زده کړه

افغانې خویندې د خیاطۍ د ورکشاپ له لارې نجونو ته هیله ورکوي

د عمران راپور

په هرات ولایت کې دوو افغانو خویندو د هغو نجونو او ښځو لپاره چې خپلې وظیفې یې له لاسه ورکړي یا مجبورې شوي چې زده کړې پرېږدي، د خیاطۍ یو ورکشاپ جوړ کړی دی. [عمران/سلام ټایمز]

هرات -- د هرات ښار په شمالي برخه کې،‌ د یوې پنځه منزله ودانۍ په تلخونه کې ۶۰ ځوانې ښځې د خیاطۍ په زده کړه بوختې دي.

ځینې د ښوونځي یا د پوهنتون د عمر زده کوونکې دي؛ نورو یې تېر کال خپلې وظیفې له لاسه ورکړي، خو یو شی چې د دغو شپېتو ښځو او نجونو ټولو تر منځ شریک دی د هغوی دا هوډ دی چې غواړي زده کړه او کار وکړي او د ټولنې فعالې غړې واوسي.

د لېسې د دورې یوې زده کوونکې نادیې رسولي چې ۱۷ کاله عمر لري، وویل، «موږ به د هیلو د بېرته راګرځولو او د خپلو هدفونو د ترسره کولو لپاره مبارزه وکړو. که موږ نن نشو کولی چې ښوونځي ته لاړې شو، ښکاره خبره ده چې سبا یا بله ورځ به د ښوونځیو دروازې پرانیزو او خپلې زده کړې به بیا پيل کړو.»

هغې وویل، «زه باوري یم چې د وخت په تېرېدلو سره او د زده کړو او پوهې د تعقیبولو له لارې به موږ عادي ژوند ته راستنې شو او بریا به ومومو.»

ځوانې ښځې د سلواغې په ۲۷مه په هرات کې د خیاطۍ په یوه حرفوي ورکشاپ کې ګنډل زده کوي. [عمران/سلام ټایمز]

ځوانې ښځې د سلواغې په ۲۷مه په هرات کې د خیاطۍ په یوه حرفوي ورکشاپ کې ګنډل زده کوي. [عمران/سلام ټایمز]

هغې زیاته کړه، دا به په خپل وار سره له فقر څخه د افغانستان په ژغورلو کې مرسته وکړي.

دا حرفوي روزنه چې له زده کړو او کار څخه محرومو شویو ښځو او نجونو ته د خیاطۍ مهارتونه ور ښیي، تېره میاشت دوو خویندو په هرات ښار کې پیل کړه.

د یادو دوو خویندو له جملې څخه د مریم یوسفي په نامه یوې خور چې له یوې محلي غیرحکومتي موسسې سره یې کار کاوه او د لیندۍ په میاشت کې په موسساتو کې د ښځو په کار باندې له بندیز څخه وروسته یې خپله وظیفه له لاسه ورکړه، وویل، «د وظیفې له لاسه ورکولو څخه وروسته زما روحیات ډېر کمزوري شول او زه په کور کې ایساره شوم.»

هغې وویل، «موږ پرېکړه وکړه چې دا حرفوي ورکشاپ پيل کړو څو موږ داسې څه ولرو چې هم موږ بوخت وساتي او هم د نورو نجونو لپاره داسې یو فرصت برابر کړو چې له خپلو کورونو څخه راوځي او په فعالیتونو کې بوختې شي.»

یوسفي وویل، «په کور کې کېناستل او نورو ته انتظار کول چې زموږ د برخلیک په هکله پرېکړه وکړي د حل لاره نه ده. نجونې او ښځې باید دا زړه پیدا کړي چې له خپلو کورونو څخه راوځي، کار او زده کړه وکړي.»

د هغې خور یلدا چې ۱۹ کاله عمر لري، په هرات پوهنتون کې د لومړي کال محصله وه چې د نجونو په زده کړو باندې بندیز پلی شو. اوس هغه دغو ۶۰ ښځو او نجونو ته چې په ورکشاپ کې یې برخه اخیستې ده، په وړیا توګه خیاطي ورښيي.

