امنیت

د القاعدې د جګپوړي مشر وژنې د افغان ځواکونو وړتیاوې په ګوته کړې

سلام ټایمز او ای اېف پي

د افغان ملي اردو غړي د وږي په ۱۴مه د هرات ولایت د ۲۰۷ ظفر قول اردو په اډه کې د کومانډو ځانګړې روزنه اخلي. [عمر]

د افغان ملي اردو غړي د وږي په ۱۴مه د هرات ولایت د ۲۰۷ ظفر قول اردو په اډه کې د کومانډو ځانګړې روزنه اخلي. [عمر]

کابل -- شنونکي او چارواکي وایي، د افغان ځواکونو له خوا په وروستیو کې د القاعدې د یوه جګپوړي مشر وژنه د ترهګرۍ د ګواښونو په ځپلو او له افغانستان څخه د دفاع کولو په برخه کې د هېواد د امنیتي ادارو وړتیاوې او مسلکیتوب په ګوته کوي.

د ملي امنیت ریاست د یکشنبې په ورځ /د لړم ۴مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، ابو محسن المصري چې یو مصری وګړی وو او باور کېده چې د هند نیمه لویه وچه کې د القاعدې دویم نمبر مشر وو، د غزني ولایت په اندړ ولسوالۍ کې په نښه کړای شو.

افغان چارواکو په دې هکله نور جزیات ورنه کړل چې دغه عملیات کله ترسره شول.

په کابل کې د پوځي چارو یوه شنونکي متقاعد جنرال عزیزاحمد وردک وویل، «افغان امنیتي ځواکونه، په ځانګړې توګه ځانګړي ځواکونه مسلکي دي او اوس په لوړه کچه جنګي تجربه لري.»

په عکس کې چې د اخیستلو نېټه یې معلومه نه ده ابو محسن المصري ښودل شوی دی. [اېس آی ټي اي استخباراتي ګروپ]‌

په عکس کې چې د اخیستلو نېټه یې معلومه نه ده ابو محسن المصري ښودل شوی دی. [اېس آی ټي اي استخباراتي ګروپ]‌

د طالبانو د پلاوي غړي د وږي په ۲۲مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو په پرانستونکې ناسته کې ګډون لري. [کریم جعفر/ای اېف پي]

د طالبانو د پلاوي غړي د وږي په ۲۲مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو په پرانستونکې ناسته کې ګډون لري. [کریم جعفر/ای اېف پي]

هغه زیاته کړه، «د هغوی مهارتونه او تجهیزات د نړۍ والو ائتلافي ځواکونو په سویه دي او له همدې امله دغه ځواکونه توانېدلي دي چې د القاعدې او داعش په څېر ترهګرو ډلو مهم مشران او قوماندانان له منځه وېسي.»

وردک وویل، «اوس یو څه وخت کېږي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه ټول ځمکني او هوایي عملیات په مستقل ډول ترسره کوي، او د هغوی د عملیاتو بریالۍ پلان جوړونه او اجرأت چې په نتیجه کې یې [په نیمه لویه وچه کې]‌ د القاعدې دویمه درجه قوماندان ووژل شو، د ستاینې وړ دي.»

د دفاع وزارت پخواني ویاند متقاعد تورن جنرال ظاهر عظیمي چې اوس په کابل کې د پوځي چارو شنونکی دی، ومنله چې، افغان امنیتي ځواکونه چمتو دي چې په هېواد کې ترهګر له منځه وېسي.

هغه وویل، «یو له هغو غټو کارونو څخه چې په تېرو نږدې دوو لسیزو کې په افغانستان کې شوی دی د مسلکي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو رامنځته کول دي.»

هغه زیاته کړه، «ښې پوځي روزنې، عصري وسلو او لوړ مورال هغوی په دې توانولي ترڅو وسیع او پېچلي عملیات ترسره کړي.»

د متحده ایالاتو د ترهګرۍ ضد ملي مرکز رییس کرېس مېلر وویل، د القاعدې د مشر وژنه دغې اورپکې ډلې ته یوه ستره ضربه ده.

مېلر په یوه اعلامیه کې وویل، د المصري مړینه «یوه ترهګر سازمان ته چې د متحده ایالاتو او د هغه د ملګرو له خوا پرله پسې ستراتیژیکې ماتې خوري، یوه غټه ماتې ده.»

له طالبانو سره د القاعدې د اړیکو په هکله اندېښنې

د المصري وژنې دا هم روښانه کړه چې القاعده اوس هم له طالبانو سره ټینګې اړیکې ساتي.

د ملي امنیت ریاست یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، ای اېف پي ته وویل، د المصري یو مرستیال چې «له طالبانو سره په تماس کې وو» په غزني ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې ونیول شو.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د چنګاښ په میاشت کې وویل، طالبان اوس هم د هند نیمه لویه وچه کې د القاعدې شبکې سره ګډ کار ته دوام ورکوي، او د غوایي په میاشت کې د ملګرو ملتونو یوې شننې له القاعدې سره د طالبانو د پراخو اړیکو په هکله تفصیلات وړاندې کړل.

