د ښځو حقوق

د ژونالیزم له محصلۍ څخه تر خیاطۍ پورې: په کابل کې یوې ښځې کاري فرصتونه رامنځته کړي او نورو ته الهام ورکوي

د حمزه راپور

ځوانې ښځې د سلواغې په ۳مه په کابل کې د پوهې لار په نامه د خیاطۍ حرفوي ورکشاپ کې خیاطي زده کوي. [حمزه/سلام ټایمز]

ځوانې ښځې د سلواغې په ۳مه په کابل کې د پوهې لار په نامه د خیاطۍ حرفوي ورکشاپ کې خیاطي زده کوي. [حمزه/سلام ټایمز]

کابل -- په کابل کې یوې ښځې د نجونو او ښځو لپاره د خیاطۍ یو ورکشاپ جوړ کړی او هڅه کوي چې د هغوی لپاره، چې ډېرو یې خپلې دندې له لاسه ورکړې یا مجبورې شوې چې خپلې زده کړې پرېږدي، فرصتونه پراخ کړي.

حسنا رؤفي چې ۲۳ کاله عمر لري تر یو کال مخکې مودې پورې د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي د وروستي کال محصله وه.

هغې وویل، «په وروستیو بدلونونو سره، له بده مرغه چې له ما او نورو ښځو څخه د زده کړو حق واخیستل شو. یوه نیمه میاشت مخکې ما د پوهې لار په نامه د خیاطۍ یو حرفوي ورکشاپ پیل کړ ترڅو د خپل ځان او نورو ښځو لپاره کارونه رامنځته کړم او د ښځینه محصلینو لپاره روزنیز فرصتونه برابر کړم.»

هغې وویل، پنځه ښوونکې د خیاطۍ، ګلدوزۍ او اوبدلو په برخو کې ۱۰ زده کوونکیو ته روزنه ورکوي.

هغې زیاته کړه، تر اوسه پورې تولیدات او خرڅلاو ښه دي او هغه هیله لري چې دا پروژه پسې پراخه کړي.

رؤفي وویل، «یو طرف ته، موږ هڅه کوو چې خپل تجارت پراخ کړو څو نوره حرفوي خیاطي او د نورو ښځو لپاره کاري فرصتونه رامنځته کړو، او بل طرف ته هغو ښځو ته چې په کورونو ناستې دي الهام ورکړو چې ټولنې ته بېرته راستنې شي.»

هغې وویل، «اوس مهال د خیاطۍ په ورکشاپ کې، ښځینه زده کوونکې، غریبې ښځې او هغه چې نارینه نفقه ګټونکي نه لري، په زده کړو او کار بوختې دي. دروازې د ټولو هغو ښځو لپاره چې غواړي خیاطي زده کړي، پرانستې دي.»

د کورنیو اقتصادي وضعیت ته وده ورکول

هغو ښځو چې د پوهې لار کې روزنه ترلاسه او کار کوي د دې ورکشاپ د جوړېدلو هرکلی کړی دی.

د توبا قدوسي په نامه یوې ۲۱ کلنې محصلې وویل، «زه په کابل پوهنتون کې د شرعیاتو پوهنځي د دریم کال محصله وم کله چې له زده کړو څخه محرومه شوم ... او د دوه لسیزو پخوا نجونو په څېر له ټولنې څخه منزوي او کور پورې محدوده شوم.»

هغې د سلواغې په ۳مه وویل، «خو زه یوه میاشت مخکې دې ورکشاپ ته راغلم او د خیاطۍ په برخه کې مې روزنه ترلاسه کړله. تر یوې میاشتې پورې به زه د خیاطې په توګه خپل نوی مسلک پیل کړم.»

قدوسي وویل، «زه به د خپل نوي مسلک په پیلولو سره، وکولی شم چې د خپلې کورنۍ ملاتړ وکړم او د خپل او د ټولنې د اقتصادي وضعیت په وده کې مرسته وکړم.»

د ښځو د حقونو یوې فعالې مریم اروین وویل، «ښځې د ټولنې نیمایي برخه جوړوي. که نیمه ټولنه حذف کړای شي، ټولنه به ویجاړه شي.»

