امنیت

د تاوتریخوالي په زیاتېدلو سره افغان ځواکونو او طالبانو په یو وخت د اختر اوربندونه اعلان کړل

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

خپلوان د غوايي په ۱۹ مه د کابل په لمنه کې د هغو نجونو لپاره قبرونه باسي چې د غوایي په ۱۸ مه په دشت برچي سیمه کې د نجونو په یوه ښوونځي باندې شوي بمي برید کې ووژل شوې. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

خپلوان د غوايي په ۱۹ مه د کابل په لمنه کې د هغو نجونو لپاره قبرونه باسي چې د غوایي په ۱۸ مه په دشت برچي سیمه کې د نجونو په یوه ښوونځي باندې شوي بمي برید کې ووژل شوې. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- د ولسمشرۍ ماڼۍ وویل، ولسمشر اشرف غني د دوشنبې په ورځ /د غوایي ۲۰مه/ افغان ځواکونو ته حکم وکړ چې په روانه اونۍ کې د کوچني اختر په رخصتیو کې د درې ورځو په مخه اوربند وکړي.

غني افغان امنیتي ځواکونو ته وویل چې د اختر تر درېیمې ورځې پورې «اوربند مراعت کړي». طالبانو د دوشنبې په شپه د درې ورځو په مخه اوربند اعلان کړ.

دغه راز، هغه په یاغیانو باندې ټینګار وکړ چې د جنګ د پای ته رسولو لپاره تلپاتې اوربند وکړي.

ارګ په یوه اعلامیه کې وویل، «د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رییس او د وسله والو ځواکونو اعلی سرقوماندان افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ته لارښوونه کړې چې دغه اوربند مراعت کړي.»

په اعلامیه کې راغلي، «تاوتریخوالي ته مخه کول، د ملکي خلکو وژل، د بېخبناوو او عامه ځایونو ویجاړول نه یواځې د اختر په ورځو بلکې په نورو ورځو کې هم هېڅ توجیه نه لري.»

اعلامیه وایي، «اوس چې نړۍ وال ځواکونه له افغانستان څخه وځي او د اسلامي نړۍ دیني مقامات او علما په افغانستان کې جنګ د دیني لارښوونو خلاف ګڼي، طالبان داسې هېڅ مشروع دلیل نه لري چې د افغانانو وژلو ته دوام ورکړي.»

د ارګ اعلامیه کې راغلي، «طالبانو باید په وروستیو اونیو کې له خپلو عملیاتو څخه زده کړه کړې وای چې د جنګ په ډګر کې د اتلو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر ضد د هغوی د فتحې محاسبه یوه غلطي وه.»

د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله له طالبانو څخه وغوښتل چې له افغان حکومت سره خبرې وکړي او یو تلپاتې اوربند اعلان کړي.

عبدالله د دوشنبې په ورځ په یوه ټویټ کې ولیکل، «د طالبانو تحریک د کوچني اختر په ترڅ کې د درې ورځو په مخه اوربند اعلان کړی دی. زموږ په نظر، په هېواد کې د نن ورځې د بحران حل په دې کې دی چې خبرې چټکې شي، تلپاتې اوربند اعلان شي او جنګ پای ته ورسول شي.»

هغه وویل، «پخوا د افغانستان اسلامي جمهوریت [افغان حکومت] په اختر او نورو ځانګړیو مناسبتونو یو طرفه اوربند اعلاناوه. په داسې مناسبتونو باندې موقت اوربندونه زموږ خلکو ته لنډمهاله فرصتونه په لاس ورکوي خو زموږ د هېواد د ستونزې لپاره یو دوامدار حل نه دی.»

هغه یادونه وکړه چې، د افغانستان ستونزه پوځي حل نه لري، او د تېرو لسیزو تجربو ښودلې ده چې «وېرول او وژل نه یواځې دا چې د حل لاره نه ده بلکې بحران یې لا نور ژور کړی دی.»

هغه طالبانو ته په اشارې سره وویل، «له دې امله، هغه ډلې چې فکر کوي چې هغوی کولی شي خپل هدفونه د وېرې او وژنې د زیاتولو له لارې ترسره کړي باید دغه فکر پرېږدي

عبدالله وویل، «زه یو ځل بیا له دې فرصت څخه په استفادې سره د طالبانو تحریک باندې غږ کوم چې خبرې بیا پیل کړي، په یوه تلپاتې اوربند باندې توافق وکړي، جنګ او وینه تویول پای ته ورسوي او یو هر اړخیز، منصفانه او د ټولو لوریو لپاره باوقاره حل ولټوي.»

د متحده ایالاتو چارسنبالي راس وېلسن د دوشنبې په ورځ په ټوېټر ولیکل، «موږ هیله لرو چې افغانان به وکولی شي له څو ورځو امن څخه خوند واخلي او اختر به له هدفي وژنو او بمي بریدونو څخه پرته ولمانځي، خو یو څو ورځې کافي نه دي.»

