تروريزم

د الظواهري وژل کېدا د القاعدې دننه د ځایناستي د ټاکلو په برخه کې د ستونزو راولاړېدلو ته لاره پرانستله

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

په عکس کې چې د زمري په ۹مه اخیستل شوی، د کابل په شېرپور سیمه کې د متحدو ایالاتو د یوې بې پیلوټه الوتکې له برید څخه وروسته، له یوه کور څخه چې د القاعدې مشر ایمن الظواهري په کې ووژل شو، لوګی پورته کیږي. [ای اېف پي]

په عکس کې چې د زمري په ۹مه اخیستل شوی، د کابل په شېرپور سیمه کې د متحدو ایالاتو د یوې بې پیلوټه الوتکې له برید څخه وروسته، له یوه کور څخه چې د القاعدې مشر ایمن الظواهري په کې ووژل شو، لوګی پورته کیږي. [ای اېف پي]

کارپوهانو وویل، په کابل کې د متحدو ایالاتو د یوې بې پیلوټه الوتکې په هوایي برید کې د القاعدې د مشر ایمن الظواهري په پټنځای کې د هغه وژل کېدل د یادې افراطي ډلې لپاره د ځایناستي د ټاکلو احتمالي پروسه له ستونزو سره مخامخ کوي.

دغه مصری افراطي چې د یکشنبې په ورځ /د زمري ۹مه/ د شېرپور په یوه ډېره مرفه سیمه کې د هغه په «خوندي کور» کې په یوه ډېر دقیق هوایي برید کې ووژل شو، هېڅکله هم هڅه نه وه کړې چې د خپل سلف کرېزما او نفوذ تکرار کړي.

خو وروسته له هغه چې د متحدو ایالاتو ځانګړیو ځواکونو په ۱۳۹۰ کې اسامه بن لادن په پاکستان کې وواژه، هغه د دغې ډلې د غیر متمرکز کېدا په هڅولو کې یو مهم رول ولوباوه چې په نتیجه کې یې د القاعدې امتیاز لرونکيو په ګرده نړۍ کې سرونه راپورته کړل.

په هغوی کې الشباب چې اوس هم د سومالیا د کلیوالو سیمو ډېره برخه کنټرولوي، جی اېن آی اېم چې په لوېدیځه افریقا او په ځانګړې توګه په مالي کې فعال دی، او د هند د نیمه قارې لپاره د القاعدې څانګه (ای کیو آی اېس) په کې شامل دي.‌

دا عکس چې د اخیستلو نېټه یې معلومه نه ده او اېف بي آی د ۱۳۸۰ د تلې په ۱۸مه خپور کړی دی، مصری سیف العدل ښیي. العدل د القاعدې له مشر ایمن الظواهري څخه وروسته، چې د زمري په ۹مه په یوه هوایي برید کې ووژل شو، د هغه یو ممکن ځایناستی نومول شوی دی. [اېچ کیو - اېف بي آی/ای اېف پي]

دا عکس چې د اخیستلو نېټه یې معلومه نه ده او اېف بي آی د ۱۳۸۰ د تلې په ۱۸مه خپور کړی دی، مصری سیف العدل ښیي. العدل د القاعدې له مشر ایمن الظواهري څخه وروسته، چې د زمري په ۹مه په یوه هوایي برید کې ووژل شو، د هغه یو ممکن ځایناستی نومول شوی دی. [اېچ کیو - اېف بي آی/ای اېف پي]

د افراطیت پر ضد د مبارزې پروژه په نامه غیرحکومتي موسسې رییس او د ملګرو ملتونو یوه پخواني سلاکار هانس جاکوب شیندلر وویل، الظواهري «د القاعدې شبکه کې غټ نوي لوبغاړي ومنل.»

هغه وویل، «نو دا د القاعدې لپاره یوه ضربه ده.»

