امنیت

په پېښور کې د داعش خراسان څانګې د طراح وژل کېدل د ټول داعش پلانونه کمزوري کوي

د زرک خان راپور

د کب په ۱۴مه په پېښور کې له یوه ځانمرګي برید څخه یوه ورځ وروسته، پولیس په داسې حال کې په پیره ولاړ دي چې ویرژلي خلک د بمي چاودنې له امله د قربانیانو د جنازې مراسمو ته رسېږي. [عبدالمجید/ای اېف پي]

د کب په ۱۴مه په پېښور کې له یوه ځانمرګي برید څخه یوه ورځ وروسته، پولیس په داسې حال کې په پیره ولاړ دي چې ویرژلي خلک د بمي چاودنې له امله د قربانیانو د جنازې مراسمو ته رسېږي. [عبدالمجید/ای اېف پي]

اسلام اباد -- پاکستاني چارواکي وایي، په وروستیو کې د داعش خراسان څانګې د یوه قوماندان وژنې یادې ډلې ته یو غټ ټکان ورکړی دی.

د ترهګرۍ ضد مبارزې د څانګې (سي ټي ډي) چارواکو وویل، د خیبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد مبارزې څانګې د غوایي په ۲۴مه د استخباراتي معلوماتو په اساس د پېښور په پشتخره سیمه کې د ترسره شویوعملیاتو په ترڅ کې د داعش خراسان څانګې یو قوماندان حسن شاه له یوه بل کس سره یوځای چې غوښتل یې ځانمرګی برید ترسره کړي، ووژل.

د سي ټي ډي یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، شاه چې ۲۸ کاله عمر لري، د کب په میاشت کې د شیعه ګانو په یوه جومات باندې یو ځانمرګی برید طرحه کړی وو چې په نتیجه کې یې له ۶۴ نه ډېر عبادت کوونکي ووژل شول. دغه راز، هغه د داعش یوه شبکه چلوله.

دغه چارواکي وویل، شاه په سیمه کې د خپلو فعالیتونو له امله، د داعش د مرکزي اونیزې خبري خپرونې النبأ په یوه وروستۍ ګڼه کې معرفي شو، چې ورسره د داعش د سازمان په جوړښت کې د هغه نسبي اهمیت په ګوته کړای شو.

هغه زیاته کړه، شاه مخکې له دې چې له داعش خراسان څانګې سره ملګری شي، له غیرقانوني ګرځول شوي تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره ملګری وو.

د داعش مشرانو د ۱۳۹۳ د چنګاښ په میاشت کې د پاکستان او افغانستان لپاره د خراسان په نامه څانګه جوړه کړه.

په کراچۍ کې د رییس احمد په نامه یوه څېړونکي چې په پاکستان او افغانستان کې اورپکي ګروپونه څاري، وویل، د داعش خراسان څانګه کې د ټي ټي پي او یوه بل اورپکي ګروپ لشکر جنګوي (اېل اي جي) زیات شمېر پخواني غړي ورټول شوي دي.‌

احمد وویل، «که څه هم چې د ټي ټي پي ډېرو اورپکو چې اکثر یې د باجوړ، اورکزیو او پېښور ولسوالیو اوسېدونکي دي، له داعش خراسان څانګې سره خپله ملګرتیا پای ته رسولې، د لشکر جنګوي ډلې اوس هم له دغه ګڼ ملیتی ترهګر ګروپ سره ملګري دي.»

د زمري په میاشت کې د افغانستان د حکومت له سقوط راهیسې داسې خبرداري ورکول کېدل چې کېدی شي افغانستان د اورپکو لپاره د استخدام او د بریدونو د پلان په مرکز باندې بدل شي.

د سي ټي ډي چارواکو وویل، هغه کس چې غوښتل یې ځانمرګی بمي برید ترسره کړي او له شاه سره یوځای ووژل شو یو افغان وګړی او په قوم تاجک وو.

هغه ځانمرګی بمي بریدګر چې د کب په میاشت کې یې په پېښور کې برید ترسره کړ هم یو افغان وګړی وو چې شاوخوا ۳۰ کاله عمر یې درلود او لسیزې مخکې پاکستان ته کډه شوی وو.

