شي چې څوک یې پل پسې نه اخلي.
خاموش روښانه کړه چې، «موږ معمولا له ځان سره یو اضافي ټیکری یا یو اضافي کمیس وړو. کله چې لاریون پای ته ورسیږي، موږ خپلې جامې بدلوو ترڅو ونه پېژندل شو.»
هغې خپل د ټیلیفون نمبر څو ځلې بدل کړی او مېړه ته یې ګواښونه شوي دي.
هغې وویل، «اوس هم کېدی شي چې موږ ته زیان را ورسیږي؛ دا کار ستړی کوونکی دی، خو څه چې موږ کولی شو دا دي چې باید استقامت وکړو او ثابت قدمه واوسو.»
اختلاف ځپل
په تېرو ۲۰ کالونو کې، د ښځو یو نسل، تر ډېره په لویو ښارونو کې، د سوداګریو مالکانې شوې، دوکتوراوې یې ترلاسه کړې او په حکومتي منصبونو باندې یې کارونه وکړل.
د دغو لاسته راوړنو ساتنه مبارزې ته اړتیا لري.
د اعتراض په ورځو، ښځې دوه دوه او درې درې سره یوځای کیږي، له دوکانونو څخه بهر انتظار کوي او داسې ښیي چې هغوی عادي سودا اخیستونکې دي، بیا په وروستۍ دقیقه کې سره یوځای ټولېږي: شاوخوا ۲۰ کسانې خپل بینرونه پرانیزي او پورته کوي او په ګډه شعارونه ورکوي.
وسله وال جنګیالي په چټکۍ او په حتمي توګه هغوی د هغوی چاپېر ور ټولېږي چې ځینې وختونه یې بېرته په شا تمبوي، نور وختونه پرې چیغې وهی او توپکونه ورته نیسي چې ښځې وډارې کړي.
یوې فعالې وویل چې په داسې حال کې یې یو جنګیالی په څپېړه وواهه چې یو بل مخ پټي وسله وال سړي ورته د توپک شپېلۍ نیولې وه او بلې فعالې د لاریون لارښوونه کوله.
خو اعتراضونه ترسره کول ورځ تر بلې ډېر خطرناک کېږي.
د پلان جوړولو له کتنې څخه څو ورځې وروسته چې ای اېف پي په کې برخه اخیستې وه، جنګیالیو په لومړي ځل هغه وخت په لاریونوالو باندې د مرچو سپری وکاروله چې د ښځو ډلې یوه سپینه چادري رسم کړې وه او بیا یې سره چلیپا پرې کش کړې وه.
فعالانو وویل، وروسته د تمنا زریابي پریاني او پروانه ابراهیم خېل په نومونو دوه ښځې چې په اعتراضونو کې یې برخه اخیستې وه، د مرغومي په ۲۹مه په یو لړ شپنیو چاپو کې بوتلل شوې.
پریاني او ابراهیم خېل د هغو څلورو ښځو په ډله کې وې چې د یکشنبې په ورځ راخوشې کړای شوې.
له چاپو څخه مخکې، څو ښځو چې ای اېف پي ورسره خبرې کړې وې او د «پرله پسې ګواښونو» په هکله یې خبرې کولې، له هغه وخت راهیسې خپل ځانونه پټ کړي دي.
له صفر څخه پيلول
دغه ښځې دا زده کوي چې ځانونه په چټکۍ سره عیار کړي.
د تېر وږي په میاشت کې چې هغوی دغه خوځښت پيل کړ، سم به چې یوه برخه واله ټېل وهل شوه یا به وګواښل شوه، لاریونوالو به په چټکۍ سره لاریون پای ته ورساوه.
خاموش وایي اوس هغوی داسې یو سیستم جوړ کړی چې دوه فعالانې په کې د ځپل شوي معترض حفاظت کوي او نورو ته فرصت په لاس ورکوي ترڅو خپل لاریون ته دوام ورکړي.
ډېرې ښځینه فعالانې د لوړ کیفیت لرونکي ټیلیفونونه کاروي چې عکسونه او ویډیوګانې واخلي او بیا یې په ټولنیزو رسنیو باندې خپرې کړی.
هغه محتویات، چې د هغوی مخونه په کې په ښکاره مخالفت سره ښودل کیږي، د هغوی نړۍ والو مخاطبینو ته ور رسیږي.