هغې وویل، «زموږ په هېواد کې ډېرې ښځې داسې دي چې د خپلو کورنیو نفقه ګټل ور تر غاړې دي. که له هغوی څخه د کار حق واخیستل شي، ماشومان به یې له لوږې او یخنۍ څخه ومري.»

هغې وویل، «د داسې ورکشاپونو جوړول د نجونو او غریبو کورنیو لپاره یو ښه فرصت دی. د خیاطۍ یا هر بل مسلک په زده کولو سره به هغوی نه یواځې له مالي پلوه د خپلو کورنیو ملاتړ وکړي بلکې دغه راز به هغوی په ټولنه کې فعالې پاتې شي او اقتصاد ته به وده ورکړي.»

راتلونکي ته اندېښنې

له شپږم ټولګي څخه د پورته زده کړو لپاره په نجونو باندې له بندیز او د ښځو لپاره د لوړو زده کړو له ځنډېدلو څخه وروسته، ښځینه زده کوونکې د خپلو کورنیو د ملاتړ لپاره بېلابېلو حرفو ته مخه کړې ده.

تمنا عثمان چې ۲۷ کاله عمر او د حقوقو په برخه کې لېسانس لري د افغانستان په یوه وزارت کې کار کاوه. هغې د ۱۴۰۰ له زمري میاشتې راهیسې خپله وظیفه له لاسه ورکړې ده.

هغې وویل، «یوه میاشت کېږي چې زه د پوهې لار کې د خیاطۍ په برخه کې روزنه ترلاسه کوم څو وکولی شم چې له دې لارې څخه په راتلونکي کې د خپلې کورنۍ لپاره نفقه ترلاسه کړم.»

عثمان وویل، «زه د یوې لوستې افغانې نجلۍ په توګه، په چارواکو باندې غږ کوم چې په افغان نجونو او ښځو باندې بندیزونه پای ته ورسوي.»

د کابل یوې بلې اوسېدونکې او د پوهې لار شاګردې مرسل یوسفي چې ۱۶ کاله عمر لري او د ۱۰م ټولګي زده کوونکې ده، وویل، «زه خپل راتلونکي ته اندېښمنه یم.»

هغې وویل، «که ماته د زده کړو د دوام ... او خپلو هیلو پوره کیدو چې ډاکتره شم اجازه نه راکول کیږي… نو غواړم چې یو مسلک زده کړم. له دې امله، زه د خیاطۍ او ګلدوزۍ روزنه ترلاسه کوم څو لږ تر لږه وکولی شم چې په راتلونکي کې د افغاني جامو د جوړولو یو کوچنی تجارت پیل کړم.»

دغه راز هغې له چارواکو څخه وغوښتل «مهرباني وکړئ د افغانو نجونو او ښځو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزئ او پرېږدئ چې هغوی زده کړه او کار وکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

تر ټولو غوره او با احساسه خلک هماغه دي، چې هم زده کړې کوي او هم غواړي یو کسب و کمال زده کړي. افغانې میرمنې ډیرې باهمته ښځې دي. په داسې سختو شرایطو کې چې د طالب حکومت له لوري پر میرمنو هره ورځ یو نوی بندیز لږیږي، خو بیا هم همت له لاسه نه ورکوي او د خپلې کور نۍ لپاره دیوې ګوله ډوډۍ په لټه کې دي او هرکار چې وي دوی یې کوي. د افغانو میرمنو لپاره تر ټولو ستر خدمت همدا دی، چې حرفې ورزده کړي او په خپلو کورونو کې کیني او کار وکړي. حاکم نظام ته بیا پکار ده، چې د دا ډول میرمنو لپاره بازار موندنې ته زمینه سازي وکړي او د دوی لاسي صنایع او یا هم د دوی په لاس اوبدل شوي توکي په بازار کې په مناسبه بیه خرڅ کړای شي.

