تروريزم

د القاعدې د زاړه مشرتابه په مرګ سره د دغې ډلې راتلونکی څنګه کیږي؟

سلام ټایمز او ای اېف پي

د القاعدې په هکله وتليو کارپوهانو د سرچینو له قوله ویلي چې ایمن الظواهري، چې په اسامه بن لادن پسې وروسته د یادې ډلې مشر وټاکل شو او دلته په عکس کې لیدل کیږي، هم مړ شوی دی. [عکس په ټولنیزو رسنیو خپور شوی دی]

د القاعدې په هکله وتليو کارپوهانو د سرچینو له قوله ویلي چې ایمن الظواهري، چې په اسامه بن لادن پسې وروسته د یادې ډلې مشر وټاکل شو او دلته په عکس کې لیدل کیږي، هم مړ شوی دی. [عکس په ټولنیزو رسنیو خپور شوی دی]

په وروستیو میاشتو کې د القاعدې د دوو غټو مشرانو راپور ورکړل شویو مړینو د یادې ترهګرې شبکې د ستراتیژۍ او قوت په هکله چې اوس د دوو لسیزو پخوا د نړۍ وال قوت په یوه سیوري باندې بدله شوې ده، پوښتنې راپورته کړي دي.

نیویارک ټایمز تېره اونۍ راپور ورکړ چې د القاعدې مرستیال عبدالله احمد عبدالله چې د ابو محمد المصري په مستعار نامه مشهور وو، په وروستیو کې د زمري په میاشت کې د واشنګټن په حکم په تهران کې د دوو اسراییلي جاسوسانو له خوا ووژل شو.

په ورته وخت کې، د القاعدې په هکله وتلیو کارپوهانو د سرچینو له قوله ویلي چې ایمن الظواهري چې په اسامه بن لادن پسې وروسته د یادې ډلې مشر وټاکل شو هم مړ شوی دی.‌

ایران د عبدالله د وژنې په هکله راپور په کلکه رد کړی دی، په داسې حال کې چې القاعدې تر اوسه پورې د خپلو معمولو رسنیزو چینلونو له لارې د الظواهري د ادعا شوې مړینې کوم تایید نه دی خپور کړی.

د القاعدې په دغه جګپوړي مشر عبدالله احمد عبدالله باندې چې د ابو محمد المصري په نامه مشهور وو، د ۱۳۷۷ د زمري په ۱۶مه [د ۱۹۹۸ د اګست په ۷مه] د تانزانیا په دارالسلام او د کینیا په نایروبي کې د متحده ایالاتو په سفارتونو باندې په بمي بریدونو کې د ښکېلتیا تورونه لګېدلي وو. د استخباراتي سرچینو په وینا، هغه د روان میلادي کال په لومړیو کې په ایران کې ووژل شو. [د متحده ایالاتو د تحقیقاتو فدرالي اداره]

د القاعدې په دغه جګپوړي مشر عبدالله احمد عبدالله باندې چې د ابو محمد المصري په نامه مشهور وو، د ۱۳۷۷ د زمري په ۱۶مه [د ۱۹۹۸ د اګست په ۷مه] د تانزانیا په دارالسلام او د کینیا په نایروبي کې د متحده ایالاتو په سفارتونو باندې په بمي بریدونو کې د ښکېلتیا تورونه لګېدلي وو. د استخباراتي سرچینو په وینا، هغه د روان میلادي کال په لومړیو کې په ایران کې ووژل شو. [د متحده ایالاتو د تحقیقاتو فدرالي اداره]

له یوې ویډیو څخه، چې د ۱۳۹۶ د لړم په ۱۰مه د متحده ایالاتو د مرکزي استخباراتو ادارې له خوا خپره شوه، اخیستل شوی یو عکس حمزه بن لادن (چپ) د القاعدې د فقید مشر اسامه بن لادن زوی، په داسې حال کې ښیي چې په ایران کې خپل واده لمانځي. له ډېر وخت راهیسې داسې فکر کېده چې حمزه بن لادن د ایران له خوا خوندي ساتل کیږي او تر دې چې د القاعدې فقید مشر د ایران لوی مذهبي مشر آیت الله علي خامنه اي ته یو لیک لیکلی وو.‌ امریکایي ځواکونو ځوان بن لادن په ۱۳۹۸ کې د افغانستان - پاکستان پر پوله سیمو کې وواژه. [آرشیف]