د دې حرفوي ورکشاپ هدف دا دی چې د نجونو او ښځو ظرفیت جوړ کړای شي او هغوی له روحي او رواني فشارونو او په کور کې د ایسارتیا له فشار څخه وژغورل شي.

هغې وویل، «زه یوه ښځه یم او د هېواد د وضعیت په هکله ژوره پوهه لرم. زه غواړم چې د دې ورکشاپ له لارې د ښځو ملاتړ وکړم څو مونږ په خپله ټولنه کې ډېرې وړ ښځې ولرو.»

د ښځو د حقونو لپاره مبارزه

د لېسې د دورې د وروستي کال زده کوونکې سمیرا نوري چې ۱۸ کاله عمر لري، د ښوونځیو له بندېدلو څخه وروسته د انګلېسي او کمپیوټر د زده کړې کورسونه پیل کړل،‌ خو هغه هم پرې وتړل شول.‌

هغې وویل، په کور کې پاتې کېدل او د ښوونځیو د بېرته پرانستل کېدلو لپاره انتظار کول یوه شکنجه وه.‌

هغې وویل، «نوره هیله نه وه پاتې.‌ ما شپه او ورځ په کور کې په ځان باندې فشار راوست، او لیدل مې چې هیلې مې په سیند لاهو کیږي، نو پرېکړه مې وکړه چې د خیاطۍ ورکشاپ سره، چې زما د ټولنیزو فعالیتونو پيل دی، ملګرې شم او زه نوره او لا نوره فعاله واوسم.َ»

هغې زیاته کړه، «۲۰ ورځې کېږي چې زه د خیاطۍ ورکشاپ ته راځم او یو ځل بیا مې ژوند ته هیله پیدا شوې ده. زه باوري یم چې ښوونځي او پوهنتونونه به بیا پیل شي او تر هغه وخته به زه له کور څخه بهر خپل کار او ټولنیزو فعالیتونو ته دوام ورکړم.»

له زده کړو څخه محرومې شوې نجونې د خپلو ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانستل کېدلو غوښتنه کوي.

په هرات ښار کې د نهم ټولګي زده کوونکې فاطمې نورزۍ وویل، د تعلیمي ادارو په بندېدلو سره نجونو ټولې هیلې له لاسه ورکړي دي.

هغې وویل، خو د خیاطۍ له پيلولو راهیسې د هغې رواني وضعیت یو ځال بیا ښه شوی دی.‌

هغې وویل، «له یونیم کال څخه ډېر وخت کیږي چې ښوونځي تړل شوي دي. موږ افغانې نجونې غوښتنه کوو چې ښوونځي او پوهنتونونه دې ژر بېرته پرانستل شي.»

هغې زیاته کړه، «موږ سترې هیلې لرو چې کېدی شي یواځې د زده کړو له لارې پوره شي. موږ غواړو چې د افغانستان خدمت وکړو او د زده کړو له لارې خپلو خلکو ته نېکمرغي راولو.»

اسما محمدي چې د اتم ټولګي زده کوونکې ده، هم له درې اونیو راهیسې د خیاطۍ ورکشاپ ته راځي.

هغې زیاته کړه، «د ښوونځیو له بندېدلو راهیسې، زه په کور کې او تر ډېر زیات روحي او رواني فشار لاندې او پرېشانه وم، خو په ورکشاپ کې له شاملېدلو راهیسې زه د پخوا په پرتله ډېره خوشحاله یم.»

اسما وویل، «د هرې بلې افغانې نجلۍ په څېر دا زما هیله ده چې د نجونو لپاره ښوونځي او پوهنتونونه بیا پرانستل شي. څومره چې دا تعلیمي ادارې تړلې پاتې کېږي، هومره به د نجونو وخت ډېر ضایع شي، او هغوی به هیله له لاسه ورکړي.»

