جرم او انصاف

د ملګرو ملتونو یوه کارپوه په افغانستان کې پر شیعه لږکیو 'سیستماتیک' بریدونه وغندل

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

ځایي خلک د هغه مني بس شاوخوا ته راټولېږي چې داعش د غبرګولي په ۴مه د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې په یوه بمي برید کې په نښه کړ. [ټولنیزې رسنۍ]

ځایي خلک د هغه مني بس شاوخوا ته راټولېږي چې داعش د غبرګولي په ۴مه د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې په یوه بمي برید کې په نښه کړ. [ټولنیزې رسنۍ]

جنیوا -- د ملګرو ملتونو کارپوه د دوشنبې په ورځ /د وږي ۲۱مه/ خبرداری ورکړ چې، په افغانستان کې هزاره او نور شیعه وګړي له داسې یوه حالت سره مخامخ دي چې «سیستماتیک» بریدونه ښکاري او کولی شي چې له نړۍ والو جنایتونو سره برابر وګڼل شي.

په افغانستان کې د حقونو په هکله ځانګړي راپورچي ریچارډ بینیت په یوه راپور کې چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته یې سپارلی دی، لیکلي، اقلیتونه په خپلسري ډول نیول کیږي، شکنجه کیږي، له محاکمې پرته وژل کیږي، اېستل کېږي، څنډې ته کېږي او په ځینو حالتونو کې له هېواد څخه تېښتې ته اړ کیږي.»

دغه راز، هغوی اکثر وختونه د داعش له خوا ترسره کېدونکیو بریدونو کې په نښه کیږي.

بینیټ په خپل راپور کې لیکلي، «داسې ښکاري چې دغه بریدونه په خپل ماهیت کې سیستماتیک دي او د یوې سازمان شوې تګلارې عناصر منعکسوي.»

هغه لیکلي، دا بریدونه «د بشريت پر ضد جنایتونو په ګډون د نړۍ والو جنایتونو نښې» لري.

نړۍ وال جنایتونه د نړۍ والې ټولنې لپاره د اندېښنې وړ اکثر جدي جنایتونه تر پوښښ لاندې نیسي چې جنګي جنایتونه، د بشریت پر ضد جنایتونه او نسل وژنه یا جینوسایډ په کې شامل دي.

تر دې مخکې، د زمري په نیمایي کې، داعش د یو لړ هغو بمي بریدونو مسؤلیت ومانه چې لږ تر لږه ۱۰ کسان یې ووژل.‌

چاودنې د کابل په لوېدیځ کې د استوګنې په هغې مېنه کې وشوې چې ډېری استوګن یې د هزاره ټولنې غړي دي او د هغوی اکثر خلک شیعه دي.

دغه چاودنې له عاشورا څخه یواځې یو څو ورځې مخکې ترسره شوې. په عاشورا کې عبادت کوونکي په جوماتونو کې راټولېږي او په هغو مراسمو کې برخه اخلي چې د شیعه ګانو د امام او د محمد رسول الله (ص) د لمسي حسین بن علي په یاد جوړېږي.

د بشري حقونو ناورین

بینیټ چې د غوایي په ۱۱مه یې خپل کار پیل کړ، خبرداری ورکړ چې، د حقونو وضعیت په ټول هېواد کې خراب شوی دی.

هغه شورا ته په خپله وینا کې وویل، «افغانان د بشري حقونو په داسې یوه ناورین کې را ایسار دي چې نړۍ یې په حلولو کې پاتې راغلې ده.»

هغه په خپل راپور کې ولیکل، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د مدني، سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو په برخو کې د حیرانتیا وړ پر شا تګ رامنځته شوی دی.

هغه ولیکل، «په هېڅ هېواد کې هم ښځې او نجونې دومره په چټکۍ سره د عام ژوند له ټولو دوایرو څخه ورکې شوي نه دي، نه د ژوند په هر اړخ کې دومره بې برخې کړای شوي دي.»

هغه ولیکل، په عمومي توګه بشري وضعیت وخیم دی، چې ورسره سم نیمایي وګړي د خوراکي توکو له سخت نشتوالي سره مخامخ شوي دي.‌

هغه ولیکل، «ماشومان په وېروونکې کچه له لوږې سره مخامخ شوي دي. ډېرې کورنۍ د ګذارې له خطرناکو لارو څخه کار اخلي چې د ماشومانو خرڅول، د ماشومانو ودول، د ماشومانو کار او په روغتیایي پاملرنه او زده کړه باندې د لګښتونو کمول شامل دي.»