له یوې ویډیو څخه، چې د ۱۳۹۶ د لړم په ۱۰مه د متحده ایالاتو د مرکزي استخباراتو ادارې له خوا خپره شوه، اخیستل شوی یو عکس حمزه بن لادن (چپ) د القاعدې د فقید مشر اسامه بن لادن زوی، په داسې حال کې ښیي چې په ایران کې خپل واده لمانځي. له ډېر وخت راهیسې داسې فکر کېده چې حمزه بن لادن د ایران له خوا خوندي ساتل کیږي او تر دې چې د القاعدې فقید مشر د ایران لوی مذهبي مشر آیت الله علي خامنه اي ته یو لیک لیکلی وو.‌ امریکایي ځواکونو ځوان بن لادن په ۱۳۹۸ کې د افغانستان - پاکستان پر پوله سیمو کې وواژه. [آرشیف]

دغه راپورونه په داسې حال کې خپاره شوي چې د القاعدې د راتلونکیو موخو په هکله پوښتنې مخ په ډیریدو دي او دغه شبکه له هغه سازمان سره چې د کاریزماټیک بن لادن له مشرۍ لاندې یې په ګرده نړۍ کې وېره خپره کړې وه، ډیر توپیر لري.

د الظواهري د مرګ په هکله اوازې

په ۱۳۹۰ کال کې په پاکستان کې د متحده ایالاتو په عملیاتو کې د اسامه په وژل کېدلو سره دغه ګروپ د الظواهري لاس ته پاتې شو. نوموړی یو پخوانی مصری مجاهد او د القاعدې یو ستر فکري مؤسس وو، خو دا وړتیا یې نه لرله چې د بن لادن په څېر په ګرده نړۍ کې افراطیان سره راټول کړي.‌

یوه جګپوړي امریکایي چارواکي چې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په نړۍ والو هڅو کې ښکېل وو سي اېن اېن ته وویل، د تېر کال د زمري په میاشت کې داسې استخباراتي راپورونه ترلاسه شول چې الظواهري ته «د زړه ناروغي» پیدا شوې وه.‌

په متحده ایالاتو کې د نړۍ وال سیاست مرکز (سي جي پي) ادارې رییس حسن حسن د اونۍ په پای کې وویل چې الظواهري یوه میاشت مخکې په طبیعي مرګ مړ شوی دی.

د جهادي رسنیو د څار (اېس آی ټي اي) رییسې ریتا کتز وویل،‌ داسې نه تایید شوي راپورونه خپاره شوي چې الظواهري مړ شوی دی.‌

هغې وویل، «القاعده معمولا د خپلو مشرانو د مرګ په هکله په وخت سره خبرونه نه خپروي.»

په هر حال، دا لومړی ځل نه دی چې د الظواهري د مړینې په هکله راپورونه خپرېږي، او هغه بیا بیا څو ځله سر راپورته کوي.

د هاورفورډ پوهنتون یوه استاد او د القاعدې او جهادېزم په هکله د څو کتابونو مؤلف بارک مینډیلسن وویل، «استخباراتي ادارې باور لري چې هغه ډېر ناروغ دی.»

هغه ای اېف پي ته وویل، «بالاخره، که دا پېښه شوې نه وي، ژر به وشي.»

د سلاکارانو هیئت

شنونکي وایي، که یو یا دواړه کسان مړه شوي وي، کومه ډله چې هغوی په میراث پرېښې ده په هېڅ صورت هم له هغې شبکې سره مقایسې وړ نه ده چې په متحده ایالاتو باندې یې د سپتمبر د ۱۱مې بریدونه پلان او ترسره کړي وو.

د دغې ډلې ایډیالوژي د افریقا په ساحلي سیمه، پاکستان او همدارنګه د سومالیا، مصر او یمن په ګډون د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د څو سازمانونو د رامنځته کېدلو سبب شوې ده.

خو دغه ډله د هغوی په فعالیتونو یا په هغو اتحادونو چې دوي یې په ځایي کچه رامنځته کوي، کنټرول نه لري.

مینډیلسن وویل چې دی اټکل کوي چې په راتلونکي کې به د القاعدې مشري «د سلاکارانو هیئت» یا یوې مشورتي شورا له خوا وشي.‌

هغه وویل، «خلک که وغواړي د القاعدې د مرکزي مشرتابه لارښونې به تعقیب کړي، خو د هغوی د نظریاتو اطاعت به الزامي نوي.»

القاعدې چې نور نو مخکښه افراطي ډله نه ده، لیدلي چې نورو بنسټونو هم وده کړې، او ځینې وختونه یې ورسره شخړې هم راغلي دي.

دغه شبکه د داعش، چې په عراق او سوریه کې یې «خلافت» جوړ کړی وو او په اروپا کې یې همغږي بریدونه ترسره کړل، تر سیوري لاندې راغلې ده.

د داعش ډلې فزیکي «خلافت» د ۱۳۹۶ په منځ کې وشیندل شو.

په راتلونکې کې به څوک وي؟‌

د نوي مشر لپاره به ستره ننګونه دا وي چې په دې شرایطو کې د یادې ډلې مؤثریت حفظ کړي.