ځواب ورکړئ

عالي کار

ځواب ورکړئ

زه د دې ښځې فکر ته سلام کوم. له یوې خوا مې زړه خفه شو چې دا ښځې له تحصیل څخه پاتې شوې. خو بل طرف ته،‌ په دې خوشحال شوم چې دوی د خپل استعداد په اساس د ځانونو لپاره بدیله لاره موندلې ده. دا ښه نظر دی چې د تعلیم او تحصیل د نشتوالي په صورت کې هنر او حرفه زده کړای شي. خدای دې وکړي چې د حکومت فکر اصلاح شي او د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي. بدبختانه چې نن داسې څوک د افغانستان واکمنان دي چې هغوی پخپله نه پوهنتون لوستلی او نه یې مکتب لوستلی دی. یوازې د پاکستان د استخباراتي ادارو له خوا جوړو شویو مدرسو کې یې زده کړې کړي چې نه په عصري ژوند خبر دي او نه د علم په اهمیت.‌ دا خلک د قران په پيغام هم نه پوهیږي ځکه د قران لومړۍ نازل شوی ټکی (اقرأ) دی خو دوی د لوستلو او لیکلو او په مجموع کې د علم د حصول مخه نیسي.

ځواب ورکړئ

تعلیم کول ډېر اړین دي. تعلیم باید د دې لپاره و نه شي چې یو شخص دې خامخا په حکومتي چوکۍ مامور وګومارل شي بلکې تعلیم کول په دې معنی چې ته تر بل هر چا هوښیار او له نادانۍ څخه راوتی انسان یې. په تعلیم کولو سره باید انسان په دې پوه شي چې زه هر څه کولی او کنټرولولی شم، تر بل هر چا د یوې موضوع او کار په اړه ښه فکر کولی شم، د ژوند کولو او ژوندي پاتې کېدو لپاره اسانه او ارزانه لاره پیدا کولی شم. ښه مثال یې په دې خبر کې د حسنا روفي دی چې د ژوند کولو طرز یې بدل کړی. که یوه لاره ورته بنده شوې، په بله لار یې فکر کړی. بدبختانه زمونږ اکثر ځوانان په دې آند دي چې تعلیم کول یعنې په مکتب کې معلم کېدل، مامور کېدل... سمه ده دا وظایف هم خلک کوي خو که فرض کړه حکومتي چوکۍ پیدا نه شي، نو کس دې په کور کښیني؟ نه هیڅ کله نه. کارونه زیات دي نو چې کارونه زیات دي فکر غواړي. ځوانانو نه مې هیله ده چې د ژوند کولو په اړه فکر وکړي، د پیسو ګټلو او ژوند جوړول په اړه لاس په کار شي. له حسنی روفي یې زده کړئ او عمل وکړئ.

ځواب ورکړئ

پر ځای د دې چې د بل تر لاس لاندې کار وشي، ښه به وي او که امکانات وي دغسې کاري دستګاوې په کار واچول شي، څو هم په خپله او هم یو څو تنه نور بوخت شي. د بل لاس لاندې کار کول سخت دي بیا په داسې یو هېواد کې چې اکثر مشران نه د کار له قانون خبر وي او نه یې عملي کوي. که کارمند په هر ډول حالت کې وي خو مشر ترې کار غواړي او کارمند دې ته مجبوري چې کار پرېنږدي په داسې حال کې چې د کار په قانون کې د کارمند حقوق په ښه شکل تشریح شوي دی. د حسنا رؤفي دې کارونه لا ګړندي او دا دې په کې بریالۍ شي.

ځواب ورکړئ

یوه تجربه لرونکې خیاطه کولی شي په خپله کوڅه کې یو کور وټاکي او لس نجونو ته د ګنډلو روزنه ورکړي. په کور کې ناسته هیڅ نشي کولی. هغه ښځې چې محصلې وې یا په دولتي ادارو کې او یا هم تعلیم یافته وي، کولی شي یو مسلک زده کړې تر هغه چې د افغانستان اسلامي امارت د افغان ښځو په حق کې څه پرېکړه وکړي. په کور کې د ناستې پر ځای د ښځو لپاره دا غوره ده چې یو کار وکړي.

ځواب ورکړئ