هغه ولیکل، د بخښنې له اعلان سره سره هغه کسان چې د ۱۴۰۰ له زمري څخه مخکې یې په افغان اردو او حکومت کې خدمت کړی دی، اوس هم «له روانو غیرقضایي او انتقامي وژنو او جبري ورکولو سر» مخامخ دي.

بینیټ په نړۍ والې ټولنې باندې غږ وکړ چې د ستونزو د هوارولو او د حساب ورکولو د اطمینان لپاره لا نورې هڅې وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

9 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

امریکا له افغانانو سره خیانت وکړ او افغانستان یې په یوه ستونزمن حالت کې واچاوه. طالبان په خلکو باندې په وحشیانه او ظالمانه توګه حکومت کوي او هیڅ اصول او مقررات نه مني. دا خلک فکر کوي چې که د خلکو په منځ کې وېره او ډار رامنځته نه کړي نو حکومت به يې ختم شي. دوی د ساده اعتراضونو له امله خلک په زندان کې اچوي او هیڅ انتقاد نه زغمي. په هرصورت، په ۲۱مه پیړۍ کې دا ډول حاکمیت که ناممکن نه وي، خورا ستونزمن دی. طالبان باید د تېرو ۲۵ کلونو له خوبه راویښ شي. افغانستان او نړۍ بدله شوې ده. طالبان د داسې حکومت د جوړولو پلان نه لري چې د خپلو خلکو خدمت او ملاتړ وکړي.

ځواب ورکړئ

د افغانستان د اسعارو ذخیرې نیمول او بیا مصرف ته وړاندې کول افغان ملت سره تاریخي جفا ده. د افغانستان د اقتصادي حالت د ژوندي ساتلو او پورونو ورکولو نورې لارې چارې هم شته خو چې غور پرې وشي. هغوی چي په افغانستان یې خوا بدیږي، باید د یادې پرېکړې خلاف دریځ ونیسي او ملي شتمني له دغه ډول تاراج څخه وساتي. د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت اعلان کړی دی چې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو نیمايي برخه (۳.۵ میلیارد ډالر ) به په سویس کې د «افغان فنډ» په نوم یو نوي جوړ شوي صندوق ته استوي چې د افغانستان د اقتصاد د ښه والي په برخه کې ولګول شي.

ځواب ورکړئ

زه منم، دا افغانانو ته یوه کنځله ده.

ځواب ورکړئ

افغانانو ناشکري وکړله. دوی جمهوریت ته زیان ورساوه. د جمهوریت پر مهال پر شیعه او نورو مذهبي لږکیو د داعش له بریدونو سره سره، یو نسبتاً مسؤل حکومت موجود وو. له هرې چاودنې او برید وروسته له ولسمشره نیولې تر وزیر او رییس پورې هر څوک د مرستې او لاسنیوي لپاره ورتلل. ولسمشر پخپله روغتون ته ورتلو او د ټپیانو لیدنه به یې کوله. خو بیا هم خلک راضي نه ول. دوی شپه او ورځ ولسمشر ته کنځلې کولې. او اوس؟ د طالبانو له اجازې پرته خلک نه شي کولای خپل مړي ښخ کړي. دوی نشي کولی روغتون ته د خپلو ټپي خپلوانو لیدو ته لاړ شي. طالبانو څو څو ځله هغه پلرونه او ميندې ووهل چې د خپلو ټپي ماشومانو د پالنې هڅه يې کوله. هیڅوک نشي کولی چې په سمه توګه د امنیت په ساتلو کې د پاتې راتلو له امله پر طالبانو نیوکه وکړي. اوس چې هر څه له منځه تللي او افغانستان له یوه ناورین سره مخامخ شوی دی، خلک د اشرف غني او جمهوري نظام په له لاسه ورکولو د افسوس اظهار کوي، خو اوس بې ګټې دي.

ځواب ورکړئ

زه په افغانستان کې پر مذهبي لږکیو د داعش بریدونه هم غندم. زه حیران یم چې ایا دا غندنه د کوم درد درملنه کوي؟ ولې نړۍ غواړي د کلمو په لوبولو سره خپل ځان له لومړني مسؤلیت څخه خلاص کړي؟ مهرباني وکړئ موږ مه غولوئ.