احتمالي مصری ځایناستی

د ډېرو احتمالي ځایناستو په ډله کې دوه نور مصریان: سیف العدل او ابو عبدالکریم المصري شامل دي.‌

العدل د مصر د ځانګړیو ځواکونو یو پخوانی افسر او د القاعدې یوه پخوانۍ څېره ده چې راپورونه وایي په ایران کې مېشت دی.‌

په ۱۳۶۰مو کالونو کې د مصر افراطي خوځښت سره له ملګري کېدلو څخه وروسته، هغه ونیول شو او بیا خوشې کړای شو چې سر یې په افغانستان کې چې د بن لادن او الظواهري اډه په کې وه، راووت او له القاعدې سره ملګری شو.‌

د ترهګرۍ ضد مبارزې پروژه (سي اي پي) وایي، هغه په ۱۳۸۲ کې په ایران کې ونیول شو او په ۱۳۹۴ کې د بندیانو د تبادلې په ترڅ کې خوشې کړای شو. په ۱۳۹۷ کې لا هم شک کېده چې هغه په ایران کې دی او د الظواهري له مهمو مرستیالانو څخه دی.‌

سي اي پي وویل، «العدل د القاعدې د عملیاتي وړتیاوو په جوړولو کې یو مهم رول ولوباوه او په چټکۍ سره په کې پرمخ لاړ.»

په متحدو ایالاتو کې په هاورفورډ کالج کې د سیاسي علومو یوه پوه او د القاعدې په هکله د څو کتابونو مؤلف بارک مندلسن په دغه تحریک کې العدل یو «غټ نوم» یاد کړی چې «باید په سلسله کې راتلونکی» کس واوسي.‌

خو هغه ټینګار وکړ چې العدل په ایران کې څو کاله په پټه تېر کړي، له دې امله د القاعدې د مشرانو له نوي نسل څخه لیرې پاتې دی.‌

هغه وویل، «زه مطمئن نه یم چې له القاعدې سره د هغه موقف څومره غښتلی دی، په ځانګړې توګه اوس چې زوړ نسل او اساس ټول زاړه مشران مړه شوي دي.»

د ایران شیعه واکمنان په رسمي توګه د القاعدې مخالفت کوي، خو اسلامي جمهوریت په مکرر ډول تورن شوی چې له یادې شبکې سره همکاري کوياو مشرانو ته یې پټنځایونه ورکوي.‌

المصري چې د الظواهري د ځایناستي د مقام لپاره بل مصری سیال دی او د «کریم» په نامه هم یادیږي د سوریې د افراطي ګروپ حراس الدین له مشرانو څخه دی او ښایي چې په سوریه کې وي.

د حراس الدین یو یمنی مشر د چنګاښ په ۶مه د شمال لوېدیځې سوریې د ادلیب ښار په څنډه کې د متحدو ایالاتو د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې هغه وخت ووژل شو چې په موټرسایکل سپور او یواځې یې سفر کاوه او د دغې ډلې دوه نور چارواکي په دې ورته ډول د تېر وږي په میاشت کې ووژل شول.‌

د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د عدالت لپاره انعامونه (ریوارډز فار جسټېس) پروګرام د المصري په هکله د معلوماتو ورکولو په بدل کې تر ۵ میلیونو ډالرو پورې انعام ورکوي.‌ هغه «د القاعدې یو تجربه کار غړی او د حراس الدین جګپوړی مشر» بلل شوی دی.

د عدالت لپاره انعامونه وېب سایټ له خوا د وړاندې شویو معلوماتو په اساس،‌ «په ۱۳۹۷ کې، المصري د حراس الدین شورا جرګې غړی وو. دا د یادې ډلې د پرېکړو کولو د لوړې سطحې جوړښت دی.»

دغه معلومات وایي چې،‌ هغه«د حراس الدین او تحریر الاسلام تر منځ چې القاعدې پورې د تړلي چتر ګروپ چې حراس الدین ترې جلا شوی وو، د منځګړي په توګه کار کړی وو.»

ځایناستی ټاکل یو غټ سوال دی

شیندلر وویل، «الظواهري د اړوندو ګروپونو په ورځنیو پرېکړو کې ښکېل نه وو.»

هغه زیاته کړه، «خو تاسو داسې یوه مشر ته اړتیا لرئ چې د پام وړ اهمیت ولري ځکه چې د ټولو اړوندو ګروپونو مشران باید له هغه سره د شخصي تعهد سوګند وکړي.»

هغه وویل، «له دې امله، د هغه ځای ډکول به څه ناڅه یوه ننګونه وي.»

د اېس آی ټي اي د استخباراتي ګروپ رییسې او شریکې بنسټګرې ریتا کتز وویل، د الظواهري د وژل کېدلو په ترڅ کې د القاعدې ځایناستی ټاکل یو «غټ سوال» دی.

