تروريزم

په کابل او مزارشریف کې شوې چاودنې په نړۍ واله کچه وغندل شوې

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

ځایي خلک د غبرګولي په ۴مه د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې د داعش د یوه بمي بريد په وسیله د په نښه شوي مني بس شاوخوا ته راټول شوي دي. [ټولنیزې رسنۍ]

ځایي خلک د غبرګولي په ۴مه د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې د داعش د یوه بمي بريد په وسیله د په نښه شوي مني بس شاوخوا ته راټول شوي دي. [ټولنیزې رسنۍ]

کابل -- چارواکو د پنجشنبې په ورځ‌ وویل چې، د هغو څلورو بمي بریدونو په نتیجه کې، چې د چارشنبې په ورځ /د غبرګولي ۵مه/ په مني بسونو او یوه جومات باندې ترسره شول، د وژل شویو کسانو شمېر لږ تر لږه ۱۶ کسانو ته زیات شوی دی. د دغو بریدونو له ډلې څخه د یو شمېر مسؤلیت داعش پر غاړه اخیستی دی.‌

پولیسو او د روغتیا د څانګې یوه چارواکي وویل، په شمالي ولایت مزارشریف کې لږ تر لږه ۱۰ کسان هغه وخت ووژل شول چې په جلا جلا مني بسونو کې ځای پر ځای شوي درې بمونه وچاودېدل.

د بلخ ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند آصف وزیري ای اېف پي ته وویل، «بمونه د ښار په بېلابېلو ناحیو کې په درې مني بسونو کې ځای پرځای شوي ول،» او زیاته یې کړه چې ۱۵ نور کسان ټپیان شول.

د بلخ ولایت د روغتیا ریاست رییس نجیب الله توانا وویل، په چاودنو کې د وژل شویو کسانو په ډله کې درې ښځې هم شاملې وې.‌

د بمي برید د قربانیانو خپلوان د غبرګولي په ۴مه په مزارشریف کې له یوه روغتون څخه بهر سره راټول شوي دي. [ای اېف پي]

د بمي برید د قربانیانو خپلوان د غبرګولي په ۴مه په مزارشریف کې له یوه روغتون څخه بهر سره راټول شوي دي. [ای اېف پي]

په یوه بمي چاودنه کې ټپي شوی کس د غبرګولي په ۴مه په مزارشریف کې په یوه روغتون کې دننه ارام کوي. [ای اېف پي]

په یوه بمي چاودنه کې ټپي شوی کس د غبرګولي په ۴مه په مزارشریف کې په یوه روغتون کې دننه ارام کوي. [ای اېف پي]

له چاودنو څخه څو ساعته وروسته داعش د ټولنیزو رسنیو له لارې په مني بسونو باندې د بریدونو مسؤلیت پر غاړه واخیست.‌

یادې ډلې د ټیلي ګرام له لارې وویل چې د هغوی «عسکرو» په درې مني بسونو باندې د په لاس جوړو چاودېدونکیو توکو بریدونه وکړل.‌

د چارشنبې په ورځ ناوخته، په کابل کې د حضرت ذکریا د جومات دننه یو بل بم هم وچاودېد.

یوه عیني شاهد محمد لقمان طلوع نیوز ته وویل، «موږ لمونځ نه وو خلاص کړی چې یو لوړ غږ واورېدل شو. ماته زنګ راغی او پوښتنه یې وکړه چې زما حال څنګه دی. کله چې موږ جومات ته لاړو، و مو لیدل چې په فرش باندې مړي او زخمیان پراته دي.»

د پنجشنبې په ورځ وختي د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په یوه ټویټ کې ولیکل چې په دغې چاودنه کې لږ تر لږه ۶ کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

مقاماتو وویل چې بم په جومات کې د یوې پکي په منځ کې ځای پرځای شوی وو.

بې معنی تاوتریخوالی

د افغانستان لپاره د متحدو ایالاتو ځانګړي استازي توماس وېسټ د پنجشنبې په ورځ په یوه ټویټ کې ولیکل، «متحده ایالات په مزارشریف او کابل کې ډارن ترهګریز بریدونه چې د بې ګناه افغانانو ژوند یې واخیست، غندي.»

