زده کړه

په کابل کې خصوصي ښوونیز مرکز ۲۰۰۰ نجونو ته وړیا زده کړې برابروي

د حمزه راپور

زده کوونکې د لړم په ۲۹مه په کابل کې د اخلاص ښوونیز مرکز په یوه ټولګي کې لیدل کیږي. [حمزه/سلام ټایمز]

زده کوونکې د لړم په ۲۹مه په کابل کې د اخلاص ښوونیز مرکز په یوه ټولګي کې لیدل کیږي. [حمزه/سلام ټایمز]

کابل -- نږدې یو کال کیږي چې یو خصوصي ښوونیز مرکز په کابل کې له ۲۰۰۰ څخه ډېرو نجونو ته د زده کړو وړیا فرصتونه برابروي.

دغه مرکز دوه کاله مخکې جوړ کړای شوی دی.

د دغه مرکز رییس حسیب ملیار وویل، اخلاص ښوونیز مرکز هغو نجونو ته چې په افغانستان کې د زده کړو په برخه کې له خپل حق څخه محرومې شوي دي، ښوونیز فرصتونه برابروي.

هغه وویل، دا مرکز «د هغو ۲۰۰۰ نجونو لپاره چې ښوونځیو ته له تګ څخه محرومې شوي دي وړیا زده کړې برابروي. زموږ هدف دا دی چې د افغان نجونو ملاتړ وکړو.»

هغه وویل، «په داسې حال کې چې په افغانستان کې د تېر کال له سیاسي بدلونونو څخه وروسته اقتصادي وضعیت په خرابېدلو شو، له شپږم څخه د پورته ټولګیو د نجونو لپاره ښوونځي وتړل شول.»

ملیار وویل، «دا چې ما پخوا زما د کورنۍ او ملګرو په همکارۍ د ځوانانو د زده کړو ملاتړ کاوه، ما پرېکړه وکړه چې له شپږم څخه د پورته ټولګیو د نجونو لپاره فرصت برابر کړم څو هغوی ښوونځیو ته ستنې شي او خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.»

ملیار وویل، «هلته ۱۶ ښوونکي دي، چې ۱۰ یې نجونې او ښځې دي او په دغه مرکز کې کار کوي. هغوی د ښوونځي نصاب، د کانکور چمتووالی، انګلیسي ژبه، قران کریم او کمپیوټر تدریسوي.»

هغه وویل، «ما په کارته نو او مکروریانو کې دوه ودانۍ په کرایه نیولي، او هره میاشت له خپل جیب څخه د هر یوه ۵۰۰۰۰ افغانۍ (۵۸۱ ډالر) کرایه ورکوم،» او زیاته یې کړه چې زده کوونکې په دواړو مرکزونو کې د پوره وخت زده کړه کوي.

هغه وویل، «تر اوسه پورې، یو شمېر ملګرو چې په بهر کې اوسېږي د کتابونو د پېرودلو لپاره مرسته کړې ده، او زما پلار خپل شخصي اپارتمان د میاشتې په ۶۰۰۰۰ افغانۍ (۶۹۸ ډالر) په کرایه ورکړی څو زه له هغو پیسو څخه په استفادې سره د ښوونیز مرکز ورځني مصارف پوره کړای شم.»

هغه وویل، «زما پلار او دوستان ښایي د راتلونکیو درې میاشتو لپاره زما د ښوونیز مرکز ملاتړ وکړي. د دې لپاره تقاضا په ډېرېدلو ده چې زه د کابل په نورو برخو کې مرکزونه تاسیس او وړیا ښوونه او روزنه برابره کړم.»

ملیار وویل، «دا چې خلک غریب دي او د تادیاتو د ورکولو وس نه لري، زه له مرستندویانو او خیریه موسسو څخه غواړم چې ماته د مالي مرستې لاس راوغځوي.»

ښوونه او روزنه یو اساسي انساني او اسلامي حق

د ښوونځیو نجونو د ښوونې او روزنې د وړیا مرکزونو په جوړېدلو خوښي وښودله او وایي چې ښوونه او روزنه یو اساسي انساني او اسلامي حق دی.

