امنیت

په شیعه وګړو باندې د داعش خراسان څانګې زیاتېدونکي بریدونه د افغانانو د ډله ایزه بې ځایه کېدلو وېره رامنځته کوي

د محمدقاسم راپور

دا عکس چې د ۱۴۰۱ د لړم په ۱۶مه د کابل په دشت برچي سیمه کې اخیستل شوی، هزاره زده کوونکې فاطمه امیري د هغې په کور کې ښيي. هغې د همدې کال د تلې په ۹مه هغه مهال یوه سترګه له لاسه ورکړه چې یوه ځانمرګي بریدګر د هغې پر ښوونیز مرکز باندې برید وکړ. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

دا عکس چې د ۱۴۰۱ د لړم په ۱۶مه د کابل په دشت برچي سیمه کې اخیستل شوی، هزاره زده کوونکې فاطمه امیري د هغې په کور کې ښيي. هغې د همدې کال د تلې په ۹مه هغه مهال یوه سترګه له لاسه ورکړه چې یوه ځانمرګي بریدګر د هغې پر ښوونیز مرکز باندې برید وکړ. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغانان اندېښنه ښیي چې د داعش خراسان څانګې په وروستیو کلونو کې شیعه ملکي وګړي په نښه کړي او خبرداری ورکوي چې ښايي زرګونه افغان کورنۍ دې ته مجبورې شي چې کډې وکړي.‌

په کابل کې یوه قومي مشرعلي رضا ستاري چې ۵۶ کاله عمر لري، وویل، د داعش خراسان څانګه په ښکاره هڅه کوي چې د شیعه او سني ټولنو تر منځ فاصله ژور کړي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «له بده مرغه، په وروستیو کلونو کې، د داعش خراسان څانګه زموږ ډېر شیعه ورونه قرباني ګرځولي، او دا پېښې اوس هم روانې دي. ... که دا وضعیت دوام وکړي، شیعه کورنۍ به مجبورې شي چې هېواد پرېږدي،»

ستاري دوو هغو فشارونو ته اشاره وکړه چې شیعه ګان یې تر فشار لاندې نیولی دي، او ویې ویل، «یوې خوا ته د دې ډلې حقونه تر پښو لاندې کېږي او بلې خوا ته یې داعش په امن کې نه پرېږدي، چې زموږ ژوند یې ډېر ستونزمن کړی دی.»

د مزارشريف يوه اوسيدونکي علي احمد طاهري چې ۵۳ کاله عمر لري، وویل چې د داعش خراسان څانګې له خوا د شيعه ګانو، په ځانګړې توګه د هزاره ګانو د وژلو په هکله ورځ تر بلې زیاتېدونکې وېره لري.

طاهري وویل، دغو وېرو تر ډېره د افغان شیعه ګانو ورځنی ژوند ګډوډ کړی دی.

طاهري، چې په تېرو درې کلونو کې یې د داعش خراسان څانګې په بریدونو کې خپل خپلوان له لاسه ورکړي، وویل، «موږ پرته له دې چې هیواد پریږدو بله چاره نه لرو. ډېرې کورنۍ خپل توکي پلوري چې د وتلو چاره پرې برابره کړي،»

طاهري زیاته کړه، «هیڅوک خپل کور په خپله خوښه نه پریږدي، خو موږ مجبور یو چې د ژوندي پاتې کېدلو او د خپلو ماشومانو لپاره د ښه راتلونکي او تعلیمي فرصتونو د خوندي کولو په موخه وطن پرېږدو.»

نوموړي وویل، «له بده مرغه، له څو کلونو راهیسې، موږ لیدلي چې په افغانستان کې د داعش د بریدونو زیاتره قربانیان شیعه وو، نو زموږ جرم څه دی چې له امله یې موږ وژل کیږو؟»

هغه وویل، نور افغان نژادي اقلیتونه به هم ډېر ژر له ورته ګواښونو سره مخامخ شي، او د کابل له واکمنو یې وغوښتل چې د داعش پر وړاندې سملاسي اقدام وکړي.

تاریخي ظلم محکوم شو

په دې وروستیو کې د بهرنیو چارو او نړۍ والې پراختیا په چارو کې د کاناډا د پارلمان دایمي کمیټې په افغان هزاره ګانو باندې د پېړیو د اوږده ظلم او ستم تاریخ په رسمیت وپېژاند.

د تلې میاشتې په یوه راپور کې، یادې کمېټې د تلې ۴مه په ۱۲۷۰ – ۱۲۷۲ لمریزو کالونو کې په افغانستان کې د هزاره ګانو د جینوسایډ (نسل وژنې) د یاد ورځې په توګه وټاکله.

