تېره اونۍ د بلوچستان ایالت په کوېټه ښار کې په یوه سیاسي غونډه کې ځانمرګي برید ښیي چې د متداوم امنیتي فشار په نتیجه کې د داعش خراسان څانګې د سیمه ایز ملګري عملیاتي وړتیاوې کمې شوي دي.
د داعش خراسان څانګې چې د ترهګرې ډلې سیمه ایزه څانګه ده، د وږي په ۱۱مه د بلوچستان ملي ګوند (بي اېن پي) له خوا په جوړه شوې غونډه د شوي برید مسؤلیت پر غاړه واخیست.
بمي چاودنې لږترلږه ۱۵ کسان ووژل او په لسګونو نور یې ټپیان کړل.
خو یوه لوړ پوړي ایالتي چارواکي محمد حمزه شفقت وویل چې که امنیتي تدابیر نه وای نیول شوي پایلې به یې ډېرې بدې وای.
شفقت د وږي په ۱۲مه په کوېټه کې خبریالانو ته وویل، «امنیتي تدابیرو بریدګر اړ کړ ترڅو خپله وسیله له ګڼې ګوڼې څخه لیرې وچوي،»
هغه وویل، «که بریدګر د غونډې اصلي ځای ته ننوتی وای، کېدی شوای چې برید ډېره خرابي رامنځته کړې وای،»
شفقت وویل، ایالتي حکومت د وژل شویو کسانو کورنیو ته د ۱.۵ ملیونو روپیو (۵۳۰۰ ډالر)، د هر ټپي کس لپاره ۵۰۰۰۰۰ روپۍ (۱۷۶۰ ډالر) او د چاودنې له امله د زیانمنو شویو کوچنیانو لپاره د ۲۰۰۰۰۰ روپیو (۷۰۷ ډالر) مرستې اعلان کړی ده.
دوامدار عملیات
امنیتي شنونکي په دې باور دي چې د کویټې چاودنه د داعش خراڅان څانګې له خوا یو ستراتیژیک بدلون ښیي.
دا ګروپ چې په ټینګوساتل شویو پوځي یا امنیتي تاسیساتو د برید توان نه لري، اوس نرم ملکي مجلسونه په نښه کوي، چې دا د ترهګرۍ پر ضد د میاشتو میاشتو اوږدو عملیاتو په نتیجه کې د رامنځته شوې کمزورتیا یوه نښه ده.
دغه عملیات چې ډېری وخت له نړۍ والو شریکانو سره په همکارۍ ترسره کیږي، د داعش خراسان څانګې د لوړپوړو فعالانو د نیولو لامل شوي دي.
د کب په میاشت کې، پاکستاني چارواکو محمد شریف الله چې یو لوړ پوړی قوماندان و، ونیو. امریکایي چارواکو هغه په ۱۴۰۰ لمریز کې په کابل هوايي ډګر کې ترسره شوې بمي چاودنه کې چې ۱۷۰ افغانان او ۱۳ امریکایي سرتېري یې ووژل، پړ بللی و.
شریف الله وروسته امریکایي چارواکو ته وسپارل شو.
په وروستیو کې، د غبرګولي میاشت کې، د ترکیې او پاکستان استخباراتي ادارو د داعش یو لوړ پوړی مشر اوزګور التون، چې په ټوله اروپا کې د دسیسو د لارښوونې په تور تورن و، ونیو.
د ترکیې د دولتي خبري اژانس انادولو په وینا، التون د پاکستان-افغانستان پولې ته نږدې پټنځایونو څخه د جنګیالیو د خوځښت همغږي کوله.
کمزورې شوې وړتیاوې
د دغو لوړپوړو کسانو نیونو د داعش خراسان څانګې نړۍ والې شبکې مختل کړې او د پېچلیو بریدونو د ترسره کولو وړتیا یې کمزورې کړې ده.
په کوېټه کې مېشت د سیاسي چارو شنونکي شعیب احمد وویل، د وړتیا دا کمښت په تکتیکونو کې بدلون ته مجبوروي.
احمد سلام ټایمز ته وویل، «په امنیتي ځواکونو باندې د پیچلیو، لوړ اغېز لرونکو بریدونو لپاره د داعش خراسان څانګې وړتیا ډیره کمه شوې ده.»
هغه زیاته کړه، «په پایله کې، دا ډله له امنیتي تشو څخه د ګټې اخیستنې او وېرې خپرولو لپاره عامه غونډو او نورو نرمو هدفونو ته مخه کوي،»
احمد وویل، د بې ګناه ملکي وګړو په وژلو سره، داعش خراسان څانګه هڅه کوي چې د ځواک انځور وړاندې کړي او دا سیګنال ورکړي چې دا لاهم فعال دی.
په اسلام اباد کې مېشت د سولې فعال عمران نوشاد خان وویل، د داعش خراسان څانګه په بې دفاع ملکي وګړو باندې د ډله ییزه مرګ ژوبلې رامنځته کولو تاریخ لري.
خان په ۱۳۹۷ لمریز د مستونګ د بمي برید یادونه وکړه، چې په یوه انتخاباتي غونډه کې یې له ۱۵۰ څخه ډیر کسان ووژل، په ۱۴۰۱ لمریز کې د شیعه ګانو په جومات کې ځانمرګی برید چې له ۶۰ څخه ډیر کسان یې ووژل، او په ۱۴۰۲ لمریز کې په باجوړ کې په یوه سیاسي غونډه کې ځانمرګی برید چې له ۶۰ څخه ډیر کسان یې ووژل.
هغه وویل، «د دوامدارو عملیاتو په نتیجه کې د هغوی د عملیاتو وړتیاوو له کمزوري کېدلو څخه وروسته، دا ډول بزدلانه بریدونه د داعش خراسان څانګې په لیکو کې نهیلي په ګوته کوي.»
![د وږي په ۱۴مه، وروسته له هغه چې د داعش خراسان څانګې د تېرې اونۍ په یوه سیاسي غونډه کې د ۱۵ کسانو د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست، سیاسي مشران د کویټې روغتون کې د یوه ټپي کس لیدنه کوي،. [یاسر مصطفی ساسولي/ایکس]](/cnmi_st/images/2025/09/15/51928-photo_1-585_329.jpg)