امنیت

د ناټو د وتلو په پيل سره افغان ځواکونو له ۱۰۰ څخه ډېر اورپکي ووژل

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د افغان ملي اردو یو سرتیری د غوایي په ۹مه له کابل څخه ۵۰ کیلومتره شمال ته بګرام کې د متحده ایالاتو یوې پوځي اډې سره نږدې د سړک په سر د تلاشۍ یوه پوسته کې ناست دی. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د افغان ملي اردو یو سرتیری د غوایي په ۹مه له کابل څخه ۵۰ کیلومتره شمال ته بګرام کې د متحده ایالاتو یوې پوځي اډې سره نږدې د سړک په سر د تلاشۍ یوه پوسته کې ناست دی. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- د دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ /د غوایي ۱۲مه/ وویل، له ۱۰۰ څخه ډېر اورپکي وروسته له هغه ووژل شول چې طالبانو په څو ولایتونو کې له افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو سره نښتې وکړې.

وزارت وویل، په دغو نښتو کې ۵۲ تنه نور طالب جنګیالي ټپیان شول، خو دا جزیات یې ورنه کړل چې حکومتي ځواکونو ته څومره تلفات ور ورسېدل.

وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه ټویټ کې وویل، «تېره ورځ د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د کومانډو د عملیاتو او هوایي برید په ترڅ کې ۱۲ تنه طالب ترهګر ووژل شول او ۱۸ نور ټپیان شول.»

طالبانو د دغې جګړې په هکله څه نه دي ویلي.

د قربانیانو خپلوان د غوایي په ۱۱مه یوه ورځ وروسته له هغه چې یوه موټربمي برید د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې لږ تر لږه ۲۱ کسان ووژل او نږدې ۱۰۰ تنه نور یې ټپیان کړل، د خپلو عزیزانو له جسدونو سره نږدې ولاړ دي. [ای اېف پي]

د قربانیانو خپلوان د غوایي په ۱۱مه یوه ورځ وروسته له هغه چې یوه موټربمي برید د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې لږ تر لږه ۲۱ کسان ووژل او نږدې ۱۰۰ تنه نور یې ټپیان کړل، د خپلو عزیزانو له جسدونو سره نږدې ولاړ دي. [ای اېف پي]

د افغان ملي اردو سرتیري او د متحده ایالاتو د اردو غړي د غوایي په ۱۲مه په هلمند ولایت کې په انتونیک کمپ کې د سپارلو د مراسمو په ترڅ کې د افغانستان بیرغ پورته کوي. [د افغانستان د دفاع وزارت]

د افغان ملي اردو سرتیري او د متحده ایالاتو د اردو غړي د غوایي په ۱۲مه په هلمند ولایت کې په انتونیک کمپ کې د سپارلو د مراسمو په ترڅ کې د افغانستان بیرغ پورته کوي. [د افغانستان د دفاع وزارت]

د متحده ایالاتو پوځ له افغانستان څخه په رسمي توګه د خپلو پاتې ۲۵۰۰ عسکرو وتل د شنبې په ورځ پیل کړل.

افغان چارواکو وویل ټول بهرني سرتېري بګرام ته، چې په افغانستان کې د امریکایانو تر ټولو لویه اډه په کې ده، وړل کیږي، او له هغه ځای څخه به هغوی خپلو اړوندو هېوادونو ته لاړ شي.

د دفاع وزارت وویل، د وتلو د روانې پروسې د برخې په توګه، د متحده ایالاتو پوځ په هلمند کې انتونیک کمپ افغان ځواکونو ته وسپاره.

وزارت وویل، له دغې اډې څخه به افغان ځانګړي ځواکونه چې د متحده ایالاتو د اردو او ناټو له خوا د ترهګرۍ ضد عملیاتو په برخه کې روزل شوي دي، استفاده کوي.

