تروريزم

د داعش خراسان څانګې له خوا د پاکستاني سیاستوال وژنه د سیمه ایزې بې ثباتۍ وېره زیاتوي

د عمر راپور

ماتم کوونکي د لړم په ۲۴مه د جماعت اسلامي د ځايي مشر صوفي حمید مړی لېږدوي. د داعش خراسان څانګې حمید د خیبر پښتونخوا په باجوړ ولسوالۍ کې وواژه. [ای اېف پي]

ماتم کوونکي د لړم په ۲۴مه د جماعت اسلامي د ځايي مشر صوفي حمید مړی لېږدوي. د داعش خراسان څانګې حمید د خیبر پښتونخوا په باجوړ ولسوالۍ کې وواژه. [ای اېف پي]

کابل -- شنونکو وویل، په وروستیو کې په پاکستان کې د یوه سیمه ییز سیاسي ګوند د مشر وژنې په افغانستان او پاکستان کې د داعش خراسان څانګې له خوا د عملیاتو د پراخېدلو په اړه اندیښنې زیاتې کړي دي.

د جماعت اسلامي د ځايي څانګې عمومي منشي صوفي حميد د لړم په ۲۴مه د خېبر پښتونخوا په باجوړ ولسوالۍ کې، چې د افغانستان پولې ته څېرمه پرته ده، ووژل شو.

د سیمې د پولیسو یوه مشر وقار رفیق وویل، «حمید د ماښام لمانځه څخه وروسته له جومات څخه د وتلو په حال کې و چې دوو مخ پټو موټرسایکل سپرو کسانو پرې ډزې وکړې،»

هغه وويل، بريدګر د پېښې له ځای څخه په تېښته بریالي شول.

د ای اېف پي د راپور په اساس، د داعش خراسان څانګې په ټیلیګرام کې په یوه بیان کې د دې وژنې مسؤلیت په غاړه واخیست، او حمید یې «د مرتد سیاسي ګوند چارواکي» په توګه یاد کړ.

دا وژنه په سیمه کې د داعش خراسان څانګې د تاوتریخوالي د زیاتیدونکي کمپاین یوه برخه ده.

یوه جګپوړي ځايي امنیتي چارواکي ای اېف پي ته وویل، «یواځې په روان کال کې، دوی په دې ولسوالۍ کې لږ تر لږه ۳۹ کسان په هدفي بریدونو او بمي چاودنو کې وژلي دي،»

د دې ډلې په وروستیو بریدونو کې د چنګاښ په میاشت کې د باجوړ په یوه جلسه کې ځانمرګی برید هم شامل دی چې د ۲۳ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۵۴ کسان یې ووژل.

د ای اېف پي په وینا، د داعش خراسان څانګې د لیندۍ په ۳مه د یوې په لاس جوړې چاودېدونکې وسیلې د برید چې په باجوړ کې یې یو پولیس وواژه او د افغانستان په بغلان ولایت کې د صوفيانو په یوه زیارت کې په یوه وسله وال برید کې یې ۱۰ کسان ووژل، هم پر غاړه واخیست.

سیمه ایز امنیت ته ګواښ

د افغانستان د اردو یوه متقاعد ډګروال محمد حلیم ذهین وویل،«د داعش خراسان څانګه هڅه کوي چې په افغانستان او پاکستان دواړو کې د خپل نفوذ د زیاتولو لپاره د نفوذ لرونکو شخصیتونو په وژلو او په ملکي وګړو د وژونکو بریدونو په ترسره کولو سره وېره رامنځته کړي،»

ذهین چې په هرات ښار کې مېشت دی، په افغانستان کې «امنیتي خلا او د ۲۰ ترهګرو ګروپونو حضور» ته د هغو عواملو په سترګه ګوري چې د داعش خراسان څانګې د ودې لپاره یې مناسب شرایط رامنځته کړي دي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «نه یواځې د داعش خراسان څانګه بلکې نورې ترهګرې ډلې هم د افغانستان امنیت ته یو مهم ګواښ دی،»

د داعش خراسان څانګې بریدونو د افغانستان او د هغه د ګاونډیانو په ګډون د پاکستان او تاجکستان ترمنځ کړکېچ په قصدي توګه زیات کړی دی.

د پاکستان په ډان ورځپاڼه کې د یوه خپاره شوي راپور له مخې، د داعش خراسان څانګه داسې ستراتیژي کاروي چې له یوه هېواد څخه جنګیالي استخداموي، بل هېواد یې د خوندي پټنځای په توګه کاروي او له درېیم هېواد څخه د بریدونو لپاره د انتقال د لارې په توګه کار اخلي.

