د ښځو حقوق

د هرات د ښځو د لاسي صنایعو نندارتون د محدودیتونو په ترڅ کې د هیلو رڼا راوړي

د عمر راپور

په افغانستان کې له کوره بهر د ښځو د فعالیتونو پر وړاندې له ننګونو او محدودیتونو سره سره، په لسګونو ښځینه سوداګرو د کب له ۲۰ څخه تر ۲۵مې پورې په هرات ولایت کې د لاسي صنایعو نندارتون ترسره کړ. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- په داسې حال کې چې ښځې له زیاتېدونکیو ټولنیزو او کاري محدودیتونو سره مخامخ دي، په هرات کې د لاسي صنایعو یو نندارتون چې نن /د کب ۲۵مه/ پای ته رسېږي، د دې ولایت د لسګونو ښځینه متشبثینو کار نندارې ته وړاندې کوي.

په دغه شپږ ورځني نندارتون کې، چې د شنبې په ورځ پیل شو، لاسي صنایع او د ښځو په لاس جوړ شوي محصولات چې جامې، لاسي غالۍ، سینګارتوکي او خواړه په کې شامل دي، په ۴۵ غرفو کې نندارې ته وړاندې کړي دي.

د یوې غرفې کوربنه شبانه سینا ده، چې په هرات ښار کې د سینګارتوکو د جوړولو یو دوکان لري او د هغې په شرکت کې شاوخوا لسګونه ښځې او نجونې کار کوي.

د هغې په دوکان کې، د لېسې او پوهنتون زده کونکي چې په ښوونځيو کې له درس ویلو څخه منع شوي، له قیمتي ډبرو څخه د ګاڼو بیلابیل ډولونه لکه غوږوالۍ، بنګړي، غاړه کۍ او پایزېبونه جوړوي.

سوداګرې ښځې د کب په ۲۰مه په هرات ښار کې د لاسي صنایعو د نندارتون د پرانیستې په ورځ مشتریانو ته محصولات ورښیې. [عمر/سلام ټایمز]

سوداګرې ښځې د کب په ۲۰مه په هرات ښار کې د لاسي صنایعو د نندارتون د پرانیستې په ورځ مشتریانو ته محصولات ورښیې. [عمر/سلام ټایمز]

سینا وویل، که څه هم چې غوښتنه ډېره کمه ده او بندیزونو د هغې په کار باندې بد اغېز کړی دی، لاکن تر اوسه هغې انګېزه له لاسه نه ده ورکړې او د خپل تجارت د ساتنې لپاره خپل کار ته دوام ورکوي.

هغې وویل، «په حقیقت کې، دا د ښځو لپاره ډېره سخته ده، خو موږ سره یو لاس ولاړ یو او د بریا په هیله د محدودیتونو پر ضد په ګډه مبارزه کوو. زه هیله لرم چې زه به وکولی شم د خپلې سوداګرۍ د زیاتولو لپاره قوت ترلاسه کړم.»

هغې وویل، «د پخواني حکومت پر وخت، ما خپل تولیدات نورو ولایتونو او حتی بهر ته صادرول، خو اوس حالات بدل دي ځکه چې صادرات درېدلي او په هرات کې د خرڅلاو بازار نشته.»

هغې وویل، د افغانستان اقتصادي بحران د ښځو سوداګري زوبله کړې او هغوی ډېر مشتریان له لاسه ورکړي دي.

د جامو او سینګار توکو د پلورنځي مالکې شبنم غني زاده وویل، «زما کاروبار په تیرو څو میاشتو کې دومره ښه نه و، او انګیزه مې هم نلرله، لاکن ما هیڅکله هم روحیه له لاسه نه ده ورکړې او نه حالاتو ته تسلیم شوې یم.»

هغې وویل، «که ما زحمت نه وای ایستی، د روانو محدودیتونو او نورو اړوندو ننګونو له امله به زما کاروبار درېدلی وای.»

