هرات -- په کابل کې په کاج ښوونیز مرکز باندې د تېرې اونۍ مرګونی ځانمرګی برید لا هم د افغانانو تر منځ د قهر او غوسې پارولو ته دوام ورکوي.
یوه ځانمرګي بمي بریدګر د کابل په دشت برچي سیمه کې، چې له تاریخي پلوه د شیعه هزاره ګانو ځپل شوې ټولنه په کې ژوند کوي، د تلې په ۸مه د سلګونو نارینه او ښځینه زده کوونکیو تر منځ په داسې حال کې ځان وچاوه چې هغوی د پوهنتون په یوه نمونوي کانکور ازموینه کې برخه اخیستله.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) د دوشنبې په ورځ /د تلې ۱۱مه/ وویل، د بمي برید په نتیجه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۵۳ ته رسېدلی او کېدی شي نور هم زیات شي.
هېڅ ډلې د برید مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی، په داسې حال کې چې پخوا داعش دغه ډول بریدونه ترسره کړي.
![له ۱۰۰ څخه ډېرې افغان زده کړیالانې د تلې په ۱۱مه، په کابل کې پر یوه ښوونیز مرکز له ځانمرګي بمي برید څخه دوه ورځې وروسته، د یوه اعتراض په ترڅ کې له هرات پوهنتون څخه د والي د دفتر خوا ته د تګ پر مهال د «ښوونه او روزنه زموږ حق دی؛ نسل وژنه یو جرم دی» شعارونه ورکوي. [عمران/سلام ټایمز]](/cnmi_st/images/2022/10/07/37650-g_1-ok-585_329.jpg)
له ۱۰۰ څخه ډېرې افغان زده کړیالانې د تلې په ۱۱مه، په کابل کې پر یوه ښوونیز مرکز له ځانمرګي بمي برید څخه دوه ورځې وروسته، د یوه اعتراض په ترڅ کې له هرات پوهنتون څخه د والي د دفتر خوا ته د تګ پر مهال د «ښوونه او روزنه زموږ حق دی؛ نسل وژنه یو جرم دی» شعارونه ورکوي. [عمران/سلام ټایمز]
![افغانو ښځو د تلې په ۹مه، د کابل په دشت برچي سیمه کې په یوه ښوونیز مرکز باندې له یوه ځانمرګي برید څخه یوه ورځ وروسته، په ښار کې د یوه اعتراض په ترڅ کې کې لوحې پورته کړي، او د «هزاره ګانو نسل وژنه ودروئ» شعارونه ورکوي. [ای اېف پي]](/cnmi_st/images/2022/10/07/37649-000_32kg7u7-585_329.jpg)
افغانو ښځو د تلې په ۹مه، د کابل په دشت برچي سیمه کې په یوه ښوونیز مرکز باندې له یوه ځانمرګي برید څخه یوه ورځ وروسته، په ښار کې د یوه اعتراض په ترڅ کې کې لوحې پورته کړي، او د «هزاره ګانو نسل وژنه ودروئ» شعارونه ورکوي. [ای اېف پي]
د هرات او بامیان پوهنتونونو له ۳۰۰ څخه ډېرې زده کړیالانو د تلې په ۱۰مه سرکونو ته ووتلې تر څو دغه ډلوژنه وغندي.
دغه راز، په لسګونو نورو زده کړیالانو د تلې په ۱۱مه د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې په اعتراض لاس پورې کړ.
د هرات پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي یوې زده کړیالې آسیې بسام چې په اعتراض کې یې برخه اخیستې وه، وویل، ترهګر غواړي چې د محصلینو په وژلو سره د افغانستان د پرمختګ مخه ونیسي.
هغې وویل، «موږ د دې لپاره خپل غږونه پورته کوو چې نسل وژنه ودروو او د نجونو حقونه د دې لپاره خوندي کړو چې وکولی شي ښوونځیو ته لاړې شي او په یوه خوندي چاپېریال کې زده کړې وکړي.»
نوموړې وویل، «فرق نه کوي چې تر څو هغوی موږ وژني او زموږ ښوونځي الوزوي، موږ به بیا راپورته شو او د ښوونې او روزنې او پوهې په وسیله به د دغو ترهګرو پر ضد مبارزه وکړو.»
هغې زیاته کړه، «موږ ټول -- پښتانه، تاجکان او هزاره ګان -- په یوه غږ وایو چې د پښتون، تاجک او هزاره وینه یوه ده.»
د بامیان پوهنتون یوې زده کړیالې نرګس نوري چې هغې هم په دې لاریون کې برخه اخیستې وه، وویل، عاملان باید ونیول شي او د عدالت منګولو ته وسپارل شي.
هغې وویل، «موږ په کابل کې په زده کوونکیو باندې شوی برید غندو. دا غیر انساني برید د دغو ترهګرو د ظلم انتها په ګوته کوي.»
هغې زیاته کړه، «ترهګر فکر کوي چې هغوی کولی شي په ښوونځيو او تعلیمي مرکزونو باندې په بریدونو ترسره کولو سره د ښوونې او روزنې او پرمختګ مخه ډب کړي، لاکن د هغوی دا هیله به هېڅکله هم پوره نشي.»
نوموړې وویل، «پخوا چې ترهګرو دغه ډول جنایتونه کړي، لا نورو زده کوونکیو د زده کړو تر لاسه کولو ته مخه کړې ده.»
