تروريزم

په کابل کې په ښوونځیو باندې شوي بمي بریدونه په نړۍ واله کچه سمدلاسه وغندل شول

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د پولیسو او د روغتون د کارمندانو په وینا، لږ تر لږه ۶ کسان هغه وخت ووژل شول او ۲۴ نور ټپيان شول چې دوه بمي چاودنې د وري په ۳۰مه په کابل کې د شیعه هزاره ګانو د استوګنې په یوه سیمه کې د هلکانو یو ښوونځي کې وشوې. [عارف کریمي//ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

کابل -- یو لړ بمي بریدونه چې د سې شنبې په ورځ /د وري ۳۰مه/ په کابل کې د شیعه هزاره ګانو په یوه سیمه کې په دوه تعلیمي مرکزونو باندې ترسره شول، په نړۍ واله کچه وغندل شول.‌

پولیسو او د روغتون کارکوونکیو وویل چې د سې شنبې په ورځ /د وري ۳۰مه/ لږ تر لږه ۶ کسان ووژل شول او ۲۴ نور ټپیان شول.

په ټولنیزو رسنیو خپرو شویو عکسونو څخه ښکاري چې د کابل ښوونځي له دروازې څخه بهر څو جسدونه، د وینو پرنډونه، سوځېدلي کتابونه او د ښوونځیو بیکونه پراته دي.‌

د علي جان په نامه د ښوونځي یوه زده کوونکي چې په لومړۍ چاودنه کې ټپي شوی وو، په یوه روغتون کې ای اېف پي ته وویل، «موږ له ښوونځي څخه روان وو، له شاتنۍ دروازې څخه وتلي وو چې چاودنه رامنځته شوه.»

په کابل کې د هزاره ګانو د استوګنې په یوه سیمه کې له غبرګو بمي چاودنو څخه وروسته چې د هلکانو یو ښوونځی یې ولړزاوه، روغتیایي کارکوونکي د وري په ۳۰مه یو ټپي شوی ځوان له یوه روغتون څخه بهر په یوه ځولۍ کې انتقالوي.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په کابل کې د هزاره ګانو د استوګنې په یوه سیمه کې له غبرګو بمي چاودنو څخه وروسته چې د هلکانو یو ښوونځی یې ولړزاوه، روغتیایي کارکوونکي د وري په ۳۰مه یو ټپي شوی ځوان له یوه روغتون څخه بهر په یوه ځولۍ کې انتقالوي.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د دشت برچي په نامه د هزاره ګانو د استوګنې په یوه سیمه کې د هلکانو له یوه ښوونځي سره نږدې له غبرګو بمي چاودنو څخه وروسته، د قربانیانو خپلوان د وري په ۳۰مه په کابل کې له یوه روغتون څخه بهر سیمې ته ځانونه رسوي ترڅو خپل عزیزان ولټوي.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د دشت برچي په نامه د هزاره ګانو د استوګنې په یوه سیمه کې د هلکانو له یوه ښوونځي سره نږدې له غبرګو بمي چاودنو څخه وروسته، د قربانیانو خپلوان د وري په ۳۰مه په کابل کې له یوه روغتون څخه بهر سیمې ته ځانونه رسوي ترڅو خپل عزیزان ولټوي.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

دویمه چاودنه هغه وخت پېښه شوه چې ژغورونکي‌ را ورسېدل څو د لومړۍ چاودنې قربانیان روغتون ته ورسوي.‌

یوه ټپي شوي دوکاندار مرتضی وویل، «کله چې ما چاودنه واورېدله، یوه دوست ته مې چې په دغه ښوونځي کې درس وایي زنګ ور وواهه.»

هغه وویل، «د هغه ټیلیفون بند وو.‌ بیا زه د پېښې سیمې ته ورغلم... همدلته وو چې په دویمه چاودنه کې زه ټپي شوم.»

عیني شاهدانو وویل چې لومړۍ چاودنه له ممتاز ښوونیز مرکز ته نږدې پېښه شوه او بیا له عبدالرحیم شهید لېسې سره نږدې دوه پرله پسې چاودنې وشوې.