هغه وویل، «افغانان د یوه هر اړخیز اوربند او د یوې عادلانه او دوامدارې سولې مستحق دي.»

د طالبانو تاوتریخوالی

دغه اوربندونه په وروستیو ورځو کې د ملکي خلکو پر ضد له وحشیانه بریدونو څخه وروسته ترسره کیږي.

د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل، تېره شپه د طالبانو له خوا د اوربند له اعلانولو څخه یواځې څو ساعته مخکې په زابل ولایت کې په یوه بس باندې د سړک د غاړې بمي چاودنه کې لږ تر لږه ۱۱ کسان ووژل شول.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین خبریالانو ته وویل، په برید کې ۲۸ کسان نور ټپیان شول.

طلوع نیوز د دوشنبې په ورځ د کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په استناد راپور ورکړ چې، دغه پېښه یکشنبه ناوخته د شهر صفا ولسوالۍ په مسکن کمپ سیمه کې رامنځته شوه.

په اعلامیه کې راغلي، «بم طالبانو ځای پرځای کړی وو.»

په ورته وخت کې، د شنبې په ورځ په کابل کې د سید الشهدا د نجونو ښوونځي مخې ته یو موټر بم وچاودېد، او کله چې زده کوونکیو له ډاره د تېښتې هڅه وکړه، دوه نورې وسیلې وچاودېدلې.

دغو چاودنو، چې په داسې حال کې رامنځته شوې چې اوسېدونکیو له کوچني اختر څخه مخکې سودا کوله، د کابل ښار په لویدیځه برخه دشت برچي کې چې تر ډېره هزاره شیعه ګان په کې اوسېږي، له ۵۰ څخه ډېر کسان ووژل، چې ډېرې یې زده کوونکې وې، او له ۱۰۰ څخه ډېرې نورې یې ټپیانې کړې.

د یکشنبې په ورځ، خپلوانو د مړو جسدونه د غونډۍ په سر د شهیدانو هدیره کې خښ کړل. په دغې هدیره کې په هزاره ګانو باندې د بریدونو قربانیان خښ شوي دي.‌

د غني په ګډون افغان چارواکو د برید پړه پر طالبانو ور واچوله.

له چاودنو څخه وروسته غني په یوه اعلامیه کې وویل، «وحشي ډله د جګړې په ډګر کې د امنیتي ځواکونو پر ضد جنګ نشي کولی او پرځای یې عامه مرکزونه او د نجونو ښوونځی د خپل وحشت او بربریت هدف ګرځوي.»

طالبانو په دغه برید کې له لاس لرلو څخه انکار وکړ او ټینګار کوي چې هغوی د ۱۳۹۸ د کب په میاشت کې له واشنګټن سره د تړون له لاسلیکولو څخه وروسته، چې د سولې خبرو او د پاتې امریکایي عسکرو وتلو ته یې لاره هواره کړه، په کابل کې بریدونه نه دي کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دغه ډول موقت اوربندونه نشي کولی د هغو خلکو دردونه دوا کړي چې هغوی به د اختر د لمانځنې له پای ته رسېدلو څخه وروسته په وینو او دوړو کې ډوب شي. یو دایمي اوربند باید اعلان شي. طالبان باید پوه شي چې ۸۰٪ هغه کسان چې د هغوی په جنګ کې وژل کیږي او ټپي کیږي هغوی غریب ملکي خلک دي. د ملکي خلکو کورونه ورانول کیږي، د ملکي خلکو ښځې او ماشومان بې سرپرسته پاتې کیږي. ښه نو دا زیانونه چاته رسیږي؟ غریبو ملکي خلکو ته.‌ طالبان باید سمدلاسه د اختر اوربند اوږد کړي او د سولې په خبرو کې برخه واخلي. هغوی چې هر ډول غوښتنې لري هغه باید د مذاکراتو په مېز باندې مطرح کړي. هغوی باید هره ورځ د افغانستان بې وزلي خلک ونه وژني.

ځواب ورکړئ

حکومت خو په طالبانو باندې تور ولګاوه چې په هزاره ګانو باندې یې حملې کړي دي لاکن زه بل نظر لرم؛ ډیر امکان شته چې دا بمي برید ایران کړی وي چې د افغانانو په منځ کې قومي او مذهبي شخړې رامنځته کړي. ایران له یو طرف نه هزاره شیعه ګان د فاطمیون ملیشو کې سوریې او عراق ته لیږي او هلته یې وژني چې فامیلونه یې بې سرپرسته پاتې کیږي او بل طرف ته یې پخپله په بمي بریدونو کې وژني او بیا یې مسؤلیت په نورو ور اچوي.

ځواب ورکړئ