نوموړې وویل، «هغوی سخت بندیزونه لګولي چې ښځې له کار څخه ایسارې کړي، خو دغه هڅې تر اوسه پورې ناکامې شوي دي. موږ هوډمنې یو چې له کور څخه بهر کار وکړو، او موږ به هیچاته هم اجازه ور نه کړو چې موږ محدودې کړي.»

غني زاده وویل هغې تعهد کړی چې د محدودیتونو پر ضد مبارزه وکړي او د دې پروا نه کوي چې هغوی څومره قیدګیر او جدي دي.‌

نور راپورته کول

په هرات ولایت کې ځینو ښځینه سوداګرو دا نوښت کړی ترڅو د هغو ښځو لپاره کاري فرصتونه برابر کړي چې له کار او ښوونې او روزنې ته له لاسرسي څخه محرومې شوې وې.‌

د هغوی په ډله کې یوه فرېبا صدیقي ده چې د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې د جامو پلورنځی لري او ۲۵ ښځینه کارمندانې یې د دې لپاره استخدام کړي چې لاسي صنایع، د پروګرامونو لپاره جامې، د ناوې ګانو جامې او دودیز افغاني لباسونه جوړ کړي.‌

هغه هرې کارمندې ته، چې ډېرې یې د خپلو کورنیو یواځینۍ نفقه ګټونکې دي، د میاشتې ۵۰۰۰ افغانۍ (۵۶ ډالر) تنخوا ورکوي.

صدیقي وویل، «تقریبا د تېر کال په ترڅ کې د بازار حالات ښه نه وو، او خلک نشي کولی چې د روان مالي بحران له امله جامې واخلي.»

هغې زیاته کړه، مخکې هغې اروپا او متحده ایالاتو ته دودیز افغاني جامې صادرولې، «خو اوس صادرات په بشپړ ډول درېدلي دي».

هغې روښانه کړه چې، «موږ دا ظرفیت لرو چې تولید او صادرات وکړو، لاکن له موږ سره د اړوندو شریکباڼو مناسبه همکاري او ملاتړ نشته.»

صدیقي وویل، هغې خپل کاروبار په ۱۳۹۵ کال کې یواځې له ۱۰۰۰۰ افغانیو (۱۱۳ ډالرو) څخه پيل کړ، او اوس ټوله تقریبا ۱.۳ میلیونه افغانۍ (۱۴۷۴۰ ډالر) پانګه لري.

هغې وویل، «له سختو ننګونو سره سره، موږ خپله انګېزه له لاسه نه ده ورکړېاو خپلې هڅې به ونه دروو.»

د هرات د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیالې بهناز سلجوقي وویل، په هرات کې د ښځینه سوداګرو شمېر په ډېرېدلو دی.‌

هغې وویل، «موږ لیدلي چې له تېر یوه کال راهیسې په هرات کې د ښځو د کار پر وړاندې روان محدودیتونه غیرمؤثر ول،» چې ورسره په زیاتېدونکي شمېر ښځې بازار ته راستنېږي او په دې توګه نور تشویقوي چې عین کار وکړي.‌

هغې یادونه وکړه چې، «د تېرو پنځو میاشتو په دوران کې په هرات کې دوه مارکېټونه چې ښځو ته ځانګړي شوي دي، پرانستل شول.»

هیله رامنځته کول

د هرات پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي د دویم کال محصلې سعدیې حمید چې د درسونو پرېښودلو او په کور پاتې کېدلو ته مجبوره شوې ده، وویل، د ښځو نوښتونه لکه دا نندارتون نورو ته الهام ورکوي.

هغې وویل، «دې نندارتون ماته لویه هیله راکړه. زه ډېره خوشحاله یم چې ښځې او نجونې کولی شي په روانو حالاتو کې په ټولنه کې فعالې واوسي.»