هغې وویل، د ښوونځیو او پوهنتونونو په بیاپرانستل کېدلو سره به، د ښوونې او روزنې په لور تللې لاره، چې افغانې ښځې کولی شي د خپلو ځانونو او خپل هېواد لپاره یو روښانه راتلونکی جوړ کړي، بیا پرانستل شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

افغانستان کې د ژمي رخصتیو څخه وروسته پوهنتونونه بېرته د هلکانو پر مخ خلاص شول، خو نجونې لا هم پوهنتونونو او له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د تګ اجازه نه لري. طالبانو تیر کال د ډسمبر په میاشت کې پوهنتونونو ته امر وکړ چې تر بل امر پورې نجونې پوهنتون ته پرې نږدي چې بل امر موده لا هم نه ده پوره شوې. طالبانو د خپلې تېرې واکمنۍ پر مهال هم همداسې یو فرمان صادر کړی وو چې نجونو په کې له زده کړو تر دویم امر پورې منع شوې وې، خو د خپل واکمنۍ تر پای چې شاوخوا پنځه کاله موده یې ونیوه دویم امر رانغی او هغه وخت سره یې افغان نجونې له زده کړو محروم او یو نسل یې نالوستی او په تیارو کې رالوی کړ چې موږ یې نتیجه ولیده چې همېش یې خپلسري کوله، بمونه یې الوځول، د وطن جوړونې فکر ورسره نه وو، مسؤلیت ته یې غاړه نه کېښوده او ډېر نور څه، خو هغه کورنۍ چې تعلیم ته یې مخه هېواد او خلکو ته د خدمت جذبه یې ذهن کې وه. نجونې چې د ټولنې غوښن قشر دی او موږ په یو نه یو ډول له هغوی سره نه شلېدونکې اړیکه لرو، لکه خور، مور، ورندار، مېرمن ... په زړه ورته ماتېږو خو دا چې طالبان یو سخت دریځه ډله ده نو موږ هم له ډاره غږ نه شو کولی او د هغوی ددغه حق غوښتنه هم نه شو کولی چې زموږ خویندو ته دې د زده کړو حق ورکړي او نه دې ترې محروموي. زه شخصاً په زړه ماتیږم چې ګورم هلکان پوهنتون ته ځي خو نجونې په کور ناستې دي. د اسلام په سپېڅلي دین کې یو ځای هم نه دي راغلي چې نجونې دې عصري لوړې زده کړې نه کوي او د اسلامي همکارۍ سازمان هم د میرمنو او نجونو د تعلیم بندول د "شریعت او اسلام د پغیمر د سنتو خلاف" عمل بللی او بار بار یې له طالبانو غوښتي چې په خیریه مؤسسو کې د میرمنو په کار کولو او زده کړو دې بندیز لیرې کړي، خو دغه ډله یې نه مني.

ځواب ورکړئ

کله چې په مخه کې خنډونه راشي ښه ده چې خپل مسیر ته تغیر ورکړو. هغوی چې تر ماتې یا محدودیتونو وروسته له نورو انسانانو ګوښه والی غوره کوي او د ماتې په اړه فکرونه کوي، ښه ده چې پورته شي او یوه بدیله لاره غوره کړي څو ورځنی ژوند یې ښه مخته لاړ شي. هو کیدای شي تر هغې چې بېرته زمینه برابريږي خپلو موخو ته ونه رسیږي، خو موخې ټاکل پکار دي نور ورته وخت سره کار پکار دی. په اوسني عصر کې زیاته برخه ځوانان هغه که هلکان دي که نجونې دي غواړي د تعلیم او تحصیل له لارې خپلو موخو ته ورسېږي، خو دا چې ژوند ټول ثابت نه دی، یعني څه ډول چې موږ غواړو تل هغسې نه کېږي، نو په کار ده چې خپل مسیر تغیر او د یو څه مودې انتظار وروسته خپل ټاکلی هدف ته ځان ورسوو. نن سبا چې د وطن په ځوانانو کوم حالت راغلی ودې زغمي. چې د تعلیم په برخه کې مسایل شته د دې نجونو په څېر دې خپل لوری بدل کړي او کله چې ورته زمینه برابره شوه خپلو زده کړو ته دې دوام ورکړي.