د وزارت له خوا خپاره شوي د واک سپارلو د مراسمو عکسونه امریکایي عسکر په داسې حال کې ښیي چې په اډه کې د متحده ایالاتو بیرغ راښکته کوي او د افغان سرتېرو یو ګروپ ورپسې د افغانستان ملي بیرغ پورته کوي.

د متحده ایالاتو پوځ، تېر کال له طالبانو سره د واشنګټن له خوا د هغې تاریخي هوکړې له لاسلیکېدلو راهیسې چې د بهرنیو ځواکونو وتلو ته یې لاره هواره کړه، څو اډې افغان ځواکونو ته سپارلي دي.

یوه بله نښته د یاغیانو په پخواني مهم مرکز کندهار کې وشوه. د متحده ایالاتو پوځ وویل چې هغوی د شنبې په ورځ یو «دقیق برید» ترسره کړ. هغوی وویل چې د دوې په اډه باندې یو غیرمستقیم او غیر مؤثر انداخت وشو خو څه زیان یې وانه ړاوه.

د برید مسؤلیت هېڅ ډلې وانه خیست.

د سولې فرصت ضایع کول

د طالبانو او امریکایي مرکچیانو تر منځ له هوکړې راهیسې، طالبانو له بهرنیو عسکرو سره مخامخ نښته نه ده کړې، خو په اطرافي سیمو کې یې په افغان ځواکونو باندې بې رحمانه بریدونه کړي او په ښاري سیمو کې یې د ترهګرۍ کمپاین روان کړی دی.

په تر ټولو تازه برید کې چې پړه یې پر طالبانو ور واچول شوه، یوه موټربم برید د جمعې په ورځ د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې لږ تر لږه ۲۱ کسان ووژل او ۹۱ نور یې ټپیان کړل.

د لوګر د ولایتي شورا رییس حسیب الله ستانکزي وویل، دغه بم په ښار کې یو میلمستون په نښه کړ چې د پوهنتون د محصلینو په ګډون په لسګونو خلک په کې اوسېدل.

دغه چاودنه په داسې وخت کې وشوه چې افغانان روژه ماتي ته ناست ول.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین خبریالانو ته وویل، چاودنې په سیمه کې د یوه روغتون په ګډون ډېره ویجاړتیا رامنځته کړه.

هغه وویل، «د کورونو بامونه راکېناستل او خلک تر خاورو او خځلو لاندې ایسار شول،» او زیاته یې کړه چې ښایي د مړو شمېر زیات شي. نوموړي وویل، «امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې ګیر شوي خلک وژغوري.»

هغه وویل، تر اوسه پورې له خاورو خځلو څخه درې کسان را اېستل شوي دي.‌

آرین وویل، په تلفاتو کې هغه د پوهنتون محصلین هم شامل دي چې په مېلمستون کې د دې لپاره دېره شوي ول چې امتحانونه ورکړي. دغه راز د هغه روغتون ډاکتران او ناروغان هم په کې ول چې په چاودنه کې ویجاړ شو.

د لوګر د روغتیا رییس صمدګل وویل، ټپیان کابل ته وېوړل شول ځکه چې چاودنې د ښار لوی روغتون او امبولانسونه ویجاړ کړل او ځینې ډاکتران یې ټپیان کړل.

هېڅ ډلې د برید مسؤلیت وانه خیست، خو ولسمشر اشرف غني یې پړه پر طالبانو ور واچوله.