د بشري حقونو د څار ادارې رییسې هیتر بار وویل، «دغو ښځو له صفر نه یو څه جوړ کړل.»
هغې وویل، «هلته ډېرې زیاتې مجربې ښځینه فعالانې وې چې له ډېرو کالونو راهیسې یې په افغانستان کې کار کړی دی... لاکن تقریبا ټولې د زمري له ۲۴مې څخه وروسته وتلي دي.»
بار وړاندوینه وکړه چې، دا «تقریبا یقیني» ده چې په نوي مقاومت کې ښکېلې ښځې به زیان وویني.
د ښځو یو جلا او نسبتا کوچنی ګروپ اوس هڅه کوي چې په داسې یوه اعتراض باندې تمرکز وکړي چې په مستقیمه توګه د مخامخ کېدلو مخه نیسي.
وحیدې امیري وویل، «کله چې زه بهر په کوڅه کې روانه یم، زما زړه او بدن رېږدي.»
دغې ۳۳ کلنې ښځې په کتابتون کې کار کاوه. هغه چې تېزې او فصیحې خبرې کوي له پخوا راهیسې د عدالت لپاره مبارزه کوي، او په پخواني حکومت کې یې د اداري فساد پر ضد مبارزې کړي دي.
اوس چې نور هغه کار ناشونی دی، هغه ځینې وختونه د دوستانو له یوې کوچنۍ دایرې سره په خوندي توګه د هغوی په کورونو کې ویني. هلته هغوی د خپلو ځانونو داسې عکسونه اخلي چې شمعې یې لګولي وي او داسې بینرونه یې پورته کړي وي چې د زده کړو او کار حق غواړي.
هغوی لیکنې کوي او په کلب هاوس یا ټوېټر باندې بحثونو کې برخه اخلي او هیله څرګندوي چې ټولنیزې رسنۍ به د هغوی کیسه نړۍ ته ور وښيي.
هغې وویل، «ما هېڅکله هم دومره خواري نه وه کړې لکه په تېرو پنځو میاشتو کې مې چې وکړه.»
د خاموش تر ټولو غټ خوب دا وو چې د افغانستان ولسمشره شي، او د هغې لپاره دا سخته ده چې قبوله کړي چې د هغې سیاسي کار اوس محدود شوی دی.
دغې ۲۶ کلنې ښځې له خپل کور څخه ای اېف پي ته وویل، «که موږ نن د خپل راتلونکي لپاره مبارزه ونه کړو، د افغانستان تاریخ به تکرار شي.»
هغې وویل، «که موږ خپل حقونه ترلاسه نه کړو، موږ به په کورونو کې د څلورو دېوالونو په منځ کې ایسارې پاتې شو. دا داسې څه دي چې موږ یې زغملی نشو.»
د کابل مقاومت یواځې نه دی. د بامیانو، هرات او مزارشریف په ګډون نورو ښارونو کې هم کوچني، خواره واره اعتراضونه شوي دي.
خاموش وویل، «ښایي موږ بریالۍ نشو. موږ غواړو چې د انصاف غږ لوړ وساتل شي او د پنځو ښځو پر ځای، موږ غواړو چې په زرګونو ښځې له موږ سره ملګرې شي.»
ولې باید ایرانۍ هدا خاموش د افغان میندو او خویندو استازیتوب وکړي؟ تر ټولو مخکې، دا یو جعل او فرېب دی چې هغې د ځان لپاره یوه جعلي تذکره جوړه کړې ده. دویم، یوه فاحشه نشي کولی چې د افغان میندو او خویندو استازیتوب وکړي.
