تروريزم

په تهران کې د القاعدې د جګپوړي چارواکي وژنې د ایران لپاره نا ارامونکې پوښتنې راپورته کړلې

سلام ټایمز

ملکي خلک او د اطفایې عمله په دې کار کوي‌ چې په ۱۹۹۸ کې د کینیا په نایروبي کې د متحده ایالاتو سفارت سره نږدې له یوې بمي چاودنې څخه وروسته جسدونه راوباسي. په دغه برید کې د ۸ امریکایانو په ګډون لږ تر لږه ۶۰ کسان ووژل شول او له ۱۰۰۰ څخه ډېر نور ټپیان شول. [ای اېف پي]

ملکي خلک او د اطفایې عمله په دې کار کوي‌ چې په ۱۹۹۸ کې د کینیا په نایروبي کې د متحده ایالاتو سفارت سره نږدې له یوې بمي چاودنې څخه وروسته جسدونه راوباسي. په دغه برید کې د ۸ امریکایانو په ګډون لږ تر لږه ۶۰ کسان ووژل شول او له ۱۰۰۰ څخه ډېر نور ټپیان شول. [ای اېف پي]

تهران -- دا د حیرانتیا خبره نه ده چې ایرانی رژیم له هغه راپور څخه انکار کوي چې د القاعدې دویم جګپوړی قوماندان عبدالله احمد عبدالله چې د ابو محمد المصري په نامه مشهور وو، د اسراییلي جاسوسانو له خوا په پټه په تهران کې ووژل شو.‌

هغه څه چې صحیح روښانه نه دي دا دي چې ولې ایراني چارواکو المصري له کالونو راهیسې په تهران کې د جګپوړو خلکو د استوګنې په یوه سیمه کې پټ کړی وو.

نیویارک ټایمز د جمعې په ورځ /د لړم ۲۳مه/ راپور ورکړ چې، المصري، چې په متحده ایالاتو کې پرې په ۱۹۹۸ کې په تانزانیا او کینیا کې د دغه هېواد په سفارتونو باندې د هم مهالو بمی بریدونو د تنظیمولو تور لګېدلی دی، په روان وړي کې د واشنګټن په حکم د موټرسایکل سپرو اسراییلي جاسوسانو له خوا په تهران کې په پټه وویشتل شو او ووژل شو.‌

دغې ورځپاڼې د ګڼو استخباراتي سرچینو له قوله لیکلي چې، د القاعدې دغه جګپوړی مشر له خپلې لور مریم سره چې د اسامه بن لادن د زوی حمزه کونډه وه، یو ځای ووژل شو.‌

د القاعدې په دغه جګپوړي مشر عبدالله احمد عبدالله باندې چې د ابو محمد المصري په نامه مشهور وو، د ۱۳۷۷ د زمري په ۱۶مه [د ۱۹۹۸ د اګست په ۷مه] د تانزانیا په دارالسلام او د کینیا په نایروبي کې د متحده ایالاتو په سفارتونو باندې په بمي بریدونو کې د ښکېلتیا تورونه لګېدلي وو. د استخباراتي سرچینو په وینا، هغه د روان میلادي کال په لومړیو کې په ایران کې ووژل شو. [د متحده ایالاتو د تحقیقاتو فدرالي اداره]

د القاعدې په دغه جګپوړي مشر عبدالله احمد عبدالله باندې چې د ابو محمد المصري په نامه مشهور وو، د ۱۳۷۷ د زمري په ۱۶مه [د ۱۹۹۸ د اګست په ۷مه] د تانزانیا په دارالسلام او د کینیا په نایروبي کې د متحده ایالاتو په سفارتونو باندې په بمي بریدونو کې د ښکېلتیا تورونه لګېدلي وو. د استخباراتي سرچینو په وینا، هغه د روان میلادي کال په لومړیو کې په ایران کې ووژل شو. [د متحده ایالاتو د تحقیقاتو فدرالي اداره]

له یوې ویډیو څخه، چې د ۱۳۹۶ د لړم په ۱۰مه د متحده ایالاتو د مرکزي استخباراتو ادارې له خوا خپره شوه، اخیستل شوی یو عکس حمزه بن لادن (چپ) د القاعدې د فقید مشر اسامه بن لادن زوی، په داسې حال کې ښیي چې په ایران کې خپل واده لمانځي. له ډېر وخت راهیسې داسې فکر کېده چې حمزه بن لادن د ایران له خوا خوندي ساتل کیږي او تر دې چې د القاعدې فقید مشر د ایران لوی مذهبي مشر آیت الله علي خامنه اي ته یو لیک لیکلی وو.‌ امریکایي ځواکونو ځوان بن لادن په ۱۳۹۸ کې د افغانستان - پاکستان پر پوله سیمو کې وواژه. [آرشیف]