د کابل د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ ای اېف پي ته وویل چې په عبدالرحیم شهید لېسه کې د سې شنبې ورځې چاودنې د په لاس جوړو چاودېدونکیو بمونو په وسیله شوي او لږ تر لږه ۶ کسان یې وژلي دي.‌

دوو روغتونونو تایید کړه چې هغوی د چاودنو په ترڅ کې د ۲۴ ټپي شویو کسانو چې ماشومان هم په کې شامل وو، درملنه وکړه.‌

ځدراڼ وروسته وویل، په عین سیمه کې د انګلیسي ژبې د زده کړې له یوه مرکز سره نږدې یو لاسي بم هم وار شوی چې یو کس یې ټپي کړی دی‌.‌

د ای اېف پي یوه خبریال راپور ورکړ چې ځایي چارواکو له سیمې څخه پټۍ تاوه کړه او لیدل کېدل چې د قربانیانو راټول شوي خپلوان یې په وهلو شاته تمبول. دغه راز د روغتون ودانیو ته د ژورنالستانو د ورتګ مخه هم ونیول شوه.‌

ښځو د روغتیایي کارکوونکو له خوا په نږدې دېوالونو باندې د قربانیانو د لګېدلو عکسونو په لیدلو سره ژړاوې کولې.‌

تر اوسه پورې هېڅ ډلې هم د دغې پېښې مسؤلیت پر غاړه اخیستی نه دی، خو دغه بریدونو هغو پخوانیو بریدونو ته ورته دي چې د داعش خراسان څانګې یې پړه پر غاړه اخیستله.

غندنې

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتریش په یوه ټویټ کې دغه مرګوني بریدونه وغندل او ویې ویل چې، «د ملکي خلکو او د ښوونځیو په ګډون د ملکي بېخبناوو پر ضد بریدونه تر نړۍ وال بشري قانون لاندې سخت ممنوع دي.»

د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې ځانګړي استازي توماس نېکلسن وویل چې د دغو «فجیع» بریدونو تر شا لاس لرونکي کسان باید ونیول شي، په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش خبرداری ورکړ چې په ملکي خلکو باندې بریدونه «تر نړۍ وال بشري قانون لاندې سخت ممنوع» دي.

د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د دغو «فجیع بریدونو له امله» غوسه څرګنده کړله.

په کابل کې د متحدو ایالاتو د سفارت (چې اوس بند دی) د ماموریت رییس ایان مککري چې د قطر له پلازمېنې دوحې څخه فعالیت کوي د سې شنبې په ورځ په یوه ټویټ‌ کې ولیکل، «زه په کابل کې په ممتاز ښوونیز مرکز او عبدالرحیم شهید ښوونځي باندې په شویو وحشیانه بریدونو باندې افسوس څرګندوم.»

هغه وویل، «موږ د دغې پېښې د قربانیانو خپلوانو ته د زړه له تله تسلیت وایو.‌ ټول افغانان باید وکولی شي چې خپلې زده کړې په خوندي توګه او له ډار نه پرته پر مخ وېسي.»

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم دغه چاودنې وغندلې او هغه یې د بشریت پر ضد یو جنایت،‌ په افغانستان کې د سولې د دښمنانو کار، او په هېواد کې د ښوونې او روزنې پر ضد ښکاره دښمني وبلله.

د ملي روغې جوړې د عالي شورا پخواني رییس عبدالله عبدالله د فیسبوک په یوه پوسټ کې دغه بمي بریدونه «په افغانستان کې د سولې او پرمختګ د دښمنانو له خوا وحشیانه قتلونه» وبلل.

په شیعه ګانو باندې بریدونه

د زمري په میاشت کې د حکومت له نسکورېدلو راهیسې په افغانستان کې د بمي بریدونو شمېر ډېر کم شوی، خو له هغه وخت راهیسې د داعش خراسان څانګې د څو بریدونو د ترسره کولو ادعا کړې ده.‌

د کابل په لوېدیځ کې په دشت برچي سیمه کې تر ډېره هزاره ګان اوسېږي او پخوا داعش او نورو ترهګرو ډلو په نښه کوله.‌

هزاره ګان چې د هېواد د ۳۸ میلیونو وګړیو ۱۰ - ۲۰٪ جوړوي، مخکې هم د غټ شمېر تلفات لرونکیو بریدونو هدف ګرځېدل.

د داعش خراسان څانګې په وروستیو کالونو کې په افغانستان کې د ځینو ډېرو مرګونو ترهګریزو بریدونو د ترسره کولو مسؤلیت پر غاړه اخیستی او له زمري میاشتې راهیسې یې عملیات زیات کړي دي.‌

د لړم په نیمایي کې، د داعش خراسان څانګې د کابل په ملي‌ پوځي روغتون باندې برید وکړ چې لږ تر لږه ۱۹ کسان یې ووژل او له ۵۰ څخه ډېر نور یې ټپیان کړل.‌

د لړم په ۲۶مه، په دشت برچي کې په یوه مني بس باندې د بمي برید په ترڅ کې لږ تر لږه دوه کسان ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول.