ځواب ورکړئ

افغانې میرمنې او نجونې له جدي روحي او رواني ستونزو سره لاس او ګریوان دي. میرمنې او نجونې په کورونو کې بندیانې دي او پرته له دې چې ازادانه تګ راتګ وکړای شي او یا زده کړې وکړي، شدید روحي او رواني فشارونه تجربه کوي. بلخصوص هغه میرمنې چې د خپلو کورنیو سرپرستي په غاړه لري د محدودیتونو له وضع کیدو څخه رنځیږي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې د هغوی غوښتنې په لومړیتوب کې راولي. بل دا چې له کله د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په وروستي اقدام کې په افغانستان کې خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو خصوصي موسسو ته لارښونه کړې چې تر "امر ثاني" پورې ددغو پوهنتونونو د کانکور په ازموینه کې نجونو ته د ګډون اجازه ورنکړي، نو یوازې په کابل کې ۵۲ خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې د سقوط له ګواښ سره مخامخ دي. که سقوط وکړي مانا دا چې موږ ځان په تورتم کې ایسار کړ.

ځواب ورکړئ

د ژوند یوه تجربه چې زه یې لرم، هغه دا ده چې تر نارینه و ښځینه ډېر بامسوليته او پابنده طبقه ده. د سایکولوژۍ له اړخه مېرمنې په ژوند که د رقابت لپاره یو یا څو سیالان خامخا جوړوي. ژوند هغه وخت پرمختګ کوي او له خوښیو دکېږي چې له یو چا سره په یوه برخه کې سیالي شروع کړې. دا اړخ به ښځو کې ډېر قوي دی. که د ښوونځي په اړه فکر وکړو، تر هلکانو، نجونې ډېرې منظمې ښوونځي ته ځي، هیڅ غیر حاضري نه کوي. جامې یې پاکې وي، کتابونو ته یې پوښونه ورکړي وي، په کتابچو کې یې ګلان رسم کړي وي، د کورني وظیفې د تر سره کولو لپاره چې کوم کاغذ/ورقه استعمالوي، لیکنه یې تر هلکانو منظمه او ښایسته کړې وي. دا هر څه ولې داسې وي؟ دا ځکه چې د نجونو هنري اړخ تر هلکانو پیاوړی وي. نجونې په ټولو هنري کارونو کې تکړه وي. ښه مثال یې همدا خبر دی. زه چې وینم په افغانستان کې د وروستیو سیاسي بدلونونو سره هلکان تر نجونو ډېر تر فشار لاندې دي. سمه ده چې عاید نه وي، ژوند ترخېږي. خو د دې دا معني نه ده چې مونږ دې قرار په کور کښینو. ژوند کولو ته بدیلې لارې لټول او فکر پرې کول په کار دي. باوري یم چې تر خیاطۍ وړاندې به یلدا په کوم دفتر کې کار کاوه. اوس دا دی هم یې ځآن او هم یې نور د خیاطۍ په برخه کې له ځان سره مصروف کړي دي. د ټولنې لپاره هم څو ګټې شوې؛ ځان یې د ټولنې د اوږو بار نه کړ، د ځان لپاره یې د عاید لاره بدله کړه، نور یې له ځان سره مصروف کړل او نور به ترې کار هم زده کړي. واووو! ژوند ښکلی دی. چې ژوند کوو، ژوند کېږي. راځئ ژوند وکړو!

ځواب ورکړئ

زمونږ ۶۰ افغانې خویندې راغونډې شوې او غواړي چې د یو مسلک په توګه ګنډل زده کړي. زمونږ دا ۶۰ خویندې غواړي چې د ګنډلو له دې تخنیک څخه کار واخلي ترڅو په راتلونکي کې د ځانونو لپاره ژوند جوړ کړي. زموږ خویندې باید مایوسه نه شي، د ځانونو لپاره کار پیدا کړي او د نورو مظلومیت ته ځان تسلیم نه کړي او د نورو قرباني نشي. تر یوه چتر لاندې د دې افغان خویندو راټولیدل دا په ډاګه کوي چې زمونږ خویندې مسلکي زده کړو ته هیله منې دي او هیڅکله به د جاهلیت دورې ته تسلیم نشي. زموږ افغانې خویندې باید د یو څه زده کولو لپاره ډیرې هڅې وکړي او خپل ذهنونه په ځینو کارونو باندې بوخت وساتي. په کور کې له ناستې څخه هیڅ کار نه کیږي، تر څو چې ښوونځي او پوهنتونونه پیل کیږي، تاسو باید په تخنیکي کارونو کې ځانونه بوخت کړئ.

ځواب ورکړئ