د ځپلو عملیات روان دي

پاکستاني چارواکي په هېواد او په ځانګړې توګه په خیر پښتونخوا ایالت کې د ځپلو عملیات پر مخ بیایي، او غواړي چې په دې توګه، د تېر کال د زمري په میاشت کې په ګاونډي هېواد افغانستان کې د پخواني حکومت له نسکورېدلو څخه وروسته، د احتمالي امنیتي ګواښونو مخه ونیسي.

د کب په ۱۷مه، د خیبر پښتونخوا سي ټي ډي څانګې د خیبر ولسوالۍ په جمرود سیمه کې د استخباراتي معلوماتو په اساس عملیاتو په ترڅ کې د داعش خراسان څانګې درې تنه اورپکي ووژل. دغه سیمه د افغانستان له ننګرهار ولایت سره ګډه پوله لري.

وژل شويو کسانو، د تېرو دوو کالونو په ترڅ کې د دوو دیني عالمانو، شیخ عبدالحمید او قاري شیخ محمد او دغه راز د یوه سیک تجار د وژلو په ګډون، په یو لړ ترهګریزو بریدونو کې لاس درلود.‌

پاکستاني چارواکو مخکې د مرغومي په ۸مه اعلان وکړ چې قانون نافذوونکیو ادارو د ۱۴۰۰ کال په اوږدو کې په خیبر پښتونخوا ایالت کې د داعش خراسان څانګې پنځه غټ ګروپونه له پښو غورځولي دي.

په پېښور کې د سي ټي ډي یوه جګپوړي چارواکي جاوېد اقبال وزیر هغه وخت وویل، په یادو ګروپونو کې درې د پېښور سیمه کې او دوه د بنو په سیمه کې شامل ول.

د وږي په میاشت کې په مستونګ کې په عملیاتو کې، امنیتي ځواکونو د داعش خراسان څانګې قوماندان ممتاز احمد چې د پهلوان په نامه هم یادېده، هم وواژه. نوموړي په ۱۳۹۷ کې د ټاکنو په یوه کاروان باندې بمي برید طرحه کړی وو چې په یاده ولسوالۍ کې له ۱۵۰ څخه ډېر کسان په کې ووژل شول او په سلګونو نور ټپیان شول.

د ځپنې دا عملیات په داسې حال کې ترسره کیږي چې د داعش خراسان څانګې د یو لړ وروستیو بریدونو مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی.‌

د داعش خراسان څانګې د غوایي په ۲۵مه په پېښور کې د دوو سیک تجارانو د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست.‌

بریدګرو له یوه روان موټرسایکل څخه په قربانیانو؛ ۴۲ کلن کنوالجیت سنګ او ۳۸ کلن رنجیت سنګ باندې چې په بازار کې یې د مسالو دوکان کاوه، ډزې وکړې.‌

دغه راز، د داعش خراسان څانګې د جمعیت علمای اسلام (ف) مذهبي ګوند د غړي مفتي بشیر محمد جان د وژنې، چې د غوایي په ۶مه د باجوړ ولسوالۍ په ماموند سیمه کې ترسره شوه، مسؤلیت پر غاړه واخیست.‌

د کب په میاشت کې، د داعش خراسان څانګې وویل چې هغوی د بلوچستان ایالت په سیبي ولسوالۍ کې په یوه پوځي کاروان باندې برید کړی او ۷ تنه پوځي منسوبین یې وژلي دي

په پاکستان کې، د داعش خراسان څانګې هڅه کړې چې د مسلمانو اقلیتونو لکه شیعه ګانو او صوفیانو په نښه کولو سره فرقه ییزې شخړې راوپاروي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ولې سلام ټایمز د داعش د فعالیتونو په خپرولو او په ګوته کولو سره موږ ته ډیرې اندیښنې را اچوي؟ ایا موږ بله اندیښنه نلرو؟ هرڅوک پوهیږي چې داعش په افغانستان کې شته او غواړي چې د پاکستان او منځنۍ اسیا هیوادونو په ګډون ټوله سیمه بې ثباته کړي. نو پرېږدئ چې خپل هدف ته ورسیږي، نړۍ به هیڅ ونه کړي. موږ له سلام ټایمز څخه غواړو چې له داعش پرته نور خبرونه خپاره کړي. سلام ټایمز د اوکراین د جګړې په اړه کوم خبر نه خپروي. دا د چین د ویجاړونکي اقتصادي فعالیتونو په هکله چې په زیاتیدونکي توګه د اقلیم ستونزې رامینځته کوي، راپورونه نه خپروي او نه یې ذکر کوي. هغه د افغانستان د کانونو په برخه کې د چین د حکومت او ظالمو چینایي کمپنیو د فعالیتونو په اړه نه لیکي. د دې پر ځای چې د داعش د فعالیتونو په اړه لیکنې وکړئ، نور نړیوال خبرونه خپاره کړئ چې په افغانستان کې د داعش په پرتله ډېر اغېز لري. د افغانستان په قضیه کې، ستاسو خبرونه په هرات او شمالي ولایتونو کې ډیر متمرکز دي او تاسو په هیڅ ډول جنوبي او پښتون میشته ولایتونه نه پوښئ. مهرباني وکړئ خپله تخریبي پالیسي بدله کړئ.