لېمې ابراهیمي چې ۱۶ کاله عمر لري او اوس په اخلاص مرکز کې زده کړه کوي، وویل، «زه په ۱۱م ټولګي کې وم چې له شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځي د نجونو پر مخ وتړل شول. زه څو میاشتې له زده کړو څخه بې برخې شوم، او په داسې حال کې چې زه په کور ناسته وم، په رواني ستونزو اخته شوم.»

هغې وویل، «له نېکه مرغه چې اته میاشتې کېږي چې ما په وړیا ډول درسونه پیل کړي دي. زه د ښوونځي مضامین لولم او په درسونو کې برخه اخلم چې د کانکور لپاره چمتو شم. اوس زه د خپل راتلونکي په هکله ډېره خوشحاله او هیله منه یم.»

هغې زیاته کړه، «زه د داسې ښوونیزو مرکزونو لکه زه چې په کې زده کړه کوم د جوړېدلو هرکلی کوم.»

د دغه مرکز یوې بلې زده کوونکې مرضیې اصغري چې ۱۵ کاله عمر لري، وویل چې هغې شپږ میاشتې مخکې په دغه مرکز کې په درسي ټولګیو کې زده کړه پیل کړه.

هغې وویل، «زه د هغو کسانو مننه کوم چې د دې مرکز په جوړولو کې یې مرسته کړې ده.»

هغې وویل، «زه په نړۍ واله ټولنه باندې غږ کوم چې هغه خلک چې ښوونځي یې بند کړي او نجونې یې د ښوونې او روزنې لپاره د هغوی له حق څخه محرومې کړي دي، دې ته وهڅوي چې ښوونځي بېرته پرانیزي.»

مسعودې مالکي چې د نهم ټولګي زده کوونکې ده، هم شپږ میاشتې مخکې په دغه مرکز کې زده کړه پیل کړه.

هغې وویل، «یو نیم کال وشو چې زه او په میلیونونو نورې له شپږم څخه د پورته ټولګيو زده کوونکې نجونې له ښوونځیو څخه پاتې یو، او موږ نه پوهیږوو چې زموږ راتلونکی به څنګه کیږي.»

هغې وویل، «موږ په مکرر ډول داسې ژمنې اورېدلي چې ښوونځي به بیرته پرانستل شي، خو له بده مرغه چې د دې ژمنې د ترسره کېدلو لپاره هېڅ عملي ګام نه دی اخیستل شوی.»

مسعودې وویل، «ښوونه او روزنه د افغان ښځو او نجونو یو انساني او اسلامي حق دی. سربېره پر دې، اسلام په سړیو او ښځو دواړو باندې دا فرض کړې چې زده کړه وکړي. هیڅوک هم حق نه لري چې د نجونو او ښځو د بشري او اسلامي حق یعنې ښوونې او روزنې مخه ونیسي.»

د نجونو د پرمختګ لپاره حدود نشته

په کابل کې یوه دیني عالم شیخ جعفر صادقي وویل، «د نجونو لپاره د ښوونځيو تړل په هېڅ دین یا عقیده کې ساری نه لري.»

هغه وویل، «اسلام د نجونو او ښځو د ښوونې او روزنې لپاره هېڅ محدودینه نه لګوي. په قران کریم یا د محمد رسول الله (ص) په احادیثو کې داسې هېڅ حدیث نشته چې ووایي چې یواځې سړي دې زده کړه وکړي.»

صادقي وویل، «ښځې او سړي د ښوونې او روزنې برابر حقونه لري.»

قیس عزیزي له تېرو ۱۰ کالونو راهیسې د زده کړې په بېلابېلو مرکزونو کې د ښوونکي په توګه کار کوي او اوس په اخلاص مرکز کې داوطلبانه کار کوي.

هغه وویل، «تقریبا یو کال وشو چې ما په دې مرکز کې نجونو ته هره ورځ د دوه ساعتونو په مخه د انګلېسي تدریس پيل کړی دی.»

هغه وویل، «افغانانو د نړۍ والې ټولنې په ملاتړ د ۲۰ کالونو په ترڅ کې د ښوونې او روزنې په ګډون په ډېرو برخو کې تاریخي لاسته راوړنې لرلي دي.»

