جرم او انصاف

په ایران کې د القاعدې د مشر په حضور سره د ګډ کار شواهد زیاتېږي

د سلام ټایمز راپور

خلک د کب په ۲مه په تهران کې په یوه تجارتي ساحه کې روان دي. [عطأ کیناري/ای اېف پي]

خلک د کب په ۲مه په تهران کې په یوه تجارتي ساحه کې روان دي. [عطأ کیناري/ای اېف پي]

یو ځل بیا، له القاعدې سره د ایران همکاري وروسته له هغه مخې ته راغلې چې د ملګرو ملتونو یوه راپور د القاعدې یو جګپوړی مشر سیف العدل چې باور کیږي په ایران کې ژوند کوي، د یادې ډلې د عملیاتي او بې رقیبه مشر په توګه یاد کړی دی.

وروسته له هغه چې د القاعدې پخوانی مشر ایمن الظواهري د تېر چنګاښ په میاشت کې په افغانستان کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکې په یوه برید کې ووژل شو، یادې ډلې هېڅکله هم د هغه مړینه نه ده تایید کړې، او نه یې په رسمي توګه د هغه د ځایناستي نوم یاد کړی دی.

ملګري ملتونه وایي، العدل د مصر د ځانګړیو ځواکونو یو پخوانی افسر او د اسامه بن لادن نږدې ملګری چې د نیولو په سر یې ۱۰ میلیونه ډالر انعام اېښودل شوی دی، په رسمي توګه د مشر په توګه پېژندل شوی نه دی.

د ملګرو ملتونو د راپور په اساس، د ملګرو ملتونو اکثرو غړو هېوادونو شک درلود چې د القاعدې د چوپتیا تر شا «یو مهم فکټور» په اکثریت شیعه ایران کې د العدل دوامدار حضور دی.

سیف العدل د متحده ایالاتو د فدرالي تحقیقاتو د ادارې (اېف بي آی) د «ډېرو مطلوبو» ترهګرو په لست کې شامل دی. [اېف بي آی/ای اېف پي]

سیف العدل د متحده ایالاتو د فدرالي تحقیقاتو د ادارې (اېف بي آی) د «ډېرو مطلوبو» ترهګرو په لست کې شامل دی. [اېف بي آی/ای اېف پي]

له یوې ویډیوي خپرونې څخه چې د ۱۳۸۵ د غبرګولي په ۱۹مه خپره شوې، اخیستل شوی عکس، ایمن الظواهري په داسې حال کې ښیي چې په یوه نوي ویډیو کې، یوه ورځ وروسته له هغه خبرې کوي چې په عراق کې د القاعدې مشر ابو مصعب الزرقاوي د متحده ایالاتو – اردن په ګډو عملیاتو کې ووژل شو. د راپورونو په اساس، ظواهري په ۱۴۰۱ کال کې په کابل کې د امریکا په یوه هوایي برید کې ووژل شو. [الجزیره/ای اېف پي]

له یوې ویډیوي خپرونې څخه چې د ۱۳۸۵ د غبرګولي په ۱۹مه خپره شوې، اخیستل شوی عکس، ایمن الظواهري په داسې حال کې ښیي چې په یوه نوي ویډیو کې، یوه ورځ وروسته له هغه خبرې کوي چې په عراق کې د القاعدې مشر ابو مصعب الزرقاوي د متحده ایالاتو – اردن په ګډو عملیاتو کې ووژل شو. د راپورونو په اساس، ظواهري په ۱۴۰۱ کال کې په کابل کې د امریکا په یوه هوایي برید کې ووژل شو. [الجزیره/ای اېف پي]

واشنګټن پوسټ راپور ورکړ چې، دغه کار د القاعدې لپاره چې له ډېر وخت راهیسې شیعه مسلمانانو ته د مرتدانو په سترګه ګوري، «سختې عقیدوي او عملیاتي پوښتې راولاړې کړي دي.»

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د سلواغې په ۲۶مه وویل، «زموږ ارزونه د ملګرو ملتونو له ارزونې سره مطابقت لري چې د القاعدې نوی بالفعل مشر سیف العدل په ایران کې دی.»

د ملګرو ملتونو راپور وایي چې د غړیو هېوادونو غالب نظر دا دی چې العدل اوس د یادې ډلې مشر دی، «او دا وخت د یادې ډلې د دوام استازیتوب کوي».‌

د تعجب وړ نه ده، چې په ملګرو ملتونو کې د اسلامي جمهوریت د استازي ادارې په ایران کې د العدل له حضور څخه انکار کړی دی.