ډېر شنونکي یو مهم کاندید سیف العدل، چې د مصر د پوځ یو پخوانی ډګرمن دی او په ۱۳۶۰مو کالونو کې د مصر جهادي خوځښت سره یوځای شوی دی، په خوله غړوي.‌

هغه ونیول شو او بیا خوشې شو او تر هغه وروسته افغانستان ته چې د بن لادن او الظواهري مرکز په کې وو، لاړ، او له القاعدې سره ملګری شو.‌

په متحده ایالاتو کې د افراطیت ضد پروژې (سي اي پي) په نامه څېړنیزې ادارې په وینا، هغه په ۱۳۸۲ کې په ایران کې ونیول شو او په ۱۳۹۴ کې د بندیانو د تبادلې په ترڅ کې خوشې کړای شو. داسې باور کیده چې په ۱۳۹۷ کې هم هغه په ایران کې وو او د الظواهري د مهمو مرستیالانو څخه وو.

سي اي پي وویل، «العدل د القاعدې د عملیاتي وړتیاوو په رامنځته کولو کې یو مهم رول ولوباوه او په ډیره چټکۍ سره یې په دې ډله کې وده وکړه.»

مینډیلسن وویل العدل په دغه شبکه کې یو «ستر نوم» وو او «ښایي چې د مشرۍ لپاره راتلونکی کس» وي.

خو ده ټینګار وکړ چې العدل له عبدالله سره یوځای په ایران کې ډېر کالونه پټ تېر کړل، او په دې توګه د القاعدې د مشرانو له نوي نسل څخه لیرې پاتې شوی دی.

مینډیلسن وویل، «زه په دې مطمئن نه یم چې په القاعده کې د هغه موقف څومره قوي دی، په ځانګړې توګه اوس چې زوړ نسل، په ځانګړې توګه ټول زاړه مشران مړه شوي دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د القاعدې د زاړه مشر ایمن الظواهري مړینه د دغې ډلې لپاره یو بد خبر دی. له اسامه بن لادن څخه وروسته، ایمن الظواهري تر ټولو مهم شخص او د یادې ډلې مشر وو. هغه د القاعدې له مؤسسینو څخه وو، څو لسیزې تجربه یې لرله او د القاعدې لپاره مهم وو. د هغه په مړینه به دغه ډله کمزورې شي.‌

ځواب ورکړئ

القاعده به د هغې د مشرانو په وژلو سره کمزورې نشي. که یو مشر ووژل شي، بل د دغې ډلې د مشر په توګه ټاکل کیږي. القاعده یوه ترهګره ډله ده چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د میلیونونو خلکو له خوا حمایه کیږي. القاعده داسې یوه ډله ده چې له امریکا سره د دښمنۍ له امله تاسیس شوې، او څو چې امریکا یو شمېر ځانګړي فعالیتونه ونه دروي، دغه ډله به خپل فعالیت ته دوام ورکړي. مثلاً، امریکا هڅه کوي چې په عربي هېوادونو او ځینې افریقایي هېوادونو لکه مصر کې لاسوهنه وکړي او مسلمانانو ته اجازه نه ورکوي چې په خپلو هېوادونو کې مستقل حکومتونه جوړ کړي، نو که امریکا غواړي چې دغه ترهګر سازمان له خپل کار نه لاس واخلي، هغه باید له اسلامي هېوادونو سره ښې او بې طرفه اړیکې وساتي. امریکا باید د هېوادونو په داخلي چارو کې د لاسوهنې هڅه ونه کړي او پرېږدي چې خلک د خپل هېواد او راتلونکي په هکله پخپله پرېکړه وکړي. امریکا باید د نړۍ د زبرځواک په توګه،‌ هڅه وکړي چې په یادو هېوادونو کې سوله تأمین وي، او د تېلو د ترلاسه کولو لپاره په عربي هېوادونو کې اور بل نه کړي.‌ امریکا یو ډېر شتمن هېواد دی او په نړۍ کې تر ټولو ډېر عواید لري، نو، امریکا باید د نورو هېوادونو د شتمنیو د ترلاسه کولو په هکله فکر ونه کړي. امریکا باید د ټولو هېوادونو خلکو ته اجازه ورکړي چې د امریکایانو په څېر یو بهتر ژوند ولري. عربي هېوادونه ډېر شتمن دي، خو د هغو هېوادونو د واکمنانو د غلطو سیاستونو له امله دغه خلک په فقر او بې چاره ګۍ کې ژوند کوي. مونږ باید هڅه وکړو چې د ځمکې پر مخ جنت جوړ کړو. د ځمکې پر مخ د جنت جوړول یوازې هغه وخت ممکن دي چې د نړۍ ټول خلک ښه اقتصاد ولري.

ځواب ورکړئ