له یوې ویډیو څخه، چې د ۱۳۹۶ د لړم په ۱۰مه د متحده ایالاتو د مرکزي استخباراتو ادارې له خوا خپره شوه، اخیستل شوی یو عکس حمزه بن لادن (چپ) د القاعدې د فقید مشر اسامه بن لادن زوی، په داسې حال کې ښیي چې په ایران کې خپل واده لمانځي. له ډېر وخت راهیسې داسې فکر کېده چې حمزه بن لادن د ایران له خوا خوندي ساتل کیږي او تر دې چې د القاعدې فقید مشر د ایران لوی مذهبي مشر آیت الله علي خامنه اي ته یو لیک لیکلی وو.‌ امریکایي ځواکونو ځوان بن لادن په ۱۳۹۸ کې د افغانستان - پاکستان پر پوله سیمو کې وواژه. [آرشیف]

دا برید د زمري په ۱۶مه د افریقا د بمي بریدونو په نېټه ترسره شو. په برید کې ۲۲۴ کسان ووژل شول او په سلګونو نور ټپیان شول.‌

امریکایي استخباراتي چارواکو ټایمز ته وویل چې المصري له ۱۳۸۲ کال راهیسې د ایران په «توقیف» کې وو، خو لږ تر لږه له ۱۳۹۴ راهیسې یې د تهران د اعیانو د استوګنې په مېنه پاسداران کې ازادانه ژوند کاوه.

د پټولو لپاره یو د منلو وړ مګرم غیر واقعي راپور

د زمري د ۱۶مې په سهار، المصري‌ له خپلې لور سره یوځای له خپل کور سره نږدې په یوه رینالټ سیډان موټر کې روان وو چې دوو وسله والو موټرسایکل سپرو سړیو پرې پنځه ډزې وکړې.‌

په هغه وخت کې دوو ایراني خبري اژانسونو -- رسمي خبري اژانس ایرنا او مهر -- د یوې ورته پېښې په هکله راپور ورکړ او قربانیان یې د حبیب داود، یوه ۵۸ کلن لبناني د تاریخ ښوونکي، او د هغه ۲۷ کلنه لور مریم، په نوم یاد کړل، خو نور جزیات یې پرې ورنه کړل.‌

د لبنان خبري چینل اېم ټي وي او د ایران د اسلامي‌ انقلاب ساتونکیو پورې تړلیو د ټولنیزو رسنیو حسابونو راپور ورکړ چې داود په لبنان کې د ایران له خوا د حمایه کېدونکي اورپکي سازمان حزب الله یو غړی وو.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، دغه راپورونه د منلو وړ ښکارېدل، خو حقیقت دا دی چې د حبیب داود په نامه څوک نشته.

د ورځپاڼې په وینا، یو شمېر لبنانیانو چې له ایران سره یې نږدې اړیکې لرلې، وویل چې هغوی د داود یا د هغه د وژنې په هکله څه نه دي اورېدلي. هغوی وویل چې په ایران کې د تاریخ د ټولو استادانو لستونو ته په کتلو سره، تېر کال په ایران کې د تاریخ د لبناني‌ ښوونکي او د تعلیم او تربیې د محقق د وژلو په هکله راپورونه نه وو، او نه د حبیب داود څه ریکارډ موجود وو.‌

یوه استخباراتي چارواکي وویل، په حقیقت کې، «حبیب داود» یو مستعار نوم وو چې ایراني چارواکو المصري ته ورکړی وو.‌

د مصر د اسلامي‌ جهاد چې د القاعدې یوه ملګرې ډله ده، پخواني مشر او د المصري د ډېر وخت ملګري نبیل نعیم د سعودي خبري چینل العربیه ته هم د تلې په میاشت کې همدا خبره وکړه.‌

د ایران د بهرنیو چارو وزارت دغه راپورونه «د دروغو معلومات» وبلل او رد یې کړل.‌

د ایران رژیم سره اړیکې

المصري د القاعدې د مؤسسو مشرانو له ډلې څخه یو مشر وو او داسې فکر کېده چې اوسني مشر ایمن الظواهري پسې به د یاد سازمان مشري ترلاسه کړي.