راپور یاده کړې چې یو بل دلیل چې القاعدې په رسمي توګه العدل د خپل مشر په توګه نه دی اعلان کړی د افغان چارواکو د اندېښنو د حساسیت له امله ده ځکه هغوی لا اعتراف نه دی کړی چې الظواهري روان کال په کابل کې وژل شوی دی.

د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي، «د هغه موقعیت داسې پوښتنې راپورته کوي چې د القاعدې له خوا د یوه نړۍ وال خوځښت په توګه د ځان ثابتولو په برخه کې د داعش له خوا له ننګونو سره ارتباط لري».

ولې شیعه ایران؟

العدل په ۱۳۶۰مو کالونو کې په مصر کې د اسلامي جهاد ډلې سره له یو ځای کېدلو څخه وروسته،‌ ونیول شو او بیا خوشې کړای شو، خو وروسته افغانستان ته لاړ او له القاعدې سره ملګری شو.‌

د افراطیت پر ضد د مبارزې پروژې (سي اي پي) د راپور له مخې، هغه په ۱۳۸۲ کې په ایران کې ونیول شو او په ۱۳۹۴ کې د بندیانو د تبادلې په ترڅ کې خوشې کړای شو. په ۱۳۹۷ کې لا هم په ایران کې په هغه باندې د الظواهري د یوه نږدې مرستیال په توګه شک کېده.‌

په ترهګرۍ د تورن ګروپ د مشر د سوانحو په اساس چې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې کارپوه علي سوفان لیکلي دي، «سیف په نړۍ وال جهادي خوځښت کې د ډېرو مجربو مسلکي عسکرو له جملې څخه یو دی.»

سوفان په ۱۴۰۰ کې د سي ټي سي سینټینل لپاره په یوه مقاله کې چې د متحده ایالاتو د پوځي اکاډمۍ د ترهګرۍ ضد مبارزې مرکز خپره کړه،‌ لیکلي، «کله چې هغه عمل کوي، په بې رحمانه مؤثریت سره یې کوي.»

سوفان وویل، په ایران کې د العدل ښکاره دوامدار حضور د جوړجاړي نښه ده.

هغه وویل، «د شیعه ګانو تر واکمنۍ لاندې له کرکې ډک ژوند العدل ته د دې فرصت برابر کړی چې ژوندی پاتې شي او په دې توګه په جهاد کې خپل اغېز جاري وساتي.»

د ایران شیعه واکمنان په رسمي توګه د القاعدې مخالفت کوي، په داسې حال کې چې په ایران باندې په مکرر ډول دا تورونه لګول کیږي چې له یادې شبکې سره همکاري کوي او د هغې مشرانو ته پناه ورکوي.‌

د سي اي پي د رییس هانس جاکوب شیندلر لپاره، العدل «د ایران رژیم لپاره له یوې خوا یو مسؤلیت دی او بلې خواته ورته یوه شتمني ده».‌

تهران خپلو ګټو ته په پام سره، کولی شي پرېکړه وکړي چې هغه متحده ایالاتو ته وسپاري یا اجازه ورکړي چې په لوېدیځ باندې برید وکړي.

په ۱۳۹۶ کې، د متحده ایالاتو د استخباراتو د مرکزي ادارې (سي آی ای) د وخت رییس مایک پمپیو له القاعدې سره د ایران اړیکو ته په پام سره وویل،‌ «اړیکې وې او شته. داسې وختونه وو چې ایرانیانو د القاعدې تر څنګ کار کاوه.»

د متحده ایالاتو د خزانې او بهرنیو چارو وزارتونو په مکرر ډول څرګنده کړې چې د ایران رژیم القاعدې ته اجازه ورکوي چې په خپله خاوره کې «د اساسي تسهیل لړۍ» پرځای وساتي.

ترهګرو ته د ځای ورکولو تاریخچه

په مصر کې د اسلامي جهاد یوه بنسټګر غړي نبیل نعیم چې افراطیت یې پرېښی دی،‌ وویل، د القاعدې او ایران تر منځ ارتباط په داسې یوه دوره کې پیل شو چې بن لادن د ګروپ مشر و.

هغه په ۱۳۹۷ کې المشارق خبري وېب سایټ ته وویل، دغه ارتباط د بن لادن له مرګ څخه وروسته هم دوام وکړ.

په ۱۳۹۹ کې، د القاعدې د قوماندې دویم مشر عبدالله احمد عبدالله چې د ابو محمد المصري په نامه هم یادېده، د اسرایيلي جاسوسانو له خوا په تهران کې ووژل شو.