ځواب ورکړئ

په افغانستان کې هیڅوک خوندي نه دي. د خلکو فزیکي، رواني، اقتصادي او فکري امنیت له ګواښ سره مخ دی او ورځ تر بلې افغانان راتلونکي ته هیلې له لاسه ورکوي. طالبان د داسې حکومت د جوړولو لپاره کومه طرحه او پلان نه لري چې د خپلو خلکو خدمت او ملاتړ وکړي. دوی تر اوسه یوازې په دریو برخو کې د لاسته راوړلو هڅه کړې ده: ۱- په ټولنه کې د ښځو د رول محدودول ۲- د افراطي افکارو خپرول ۳- د بیت المال غلا او لوټ کول که تاسو په تیر یو کال کې د طالبانو څخه بل څه لیدلي وي مهرباني وکړئ ما ته یې خبر راکړئ. دا خلک فکر کوي چې د دوی حکومت به د خلکو په منځ کې د وېرې او ترور په رامنځته کولو سره پای ته ورسوي. دوی خلک په ساده نیوکو سره زنداني کوي او هیڅ ډول نیوکه نه زغمي. په هرصورت، په ۲۱مه پیړۍ کې د دې لارې حکومت کول خورا ستونزمن او حتی ناممکن دي. طالبان باید له خپل ۲۵ کلن خوب څخه راویښ شي. افغانستان او نړۍ بدله شوې ده.

ځواب ورکړئ

عجب احمق خلک دي. ولې یوازې د هزاره ګانو پوښتنه کیږي او د نورو افغانانو نه کیږي؟ همدغو هزاره ګانو د ایران جاسوسي کوله. همدغو هزاره ګانو له امریکایانو سره ترجماني او جاسوسي کوله چې د پښتنو په ودونو او کلیو باندې بمونه واچوي. په عین وخت کې له یوې خوا پخواني حکومت چې په راس کې یې د پخوانۍ شمال ټلوالې جنایتکاران ول او ورسره نړۍ والو قوتونو د پښتنو سیمې بمبارولې او بې ګناه خلک یې وژل او بلې خواته د پاکستان له خوا حمایه کېدونکو ترهګرو ډلو د پښتنو په سیمو کې بمونه چول، مکتبونه یې ورانول، روغتونونه یې ورانول او پښتانه یې وژل. هلته خو هیچا هم د پښتنو پوښتنه ونه کړه چې ولې ورسره ظلم کیږي.

ځواب ورکړئ

زه په بشپړه توګه دا منم چې د مسعودیانو تر څنګ د هزاره ګانو یو کم شمېر جاسوسي کوي.عادي هزاره ګان د دوی د ترهګرۍ قربانيان دي. پښتانه په تېره پېړۍ کې د نسل وژنې او ترهګرۍ تر ټولو لوی قربانيان دي. ولې په دې خلکو دومره ظلمونه کیږي؟

ځواب ورکړئ

يوازې شيعه اقليت نه بلکې د افغانستان ټول وګړي، شيعه، سني، وهابي، صوفيان، پښتانه، هزاره، ازبک، تاجک، ترکمن او… تر ظلم لاندې دي. امريکا له افغانانو سره خيانت وکړ او افغانستان يې په ډېر کړکېچن حالت کې واچاوه. طالبان په خلکو په ظلم او وحشت حکومت کوي او هیڅ قانون او اصولو ته غاړه نه ږدي. امریکا ټوله ورځ د بشري حقونو او ډیموکراسۍ د ملاتړ خبره کوي، خو په حقیقت کې یوازې د خپلو ګټو پروا کوي. په تېرو شلو کلونو کې د امريکا ګټې د ډيموکراسۍ او د بشري حقونو د ساتنې تر نامه لاندې خوندي وې. اوس امریکا د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره له ترهګرو او بنسټپالو ډلو څخه کار اخلي. هغه څه چې امريکا له موږ سره کړي، موږ به یې هيڅکله هير نه کړو، د امريکا جفا او خيانت به هيڅکله هير نه کړو او څو چې دا نړۍ وي، باید دغه خيانت د مثال په توګه ياد کړي.

ځواب ورکړئ