هغه د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږی څرګند کړ او ویې ویل چې، «دا تاوتریخوالی هېڅ هدف نه لري.»

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د متحدو ایالاتو ځانګړې استازې رینا امیري هم دغو چاودنو ته غبرګون وښود.

هغې په یوه ټویټ کې ولیکل، «په مزار او کابل کې فجیع بریدونه هېڅ هدف نه لري او یواځې بې ګناه افغانانو ته چې کافي اندازه کړاوونه یې لیدلي دي، لا نور زیانونه ور رسوي.»

هغې وویل، د افغانستان لپاره لومړیتوب باید دا وي چې «د دغو وحشتناکو بریدونو مخه ونیسي او د ټولو افغانانو امنیت او اړتیاوې پوره کړي».

د بشریت پر ضد جنایتونه

د راپورونو له مخې، د مزارشریف په چاودنو کې ټول قربانیان شیعه هزاره ګان ول.

په کابل کې د شوي بمي برید له نښو څخه داسې ښکاري چې د داعش د خراسان څانګې ترسره کړی، خو دا لا روښانه نه ده چې آیا د دغه برید هدف کومه ځانګړې ټولنه وه.

د داعش خراسان څانګې په مکرره توګه شیعه ګان او د صوفیانو په څېر اقلیتونه چې د اسلام عرفاني لاره تعقیبوي، په نښه کړي دي.‌

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل،‌ دغه ډول بریدونه «د یوې سازماني پالیسۍ عناصر منعکسوي او د بشریت پر ضد د جنایتونو نښې» لري.

بینیټ په کابل کې له چارواکو سره له کتنې او د وروستیو بریدونو په وسیله د ځینو په نښه شویو ساحو له لیدنې څخه وروسته افغانستان ته خپل سفر پای ته ورساوه او د یوې څېړنې غوښتنه یې وکړه.

د روژې د مبارکې میاشتې په ترڅ کې چې د غوایي په ۱۰مه پای ته ورسېدله، په کابل او نورو ښارونو کې په لسګونو ملکي خلک، تر ډېره د فرقه ییزو بریدونو په ترڅ کې، ووژل شول.

د وري په ۳۱مه، لږ تر لږه ۱۰ کسان په کابل کې د سنیانو په یوه جومات کې په شوی برید کې چې ښکارېدله چې د اقلیت صوفي ټولنې غړي یې د عبادت په ترڅ کې په نښه کړي ول، ووژل شول.

داعش د غوایي په ۸مه په مزارشریف کې په دوو مني بسونو باندې د شويو بمي بریدونو مسؤلیت پر غاړه واخیست. په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۹ کسان ووژل شول.

د غوایي په ۱، په مزارشریف کې د شیعه ګانو په یوه جومات باندې شوي بمي برید لږ تر لږه ۱۲ تنه عبادت کوونکي ووژل او ډېر نور یې ټپیان کړل.‌

د روژې په ترڅ کې تر ټولو ډېر خونړی برید په شمالي ولایت کندوز کې وشو چې په کې یوه بل بمي برید صوفي عبادت کوونکي په نښه کړي وو او په یوه جومات کې وشو.

په هغې چاودنه کې لږ تر لږه ۳۳ کسان ووژل شول او په لسګونو نور ټپیان شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

لعنت دې په دې نړیوالو وي چې هم په بېلا بېلو نومونه وژل کوي او هم شاته غندنې کوي. دا شل کاله کاله کېږي چې زما د عمر سره سم د غندنې کلمه روانه ده. داعش اصلاً د همدې نړۍ والو استخباراتي ادارو له خوا جوړ شوې ډله ده چې اصلي کار یې وژل دي. او په افغانستان کې چې څومره بریدونه هم کېږي پاکستان یې کوي او په افغانستان کې د وژلو پروژه پاکستان مخته وړي. بیا یې تیار ورته لاس پاک جوړ کړی ایسته یې پړه په داعش ور واچوي او داعش یې هم مسؤلیت ومني. افغانان د جنګ خلک نه دي. پردۍ جګړې او پروژې په افغانستان کې تطبیقېږي. ایران، سعودي، چین، امریکا، برتیانیا او بل بل... هغه هېوادونه دي چې خپلې پروژې د پاکستاني استخباراتو په وسیله په افغانستان کې تطبیقوي او کلونه کېږي چې د افغانانو وینې لکه سېلاب تویوي او افغانستان یې په کنډواله بدل کړی.