د راپورونو په اساس، نوموړی ایراني چارواکو څو کاله د تهران په یوه مجلله سیمه کې خوندي کړی و.‌

نیویارک ټایمز د ۱۳۹۹ د لړم په میاشت کې راپور ورکړ چې، المصري چې متحده ایالاتو په ۱۳۷۷ کې په کینیا او تانزانیا کې د دغه هېواد په سفارتونو باندې په غبرګو بمي بریدونو کې د ارتباط لرلو تور پرې لګولی و، د ۱۳۹۹ په اوړي کې پټو اسرایيلي فعالانو د واشنګټن په امر وواژه.‌

المصري د القاعدې د بنسټګرو مشرانو له ډلې څخه و او داسې فکر کېده چې له الظواهري څخه وروسته به د دغه سازمان مشري پر غاړه واخلي.

د ترهګرۍ د چارو کارپوهان وایي، په ایران کې المصري د اسامه بن لادن د زوی حمزه بن لادن، چې د یادې ډلې د مشرتابه لپاره چمتو کیږي، روزنه کوله.‌

حمزه په ۱۳۹۸ کې د افغانستان – پاکستان په سیمه کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو په ترڅ کې ووژل شو.

په ۱۳۹۶ کې د پاکستان په ایبټ اباد سیمه کې د اسامه بن لادن له کور څخه د ترلاسه شویو اسنادو په اساس،د ایران رژیم په ځانګړې توګه سپاه پاسداران له القاعدې سره ټینګې اړیکې لري.

په سپاه پاسداران باندې تور دی چې د القاعدې ګڼ شمېر عناصرو ته یې له نړۍ والو مقاماتو څخه د تېښتې په ترڅ کې ځای ورکړی و.‌

د نعیم په وینا، د سپاه پاسداران د قدس ځواک د هغه وخت قوماندان تورن جنرال قاسم سلیماني چې د ۱۳۹۹ د مرغومي په میاشت کې ووژل شو، «د سپاه پاسداران او القاعدې تر منځ د اړیکو جوړولو مهندسي» کړې وه.

هغه زیاته کړه، د حزب الله نظامي قوماندان عماد مغنیه هم په ۱۳۸۷ کې له وژل کېدلو څخه مخکې، «د القاعدې د عناصرو په روزنه، او په ځانګړې توګه د انفجاري تلکونو او بمي چاودنو په برخه کې په روزنه کې مهم رول ولوباوه.»

هغه وویل، له سپاه پاسداران او د ایران استخباراتو دواړو سره د القاعدې ارتباط قوي دی، او یادونه یې وکړه چې «د ارتباط نښې هغه وخت ښکاره شوې چې ایران د القاعدې د مشر اسامه بن لادن کورنۍ ته ځای ورکړ.»

نعیم وویل، دواړو لوریو له کالونو راهیسې فرقه ییزې ترینګلتیاوې پاللې، چې ورسره «سپاه پاسداران پخپله ځان د شیعه ګانو د حقونو خوندي کوونکی ښوده او له هغوی څخه یې دفاع کوله، او القاعدې له سني ټولنې سره له ورته تکتیک څخه کار اخیست.»

ایران په دوامداره توګه د القاعدې چارواکو ته له ځای ورکولو څخه انکار کړی، خو په وروستیو افشاګریو سره، داسې ښکاري چې په دې ټکي باندې باور سختېږي.

په سوفان مرکز کې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې د چارو یوه شنونکي کولین پ. کلارک نیویارک ټایمز ته وویل، «ایران له فرقه پالنې څخه هغه وخت د سوټي کار اخلي چې زړه یې غواړي، خو کله یې چې د ګټو خبره وي بیا د سني – شیعه په وېشونو او اختلافاتو باندې سترګې پټوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په دې کې شک نشته، ځکه ایران داسې یو هېواد دی چې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي. نو په دې هېواد کې د القاعدې د مشر یا د هغه د اوسېدو د ځای موجودیت به د حیرانتیا خبره نه وي. د حیرانتیا خبره دا ده چې د القاعدې مشر څنګه ایران ته ورسید، ځکه چې القاعده له شیعه ګانو څخه جلا ده! معلومه شوه چې القاعده په نړۍ کې خپل ځای له لاسه ورکړی دی او دا ښه خبر دی. له دې خلکو سره له جنګ او د هغوی له وژلو څخه پرته بل څه نشي کېدلی. څومره چې دا ډلې کمزورې کېږي، هومره یې انسانانو ته ضرر کمېږي.