عزیزي وویل، «موږ په نړۍ واله ټولنه باندې غږ کوو چې د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي او د نجونو د ښوونځیو په بیا پرانستلو کې هېڅ هڅې ونه سپموي. هغوی باید پرې نه ږدي چې د افغان نجونو او ښځو د لسیزو هڅې په سیند لاهو شي او پرې نه ږدي چې هغوی پر شا تګ وکړي.»

د یاد مرکز یوې زده کوونکې مروې سادات چې ۱۸ کاله عمر لري، وویل، «که ښوونځي تړل شوي نه وای، نن به زه د پوهنتون د لومړي کال محصله وای او هیله به مې پوره شوې وای.»

هغې وویل، «زه په نړۍ واله ټولنه باندې غږ کوم چې د افغان نجونو او ښځو هغسې ملاتړ وکړي لکه مخکې ۲۰ کاله یې چې کاوه.‌ هغوی باید د هغه چا مخه ونیسي چې غواړي افغان نجونې او ښځې په جهالت او تیارو کې وساتي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که موږ په افغانستان کې د حسیب ملیار په څیر میرمنې درلودې، اوس به په ټول افغانستان کې زموږ نجونې، چې زموږ بچیان دي، بې تعلیمه پاتې نه وای. زه په درنښت له ټولو هغو افغانانو څخه چې په بهر کې ژوند کوي غوښتنه کوم چې د اخلاص خصوصي تعلیمي مرکز سره مرسته وکړي، ترڅو د تعلیمي مرکز دروازې زموږ د بچیانو پر مخ ونه تړل شي. په تېرو کلونو کې د کارته نو او احمدشاه بابا مېنې په ټوله سيمه کې د زده کړو وړيا مرکز نه و، خو د کابل په لوېديځ او شمال کې ډېر وړيا مرکزونه وو. موږ باید د ملیار له کار سره مالي مرسته وکړو تر څو هغه وکولی شي د کابل په نورو سیمو کې نور تعلیمي مرکزونه جوړ کړي او زموږ ماشومان له زده کړو برخمن شي. ګران ملیار، هڅه وکړئ چې د بهرنیو موسسو پام ځانته در واړوئ. زموږ سوداګر باید د اخلاص ښوونیز مرکز څخه لیدنه وکړي او بیا د اخلاص روزنیز مرکز سره مرسته وکړي، ځکه چې دا یوه دوامداره صدقه ده. ملیار باید هڅه وکړي چې د دې تعلیمي مرکز دروازه زموږ د ماشومانو پر مخ ونه وتړل شي. مونږ ستا په شان ښځو باندې افتخار کوو. نورې ښځې که داسې وړتیا ولري، هڅه دې وکړي چې لږ تر لږه سل زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره کړي. ملیار، ستاسو دا نیک اقدام د ستایلو وړ دی. د سلام ټایمز ورځپاڼې له لارې به زه حسیب ملیار ته ووایم چې ته خپله پوره هڅه وکړه چې خپل کار ته دوام ورکړې ځکه چې زموږ نجونې ستا په شان ښوونکو ته اړتیا لري.

ځواب ورکړئ

تعلیم دی چې ملتونه یې له سختیو را و ایستل. تعلیم دی چې د انسان په واسطه کاینات تسخیر شول. څوک سپوږمۍ ته وختل، څوک مریخ ته، چا فضا په واک کې واخیسته، څوک پر ځمکه قابض شو. پر ټولنیزو شبکو مې په دا وروستیو کې واورېدل چې، چینایانو مصنوعي لمر جوړ کړ. دا هر څه په څه وشول؟ ښکاره خبره ده چې د تعلیم په وجه. د قران لومړنی ایایت د (اقرا) یعنې ولوله، دی. زمونږ افغانانو په یووېشتمه پېړۍ کې په دې جنجال دی چې راتلونکو نسلونو ته تعلیم ورکړو، که ور یې نه کړو؟ د اسلام په مبارک دین کې د تعلیم د منع په اړه هیڅ دلیل نه شته بلکې اسلام تعلیم کولو ته انسانان هڅوي. زمونږ دغه ډول بدبختي به تر څو او تر کومه وي؟ په دغه ډول کړنو مونږ لګیا یو نسلونه، نسلونه وژنو، د دنیا له سیالۍ یې باسو، له ښه ژوند کولو یې باسو. افغانانو ته په کار ده چې له نوي عصر سره ځان برابر کړي. د اخلاص په نوم چې دغه مرکز د تعلیم په برخه کې کوم خدمات وړاندې کوي، مونږ یې منندوی یو. له ټولې نړۍ په خاص ډول له اسلامي نړۍ زمونږ غوښتنه دا ده چې زمونږ مشرانو ته قناعت ورکړي او د تعلیم د نه کولو له عذابه مونږ خلاص کړي. که نه، مونږ به د راتلونکو نسلونو قاتلین یو.