کمیټې وموندله چې اوسنۍ ځورونې «په ۱۲۷۰ – ۱۲۷۲ لمریزو کالونو کې د عبدالرحمن خان تر واکمنۍ لاندې ځورونې په څېر وضعیت ته د مشابه وضعیت وېره رامنځته کړې د،»

د نړۍ په ګوټ ګوټ کې هزاره ګانو پر یو شمېر هېوادونو غږ کړی چې پر افغان هزاره ګانو د بریدونو دوام د نسل وژنې په توګه وپېژني.

په کاناډا کې د هزاره ګانو د مدافع ټولنې یوه غړي محمد یاسین صمیم وویل، د کاناډا کمېټې له ۱۴۰۰ لمریز راهیسې د هزاره ګانو پر ضد د شویو ظلمونو په هکله شاهدۍ واورېدلې.

د طاهر شاران په نامه یوه شاهد کمیټې ته وویل، «له ۱۴۰۰ لمریز راهیسې په سلګونو هزاره ګان وژل شوي او په زرګونو نور بې ځایه شوي دي،»

صمیم وویل، «له کاناډا څخه غوښتل شوي چې هغه خطرونه وڅېړي چې افغان هزاره ګان ورسره مخامخ دي او د نړۍ والو بشري حقونو او حقوقي چوکاټونو تر سیوري لاندې د هغوی د خوندیتوب لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

موږ ولې له داعش څخه کرکه کوو؟ ځکه چې موږ وایو چې دوی پر خلکو ظلم کوي، دوی افغانان وژني، ښځې او ماشومان وژني، خو موږ باید د 21مې پیړۍ دغه وحشیان په کوم نامه ياد کړو؟ وګورئ چې دوی څنګه د یو ځوان سپکاوی او تحقير کوي؟ څنګه يې شرموي؟ دا جنایتکاران څنګه یو انسان وهي او ټکوي! اسراییلي جنایتکاران ځوانان وژني، ښځې وژني، ماشومان وژني، جوماتونه ویجاړوي، دوی په روغتونونو بمونه غورځوي، کلیساګانې ویجاړوي، دوی د عیسی (عليه السلام) سپکاوی کوي. دا نړېوال جنایتکاران یو انساني تمدن ویجاړوي چې د فلسطین په ځمکه کې یې سلګونه کاله تېر کړي دي!! خو متمندنه نړۍ څه کوي؟ ملګري ملتونه څه کوي؟ د بشري حقونو سازمان څه کوي؟ متحده ایالات څه کوي؟ روسیه او چین څه کوي؟ سخت دريځه ایران څه کوي؟... هغه ورځ به راشي کله چې خدای به له ټولو خلکو څخه وپوښتي چې تاسو څه کول کله چې د فلسطین میرمنې او ماشومانو وژل کیدل؟ بیا به هېڅوک د الله تعالی له قهر، د حضرت موسی (عليه السلام)، حضرت عیسی (عليه السلام) او حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) چې د الله رسول دی، له ملامتۍ څخه خوندي نه وي. وحشی داعش مرده باد. سخت دريځه ایران مرده باد. صهیونیسټي ځواکونه، چې د ماشومانو قاتل دی، مرده باد.

ځواب ورکړئ

بښنه غواړم، ما په خپلې مخکینۍ تبصرې کې غوښتل هغه لینک اضافه کړم چې د اسرائیلي ځواکونو جنایات ښیي. دا په ټویټر کې خپور شوی و، خو مخکې مې د هغې اضافه کول هېر کړل. زه هيله لرم چې تاسو به دا په خپلو خبرونو کې خپور کړئ ترڅو خلک د دې مجرمانو د ظلمونو په اړه پوه شي.

ځواب ورکړئ

وروستی ټکی د کاناډا لخوا د هزاره نسل وژنې پیژندنه ده. که کاناډا د بشري حقونو ریښتینی مدافع وي، باید لومړی د کاناډا د بومي وګړو د وژلو له امله بښنه وغواړي او د کاناډا د بومي وګړو وژنه وپیژني، بیا دې راشي او د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله وکړي.