ځواب ورکړئ4 تبصره
تاسو باید داسې حرکتونه افشا نه کړئ. پرون یې په کابل کې د ښځو یوه شبکه نیولې ده چې همدغه ښځې په کې وې او اعتراضونه یې کول. زه فکر کوم چې د سلام ټایمز دې راپور به هم په کې رول لوبولی وي. د دې تر څنګ د پاکستان استخباراتي ادارې هم نه پریږدي چې افغانان د رسنیو او بیان ازادي ولري. زه باوري یم چې دا ښځې به یې د پاکستان د استخباراتو په همکارۍ نیولې وي او په زور به یې ترې اعتراف اخیستی وي. خدای خبر چې د نیول شویو نجونو راتلونکی به څنګه شي. :(
ځواب ورکړئ4 تبصره
کور یې ودان چې خپله مبارزه جاري ساتي، خو په روان وضعیت کې افغانان یووالي ته اړتیا لري نه داسې کړنو ته چې د یوې خاصې طبقې خیر په کې نغښتی وي! که موږ ځان افغانان بولو نو په کار ده چې نر او ښځې واړه او زاړه، سپین سرې او سپین ږیري راووځو او په کونړ او د افغانستان په سرحدي ولایتونو چې کوم توغندي پاکستانی حکومت راتوغوي غږ پورته کړو او نړیوالو ته په یوه خوله ووایو چې هلته مېشت هېوادوال مو امن نه دي، سر او مال یې خوندي نه دی، هره ورځ یې په کورونو مرمۍ راوارېږي چې نه یې په جمهوریت کې مخه ونیول شوه او نه په امارت کې! د راپورونو له مخې د کونړ ولایت اوسېدونکو د دغه ولایت په ځینو سیمو د پاکستاني ملېشو د تازنیو راکټي بریدونو خبر ورکړی او وايي چې په دغو بریدونو کې ځايي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، کورونه یې ویجاړ شوي او همدارنګه مالونه یې او فصلونه یې سخت متضرر کړي دي. دغه توغندي چې شمېر یې له ۶۰ تر ۸۰ پورې ښودل شوی، د چهارشنبې په ورځ د فبرورۍ ۱۶ (سلواغې ۲۷) د سرکاڼو ولسوالۍ په ځینو سیمو لګېدلي دي. دا نه یوازې چې اوس دا بریدونو کېږي؛ بلکې کلونه کلونه کېږي چې پاکستانیان د افغانستان په سرحدي ولایتونو بریدونه کوي چې هلته مېشت زموږ هېوادوال یې له سختو مالي او ځاني ستونزو سره مخامخ کړي، د کورنۍ غړي یې په کې له لاسه ورکړي، کروندې یې ویجاړي او حیوانات یې ورته وژلي دي. خلک یې له خپلو مېنو کډو کولو ته اړ کړي چې په دې سره وخت په وخت پاکستاني لوری افغان خاورې ته رااوړي او د ډیورنډ له فرضي کرښې وړاندې راتېرېږي چې دغه ډول حرکات هېڅ افغان ته د منلو نه دي؛ نو خبره داده چې باید افغانان پردیو ته یوه خوله شي، په خپلو کې له مخالفتونو لاس واخلي، هغه که ښځې دي او که نر دي، خو نور باید له مخالفت لاس په سر شي!
ځواب ورکړئ4 تبصره
د ښځو مبارزه د ستاینې وړ ده خو اوس باید افغانانې خپل دغه ډول فعالیتونه ودروي او د امریکا د ولسمشر جو بایډن د شیطانۍ پالیسۍ پر ضد ودرېږي او لاریونونه وکړي ځکه بایډن غواړي د افغانستان شتمني چې له امریکا سره یې امانت ایښې وه په امریکایانو باندې ووېشي. هر چېرې چې امریکایي ګورئ، ستړی مه شي ورسره مه کوئ، سلام پرې مه اچوئ، که غوښتل یې له تاسو سره خبرې وکړي مخ ترې واړوئ، که په کوم مجلس کې ناست وئ او کوم امریکایي مجلس ته درغی مجلس پرېږدئ او د یوه مهذب افغان په توګه له مجلس نه پاڅېږئ. لنډه دا چې د امریکایانو پر ضد لفظي، فرهنګي، سیاسي... پرېکون وکړئ ځکه د بایډن حکم ښیي چې دا خلک خاین دي ځکه د افغانستان په امانت کې خیانت کوي، دروغژن دي ځکه له هغه تړون څخه سرغړونه کوي چې له افغانانو سره یې د افغانستان د پیسو او سرو زرو دساتلو په هکله کړی دی. یوه خبره په یاد وساتئ چې هېڅ کله د هیچا په مقابل کې وسله وال عمل مه کوئ. د قلم او الفاظو زور د هر ډول وسلې له زور نه ډېر قوي دی. تل دې وي افغانستان
ځواب ورکړئ4 تبصره