ځواب ورکړئ

د خوشالۍ ځای دی چې دغسې مرکزونه فعالیت کوي او د روښانه افغانستان لپاره کار روان دی. خو سړی خفه شي چې په میلیونونو نجونو کې یوازې شاخوا دوه زرو ته د زده کړو زمینه برابره شوې او موږ ورته خوشالیږي. کاش چې ښوونځي خلاص وی. نجونو د هلکانو په څېر د زده کړو کولو اجازه درلوده. او دومره ناهیلې نه وې لکه اوس چې دي. خو ستاسو په راپور یوه ملاحظه لرم او هغه دا چې تاسو (سلام ټایمز اداره) او په کابل کې ستاسو په خبریال د دې راپور په خپرولو سره، چې اوس مو خپور کړی؛ کولی شي د همدې نجونو ژوند بېرته تیاره کړي. مخکې هم داسې پېښې شوي چې مکتبونه او ښوونیز مرکزونو په پټه فعالیت کاوه خو چې کله رسنیز شول د اسلامي امارت له لوري دا مرکزونه وتړل شول. زه نه وایم چې سلام ټایمز بد خبر خپور کړی. دا د خوشالۍ خبر دی خو د دغو نجونو په مخ د دې ښوونیز مرکز دروازې تړلی شي. نور مو خوښه.

ځواب ورکړئ

دا د خوشحالۍ خبر دی لاکن زه یو تشویش لرم. یو طرف ته، داسې خبرونه نور خلک تشویقوي چې د ځوانانو لپاره تعلیمي پروګرامونه جوړ کړي لاکن بل طرف ته همدا خبرونه خطر هم راپورته کولی شي. مثلا، د ملایانو په حکومت کې یو شمېر متعصب خلک او د پاکستان د استخباراتو جاسوسان شته. هغوی که خبر شي چې داسې شخصي تعلیمي پروګرامونه افغانانو ته ګټه رسوي، هغوی یې حتما مخه نیسي. تاسو پوهېږئ وسله وال ګروپونه چې د پاکستان د استخباراتو له خوا حمایه کیږي، له تېرو ۴۰ کالونو راهیسې په افغانستان کې مکتبونه ویجاړوي. هغوی وسله والو ته وایي چې که څوک مکتب ته لاړ شي هغه کافر کیږي. له دې امله وسله والې ډلې مکتبونه سوزوي او معلمان وژني. اوس خو چې حکومتي واکمني د هغوی په لاس کې ده، اوس یې نو بیخي بند کړي او که دا پروسه روانه وي کېدای شي په نژدې وخت کې د هلکانو مکتبونه هم بند شي. له دې امله، زه له سلام ټایمز او نورو رسنیو څخه غواړم چې داسې تعلیمي پروګرامونه ډېر افشا نه کړي، که نه د پرمختګ مخه به یې ونیول شي. او افغان ځوانان او نجونې به ټول بې تعلیمه پاتې شي. کله چې مونږ د ملایانو د حکومت په هکله منفي خبره کوو، د دې معنی دا نه ده چې د شمال ائتلاف تر نفوذ لاندې د تېرو کالونو حکومتونه بهتر ول، هغوی ټول په فساد کې اخته ول. حتی د مکتبونو په برخه کې یې هم پراخ فساد کاوه او خیالي معلمان او خیالي مکتبونه یې درلودل چې اداري فساد او اختلاس ته یې لاره جوړوله.

ځواب ورکړئ