په راپور کې راغلي، د طالبانو، په ځانګړې توګه حقاني شبکې، او القاعدې تر منځ اړیکې «سره نږدې، د ملګرتیا،‌ شریکې مبارزې، ایډیالوژیکې خواخوږۍ او یو له بل سره د ودونو په اساس دي.»

د ملګرو ملتونو د څارونکي په وینا، شواهد ښیي چې طالبانو، له دې سره سره چې ژمنه یې کړې چې ترهګرو ډلو نه به مخ اړوي، القاعدې ته دا امکانات برابر کړي چې د هغوی د خوندیتابه په سیوري کې ځان ځواکمن کړي.

په ملګرو ملتونو کې د داعش، القاعدې او طالبانو د څارونکي ټیم منتظم ایدموند فیتون براون ومنله چې، دغه دواړه یاغي ډلې یوه له بلې سره همکاري لري، او بي بي سي ته یې وویل، «القاعده په طالبانو کې ژورې ريښې لري.»

بي بي سي د چارشنبې په ورځ /د لړم ۷مه/ په خپل وېب پاڼه خپره کړې یوه لیکنه کې د هغه له قوله ولیکل، «هغوی له طالبانو سره د پوځي عملیاتو او روزنیزو عملیاتو یوه ښه معامله پرمخ بیایي او هغه بدله شوې نه ده.»

له طالبانو څخه د تاوتریخوالي د درولو غوښتنې

ولسمشر اشرف غني د هغوی د اتحاد په هکله باور لري او د المصري له وژل کېدلو څخه وروسته یې په طالبانو باندې تور ولګاوه چې له القاعدې سره نږدې اړیکې لري.‌

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د لړم په ۴مه په یوه اعلامیه کې د غني له قوله وویل، «زموږ د اتلانو له خوا د القاعدې د یوه مهم غړي وژلو ثابته کړه چې د ترهګرۍ ګواښ او له ترهګرو شبکو سره د طالبانو اړیکې اوس هم موجود دي.»

غني وویل، «طالبان باید د افغانستان خلکو، حکومت او نړۍ والې ټولنې ته ثابته کړي چې هغوی له القاعدې او نورو ترهګرو شبکو سره اړیکې پرې کوي، تاوتریخوالی دروي او داسې یو تلپاتې اوربند مني چې سولې ته لاره هواره کړي.»

د کورنیو چارو د وزارت سرپرست مسعود اندرابي هم د غني له خبرو سره هوکړه وکړه.

هغه د لړم په ۴مه په دري ژبه په یوه ټویټ کې ولیکل، «د ملي امنیت ریاست له خوا د القاعدې د یوه مهم غړي المصري وژنه د طالبانو او د یادو ترهګرو ډلو چې د افغان حکومت او خلکو پر ضد فعالیت کوي، تر منځ نږدې اړیکې په ګوته کوي.»

اندرابي لیکلي، «هغوی اوس هم له ترهګرو ډلو سره نږدې اړیکې ساتي، او بېلابېلو لوریو ته دروغ وایي.»

طالبانو د المصري د مړینې او د اندرابي د تورونو په هکله څه نه دي ویلي.‌

د طالبانو له خوا القاعدې ته پناه ورکول د دې اصلي دلیل وو چې متحده ایالاتو د ۲۰۰۱ د سپتمبر د ۱۱مې له بریدونو څخه وروسته په افغانستان کې پوځي مداخله وکړه.

طالبان اوس هم له دې څخه انکار کوي چې القاعدې په متحده ایالاتو کې په ترهګریز برید کې رول درلود، په داسې حال کې چې یاده ترهګره ډله اعتراف کوي چې هغوی د طالبانو تر کنټرول لاندې قلمرو څخه ترسره کړی وو.

[له کابل څخه سلیمان د دې راپور په برابرولو کې همکاري کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ابومحسن المصري په القاعده کې یو بانفوذه شخص وو. د هغه مړینه دې ډلې ته یو غټ زیان دی. القاعده اوس هم په نړۍ کې فعاله ده، او د هغې له اوږدې تاریخچې او د ډېرو لسیزو تجربې سره، دا ناشونې ده چې دغې ډلې ته پوره ماتې ورکړل شي.

ځواب ورکړئ

فکر نکوم چې القاعده دې په افغانستان فعالیت ولري. دا ټول د افغان حکومت چارواکو تبلیغات دې تر څو امریکا د وښیي چې طالبان لا اوس هم د القاعده سره اړیکې لري تر څو ددغې ډلې سره سوله ونشې.

ځواب ورکړئ