ځواب ورکړئ

د ايران د فارس خبري اژانس د رپوټ له مخې، «د ايران د ملي امنيت د عالي شورا منشي امیرالبحر علي شمخاني په دوشنبې ښار کې د سيمه ايز امنيت د خبرو اترو په څلورمه غونډه کې په دې خبرې سره چې ترهګري او تندلاريتوب په افغانستان کښې د ناامنۍ مهم عوامل دي، وويل؛ له بده مرغه چې افغانستان ته د ترهګرو په لېږد او لارښوونه کې د سیمې او له هغه بهر د ځینو هېوادونو د حضور او لاس لرلو اندېښمنوونکي شواهد لرو.» د علي شمخاني خبرې واقعاً د افغانانو لپاره د اندېښنې وړ دي. په سلام ټایمز کې مې ځینې خبرونه ولوستل چې په کې ایران په افغانستان کې د داعش له فعالیتونو او د شیعه ګانو په وژلو کې په ناوړه استفادې تورن شوی او هڅه کوي چې په افغانستان کې قومي تفرقه واچوي. ایا ایران غواړي چې د سیمې او بهر هېوادونو په تورنولو سره د داعش د ستونزې په هکله مبالغه وکړي او د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه د بهانې په توګه وکاروي؟ همدارنګه که ایران په رښتیا هم افغانستان ته د ترهګرو د تګ راتګ په اړه کره اسناد او شواهد لري، ولې یې نه افشا کوي؟ ولې دغه هیواد غواړي د افغانستان په اړه د منځنۍ اسیا ګاونډیان دې ته جوړ کړي چې منفي فکر وکړي؟ ایران په تیرو شلو کلونو کې په پرله پسې ډول د طالبانو او ترهګرو ډلو په ملاتړ تورن شوی او په افغانستان کې یې د یوه ترهګریز دولت د رامنځ ته کولو خوب لیدلی، نو په افغانستان کې د ترهګریزو فعالیتونو د پراخیدو په اړه د یوه ترهګر هیواد اندیښنه بې ځایه ده، خو هغه یوازې هڅه کوي چې د افغانستان شمالي ګاونډیان وډار کړي او امتیازات ترلاسه کړي.

ځواب ورکړئ

حرامي او موردګاو علي شمخاني پخپله ترهګر دی. د هغه ناپاک انقلابي ګارد ترهګر دي او خامنه اي د ترهګرو پلار دی. ایران تر اسرائیلو بدتر دی. پاکستان تر ایران هم بدتر دی. لعنت دې وي په ایراني، پاکستاني او اسراییلي استخباراتي کړیو چې نړۍ یې د ټولو انسانانو لپاره په دوزخ بدله کړې ده.

ځواب ورکړئ

خلک که څه هم د افغانستان د قانوني نظام نسکورېدو او د پاکستان اشغال ته خپه ول خو بیا یې هم د نسبي امنیت په هیله له دې هرڅه تېر شول او د طالبانو په وړاندې یې هیڅ ونه ویل او هرڅه یې وزغمل. اما په تېرو څو میاشتو او په تېره بیا د تېرې روژې په میاشت کې خونړیو برېدونه چې سلګونه هیوادوال یې مړه او ټپیان کړل د افغانانو د نسبي امنیت هیلې یې د خاورو سره خاورې کړې. او په لویه مانا یې د افغانستان ټول خلک د ویر په ټغر کینول او یو ځلې بیا یې دا وېره څرګنده کړه چې که د هېواد ټول ښځې او نارینه، طالب او دموکرات، دولتي او نادولتي، امارتي او غیرامارتي، د شمال او د جنوب، او د هر مذهب خلک سره راټول نشي اود غفلت د دې تاریخي او اوږده خوب څخه وېښ نه شي؛ هره ورځ به د اوس په شان د سر او مال قربانی ورکوي او ټول به په ګډه د ‌‌ذلت او نیستی د کندې په لور ټېل وهل کیږي. ټول به د ګاونډیو هېوادونو د استخباراتو په لومو کې درانه زیانونه ګالي او له هغه حتمی سرنوشت سره به مخامخ کېږي چې د نړۍ نور ویده ولسونه په تاریخ کې ورسره مخامخ شوي دي.