ځواب ورکړئ

افغانانو ته په خپل وطن کې د ښه ژوند کولو لپاره یوه مهمه مشوره: که افغانان په خپل هېواد کې د هوسا ژوند کولو کوم پلا او فکر لري، ښه به دا وي چې له ایران او پاکستان سره جګړه شروع کړي. که داسې څه فکر وي چې د جنګ له شروع کولو سره به د افغانانو ژوند خراب شي، خو داسې هم نه ده. دا خبره زه د اروپا د غریبې طبقې د مشر د خبرې په پیروۍ کوم. هغه چې کله د کلیسا د واکدارانو په ضد قیام کولو، ویل یې؛ “مونږ داسې څه نه لرو چې و یې بایلو، بلکې څه چې تر لاسه کوو، هغه به ګټه/ازادي وي”. نو خبره مې تر دې کول چې، افغانان د ګاونډیانو له شر څخه د خلاصون یوه لاره همدا لري چې په مقابل کې یې وسله وال جنګ شروع کړي. او که دا کار و نه کړي، ټول عمر به د ګاونډیانو له شره څخه خلاص نه شي. کله به ورته په یو نامه پروژې رالېږي او کله به په بل نامه.

ځواب ورکړئ

زه له دې خبرې سره موافق یم. پاکستان دا څو لسیزې په افغانستان کې د جهاد تر نامه لاندې بېلابېلې پروژې تطبیق کړې او اوس هم لګیا دی له غرب څخه د جهادیانو د ځپلو تر نامه لاندې پروژې غواړي. یعنې د انګریزانو په لاس جوړ شوی دغه تش په نامه ملک یو ځل د مجاهدینو جوړولو پروژه ترسره کوي. بیا د مجاهدینو د جنګولو پروژه ترسره کوی. بیا د مجاهدینو د ځپلو پروژه ترسره کوی. او تاریخي شواهد ښیي چې هر ځل پرې له احمقو غربي سیاستوالو نه پیسې اخلي او خپل جیبونه پرې ډکوي.

ځواب ورکړئ

د ایران ګواښ او زما نظر: د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو یو جګپوړی قوماندان وایي د دې هیواد پوځ داسې کروز توغندی جوړ کړی چې ۱۶۵۰ کیلو مټره واټن ویشتلی شي. د سپاه پاسداران د هوایي فضا ځواکونو مشر امیر علي حاجیزاده د ایران دولتي تلویزیون سره په مرکې کې ویلي چې دا توغندی د ایران اسلامي جمهوريت د توغندیو په جبه خانې کې ور زیات شو. د ایران دې جګپوړي نظامي چارواکي یو ځل بیا هغه ګواښ تکرار کړ چې ایران غواړي د متحده ایالاتو څخه د خپل جګپوړي نظامي افسر د وژلو غچ واخلي. هغه ویلي، "مونږ غواړو چې د امریکا مخکنی جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ووژنو". د ایران په تلویزیون کې همدارنګه د "پاوه" په نامه د کروز توغندیو لومړني انځورونه خپاره شول. وروسته تر هغه چې په ۲۰۲۰ کال کې د بغداد هوایي ډګر سره نږدې د امریکا په هوایي برید کې د ایران د قدس ځواکونو مشر قاسم سلیماني ووژل شو، ایران یې په غبرګون کې په عراق کې نظامي اډې په توغندیو وویشتې چې امریکایي ځواکونه هم پکې دیره و. ښاغلي حاجیزاده وویل چې ایران نه غوښتل پدې برید کې " ناداره سرتیري" ووژني. هغه زیاته کړه ، " که د خدای خوښه وي مونږ غواړو ټرمپ او پمپیو (د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر) او هغه نظامي قوماندانان ووژنو چې د سلیماني د وژلو امر یې ورکړی و". ) پورتنی خبر د ایران د ګواښ په هکله و. زه ایران ته وایم چې سلیماني د خپل عمل انجام ته ورسېد. زما له اسراییل او امریکا سره کار نشته لاکن ستاسو قوماندان د افغانانو، عراقیانو او سوریایانو قاتل و. هغه ته خدای پاک د هغه د ناوړه عملونو سزا ورکړه. که تاسو غواړئ د هغه روح خوشحاله کړئ، که پاکستان غواړي چې د مشرف او نورو قاتلانو روحونه خوشحال کړي، په سیمه کې د افغانانو، سوریایانو او عراقیانو قتلونه ودروئ

