د ښځو حقوق

په هرات کې متشبثې ښځې د لګېدلو محدودیتونو پر وړاندې مبارزې ته دوام کوي

د عمران راپور

د زمري په ۲۴مه د پخواني افغان حکومت له سقوط څخه لږ وروسته په هرات ولایت کې د ښځینه سوداګرو په کارونو باندې د لګېدلو سختو محدودیتونو له امله د هغوی ستونزې پیل شوې، لاکن هغوی وویل چې د محدودیتونو پر ضد مبارزه کوي او هیچاته به اجازه ورنه کړي څو هغه سختې لاسته راوړنې خرابې کړي چې دوې د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې ترلاسه کړي دي. [عمران/سلام ټایمز]

هرات -- د زمري په وروستیو کې د پخواني افغان حکومت له سقوط راهیسې، په هرات کې سوداګرې ښځې په خپلو کارونو باندې له لګېدلو سختو محدودیتونو څخه کړېږي.

په هرات کې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې له بندېدلو څخه وروسته، د هغوی له ډلې څخه په سلګونو ښځو خپلې دندې له لاسه ورکړې او نورې مجبورې شوې چې خپل تجارتونه بند کړي.

د ښځو لپاره یواځې یو کوچنی مارکېټ پرانستی پاتې دی، او یو محدود شمېر ښځې د هرات ښار په بېلابېلو برخو کې خپلو تجارتي فعالیتونو ته دوام ورکوي.

خو سوداګرې ښځې وایي چې هغوی د محدودیتونو پر ضد مبارزه کوي او هیچاته به اجازه ورنه کړي چې هغه سختې لاسته راوړنې خرابې کړي چې هغوی د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې ترلاسه کړي دي.

یوه ښځه د تلې په ۲۸مه د هرات ښار په بي بي سمیه مارکېټ کې په خپل دوکان کې د مشتریانو انتظار کوي. [عمران/سلام ټایمز]

یوه ښځه د تلې په ۲۸مه د هرات ښار په بي بي سمیه مارکېټ کې په خپل دوکان کې د مشتریانو انتظار کوي. [عمران/سلام ټایمز]

په هرات کې د ښځو د لاسي صنایعو یوې پلورونکې فریال غزنوي وویل، «که هغوی هر څومره سخت خنډونه جوړوي، موږ به چاته اچازه ورنه کړو چې موږ په کور کې په پاتې کېدلو مجبورې کړي.»

هغې وویل، «موږ به هېڅکله هم اجازه ورنه کړو چې ښځې په کورونو کې بندیانې او په عصبي ناروغیو اخته کړای شي.‌ موږ به خپلو هڅو ته دوام ورکړو او د دغو غیر عادلانه خنډونو پر ضد به مبارزه وکړو.‌»

هغې له نورو افغانو ښځو څخه هم وغوښتل چې د پخوا په څېر له کورونو څخه راوځي او خپلې ورځنۍ چارې ترسره کړي.

غزنوي وویل،‌ «هېڅ هم بدل شوي نه دي‌؛‌ ښځې اوس هم د تېر په څېر دا وړتیا لري چې شرایط په خپله ګټه مدیریت کړي، او موږ باید په ټولنه کې د خپل فعال رول لوبولو ته دوام ورکړو.»

ملالۍ فروتن چې له یوې لسیزې څخه ډېر وخت راهیسې په هرات کې د ښځو لاسي صنایع خرڅوي، وویل، د ښځو له خوا چلېدونکي کاروبارونه د تېرو ۲۰ کالونو په ترڅ کې بدل شوي او ځلېدلي دي.

خو دغه په سختۍ سره شوې لاسته راوړنې د تېر حکومت په نسکورېدلو سره اوس له خطر سره مخامخ دي.

هغې وویل، «موږ له نویو واکمنو څخه غواړو ترڅو د هغو لاسته راوړنو چې موږ د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې ترلاسه کړي درناوی او قدر وکړي، او ښځو ته اجازه ورکړي ترڅو خپلو سوداګریو ته ورستنې شي.»

په ټپه درېدل

په هرات ولایت کې د صفیې مرادي په نامه یوې سوداګرې وویل چې هغې له شپږو کالونو راهیسې خوراکي توکي او لاسي صنایع تولیدول، خو د حکومت له نسکورېدلو څخه وروسته مجبوره شوه ترڅو خپل کاروبار بند کړي.‌

هغې وویل، «زموږ د لاسي صنایعو او د خوراکي توکو د تولید په برخه کې تر ۷۰ پورې ښځو کار کاوه، خو هغوی ټولې له کاره ګوښه شوي دي.»

مرادي وویل، ډېرو هغو ښځو چې کار یې ورسره کاوه د داخلي بې ځایه شويو خلکو له ډلې څخه وې چې د خپلو کورنیو په حمایه کولو کې یې مرسته کوله، لاکن اوس چې هغوي له کار نه وتلي دي، کورنۍ یې له فقر او لوږې سره مخامخ دي.

هغې وویل، «د تېر حکومت پر وخت زموږ کارونو ښه رونق درلود، لاکن اوس هر څه په ټپه درېدلي دي.»