نوموړې وویل، «دا هڅې بیا یو ځل بیا تاییدوي چې ښځې نه غواړي چې لاسته راوړنې یې له منځه لاړې شي یا یې له حقونو څخه سرغړونه وشي.»

هغې وویل، «که موږ غواړو چې یوه روښانه راتلونکې جوړه کړو، ټول باید سره یوځای ودرېږي او له خپل قوت او ظرفیت څخه په استفادې سره د محدودیتونو پر ضد مبارزه وکړي.»

سعدیې وویل، دې نندارتون نورې ښځې او نجونې وهڅولې چې راوځي او له ډار پرته په ټولنه کې برخه واخلي.‌

د هرات ښار د ۱۱م ټولګي زده کوونکې ضیاګل تیموري وویل دې نندارتون د هغو ښځو او نجونو لپاره چې په کورونو کې ایسارې او په رواني او روحي فشارونو اخته دي، د هیلې یوه کړکۍ پرانستله.

هغې وویل، «کله چې زه نندارتون ته راننوتلم، ډېر ښه احساس مې وکړ او ډېره خوشحاله شوم. زه هیله منه شوم ځکه چې ما ښځې ولیدلې چې کار یې کاوه او د محدودیتونو له پام کې نیولو پرته یې په ټولنه کې برخه اخیستله.»

تیموري وویل، «زه په نورو ښځو باندې هم ټینګار کوم چې په کورونو کې پاتې نشي بلکې راوځي او په ټولنه کې کار وکړي څو په خپلو پښو ودرېږي. په دې هڅو سره، هغوی کولی شي چې خپلې سوداګرۍ پراخې کړي او نورو ښځو ته د ژوند هیله ورکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په افغانستان کې اقتصادي ستونزې ډېرې زیاتې دي. خلک په ډېره سختۍ سره ایله دومره کوي چې خواړه واخلي. ډیر افغانان نشي کولی چې د خپلې کورنۍ د ډوډۍ لپاره پیسې وګټي، دا خو لا پریږده چې لاسي ګنډل شوي جامې واخلي. د جمهوريت په دوره کې، ډیری ښځې دولتي کارکونکي وې یا یې په بهرنیو موسسو کې کار کاوه او میاشتني معاشونه یې ترلاسه کول. د دې عاید سره، دوی کولی شي د ځان لپاره هرڅه واخلي. اوس مهال ښځې په خپلو کورونو کې بې کاره ناستې دي، نه پيسې لري او نه هم د ځان لپاره څه اخلي. له دې نظره، د ښځو د جامو د اخیستلو ځواک کم شوی دی. هغه مېرمنې چې د لاسي صنايعو په برخه کې کار کوي، ډېره هڅه کوي، چې د خپلو لاسي صنايعو لپاره له افغانستان څخه بهر پېرېدونکي ومومي، څو وکولی شي مشهور افغاني جامې د اروپا بازارونو ته وپلوري او په بهرنيو هېوادونو کې ډېر پېرودونکي لري. ښځې باید نهیلې نشي، ان شاالله هر څه به سم شي.

ځواب ورکړئ

موږ پښتانه رښتیا هم د عمل میدان کې صفر یو. موږ هسې د سټیج د سر خلک یو او د سټیج په سر د ښځو لپاره حقوق غواړو. نور عمل کې هیڅ هم نشته. او چې د سټیج سر کې هم د حقوقو خبره شي نو د بل ښځې ته یې غواړو. نور دا نشته چې د خپلې خور، مېرمنې او یا د کور د بل ښځینه کس لپاره د زده کړو او کار حق وغواړو. اصلاً باید د هرات او مزار ښځې او د هغوی نارینه وستایل شي. ځکه ښځې یې د عمل میدان کې کار کوي او نارینه ورته د کار کولو زمینه سازي کوي. اصلا د پښتنو ښځې هم د کارونو او زده کړو لېواله دي خو نارینه یې بیا کیسه کې نه دي. پردۍ ښځو ته مارکېټنګ کوي مګر خپله خور او لور له کوره بهر نه پرېږدي. که پرېږدي هم شاز او نادر کسان به وي.