هغه په یوه اعلامیه کې وویل، «طالبانو یو ځل بیا وښودله چې هغوی نه یواځې دا چې نه غواړي چې موجود بحران په سوله ییزه او بنسټیزه طریقه حل کړي، بلکې دغه راز وضعیت پېچلی کوي او د سولې فرصت ضایع کوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ښه نو دا وژنې به کله پای ته ورسیږي؟‌ حکومت هره ورځ په سلګونو طالبان وژني او طالبان هم په سلګونو افغان امنیتي سرتېري او ملکي خلک وژني.‌ دا جنګ باید ژر تر ژره پای ته ورسیږي ځکه چې د دې جنګ قربانیان یوازې افغانان دي.‌ د افغانانو په وژلو کې هېڅ ویاړ نشته. طالبان په ویاړ سره اعلان کوي چې هغوی ۶۰ افغان حکومتي ځواکونه نن ووژل، او بل طرف ته، د افغان حکومت ویاند اعلان کوي او په ډېر ویاړ سره وایي چې هغوی ۱۰۰ یا ډېر طالبان ووژل. آیا د افغانانو په وژلو کې کوم ویاړ شته؟ لږ تر لږه افغان حکومت باید ووایي چې له بده مرغه چې ځواکونو یې خپل یو شمېر ورانکاري هیوادوال او ورونه چې په تاوتریخوالي کې ښکېل ول، ووژل. حکومت باید د خپلو مخالفینو په وژلو خفګان وښيي. د انسانانو په وژلو کې هېڅ ویاړ نشته، حتی که مقتولین غیرمسلمانان هم وي. د امریکا متحده ایالات باید د زړه له تله هڅې وکړي چې زمونږ په هېواد کې تلپاتې سوله راشي او د دې هېواد مظلوم خلک د تل لپاره له وژل کېدلو څخه وژغورل شي او که امریکا وغواړي دا کار شونی دی.‌

ځواب ورکړئ

دا دی د لوګر د خونړۍ تروریستي پېښې او جنایت دا پنځمه ورځ پوره کېږي، د پېښې په سبا د نړۍ اکثره مهمو هېوادونو ملګرو ملتونو، اروپايي هېوادونو او اروپايي ټولنې، بریتانیې او ترکیې دا تروریستي برید وغانده. خو روسیې او پاکستان دا برید تر اوسه ندی غندلی. روسیه چې د امنیت شورا مهم غړی هېواد دی او د افغانستان په مسئله کې ځان ته حق ورکوي چې ښکېل پاتې شي دغه بي تفاوتي په څه معنا کېدای شي؟ روسیه لا هم په افغانستان کې نفوذ لري او دلته له یو شمېر جنجالي او د حاکمیت ضد وسله والو او غیر وسله والو ډلو او اشخاصو حمایت کوي. د لوګر په پېښه کې د ازرې ولسوالۍ د اکبرخیلو کلي شاوخوا ۲۱ تنه تنکي ځوانان شهیدان او سل تنه ټپیان شول. دغه کلي کې قیامت راټیټ شو، څوک نه و چې قبرونه وباسي، ځکه نیمايي نه زیات خپلو ټپیانو سره بوخت شول او پاتې نورو ته جنازې پرتې وې. پښتو متل دی دوست او دښمن په بده ورځ معلومېږي، نړیوالو اړیکو کې هم دا اصل دی چې په بد وخت کې تاسره څوک همدردي ښکاره کوي. د لوګر د پېښې مسوولیت په رسمي توګه لا هم چا په غاړه ندی اخېستی، طالبانو دا پېښه نه غندلې او نه یې مسوولیت په غاړه اخېستی او دغسې مواردو کې چې ملکي تلفات زیات وي، تېرو تجربو ته په کتو مخکې له مخکې یې د داعش په نامه اعلامیې جوړې کړي وي، هغه راباسي، خو دا ځل معلومېږي چې طالبانو دغه امادګي نه درلوده نو یې ځانونه پرې غلي کړل. داسې ښکاري چې روسیه هم د طالبانو او پاکستان غبرګون ته په تمه وه، چې د هغوی غبرګون رانغی دوی هم ځانونه غلي کړل، پدې انساني فاجعې د سیمې هېوادونو لکه روسیې، چین او پاکستان خاموشي افغانانو او نړۍ ته دا پیغام لري چې دوی په یو صف کې دي او د افغانستان په موضوع کې د طالبانو موقف او اعمال تاييدوي. خوشحال خلیل

ځواب ورکړئ