امنیت

پمپیو: القاعدې خپل 'مرکز' د تهران تر خوندیتوب لاندې ایران ته لېږدولی دی

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د مرغومي په ۲۳مه په واشنګټن کې په ملي مطبوعاتي کلب کې خبرې کوي.‌ پمپیو وویل، ایران 'د القاعدې لپاره نوی مهم جغرافیوي مرکز' ګرځېدلی دی. [انډریو هارنیک/پي او او اېل/ ای اېف پي]

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د مرغومي په ۲۳مه په واشنګټن کې په ملي مطبوعاتي کلب کې خبرې کوي.‌ پمپیو وویل، ایران 'د القاعدې لپاره نوی مهم جغرافیوي مرکز' ګرځېدلی دی. [انډریو هارنیک/پي او او اېل/ ای اېف پي]

واشنګټن -- د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر چې کار یې په پای ته رسېدلو دی، د سې شنبې په ورځ /د مرغومي ۲۳مه/ وویل، ایران 'د القاعدې لپاره نوی مهم جغرافیوي مرکز' ګرځېدلی دی. نوموړي هغه راپور تایید کړ چې د القاعدې دویم نمبر مشر تېر کال په تهران کې ووژل شو.‌

هغه په واشنګټن کې د مطبوعاتو په ملي کلب کې په یوه وینا کې وویل، «القاعده یو نوی اصلي مرکز لري: هغه د ایران اسلامي جمهوریت دی.»

نوموړي وویل، «د افغانستان پر خلاف چې القاعده په کې په غرونو کې پټېدله، نن ورځ القاعده د ایراني رژیم د خوندیتابه تر کلک پوښ لاندې فعالیت کوي.»

پمپیو وویل، «هغوی په ترهګرۍ او کرکه کې سره شریکان او ملګري دي.»

د القاعدې په جګپوړي مشر عبدالله احمد عبدالله باندې چې د ابو محمد المصري په نامه مشهور وو، د ۱۳۷۷ د زمري په ۱۶مه [د ۱۹۹۸ د اګست په ۷مه] د تانزانیا په دارالسلام او د کینیا په نایروبي کې د متحده ایالاتو په سفارتونو باندې په بمي بریدونو کې د ښکېلتیا تورونه لګېدلي وو. د استخباراتي سرچینو په وینا، نوموړی د چنګاښ په میاشت کې په ایران کې ووژل شو. [د متحده ایالاتو د تحقیقاتو فدرالي اداره]

د القاعدې په جګپوړي مشر عبدالله احمد عبدالله باندې چې د ابو محمد المصري په نامه مشهور وو، د ۱۳۷۷ د زمري په ۱۶مه [د ۱۹۹۸ د اګست په ۷مه] د تانزانیا په دارالسلام او د کینیا په نایروبي کې د متحده ایالاتو په سفارتونو باندې په بمي بریدونو کې د ښکېلتیا تورونه لګېدلي وو. د استخباراتي سرچینو په وینا، نوموړی د چنګاښ په میاشت کې په ایران کې ووژل شو. [د متحده ایالاتو د تحقیقاتو فدرالي اداره]

نیویارک ټایمز د لړم په ۲۳مه راپور ورکړ چې،‌د القاعدې دویم نمبر مشر عبدالله احمد عبدالله چې په محمد المصري مشهور وو، تېر اوړی په تهران کې ووژل شو.

یادې ورځپاڼې د ګڼو استخباراتي سرچینو په استناد راپور ورکړی چې، المصري چې په متحده ایالاتو کې پرې په کینیا او تنزانیا کې په ۱۳۷۷ [۱۹۹۸] کې د دغه هېواد په سفارتونو د بمي بریدونو د همغږۍ تورونه لګېدلي وو، له خپلې لور او د اسامه بن لادن د زوی حمزه له کونډې مریم سره یوځای، ووژل شو.‌

امریکایي استخباراتي چارواکو ټایمز ته وویل چې المصري له ۱۳۸۲ کال راهیسې د ایران له خوا په «توقیف» کې وو، خو لږ تر لږه له ۱۳۹۴ راهیسې یې د تهران د اعیانو د استوګنې په مېنه پاسداران کې ازادانه ژوند کاوه.

تهران له دې څخه انکار کړی چې المصري د ایران په خاوره کې وژل شوی دی او په نه حیرانوونکي ډول د القاعدې ترهګرو ته د خوندي ځای له برابرولو څخه انکار کوي.‌

د ایران - القاعدې د مشارکت اوږد تاریخ

ایران چې شیعه اخوندواکي په کې حاکمه ده، په ایډیالوژیک لحاظ له القاعدې او داعش دواړو سره مخالف دی ځکه هغه دواړه افراطي سني حرکتونه دي چې اکثریت په کې د عربانو دی.‌

خو دغه ښکاره فرقه ییز وېش هم د دې مخه نه ده نیولې چې د ایران رژیم دې د یو شمېر ترهګرو ګروپونو چې د هغوی پراختیا غوښتونکې اجندا ته لاره هواروي، له ملاتړ څځه لاس واخلي.