د لړم په ۲۲مه، د کابل په پنځمه امنیتي حوزه کې په یوه ګڼه کوڅه کې یو بل بم وچاودېد او دوه کسان یې ټپیان کړل.

یوه اونۍ مخکې یو ژورنالست هغه وخت ووژل شو او لږ تر لږه څلور کسان ټپیان شول چې په دشت برچي کې په یوه ټونس موټر باندې بمي چاودنه وشوه.

د هغه برید مسؤلیت د داعش خراسان څانګې پر غاړه واخیست او په دې یې لا نور ټینګار وکړ چې هغوی په پېښه کې «۲۰ تنه شیعه مرتدان» وژلي یا ټپي کړي دي، خو د لړم د ۲۲مې او د لړم د ۲۶مې د ترهګریزو بریدونو مسؤلیت هېڅ ډلې هم پر غاړه نه دی اخیستی.

دغه راز، یادې ډلې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې چې د داعش خراسان څانګې په کې لومړی فعالیت پيل کړی وو، هم د څو بریدونو د ترسره کولو ادعا وکړه.‌

د ځایي خلکو په وینا، د تلې په ۱۶مه د داعش خراسان یوه ځانمرګي بمي بریدګر په کندوز کې یو جومات په نښه کړ چې شاوخوا ۱۰۰ تنه شیعه مسلمانان یې ووژل او په لسګونو نور یې ټپیان کړل.

یادې ډلې وویل چې ځانمرګی بمي بریدګر «د اویغوریانو له ډلې څخه وو» او دا چې برید یې په سینکیانګ کې د چین د مسلمان ضد سیاستونو په غبرګون کې ترسره کړ.

شاوخوا یوه اونۍ وروسته، په کندهار ښار کې د شیعه ګانو په فاطمیه جومات کې څو چاودنې وشوې چې لږ تر لږه ۳۳ کسان یې ووژل او ۷۴ نور یې ټپیان کړل.

د داعش خراسان څانګې د هغو مرګونو ځانمرګو بمي بریدونو د ترسره کولو مسؤلیت هم ومانه چې د وږي په ۴مه په کابل هوایي ډګر کې ترسره شول.

چاودنو له ۱۰۰ څخه ډېر ملکي افغانان او ۱۳ تنه هغه امریکایي عسکر ووژل چې له هېواد څخه وتلو ته د منتظرو افغانانو د اسنادو د پروسیس امنیت یې نیولی وو.‌

د تېر غوایي په ۱۸مه،لږ تر لږه ۸۵ کسان چې ډېر یې ښځینه زده کوونکې وې، هغه وخت ووژل شول او شاوخوا ۳۰۰ نور ټپیان شول چې په دشت برچي سیمه کې د هغوی له ښوونځي سره نږدې درې بمونه وچاودېدل.‌

په ښوونځي کې د ډله ییزې وژنې مسؤلیت هېڅ ډلې هم پرغاړه نه دی اخیستی، خو داعش د غوایي په ۲۴مه د کابل ولایت په شکردره ولسوالۍ کې د جمعې د لمانځه په ترڅ کې د شوې یوې چاودنې مسؤلیت پرغاړه واخیست.‌

د ۱۳۹۹د تلې په میاشت کې، داعش په دشت برچي سیمه کې په یوه بل تعلیمي مرکز باندې د شوي ځانمرګي بمي برید مسؤلیت ومانه چې د زده کوونکیو په ګډون ۲۴ کسان په کې ووژل شول.