ځواب ورکړئ

ډېر خلک پدې باور لري او نښې ښیې چې په افغانستان کې داعش یوه بهرنۍ پروژه ده چې د پاکستان د استخباراتي ادارې لخوا پرمخ وړل کیږي. دا پدې معنی ده، که حکومت له نړېوالې ټولنې سره په همغږۍ کار وکړي، دا به په لنډ وخت کې ورک شي. د شيعه ګانو په تړاو، داعش د شيعه او سني په قصه کې نده. پښتانه او هزاره ګان د دوی لپاره هېڅ اهميت نه لري. د پاکستاني استخباراتو دوه هدفونه دي؛ یو د افغانانو وژل او بل د افغانانو ترمنځ اختلافات رامنځته کول. کله چې د مسوولیت خبره راځي، څوک د دې وضعیت مسؤليت په غاړه لري؟ د شیعه (هزاره) مشران د دې وضعیت مسؤليت په غاړه لري. د هزاره ګانو مشرانو به د ایران د قدس ځواکونو څخه پیسې او امتیازات اخیستل او په بدل کې به یې افغان شیعه ګان د فاطمیون تر نوم لاندې سوریې او عراق ته لیږل. خبره دا ده چې آيا په عراق او سوریه کې جګړه زموږ ده؟ شیعه مشرانو ولې دا ظلم وکړ چې خپل ځوانان هلته ووژني او افغانستان ته د نورو دښمني راوړي؟ د هر چا لخوا د ملکي خلکو وژل ظلم دی. که ملکي وګړي په فلسطین کې وژل کېږي یا په افغانستان کې، دا یو نه بښونکې جنایت دی. بل څه چې تاسو په خپل راپور کې یاد کړی دي هغه د عبدالرحمان خان لخوا د شيعه ګانو او هزاره ګانو وژنه ده. دا سمه نه ده چې عبدالرحمان خان یواځې هزاره ګان ووژل. عبدالرحمان خان په اصل کې داسې یو پاچا و چې غوښتل یې افغانستان یو موټی کړي، ځکه هغه وخت افغانستان د فارس (اوسنی ایران) لخوا تر برید لاندې و. له بلې خوا، دا په ختيځ کې د روسانو خیانتونه او د انګلستان توطیې وې چې باید شنډې شوې وای. دلته عبدالرحمان خان نه یواځې د هزاره ګانو پاڅون، بلکې د پښتنو، تاجکانو او نورو پاڅونونه هم وځپل. وروستی ټکی د کاناډا لخوا د هزاره نسل وژنې پیژندنه ده (1/2)

ځواب ورکړئ

په دې سلسله کې، عبدالرحمان خان نه یوازې د هزاره ګانو بلکې د پښتنو، تاجکانو او نورو قیامونه هم ځپلي دي. وروستۍ خبره د کاناډا له خوا د هزاره ګانو د جینوسایډ په رسمیت پېژندل دي. کاناډا چې داسې د بشري حقونو مدافع وي، اول دې د اصلي کاناډایانو د وژلو له امله له هغوی نه بخښنه وغواړي او د اصلي کاناډایانو قتل عام دې په رسمیت وپیژني بیا دې راشي د افغانستان په داخلي چارو کې دې لاسوهنه وکړي.

ځواب ورکړئ

ډېر خلک په دې باور دي او له علایمو نه هم معلومیږي چې په افغانستان کې موجود داعش د بهرنیانو پروژه ده چې د پاکستان استخباراتي اداره یې تطبیقوي. یعنې که حکومت له نړۍ والې ټولنې سره په هماهنګۍ عملیات وکړي، کېدی شي چې په لنډ وخت کې یې له منځه وېسي. خبره د شیعه ګانو ده. اصلا داعش ته شیعه او سني مهم نه دي. پښتون او هزاره ورته مهم نه دي. د پاکستان استخبارات دوه هدفونه تعقیبوي؛ یو د افغانانو وژل او بل د افغانانو تر منځ نفاق رامنځته کول. پاتې شوه د مسؤلیت خبره، چې د دغه حالت مسؤل دی؟ د دغه حالت تر ټولو غټ مسؤل د شیعه ګانو (هزاره ګانو) خپل مشران دي. د هزاره ګانو مشرانو د ایران قدس ځواک نه پیسې او امتیازات اخیستل او په مقابل کې یې د فاطمیون تر نامه افغان شیعه ګان د سوریې او عراق جنګونو ته لېږل. خبره دا ده چې زمونږ یې د عراق او سوریې جنګ سره څه؟ ولې د شیعه ګانو لیډرانو دا ظلم کاوه چې هم خپل ځوانان هلته ووژني او هم د بل دښمني افغانستان ته راوړي. ملکي خلک چې د هر چا له خوا وژل کیږي، دا ظلم دی. ملکي خلک که په فلسطین کې وژل کیږي او که په افغانستان کې وژل کیږي، دا د نه بخښلو وړ جرم دی. بله خبره چې تاسو په خپل راپور کې یاده کړې ده هغه د عبدالرحمان خان له خوا د شیعه ګانو او هزاره ګانو د وژلو خبره ده. حقیقت داسې نه دی چې عبدالرحمان خان یوازې هزاره ګان وژل. عبدالرحمان خان اصلا داسې یو پاچا و چې غوښتل یې افغانستان سره متحد کړي. ځکه په هغه وخت کې هم یو طرف ته د فارس (اوسني ایران) له خوا په افغانستان باندې حملې کېدلې، بلې خواته د روسانو له خوا خیانتونه کېدل او شرق طرف ته د انګرېزانو دسیسې وې چې باید شنډې شوې وای. په دې سلسله کې، عبدالرحمان خان نه یوازې د هزاره ګانو بلکې د پښتنو، تاجکانو (۱/۲)

ځواب ورکړئ