پمپیو د ایران له خوا په لبنان کې د حزب الله، په یمن کې د حوثیانو (انصارالله)، په عراق کې د شیعه ملېشو، او د سني ترهګرو ډلو لکه حماس او د فلسطین اسلامي جهاد سره د ایران د ملاتړ یادونه وکړه.‌

هغه وویل، «په حقیقت کې، القاعده له نږدې درې لسیزو راهیسې له تهران سره اړیکه لري

هغه وویل، د ۱۳۷۰مو کالونو په پیل کې، د القاعدې فعالانو ایران او د لبنان البقاع درې ته، چې د ایران له خوا د ملاتړ کېدونکې حزب الله ډلې اصلي مرکز دی، د چاودېدونکیو توکو د روزنې ترلاسه کولو لپاره، سفرونه کول.‌

پمپیو د خپلو خبرو په دوام وویل، په متحده ایالاتو باندې د سپتمبر د ۱۱مې له بریدونو څخه مخکې موده کې، تهران د القاعدې غړو ته اجازه ورکړه چې د ایران او افغانستان تر منځ ازادانه تګ راتګ وکړي او د هغوی په پاسپورټونو باندې یې ټاپې نه وهلې.

هغه وویل، «دا د دې لپاره وو چې له هغوی سره مرسته وشي چې بېرته خپلو وطنونو ته په ستنېدلو سره پرې شک ونشي.»

پمپیو ومنله چې داسې «شواهد نشته چې وښیی چې ایران د سپتمبر د ۱۱مې د بریدونو په پلان کې مرسته کړې یا مخکې تر مخکې پرې خبر وو»، خو د سپتمبر د ۱۱مې د الوتکه تښتوونکیو له ډلې څخه لږ تر لږه ۸ کسانو د ۱۳۷۹ د تلې او سلواغې د میاشتو تر منځ د ایران له لارې سفرونه کړي دي.

د بن لادن په یوه لیک کې چې د متحده ایالاتو ځواکونو په ۱۳۹۰ کې د پاکستان په ایبټ اباد کې د بن لادن په کور د برید په ترڅ کې وموندیادې ترهګرې ډلې ته د ایران د اهمیت په هکله معلومات ورکړل شوي دي.

بن لادن لیکلي، «ایران د پیسو، کسانو او مخابراتو لپاره زموږ اصلي شریان دی... څو چې تاسو مجبور شوي نه یئ، دې ته اړتیا نشته چې د ایران پر ضد جنګ وکړئ.»

د القاعدې فعالان په تهران کې عادي ژوند کوي

پمپیو په ایران باندې د پراخو بندیزونو او هغه برید ملاتړ وکړ چې د اسلامي انقلابي ګارډ د قدس ځواک قوماندان تورن جنرال قاسم سلیماني یې تېر کال په بغداد کې وواژه.‌

د القاعدې د یوې ملګرې ډلې، د مصر اسلامي جهاد، پخواني مشر او د المصري د ډېر وخت دوست نبیل نعیم د تلې په میاشت کې د سعودي خبري چینل العربیه ته وویل، سلیماني «د اسلامي انقلابي ګارډ او القاعدې تر منځ د ارتباط بنسټ ایښی دی.»

هغه وویل، له اسلامي انقلابي ګارډ او د ایران استخباراتو دواړو سره د القاعدې ارتباط قوي دی، او یادونه یې وکړه چې «دغه ارتباط هغه وخت ښه څرګند شو چې ایران د القاعدې د مشر اسامه بن لادن د کورنۍ کوربه توب وکړ.»

پمپیو وویل، «د ایران د استخباراتو او امنیت وزارت او اسلامي انقلابي ګارډ القاعدې ته خوندي پټنځایونه او لوجیستیکي ملاتړ -- لکه اسناد، تذکرې او پاسپورټونه ورکړي دي -- چې د هغوی فعالیت ته لاره هواروي.»

هغه وویل، د القاعدې د مشر ایمن الظواهري مرستیالان په ایران کې دي «او یو نورمال د القاعدې ژوند کوي.»

پمپیو وویل، «تهران القاعدې ته اجازه ورکړې چې پیسې ټولې کړي، په ګرده نړۍ کې د القاعدې غړو سره ازادانه اړیکې ونیسي، او ډېر نور داسې کارونه وکړي چې پخوا له افغانستان یا پاکستان څخه رهبري کېدل.»