ځواب ورکړئ

دا ښه ده چې پاکستان په خپله خاوره کې د سختدریځو او جګړه پالو له امله چیلینج فعالیتونو او وپوهیږي چې د ترهګرو روزل، هغوی ته د پتنځایونو او روزنځایونو ورکول او بیا یې نورو ملکونو ته د ترهرګریزو موخو لپاره لېږل داسې دي لکه څوک چې د مار بچي ته شیدې ورکوي. په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان حکومت په وار وار خپلو نړیوالو شریکانو ته د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو د شتون په هکله شکایتونه کول خو نړیوالو سره له دې چې په هرڅه پوهېدل بیا یې هم د پاکستان په وړاندې کوم جدي غبرګون ښکاره نه کړ او په پایله کې همدې نړیوالو په خوار غیر مسؤلانه ډول افغانستان پاکستان ترهرګرو یعنې طالبانو ته وسپاره. دوی پر دې پوهېدل چې د جمهوریت د ختمېدو سره به طالبان او نور ترهګر واک ته رسېږي او ورسره به داعش هم خپلو فعالیتونو ته زور ورکوي. خو بیا یې هم په لوی لاس دار کار وکړ. ولی؟ ځکه شاید نورې لوبې ولري خصوصا د پاکستان دننه د ګډوډیو د خپرولو لپاره.ئ

ځواب ورکړئ

زما په اند داعش په حقیقت کې د افغانستان د دښمنانو استخبارات دي. د افغانستان دښمنان نشي کولای په مستقيم ډول دا ادعا وکړي او ووايي چې نن موږ يو ځای چاودنه کوو. پرځای یې، دوی دا په غیر مستقیم ډول د داعش له لارې کوي. اوس د احمد مسعود او امرالله صالح په څېر کولابیانو د افغانستان د دښمنانو د جاسوسۍ رول په غاړه اخیستې او د خپلو نیابتي ملېشو په توګه د افغانانو پر ضد ترهګریز بریدونه او چاودنې کوي او د داعش نوم د نقاب په توګه کاروي.

ځواب ورکړئ

زه خوښ یم چې بالاخره هغه ورځ راغله چې پاکستان په خپله خاوره کې د اورپکو له شتون څخه د ګواښ احساس کوي. تر اوسه که د پاکستان د امنیت د ګډوډولو لپاره د بېلابېلو ډلو له خوا امنیتي ګډوډي ترسره شوې وي، هغه ټول یوازې یو تمثیل وو چې وښيي پاکستان هم د ترهګرۍ قرباني دی. خو اوس وضعیت یو څه بل ډول دی. د جهاد او مذهبي بنسټپالنې اور چې د پاکستان له خوا د افغانستان د ورانولو په موخه بلل شوی وو، اوس به ورو ورو په پاکستان کې اور بل کړي. پاکستانيان ښايي د هغو افغانانو درد او کړاو تجربه کړي چې د پاکستان له خوا له نیمې پېړۍ راهیسې په اور کې سوځېدلي دي. زه ډاډه یم چې پاکستان به خامخا که نن وي که سبا یا بله ورځ یا لس کاله وروسته، د افغانستان په څیر ویجاړ شي. موږ پخپله د لاسه ورکولو لپاره هیڅ نه لرو، مګر پریږدئ چې پاکستان د افغانستان په څیر ویجاړ، غریب او محتاج وي.

ځواب ورکړئ