د ۱۳۹۹ د غوایي په میاشت کې، په دې ډله باندې په یاده سیمه کې په یوه زېږنتون باندې د یوه خونړي برید د ترسره کولو مسؤلیت ور واچول شو چې د نویو میندو، نوپیدا ماشومانو او نرسانو په شمول ۲۵ کسان په کې ووژل شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډېر د بدبختۍ ځای دی چې موږ شل کاله د سولې راتګ ته انتظار وکړ، خو بیا مو هم سوله په سترګو ونه لیدله او نه یې زموږ په پخوانیو زخمونو د ملحم پټۍ ولګولې. زه چې پیدا شوی یم، همدا جنګ دی او خلاصېدل یې نشته. ماشومتوب مو هم په جنګ کې تېر شو او خپل د بې ګناه وطنوالو وژنو ته مې یوازې اوښکې توی کړې. چې رالوی شوم هم دادی جنګ روان دی او زموږ خوار او فقیر خلک په کې وژل کېږي چې هېڅ راز ګناه نه لري. او که داسې حالت روان وي چې زوړ هم شم د بې ګناه افغان وینه به روانه وي. بدبختانه چې په موږ افغانانو د هیچا زړه نه سوځي. بس وژني مو او په خپله مخه ځي. چې له دې لارې د دوی سوداګري روانه ده. څوک د پښتون په نامه، څوک د هزاره، څوک د تاجک، څوک د پشه یي، څوک د ازبک په نامه ... وژل کېږو. خو زموږ دښمنان باید دا په یاد ولري چې موږ افغانان د یو تن غړي یو. سمه ده چې نن بې اتفاقۍ په موږ کې لارې کړي. خو چې په نوم افغان وي او د هر قوم وي، وخت به راځي چې پخیر له دې بدبختیو خلاصېږو. موږ به د دنیاوالو سیالان شو. زموږ دښمنان به خپله پوه شي چې بې ګناه مسلمانان مو وژلي او د وجدان په عذاب به اخته کېږي. خیر که موږ وس نه لرو. خو په موږ چې څه کېږي ټول د امریکا کارونه دي. موږ یې لاس تړلي او پښې تړلي د پاکستان پښو ته واچولو او خپله یې پښې سپکې کړې. موږ چې په تېرو شلو کلونو کې څومره قربانۍ ورکړې، د دې لپاره نه وې چې شل کاله وروسته هم ووژل شو او له داسې یو برخلیک سره مخامخ شو چې خلک مو یوې مړۍ ډوډۍ ته حیران وي. موږ د خپل عالي قدر ولسمشر محمد اشرف غني باعزته سولې راتلو ته په تمه وو، نه د داسې چا (پاکستان) پنجو ته د ورتګ په تمه چې له تېرو شاوخوا ۴۰ کالونو راهیسې ترهګر تربیه کوي او افغانان پرې وژني.

ځواب ورکړئ

بدبختانه چې په افغانانو باندې د هیچا زړه درد نه کوي. پښتون، هزاره، ازبک، تاجک... ټول یو افغان دی. امریکا پخپله لاړه او افغانستان یې لاس او پښې تړلی د پاکستان رحم ته پرېښود. د هغه پاکستان رحم ته چې له تېرو ۴۳ کالونو راهیسې ترهګر تربیه کوي او افغانان پرې وژني. په همدا تېرو شلو کالونو کې یې نه یوازې افغانان بلکه امریکایان ووژل. دلته د امریکا د یوه جیګپوړي چارواکي خبرې ولولئ: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس د دوشنبې پر ورځ ویلي؛ امریکا له پاکستان سره پر داسې باثباته، خوندي او سوکاله افغانستان رامنځته کولو ټینګارکړی، چې ښځې او اقلیتونه په کې خوندي پاتې شي. په واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال نډ پرایس ویلي: مونږ پاکستان ته د یوه مهم شریک پر سترګه ګورو؛ مونږ ورسره ملګري یوو او د داسې افغانستان د رامنځته کولو لپاره ګډ کار کوو، چې ډېر باثباته، سوکاله او خوندي وي. یو داسې افغانستان، چې د خپلو ټولو خلکو، اقلیتونو، ښځو او نجونو په ګډون د خلکو اساسي او بنسټیزو حقونو ته درناوی ولري. پریس دا هم ویلي، چې له شاوخوا ۷۵ کلونو راپدیخوا له پاکستان سره د واشنګټن اړیکې مهمې دي. هغه وایي: مونږ په سیمه ییزو او نړیوالو مسلو کې د پاکستان له نوي حکومت سره د دې کار دوام ته سترګې پر لار یوو. دا هغه کار دی، چې په پاکستان او ټوله سیمه کې د سولې او سوکالۍ د ودې لپاره ښه دی. نډ پرایس ویلي، چې امریکا د پاکستان له نوي حکومت سره پر سیمه ییزو او نړیوالو مسلو خبرو کولو ته لیواله ده. د یادونې ده، چې هغه د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو په اړه له تبصرې ډډه کړې؛ خو وایي، چې د پاکستان نوی حکومت باید په دې اړه خپله څرګندونې ولري؛ امریکا له داسې راپورونو خبر ده.

ځواب ورکړئ