نوري وویل، په افغانستان کې باید د ترهګرو ډلو مخه ونیول شي څو د بې ګناه خلکو لا نوره وینه تویېدنه ودرېږي.
د ښوونې او روزنې او پوهې پر وړاندې دښمني
د هرات ښار یوه اوسېدونکي صفی الله صمیمي وویل، د ترهګرو ډلو هدف دا دی چې په ښوونځیو او تعلیمي مرکزونو باندې بریدونه ترسره کړي څو په افغانستان کې د ښوونې او روزنې او پوهې د پرمختګ مخه ډب کړي.
هغه وویل، «ترهګر نه غواړي چې د افغانانو نوی نسل پوهه او پرمختګ ترلاسه کړي. په تعلیمي مرکزونو باندې د ځانمرګو بریدونو په ترسره کولو سره، هغوی غواړي چې د خلکو په منځ کې وېره رامنځته کړي او د هغوی بچیان له زده کړو ترلاسه کولو څخه ایسار کړي.»
نوموړي وویل، «له افغانانو سره د ترهګرو پر ضد د مبارزې لپاره پاتې یواځېنۍ وسله علم دی.»
هغه وویل، له دې سره سره چې که ترهګر د جرمونو ترسره کولو او د بې ګناه ځوانانو د وینو تویولو ته دوام ورکړي، افغانان به د علم او ښوونې او روزنې د ترلاسه کولو مزل پرې نه ږدی.
صمیمي وویل، د تعلیمي مرکزونو پر ضد ترهګري د افغان ځوانانو هوډ لا نور قوي کوي او هغوی دې ته هڅوي چې لا ډېر زیار وباسي، مطالعه وکړي او پوهه ترلاسه کړي.
د بامیان پوهنتون یوې زده کړیالې فاطمې عزیزي ومنله چې، ترهګرې ډلې له باخبرو او لوستو افغان ځوانانو څخه وېره لري.
هغې وویل، که ځوانان لوست وکړي بیا به ترهګر دا فرصت ونه لري چې هغوی استخدام کړي.
هغې په نړۍ واله ټولنه باندې غږ وکړ چې له افغانانو سره په دې غمجنو او سختو وختونو کې مرسته وکړي.
هغې زیاته کړه، «موږ غواړو چې نړۍ واله ټولنه په دې برخه کې یواځې نندارچي ونه اوسي او نه یواځې دغه ډول بریدونه وغندي بلکې له افغانانو سره د هغو په ودرولو کې مرسته هم وکړي.»
عزیزي وویل، نړۍ واله ټولنه ۲۰ کاله د افغانانو تر څنګ ودرېدله، او دا به مناسبه نه وي چې اوس افغانستان هېر کړي.
هغې وویل، «که د ترهګرو ځالې ویجاړې نشي، هغوی به نه یواځې افغانستان بلکې ټوله نړۍ نا امنه کړي.»
عزیزي وویل، «د یوې خوندي نړۍ لپاره، په کار ده چې نړۍ واله ټولنه سمدلاسه مداخله وکړي او په افغانستان کې وضعیت ښه کړي.»
یو غیر اسلامي او غیر انساني عمل
دیني عالمانو هغه ځانمرګي بریدونه او بمي حملې چې ملکي خلک په نښه کوي غندلي، او هغه یې د اسلامي او انساني ارزښتون ضد عملونه بللي دي.
په هرات ښار کې د مولوي خیرالله نیازي په نامه یوه دیني عالم وویل، هغه کسان چې ځانمرګی بریدونه کوي هغوی له اسلام سره تړاو نه لري.
هغه وویل، «د ځانوژنې او بمي برید فکر په اسلام کې ځای نه لري. هغه کسان چې د اسلام له نامه څخه په استفادې سره دغه ډول جنایتونه ترسره کوي هغوی نه مسلمانان دي نه انسانان. هغوی داسې وحشي حیوانات دي چې د انسانانو وینې څښي.»
هغه زیاته کړه، «په ملکي خلکو باندې برید کول چې په هر نامه وي، جرم دی، او خدای (ج) به یې له عاملانو څخه پوښتنه وکړي. د بې ګناه خلکو د وینو تویول په اسلام کې یوه کبیره ګناه ده او هېڅکله به ونه بښل شي.»
په بادغیس کې یوه دیني عالم مولوي سید احمد حنفي وویل، ځانمرګي بریدونه او بمي حملې مذهبي توجیه نه لري او عاملان به یې د تل لپاره په دوزخ کې وي.
هغه وویل، «بې ګناه افغانان له کالونو راهیسې د ځانمرګو او بمي بریدونو قربانیان دي. هغه کسان چې دغه ډول بریدونه ترسره کوي هغوی قاتلان دي، او خدای (ج) د قاتلانو لپاره سخته سزا ټاکلې ده.»
هغه زیاته کړه، «هغو ځوانانو چې په دغه ښوونځي کې یې زده کړه کوله او برید پرې وشو هغوی هېڅ جرم نه وو کړی.»
هغه وویل، اسلام د ملکي او بې ګناه خلکو پر ضد هر ډول تاوتریخوالی ردوي، او زیاته یې کړه چې ځانمرګي او بمي بریدګر د بهرنیو استخباراتي ادارو د لاس آلې دي چې هدف یې د بې ګناه خلکو وژل او وېره رامنخته کول دي.