د ښځو حقوق

په هرات ښار کې ښځې په نهیلۍ د برلاسیتوب لپاره سره یوځای کیږي او کتابونه لولي

د عمر راپور

د پخواني افغان حکومت له نسکورېدلو څخه وروسته چې ښځې له زده کړو او کار څخه منع شوي، یوې ډلې یې په هرات ښار کې راټولېدل پیل کړي ترڅو په شریکه کتابونه ولولي او د غم، محرومیت او پرېشانۍ پر ضد مبارزه کې ورسره مرسته وکړي. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- د زمري په میاشت کې د پخواني افغان حکومت له نسکورېدلو څخه وروسته چې ښځې له زده کړو او کار څخه منع شوي، یوې ډلې یې په هرات ښار کې راټولېدل پیل کړي ترڅو په شریکه کتابونه ولولي.‌

نوي افغان حکومت یواځې یوې برخې ښځینه دولتي کارکوونکو ته - چې د ښوونې او روزنې او روغتیا په برخو کې کار کوي- اجازه ورکړې ترڅو کارونو ته ورشي او په دې هکله ابهام موجود دی چې په راتلونکي کې به د هغوی رولونه څنګه وي.‌

دولتي پوهنتونونه د زمري میاشتې راهیسې بند دي.سربېره پر دې،‌ د افغانستان نوي واکمنان نجونو ته اجازه نه ورکوي چې له شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځیو ته لاړې شي.‌

په هغو ښځو کې چې د کتابونو د لوستلو په پروګرام کې برخه اخلي د ښوونځیو او پوهنتونونو زده کوونکې او پخوانۍ دولتي کارکوونکې شاملې دي.

ښځې چې زده کوونکې او د پخواني حکومت کارکوونکي په کې شاملې دي، د لیندۍ په ۱۴مه په هرات ښار کې د استاد عبدالواحد بهره په تعلیمي، کلتوري او څېړنیز مرکز کې سره راټولیږي ترڅو په ګډه سره کتابونه ولولي. [عمر/سلام ټایمز]

ښځې چې زده کوونکې او د پخواني حکومت کارکوونکي په کې شاملې دي، د لیندۍ په ۱۴مه په هرات ښار کې د استاد عبدالواحد بهره په تعلیمي، کلتوري او څېړنیز مرکز کې سره راټولیږي ترڅو په ګډه سره کتابونه ولولي. [عمر/سلام ټایمز]

دغه پروګرام د لړم په نیمایي کې پیل شو، او تر اوسه پورې ۴۰ ښځې ورسره ملګرې شوي دي.

هغوی په اونۍ کې دوه ځلې په هرات ښار کې د استاد عبدالواحد بهره په ښوونیز، کلتوري او څېړنیز مرکز کې سره ګوري.

منیژې بهره چې ۲۷ کاله عمر لري، وویل، هغې دا پروګرام د دې لپاره پیل کړ ترڅو د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې د ښځو شوې لاسته راوړنې خوندي شي او د غم، محرومیت او پرېشانۍ پر ضد مبارزه کې مرسته وشي.‌

هغې وویل، «موږ د کتابونو د لوستلو ناستې هغه وخت پیل کړې چې ټول نهیلي او ډېر غمځپلي ول.»

نوموړې وویل، «موږ فکر وکړ چې د داسې ناستو په تنظیمولو سره موږ کولی شو چې د نهیلۍ پر ضد مبارزه او له ښځو سره مرسته وکړو.»

بهره وویل، د هغو ښځو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي چې په دغه پروګرام کې برخه اخلي، او هغه ښځې چې برخه اخلي، وایي چې له لوستلو سره لیوالتیا لري او د خپل راتلونکي په هکله د هیله مندۍ احساس کوي.

وحیده سروش، چې د هرات د ګمرک ریاست کې یې د محاسب په توګه خپله وظیفه له لاسه ورکړه، د هغو ښځو په ډله کې ده چې د کتابونو لوستلو له پروګرام سره ملګرې شوې دي.‌

هغې وویل، «زه هم د نورو ښځو په څېر له سخت حالت سره مخامخ یم. دا تېرې څو میاشتې زما لپاره ډېرې سختې وې.»

هغې وویل، «دغه پروګرام موږ ته نوې هیله او یو فرصت راکړي چې وکولی شو بیا ودرېږو،‌ خپل علم پراخ او خپل ظرفیت جوړ کړو.»

سروش وویل چې دا پروګرام ډاډ ورکوي، او زیاته یې کړه چې د نورو ښځو په منځ کې په وخت تېرولو سره ډېر د خوندیتوب او ارام احساس کوي.‌

د یوه بهتره راتلونکي په هیله لوست کول

د پروګرام برخه والې وایي، له زمري میاشتې راهیسې په ښځو باندې لګېدلي بندیز د بې وسۍ احساس ورکړی، خو د لوستلو لپاره سره یوځای کېدلو او له نورو ښځو سره ګډ وخت تېرولو ځینې دغه احساسات کم کړي دي.‌

په هرات ښار کې د کهکشان شرق د لوړو زده کړو انسټیټیوټ په نامه د یوه خصوصي پوهنتون ښوونکې او د دغه پروګرام یوې غړې نیلوفر نیک سیر وویل، په داسې حال کې چې ټول د نهیلۍ او ناکامۍ احساسات لري، لوستل کولی شي چې له رواني ګډوډۍ څخه د خلاصون یوه لاره واوسي.