ځواب ورکړئ

د نورو میراثونو ترڅنګ، په افغانستان کې د امریکا او نړیوالو متحدینو له خوا یو ډېر بد میراث پاتې دی، چې د سیمې او نړۍ د امنیت او ثبات پر وړاندې د تروریستي اهدافو په لرلو سره د څه باندې ۲۰ ترهګرو ډلو شتون دی. امریکا او متحدین یې د اندیښنې، بې ګټې غندنې او لفظي غمیزې په څرګندولو سره نشي کولای له خپلو مسوولیتونو څخه ځانونه خلاص کړي. د غیر رسمي شمېرو له مخې (ځکه چې طالبان رسنیو ته اجازه نه ورکوي چې حقیقي ارقام خپاره کړي)، په کابل او مزارشریف کې د داعش وروستي بریدونه د ۵۰ څخه د زیاتو کسانو د وژل کېدو او د ګڼو نورو د ټپي کېدو لامل شوي دي. اوس غواړم پوښتنه وکړم چې ایا د ښاغلي ویسټ او آغلې رینا امیري له خوا د دغو بریدونو غندنه به د قربانیانو د کورنیو غم راکم کړي؟ د جمهوريت پر مهال به چې کله کوم برید یا چاودنه کېده، نو دولتي چارواکو د دې پر ځای چې مسؤلیت یې ومني، د غندنې څرګندونې چې مخکې تر مخکې لیکل شوې وې، خپرولې او فکر یې کاوه چې هغوی به په دې توګه تروریزم ته ماتې ورکړي، خو تروریزم مات نشو او د پاکستان د استخباراتو په مرسته یې وکولای شوای چې جمهوریت له پښو وغورځوي. امریکایي چارواکي اوس هم همدا کار کوي او زه ویره لرم چې امریکایي چارواکي به د دې بریدونو په غندلو دومره بوخت وي چې داعش به کابل ونیسي.

ځواب ورکړئ

ډېر غربي ریښتني پوهان په دې نظر دي چې داعش د یو شمېر نړۍ والو استخباراتي ادارو له خوا جوړ شوی سازمان دی چې پروژه یې د پاکستان استخباراتي اداره تطبیقوي. د پاکستان پوځ او استخباراتي اداره د سعودي، برتانیا، چین او یو شمېر نورو لویو ځواکونو پروژې په افغانستان او سیمه کې تطبیقوي او دا کار د پیسو په بدل کې کوي. د انګریز دغه حرامي اولاد (پاکستان) ۴۵ کاله مخکې د افغانستان د ورانولو لپاره ۷ جهادي تنظیمونه جوړ کړل او هغه پروژه یې تر هغه وچلوله چې کابل یې په کنډوالو باندې بدل کړ، بیا یې د برتانیا په خوښه او د سعودي په مالي مرسته د طالبانو پروژه را واېستله او داسې یې تطبیق کړله چې افغانستان یې قرون وسطی ته شاته وتمباوه. له هغه نه وروسته یې د داعش پروژه واخیستله. د سعودي او انګریز دا پروژه د دې لپاره جوړه شوې چې شیعه ګان ووژني او افغانستان کې د شیعه او سني تر منځ د جنګ اور بل کړي. او دا ټول کارونه د اسلام تر نامه لاندې او د اسلام د بدنامولو لپاره کوي.

ځواب ورکړئ