ځینې شنونکی وایي،‌ تهران د القاعدې فعالانو ته اجازه ورکړې چې په خاوره کې یې -- د متحده ایالاتو له پوځ څخه په نسبي توګه خوندي -- پاتې شي، او په دې توګه په ایران باندې د بریدونو مخه نیسي.‌

پمپیو اعتراف وکړ چې،‌ «امریکا په ایران کې د القاعدې د وړتیاوو او د هغوی د فعالیتونو په هکله ډېر کم معلومات لري. موږ نن د پخوا په څیر لارې نه لرو ځکه چې د القاعدې دغو جنایتکارانو په ایران کې ژور سوري اېستلي دي.»

پمپیو ټینګار وکړچې په ایران باندې دې لا نور نړۍ وال فشار واچول شي.

همدارنګه، هغه په څو کسانو باندې د بندیزونو، او د محمد ابطحي یا عبدالرحمان المغربي په نامه د القاعدې د یوه غړي په هکله چې هغه وویل باور کیږي په ایران کې دی، د معلوماتو د ورکولو په بدل کې د ۷ میلیونو ډالرو د انعام، اعلان وکړ.‌

المغربي چې د الظواهري زوم او جګپوړی سلاکار دی له ۱۳۹۱ راهیسې په افغانستان او پاکستان کې د القاعدې د عمومي مدیر په توګه کار کړی دی.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت د انعامونه د عدالت لپاره وېب سایټ د معلوماتو له مخې، د ترهګرۍ پر ضد له څو کاله اوږدو نړۍ والو فشارونو څخه وروسته هغه ایران ته ځای بدل کړ او له هغه ځای نه یې په ګرده نړۍ کې د القاعدې د فعالیتونو څارنې ته دوام ورکړ.

د القاعدې د بهرنیو ارتباطاتو د ادارې د مشر په توګه، المغربي د القاعدې له ملګرو سره فعالیتونه همغږی کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په دې کې هېڅ شک نشته، ایران به د متحده ایالاتو د ماتولو لپاره هر کار وکړي، او القاعده به چې په تېښته ده او په سیمه کې د امریکا ګټې ګواښي،‌ غښتلې کړي.‌ په ایران باندې باید فشار واچول شي او د هر ګام له اخیستلو څخه باید منع کړای شي. که د ایران مخه ونه نیول شي، هغه به د عربي هېوادونو او افغانستان لپاره په یوه جدي ګواښ باندې بدل شي.‌

ځواب ورکړئ

د ټرمپ اداره د خپلې واکمنۍ په وروستي پړاو کې هڅه کوي چې په ایران باندې القاعدې ته د ځای ورکولو تور ولګوي. هر څوک پوهېږي چې ایران له القاعدې سره هېڅ نه لري، او په حقیقت کې القاعده د ایران او شیعه ګانو دښمنه ده، خو مایک پمپیو راځي او په رډو سترګو په ایران باندې تور لګوي چې له القاعدې سره اړیکې لري.‌ شرم ښه شی دی.‌ اکثر امریکایان بې شرمه خلک دي.‌ امریکا د زوال په لوري روانه ده، او نور به خپل پخوانی ځواک ونه لري. په نژدې راتلونکي کې به چین د نړۍ تر ټولو غټ اقتصادي قوت وشي چې دا د ملعونې امریکا لپاره ډېر بد خبر دی. هر څه چې د امریکا حکومت وایي تاسو یې را اخلئ او خپروئ یې. وشرمېږئ چې تاسو په افغانستان کې د امریکایانو چټیات خپروئ.‌

ځواب ورکړئ

آیا تاسو نه پوهېږئ چې ایران له ترهګرو ډلو سره اړیکې لرلې، او د تېرو شلو کالو په ترڅ‌ کې یې هغوی تمویل او حمایه کول؟ دا خبره دروغ نه ده.‌ ایران هر څه کولی شي. د ایران لپاره د هغه هیواد ګټې او د هغه د حریفانو ماتول مهم دي. ایران پوهیږي چې القاعده د امریکا د متحدو ایالاتو لپاره ډېره خطرناکه ده،‌ او د هغوی په قوي کېدلو سره به امریکا ماته شي. ایران حتی د امریکا پر ضد د داعش ملاتړ کوي.‌

ځواب ورکړئ

دوه خبرې: - دا د القاعدې او داعش دا خبرې هسې دروغ دي. دا ټول د وسلو د سوداګرو پروژې دي چې داسې ډلې جوړوي بیا یې یوه له بلې او له دولتونو سره جنګوي او په اصل کې خپلې وسلې خرڅوي. - ستاسو ویب سایټ او مطالب یې ښکلي دي. زه یو نظر لرم؛ د سلام ټایمز د نامه اخوا دې خوا سپینه ساحه ښه نه ښکاري. داسې وکړئ چې په بګراونډ کې یې د واشنګټن پوسټ په څېر یو هولوګرام ورته وایي که څه ورته وایي هغسې یو عکس واچوئ بیا به نور هم ښه ښکاري. کولی شئ چې د دې لپاره د کابل ښار یو عکس واچوئ. مننه

ځواب ورکړئ