هغې وویل، «د اسامه بن لادن له وژل کېدلو څخه د وروسته وضعیت پر خلاف،د هغه ډېر مشران سوریې ته لاړل چې ډېر یې ووژل شول.»

هغې وویل چې د العدل د ځای ځایګي په هکله لږ معلومات موجود دي خو ټینګار یې وکړ چې دا غیرباوري ده چې هغه دې اوس هم په ایران کې وي. کتونکي وایي چې هغه هلته نږدې دوه لسیزې وخت تېر کړی دی.»

هغې وویل، «داسې اوازې دي چې هغه په ایران کې له حبس څخه ازاد کړای شو او سوریې ته لاړ، خو د هغه په هکله ډېر معلومات نشته.»

په متحدو ایالاتو کې د امنیتي څېړنو یوې موسسې صوفان مرکز د سې شنبې په ورځ په یوه استخباراتي آپډېټ (تازه معلوماتو) کې وویل چې، په وروستیو کالونو کې د القاعدې د زړو مشرانو د یو شمېر څېرو وژل کېدا دغه شبکه «د احتمالي ځایناستو له تزلزل سره مخامخ کړې» ده.

په آپډېټ کې راغلي چې، په اکثریت شیعه ایران کې د العدل «اوږد حضور ښایي په ځانګړیو حلقاتو کې د هغه نوماندي داغي کړي.»

د القاعدې ځوان کدرونه ښایي د المصري په څېر شخص غوره وبولي. هغه «په سوریه کې ډېرې هڅې وکړې چې له بالقوه ځواکونو سره چۍ په محلي هدفونو باندې یې تمرکز کاوه او د جنګ او تاوتریخوالي ځپلیو سیمو دردونو څخه یې انګېزې اخیستې وې، اړیکې جوړې کړي.»

په دغو معلوماتو کې راغلي چې، «د القاعدې د راتلونکي مشر ټاکل به د دغه سازمان د راتلونکو پلانونو په هکله ډېر څه ووایي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ظواهري یوه پروژه وه وخت یې پای ته رسېدلی و. د دې لپاره چې صحنې ته بل کس راوستل شي ظواهري یې ختم کړ. که د ظواهري وژونکو هماغه وخت چې پر سر یې جایزه اعلانوله غوښتي وی وژلی یې شو خو هغه وخت یې نه غوښتل؛ بلکې اوس یې نور ورته ګټه نه شوه رسولی او بلاخره ختم یې کړ. او په داسې شکل یې ختم کړ چې افغانستان یې نړیوالو ته یو ناامن هېواد معرفي کړ. نړیوالو ته یې وښودل چې افغانستان امن نه دی. خو افغانستان او افغانان نور له جنګ متنفر دي، ستړي دي. د خدای لپاره دا غوايي توب مو په یو بل ځای کې وکړئ. پرېږدئ چې افغانان هم له ژوند د یو څو ورځو لپاره خوند واخلي او په ارام زړه ساه واخلي. د خدای لپاره د ظواهري په څېر اشخاصو/ډلو ملاتړ کوونکي دې خپل زور بل چېرته وازمايي. ظواهري هم د افغانانو لپاره یو ناسور و او هم به یې ځای ناستی د افغانانو لپاره ناسور وي.

ځواب ورکړئ

ترهګرو په ټوله نړۍ کې خپلې ریښې دومره مضبوطې کړي چې د الظواهري مرګ او ژوند پکی هیڅ تغیر نشي راوستلی. دا چې الظواهري زوړ شوی وو، مریض به وو او خپلې اړیکې یې له جنګیالیو سره له لاسه ورکړي وې یو اړخ؛ خو له بلې خوا د همدې الظواهري په وخت کې القاعده وتوانېدله چې د جنوب ختیځې آسیا او افریقایي ملکونو کې خپل تحرکات زیات کړي. نوي خلک وګوماري او په لا زیات شدت سره خپلو موخو ته د رسېدو لپاره په ورانکاره فعالیتونو لاس پورې کړي. زما په نظر د الظواهري ځایناستی که هر څوک وي خو یو ترهګر او ورانکاری به وي او دې ته په کتو چې په کابل کې یې د خوښې دولت حاکم دی ځکه نو زیات امکان لري چې په افغانستان کې مېشت شي چې په دې سره به افغانستان د لا ډېرو ستونزو سره مخ شي.