ځواب ورکړئ

اسراییل له ډیرې مودې راهیسې د ایران د اټومي پروګرام په اړه اندیښنه څرګندوي. د دغه رپوټ افشا کېدل، چې د احتمالي برید د چمتووالي په اړه معلومات ورکوي، کېدای شي د یوې پروژې یوه برخه وي، چې غربي متحدین دې ته اړ کړي، چې له ایران سره په مقابله کې د اسرائیلو د یوازې پرېښودو پر ځای په ګډه اقدام وکړي. د ټیلیګراف په وینا، دغه هېواد امریکا او فرانسې ته خبرداری ورکړی چې که نړیواله ټولنه یې ملاتړ ونه کړي، یوازې به عمل وکړي. بنیامین نتانیاهو د سه شنبې په ورځ د ملي امنیت په کنفرانس کې وویل، «یوازینی شی چې د اتومي وسلو د جوړولو څخه یې د بدمعاشو دولتونو مخه نیولې ده هغه ګواښ یا د اعتبار وړ نظامي اقدام دی.» هغه ټینګار وکړ چې، «یو ضروري او تر ډېره کافي شرط معتبر پوځي اقدام دی. څومره چې تاسو انتظار کوئ، هغومره سختیږي. موږ دومره اوږد انتظار وکړ.» د نړۍ له قدرتونو سره د ایران له اتومي موافقې څخه د ډونالډ ټرمپ له یو اړخیز وتلو وروسته، د بایډن ادارې هڅه وکړه چې د تهران د اټومي ځواکونو د ساتلو لپاره د JCPOA په نامه د ګډ عمل جامع پلان بیا راژوندی کړي. دې موخې ته د رسېدو لپاره طرحه شوې خبرې اترې تر سپټمبر میاشتې پورې ښې روانې وې او دواړه لوري د یوې هوکړې په درشل کې وو، خو ایراني چارواکو په خبرو اترو کې ناڅاپه نورې غوښتنې راپورته کړې چې د غربي چارواکو په وینا د خبرو له دایرې بهر وې او د کړکېچ لامل شوې. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وايي، ایران د بهرنیو هېوادونو له غوښتنو څخه لیرې شوی او په غیر اړوندو غوښتنو سره یې له JCPOA څخه ځان لیرې کړی دی. هغه په دې وروستیو کې د ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو د مخنیوي لپاره د پوځ په ګډون د ټولو انتخابونو د کارولو په اړه خبرداری ورکړ، هغه د JCPOA

ځواب ورکړئ

فاکس نیوز د افشا شویو معلوماتو پر بنسټ په یوه راپور کې اعلان وکړ چې اسراییل پر ایران د برید لپاره چمتووالی نیسي. په راپور کې راغلي چې د ایران د اټومي تاسیساتو په وړاندې د احتمالي اقدام کولو پریکړه د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو، د دفاع وزارت د لوړ پوړو چارواکو او د اسراییلو د استخباراتو تر منځ له پټو غونډو وروسته شوې ده. د اسراییلو مشهور جنرال او د "اسرائیل د دفاع د امنیت شورا" بنسټ ایښودونکی امیر عويوي په دې اړه وايي چې د هغه هیواد به اجازه ورنکړي چې ایران اتوم لرونکی هیواد شي. نوموړي له فاکس نیوز سره په خبرو کې ویلي، له هغه ځایه چې موږ د ایران د پوځي اټومي پروګرام د وسلو په کچه د غني کولو په برخه کې د بې خنډه پرمختګ شاهدان یو، اسراییل هم د خپل پوځي انتخاب د عملي کولو لپاره چمتووالی نیسي. د اسراييلو يو سيمه ييز چينل چې «چینل ۱۲» نومېږي، په يوه راپور کې د سرچينو له نومولو پرته ويلي، چې د لومړي وزير او د اسراييلو د دفاعي او استخباراتي چارواکو تر منځ د موساد له مشر سره د ايران پر اتومی تاسیساتو د احتمالي بريد په اړه پټې ناستې شوې دي. په همدې حال کې د اسرایل ټایمز ورځپاڼې د دې مسئلې په غبرګون کې ویلي چې چارواکو ښايي د دغه هېواد د هوډ د روښانه کولو لپاره دغه خبر افشا کړی وي. د اسراییلو او ایران ترمنځ کړکېچ په وروستیو اونیو کې د ایران پر پوځي تاسیساتو د بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته زیات شوی دی. د لومړنیو تحقیقاتو د نتایجو پر اساس، تهران ادعا کوي چې دا «د تیري عمل» د اسراییلو د حکومت لخوا طرحه او چمتو شوی و.

ځواب ورکړئ