هغې وویل،. لوستل انسان ته داسې یو حس ورکوي چې هر څه بېخي له منځه تللي نه دي او دا چې ژوند به دوام ومومي

سیر وویل، «موږ نه غواړو چې په تیاره کې پاتې شو بلکې د دې لپاره چې هر وخت خپل غږ پورته کړو موږ یو کتاب پرانیزو. موږ داسې نسل یو چې له لوستلو سره مینه لري.»

هغې وویل، «په تېرو ۲۰ کالونو کې موږ له کور نه وتلو او کار ته تللو. موږ په کراره نه کېنو، بلکې د دې هدف لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوو.»

سیر وویل، په داسې حال کې چې د نجونو لپاره ښوونځي او پوهنتونونه اوس هم بند دي، دا پروګرام د کتابونو د لوستلو لپاره یو پلاټفورم جوړوي، چې نظرونه په کې څرګندېږي او دا په کې زده کیږي چې څنګه باید هیله له لاسه ورنه کړو.

هغې وویل، دا ډول پروګرامونه د بل هر تېر وخت په پرتله ډېر ضروري دي، او زیاته یې کړه چې لوستل کولی شي چې د نهیلۍ احساسات له منځه وېسي او سړیو او ښځو ته دا ځواک ورکړي چې د یوه روښانه راتلونکي د جوړولو په هکله هیله من واوسي.

هغې وویل، «ښایي د هغو خوځښتونو چې په کتابونو او لوستلو پیلیږي پخېدل او نتیجې ته رسیدل وخت ونیسي، لاکن په دې کې شک نشته چې په اوږده موده کې یو قوي اغېز لري.»

نیلوفر نیک سیر وویل، «ښایي د لوستلو دا ناستې نن یا سبا اغېز ونه لري، لاکن په راتلونکو ورځو کې به له اغېز څخه ډکې وي.»

په هرات ښار کې د مدني ټولنې یوې فعالې سارا عرب زاده وویل، ښځې کولی شي چې د موجودو بندیزونو د مخنیوي لپاره له بېلابېلو لارو څخه کار واخلي.‌

هغې وویل، «ښځې د یوه بهتر راتلونکي او د بندیزونو او بې انصافۍ پر ضد د مبارزې لپاره په زړورتیا سره درېدلي دي.»

هغې زیاته کړه، «که ښځې پرېکړه وکړی چې له کور څخه بهر لاړې شي او خپل ټولنیز فعالیتونه بیا پیل کړي، هیڅوک هم هغوی نه شي منع کولی.»

چوپ شوي غږونه

په هرات ښار کې د لوست د پروګرام برخه والې ښځې وایي د هغوی هدف دا دی چې د هغو میلیونونو افغانو ښځو غږونه پورته کړي چې نشي کولی د بندیزونو پر ضد خبرې وکړي.

د هرات پوهنتون د دری ژبې او ادبیاتو د درېیم کال محصلې هایدې حیدر زاده وویل چې کله هغه له خپلو ملګرو ښځو سره یوځای کیږي، هغه انګېزه اخلي او د خپل راتلونکي په هکله هڅېږي.

هغې وویل، «پوهنتون چې بند وو ما د ستړیا احساس کاوه او هیله مې له لاسه ورکړې وه، خو په دغو ناستو کې له ګډون څخه وروسته زه داسې احساس کوم چې د پرېشانۍ ورېځې په تېرېدو دي.»

حیدرزاده وویل، «موږ هوډ لرو چې په دې پروګرام کې ګډون او په ټولنه کې کار کولو ته دوام ورکړو... دلته په راټولېدلو سره، موږ غواړو چې د ټولو هغو افغانو ښځو لپاره چې چوپ شوي یا په تیاره کې ساتل شوي دي، هیلې رامنځته کړو.»

د هرات پوهنتون د ژورنالیزم او پراخو رسنیو د پوهنځي د درېیم کال یوې محصلې مرجان وفا وویل، د ښځو لپاره د پوهنتونونو بندول د هغو لاسته راوړنو د په خطر کې اچولو معنی لري چې ښځو او نجونو د تېرو ۲۰ کالونو په ترڅ کې په خواریو سره ترلاسه کړي دي.‌

هغې وویل، «وروسته له هغه چې زه پوهنتون ته له تللو څخه منع شوم، زه ډېره زیاته خفه شوم او فکر مې وکړ چې موږ بیا په چوپ اکثریت باندې واوښتو او په شاتګ مو وکړ.»

هغې وویل، «زه نشم کولی پوهنتون ته لاړه شم، لاکن زه کولی شم چې له خپلو ملګرو ښځو سره یو ځای شم، لوست وکړو او یو ښه راتلونکی جوړ کړو.»

وفا زیاته کړه، «که موږ ته بله لاره راپاتې نشوه، نو موږ به په خپلو کورونو کې د لوست ناستو ته دوام ورکړو ترڅو خپله پوهه او ظرفیت جوړ کړو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500