په ۲۰۰۱ کې په متحده ایالاتو د سپتمبر د ۱۱مې له بریدونو څخه وروسته، المصري، سیف العادل او حمزه بن لادن د القاعدې د هغو جګپوړو مشرانو د یوه ګروپ برخه وو چې له افغانستان څخه ووتل او په ایران کې یې پناه واخیستله.‌

د ترهګرۍ د چارو پوهان وایي، په ایران کې المصري حمزه بن لادن ته، چې د سازمان د مشرۍ لپاره تربیه کېده، روزنه ورکوله. حمزه بن لادن تېر کال د افغانستان - پاکستان تر منځ سیمه کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو په ترڅ کې ووژل شو.

العدل اوس هم فراري دی

په ۱۳۹۶ کې،‌ د متحده ایالاتو حکومت د پاکستان په ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن له کور نه چې هغه په کې په ۱۳۹۰ کې د متحده ایالاتو د خاصو ځواکونو له خوا ووژل شو، د ترلاسه شویو اسنادو یوه ذخیره خپره کړه.

دغو اسنادو له تهران سره د القاعدې د مبهمې اړیکې په هکله نوې رڼا واچوله،چې په ایران کې د حمزه د واده ویډیو هم په کې شامله وه.

دغه اسناد، او ورسره د المصري وروستۍ وژنه او تراوسه پورې موندل شوي نور شواهد ښیي چې د ایران رژیم په ځانګړې توګه د اسلامي انقلاب‌ ګارد له القاعدې سره قوي اړیکې لري.

د اسلامي انقلاب ګارد ځواک باندې تور دی چې د القاعدې یو ډیر شمېر عناصرو ته یې، چې له نړۍ والو چارواکو څخه تښتېدلي دي، ځای ورکړی.

په مصر کې د اسلامي جهاد پخواني مشر نعیم چې اوس یې ترهګري پرېښې ده، وویل،د اسلامي انقلاب ګارد د قدس ځواک پخوانی قوماندان تورن جنرال قاسم سلیماني چې د غوایي په میاشت کې په بغداد کې ووژل شو، «د اسلامی انقلاب ګارد او القاعدې تر منځ د اړیکو طراح دی.»

هغه زیاته کړه، د حزب الله نظامي قوماندان عماد مغنیه مخکې له دې چې په ۱۳۸۷ کې ووژل شو هم «د القاعدې د عناصرو په روزلو، په ځانګړې توګه د غولوونکیو دامونو او بمونو په هکله په روزلو کې یو مهم رول ولوباوه.»

هغه وویل، د اسلامي انقلاب ګارد او ایراني استخباراتو دواړو سره د القاعدې اړیکې قوي دي، او یادونه یې وکړه چې، «اړیکې هه وخت لا ښې څرګندې شوې چې ایران د القاعدې د مشر اسامه بن لادن د کورنۍ کوربه توب وکړ.»

نعیم وویل، دواړه لوري له کالونو راهیسې فرقه ییزې ترینګلتیاوې پاروي چې په کې «د اسلامي انقلاب ګارد ځانونه د شیعه ګانو د حقونو خوندي کوونکي او مدافعین ښیي، او القاعده د سني ټولنې په برخه کې له عین تکتیک څخه استفاده کوي.»

ایران په پرله پسې توګه له دې څخه انکار کوي چې دالقاعدې چارواکو ته یې ځای ورکړی دی، خو وروستۍ افشاوو په دغه موقف باندې باور ډیر ستونزمن کړی دی.‌

په سوفان مرکز کې د ترهګرۍ پر ضد د مجادلې د چارو یوه شنونکي کولین پ. کلارک نیویارک ټایمز ته وویل، «ایران له فرقه پالنې څخه په هغه صورت کې چې د رژیم له ګټو سره برابر وي د سوټي په توګه کار اخلي، خو کله چې د ایران د ګټو خبره شي بیا نو د سني - شیعه وېش له پامه غورځوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډېر په زړه پوري مالومات خو بیا ځیني لیکنۍ تېروتني لري. لکه؛ "د پټولو لپاره یو د منلو وړ مګرم غیر واقعي راپور" سرلیک چي باید د مګرم چي یو بې مانا لغت دی پر ځای د "خو" تړونکی کارول سوی وای.

ځواب ورکړئ