دې تکتیک د سیمې د حکومتونو ترمنځ بې باوري او تورونه زیات کړي دي.

ذهین خبرداری ورکړ چې، که نړۍ واله ټولنه د «ترهګرۍ د زیاتوالي» د مخنیوي لپاره همغږي او پرېکنده اقدام ونه کړي، افغانستان به یو ځل بیا د نړۍ والې ترهګرۍ په مرکز باندې بدل شي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

موږ نه پوهیږو چې دا سړی چا وژلی. هر انسان د ژوند حق لري. هغه باید نه وای وژل شوی. یوه خبره دا ده چې ډېری وژنې د پاکستاني استخباراتو لخوا ترسره کېږي او بیا پړه یې پر وسله‌والو ډلو اچول کېږي. په حقیقت کې، د دغو وسله والو ډلو ډېره برخه د دغه هېواد د استخباراتي ادارو له خوا جوړه شوې ده. زه غواړم د سلام ټایمز له لارې نړیوالې ټولنې، په ځانګړي ډول متحده ایالاتو ته یو مهم پیغام ورسوم چې د وخت حساسیت ته پاملرنه وکړي. په سوریه کې د غیر انساني رژیم له نسکوریدو او د روسیې د کمزوري کېدو وروسته، اوس باید زموږ په سیمه کې د لوی طوفان مخه ونیسي. د هغو مسایلو څخه یو چې لوېدیځه نړۍ ورباندې باور لري، هغه پاکستان دی. که څه هم پاکستان د افغانستان د جمهوریت د شل کلنې دورې په جریان کې د افغانستان او نړۍ پر وړاندې خورا زیات ظلمونه وکړل او ګڼ افغان او بهرني پوځیان یې ووژل، د دغه هېواد منافق پوځ او د استخباراتو ادارې ته هېڅ سزا ورکړل شوې نده. که نړۍ د روسیې او سوریې له ستونزې خلاصه شوې وي، باید ژر تر ژره د بلوچستان او پښتونستان په بېلابېلو سیمو کې د عملیاتو ملاتړ وکړي. پاکستان له خپل تاسیس راهیسې له پښتنو او بلوڅو سره دښمني لري او خلک ترې کرکه کوي. نړېواله ټولنه باید حتی یوه ورځ هم ضایع نه کړي او دغه د انسانیت دښمن دې د بشار الاسد د رژیم په څېر ژر تر ژره په زور لرې کړل شي. د هرې ورځې او ساعت په تېرېدو سره، دا امکان نور هم زیاتیږي چې چین، چې د ښامار په څېر یې د سیمې او نړۍ د تېرولو لپاره خوله خلاصه کړې، د ګوادر بندر له لارې عربي خلیج ته ورسېږي. بیا به موقع له لاسه وتلې وي او د متحده ایالاتو په ګډون، هېڅ هېواد به د دې پراختیا غوښتونکي رزیل ښامار او د حرامي اولاد یې، پاکستان د قابو کولو توان ونه لري. په

ځواب ورکړئ

د افغانستان پولې ته څېرمه نه بلکې د ډیورنډ کرغېړنې پولې ته څېرمه ولیکئ. د ډیورنډ فرضي کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ سرحد نه دی. د افغانستان سرحد په اټک یا په مارګله کې دی. د ډیورنډ کرښه د انګرېزانو له خوا په افغانانو باندې د جبر په نتیجه کې اېستل شوې او هغه هم په زور باندې شوې ده. یعنې د افغانستان له خوا د ډیورنډ کرښه په رسمیت نه پېژندل شوې او نه پېژندل کیږي. د اکتوبر په ۱۱مه د کوزې پښتونخوا او قبایلو یو نیم میلیون خلکو هم چې د پي‌ ټي اېم تر چتر لاندې راټول شوي ول، د ډیورنډ کرښه رد کړله. بله خبره د پښتونخوا او قبایلو په سیمو کې د مشرانو او عامو خلکو د قتل ده چې هغه کار د پاکستان د پوځ له خوا ترسره کیږي. په سیمه کې د پاکستان پوځ نه بل لوی ترهګر نشته.

ځواب ورکړئ

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته. د حقیقت او اسلام سپېڅلې شهيدانو ته سلام. د هغوی شهادت دې په ویاړ او عظمت یاد شي. زه د هغوی د کورنیو لپاره صبر غواړم.

ځواب ورکړئ