ځواب ورکړئ

کله چې د پښتون خبره کوئ، لطفا یا خپل ځان یادوئ، یا د (یو شمېر)، (ځینې)، (لږ)، (ډېر) قید ورسره ذکر کوئ. ځکه ټول پښتانه داسې نه دي لکه تاسو چې ذکر کړي دي. پښتانه روښانه خلک هم لري، هوښیار خلک هم لري او کم عقل هم. او دا معمول خبره ده. پښتانه تل په افغانستان کې اشراف خلک ول او اوس هم دي. مونږ ټول د طالبانو (چې لوی اکثریت یې پښتانه دي) بد وایو، او زه یې ډېر سیاستونه نه تاییدوم. لاکن که مونږ په ۲۰۰۱ کې د طالبانو د حکومت د سقوط او یو نیم کال مخکې د طالبانو په لاس د جمهوریت د سقوط وختونه سره مقایسه کړو، د ځمکې او اسمان فرق لري. په ۲۰۰۱ کې د طالبانو د حکومت په سقوط سره، پخوانۍ شمال ټلوالې (چې اکثریت یې تاجکان، ازبکان او هزاره ګان ول) په ډېره بې رحمۍ سره په مزارشریف او کندوز کې په زرګونو بندي شوي طالبان ووژل، ژوندي یې ښخ کړل، په کانټینرونو کې یې واچول او بیا یې اورونو پرې بل کړل یا یې د مرمیو باران پرې وکړ. د یادونې وړ ده چې په امریکایي عسکر هم د صحنې شاهدان ول لاکن د شمال ټلوالې د ملېشو د ظلمونو مخه یې ونه نیوله. په کابل باندې د شمال ټلوالې د تسلط او بیا ان تر پنځو کالونو پورې د شمال ټلوالې او حتی تر اخره پورې د نظام پر ضد د ټلوالې مخالفتونه د دې سبب شول چې جمهوریت سقوط وکړي. مطلب دا چې د جمهوریت په سقوط کې ۵۰٪ لاس د طالبانو او ۵۰٪ د شمال ټلوالې و. د ټلوالې کسانو هم د پاکستان د استخباراتي ادارې په لمسه د افغانستان د حکومت پر ضد ورانکاري فعالیتونه کول. ښه نښه یې دا ده چې د ټلوالې مشرانو پسې د سقوط په ورځ پاکستان الوتکه راولېږله او ټول یې ژوندي وایستل. بلې خواته بیا په ۲۰۲۱ کې د جمهوریت له سقوط څخه وروسته د طالبانو عامه عفوه چې خال خال سرغړونې هم ترې وشوې او لا کیږي، ساری نه لري.‌

ځواب ورکړئ

دا چې په افغانستان کې نن سبا اقتصادي مشکلات ډیر دي او زمونږ د هیوادوالو اقتصادي حالت هم ښه نه دي، نو که دغه شان کاري فرصتونه ډیر شي، دا به ډیر ښه. یو خو به له دې سره داخلي تولیدات ډیر شي او بله دا چې هغه کورنۍ چې نارینه سرپرست نه لري هغو به د خپلو کورنیو لپاره نفقه برابره کړي. که چيرې د افغانستان اسلامي امارت ښځینه صنعت کارانو ته په دغه شکل نندارتونونه برابر کړي نو دا به ډیره ښه وي. بله دا چې زمونږ داخلي افغاني تولیدات په خارجي هیوادونه کې ډیر زیات مینه وال لري . دغه توکي چې دلته تولیدیږي دې ته زمینه برابره شي تر څو خارج ته صادراې شي نو لدې سره به زمونږ صادراتو کې پرمختګ رامنځه ته شي او زمونږ د هیواد د وګړو اقتصادي حالت به ورسره ښه شي. نصیب

ځواب ورکړئ