د ارزو حقیقي په نامه یوې سوداګرې چې له تېرو پنځو کالونو راهیسې یې په هرات کې د یوې آنلاین بازار موندونکې او پلورونکې په توګه کار کاوه، د حکومت له نسکورېدلو څخه وروسته خپله دنده له لاسه ورکړه.

هغې وویل، کار په وروستیو میاشتو کې ورک شوی دی.

حقیقي وویل، «څو میاشتې کېږي چې ما خپل کار له لاسه ورکړی، او اوس زه له اقتصادي ننګونو سره مخامخ یم.»

هغې وویل، «له ډېرو ننګونو سره سره، افغانو ښځو د تېرو ۲۰ کالونو په ترڅ کې ډېره هڅه وکړه چې خپل کاروبارونه ښه کړي.»

د هرات د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیالې کریمې صدیقي وویل، د افغان حکومت له نسکورېدلو راهیسې اکثرو سوداګرو ښځو خپلې دندې له لاسه ورکړي او مجبورې شوي چې په خپلو کورونو کې پاتې شي.

هغې وویل، «تر درې میاشتې مخکې وخت پورې، له ۳۵۰ څخه ډېرې ښځې د هرات د سوداګرۍ او پانګونې د خونې غړې وې، لاکن اوس د ځورونې او تهدید د سختې وېرې له امله یواځې یو محدود شمېر یې خپلو سوداګریو ته دوام ورکوي.»

صدیقي وویل، د حکومت له بدلون څخه مخکې تر ۳۰۰۰ پورې ښځو په هرات کې د خیاطۍ، لاسي صنایعو، انځورګرۍ، قالین اوبدنې او د بوټو کرلو په ګډون سوداګریو کې برخه اخیستله، لاکن د هغوی اکثریت اوس بې کاره او په کورونو ناستې دي.

اقتصادي ارزونه

د دغه ډول بې کارۍ معنی دا ده چې د دغو ښځو کورنۍ له اقتصادي ستونزو او فقر سره مخامخ دي.

شفیقه حقدوست چې د محلي جامو په صنعت کې یې پنځه کاله کار کړی دی، وایي، مقاماتو له هغې څخه وغوښتل چې د فابریکې فعالیت یې ودروي او د بیا پرانستلو لپاره یې د هغوی اجازې ته انتظار وکړي.‌

هغې وویل، د کار بندولو د هغې په ۱۰ کارمندانو باندې اغېز کړی چې اوس له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

حقدوست زیاته کړه، «ما دا پیسې په ډېره سختۍ سره پیدا کړې او څو د ګنډلو ماشینونه او څه تار مې راوړل. اوس زما ټوله پانګه په هوا کې ځوړنده ده.»

هغې زیاته کړه، «ما او زما کارمندانو زما له کاروبار څخه د ژوند څوری ترلاسه کاوه، لاکن اوس له ۱۰ څخه ډېرې کورنۍ د بې وزلۍ ژوند کوي.‌ اجازه راکړئ درته ووایم چې ټول هغه کارکوونکي چې د جامو ګنډلو په فابریکه کې یې کار کاوه د خپلو کورنیو اصلي نفقه ګټونکي ول.»

هغې وویل، دغو بندولو او د ښځو د فعالیتونو محدودولو په ټولنه کې فقر او بې کاري خپاره کړل.

په هرات کې د ښځو د حقونو یوې فعالې مریم عزیزي وویل، له کاري ځواک څخه د افغانو ښځو جلا کول اصلا د ټولنې پر وړاندې یو غټ جرم دی ځکه چې هغوی د افغانستان د وګړیو نیمایي برخه جوړوي.‌

هغې وویل، ډېرو ښځو د بې وزلۍ او اقتصادي ستونزو له امله کار کاوه، او هغوی د خپلو کورنیو په هوساینه او تمویل کې مرسته کوله.

عزیزي وویل، د ښځو د سوداګریو د بندولو لپاره هېڅ مشروع دلیل نشته.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

له کار او سوداګرۍ څخه د ښځو ایسارول، هغه که په هرات کې وي که په کابل، جلال اباد، کندهار یا د هېواد په نورو برخو کې وي، یو غیر اخلاقي عمل دی چې د خلکو د فقر، بې وزلۍ او سپکاوي سبب ګرځي، ځکه چې خلک بې کاره کیږي، عاید او راتلونکي ته هیله له لاسه ورکوي. که طالبان واقعاً غواړي چې په قانوني شکل سره حکومت وکړي،‌ او که هغوی غواړي چې خلک د خپل هیواد پریښودلو ته مجبور نشي، هغوی باید د چټلو چینایانو او چټلو پاکستانیانو په پانګونه باندې تکیه ونه کړي، بلکې هغوی باید پخپله افغانانو ته اجازه ورکړي چې په بېلابېلو سکتورونو کې پانګونه وکړي، پرېږدي چې سوداګرۍ وغوړیږي څو خلک د خپلو کورنیو د مالي تمویل لپاره عاید وګټي.‌

ځواب ورکړئ