ځواب ورکړئ

زما په اند القاعده خپل پخوانی اهمیت له لاسه ورکړی دی. تشکیلاتي جوړښت یې کمزوری شوی او زیاتره جنګیالي یې د سوریې په جګړه کې وژل شوي او یا له داعش او نورو ترهګرو ډلو سره یوځای شوي دي. له کلونو راهیسې او په ځانګړې توګه د اسامه بن لادن له وژل کېدلو وروسته، القاعده هغه زور نه لري چې پخوا یې درلود او دا ډله نشي کولی د نړۍ سولې او امنیت ته کوم احتمالي ګواښ رامنځته کړي. په افریقا کې، په ځانګړې توګه په سومالیا او همدارنګه په عربي ټاپووزمه کې، تر ډېره په یمن کې د امریکایي ځواکونو د هوایي بریدونو له امله د هغوی څانګې سختې کمزورې شوي دي. له بده مرغه د مذهب په نوم ډېرو تروریستي ډلو سرونه راپورته کړي دي. اوس مهال، داعش چې د القاعدې ډیری جنګیالي ورسره ملګري شوي، د نړۍ او سیمې امنیت ته لوی ګواښ دی. البته، د بن لادن وژنه لږ تر لږه د سمبولیک او ایډیالوژیک پلوه د فکر کولو وړ ده. الظواهري له اسامه بن لادن سره د نږدې ملګرتيا له امله د ترهګرو په منځ کې مشهور و او د هغه مړینه به په طبيعي توګه په ډله کې د لا زياتې تفرقې لامل شي. که څوک د القاعدې مشري پر غاړه اخلي او د الظواهري ځای ونیسي، زه فکر نه کوم چې هغه به وکولی شي چې القاعده له ممکن زوال څخه وژغوري.

ځواب ورکړئ

د کابل ښار په زړه کې د الظواهري وژل کېدل د طالبانو تر منځ د اختلافاتو لامل شوي دي. طالبان چې له بېلابېلو ډلو څخه جوړ شوي او خپل پخوانی اتحاد یې له لاسه ورکړی او د دوی ترمنځ اختلاف ورځ تر بلې زیاتېږي، هم د امریکا له خوا د الظواهري د وژل کېدو په غبرګون کې سره وېشل شوي دي. ویل شوي چې یو زیات شمیر طالبان د نړۍ د لومړي نمبر تروریست ایمن الظواهري ته د پناه ورکولو مخالف وو، ځکه دوی پوهیدل چې هغه امریکا ته مطلوب دی او دا کار به د دې لامل شي چې امریکا نور او لا نور پر طالبانو بې باوره شي. په همدې حال کې د طالبانو یوه بله ډله چې مشري یې حقاني کوله او د پاکستان له استخباراتي ادارې (آی ایس آی) سره نږدې اړیکې لري، هغه ته د پناه ورکولو پلوي وه. د ازادۍ راډیو د راپور له مخې، زلمي خلیلزاد د امریکا له یوې دولتي راډېو (اېن پي آر) سره په مرکه کې حقاني شبکه هغه ډله وبلله چې ایمن الظواهري ته یې پناه ورکړې وه. د افغان سولې لپاره د امریکا د متحدو ایالاتو پخواني ځانګړي استازي ویلي، چې د طالبانو په منځ کې ځینې عناصر د داسې کارونو په ترسره کولو سره د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې له هوکړې سرغړونه کوي. هغه وويل، «ځينې عناصر د امريکا او طالبانو تر منځ له لاسليک شوي تړون څخه سرغړونه کوي او د حقاني ډلې دغه کړنه پر نورو لاسته راوړنو هم اغېزه کړې ده. هغوى هير کړي، چې د القاعده ملاتړ به دوى ته ډېر تاوان ورسوي.» د ښاغلي خلیلزاد د څرګندونو له مخې چې په وروستیو کلونو کې یې له طالبانو سره تر ټولو زیاتې اړیکې لرلې، باید وویل شي چې په طالبانو کې دننه یوې ډلې د پاکستان په ملاتړ او امر الظواهري په کابل کې ځای پر ځای کړی و او غوښتل یې چې افغانستان د پاکستان پر ځای د ترهګرو لپاره خوندي ځای دی. خو د بلې ډلې په مداخلې س

ځواب ورکړئ