امنیت

د ایران د قدس ځواک نوی قوماندان د بریا په لاره کې له غټو خنډونو سره مخامخ دی

د فارس العمران راپور

په دې عکس کې، بریدجنرال اسماعیل قاآنی (په پوځي یونیفورم کې ښي لور ته) د سلواغې په ۱۷مه د ایران ستر مذهبي مشر علي خامنه ای، ولسمشر حسن روحاني، او نورو جګپوړو چارواکو سره د اسلامي انقلابي ګارډ د قدس ځواک د پخواني مشر قاسم سلیماني د تابوت مخې ته لیدل کیږي. [د ایران د دفاع وزارت]

په دې عکس کې، بریدجنرال اسماعیل قاآنی (په پوځي یونیفورم کې ښي لور ته) د سلواغې په ۱۷مه د ایران ستر مذهبي مشر علي خامنه ای، ولسمشر حسن روحاني، او نورو جګپوړو چارواکو سره د اسلامي انقلابي ګارډ د قدس ځواک د پخواني مشر قاسم سلیماني د تابوت مخې ته لیدل کیږي. [د ایران د دفاع وزارت]

تهران -- شنونکي وایي، د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ د قدس ځواک نوی ټاکل شوی قوماندان برید جنرال اسماعیل قاآنی ته به ډېره ستونزمنه وي چې د خپل سلف ځای ډک کړي.

د متحده ایالاتو د بې پیلوټه الوتکې یوه برید تورن جنرال قاسم سلیماني د مرغومي په ۱۳مه په بغداد کې وواژه. نوموړی د اسلامي انقلابي ګارډ د قدس ځواک د قوماندان په توګه، په ایران کې له ستر مذهبي مشر علی خامنه ای څخه وروسته تر ټولو ځواکمن سړی بلل کېده.‌

تمه ده چې قاآني، چې د سلیماني له مړینې څخه وروسته سمدلاسه د خامنه ای له خوا وټاکل شو، د تغیر پرځای د دوام لاره ونیسي، خو شنونکي وایي، هغه نشي کولی -- او ښایي ونه توانېږي -- چې په ایران کې دننه او بهر د سلیماني په څېر کار وکړي.

د پوځي او ستراتیژیکو چارو شنونکي حاتم الفلاحی وویل، سلیمانی یو فوق العاده شخص وو چې له خامنه ای څخه پرته بل هیچاته یې ځواب نه وایه.

په عکس کې، قاآنی (ښي لور ته) د سلواغې په ۲۰مه په تهران کې له خامنه اي او روحاني سره یوځای لیدل کیږي، چې ټول یې اندېښمن ښکاري. [د ایران د دفاع وزارت]

په عکس کې، قاآنی (ښي لور ته) د سلواغې په ۲۰مه په تهران کې له خامنه اي او روحاني سره یوځای لیدل کیږي، چې ټول یې اندېښمن ښکاري. [د ایران د دفاع وزارت]

هغه وویل، له ستر مذهبي مشر سره د نژدې او باوري اړیکو له برکته هغه ته د یوه ډېر قوي شخص په سترګه کتل کېدل، او دا وړتیا یې درلوده چې له دغه نفوذ څخه په سیمه کې د تهران پلوه اجنټانو چې د هغه حکمونه یې منل یوه پراخه شبکه جوړه کړي.

الفلاحی وویل، د سلیماني مرګ «ډېره ګډوډي، په ځانګړې توګه ایران پورې تړلیو اورپکو د اړیکو او مدیریت په برخه کې رامنځته کړه.»

د قدس ځواک کار له بهرنیو ماموریتونو سره دی چې افراطي ګروپونو ته روزنه، پیسې او وسلې برابروي.

قدس ځواک، د خپل سیمه ییز نفوذ د پراختیا او د حاکمیت ټینګولو د هڅو په لړ کې، افغان، پاکستاني، عراقي او یمني ځوانان استخدامول چې د هغوی د ګټو لپاره په سوریه کې جنګ وکړي.

الفلاحي وویل، قاآني باید «هغه تشه ډکه کړي چې د هغه د سلف له مړینې سره را منځته شوه او د رژیم د نفوذ پر وړاندې په عراق، لبنان او سوریه کې د ولسي مخالفت په موجودیت کې د رژیم د یوموټي ساتلو لارې چارې وسنجوي.»

الفلاحي زیاته کړه، هغه باید په ملیشو باندې د قوي کنترول لارې چارې هم وسنجوي، او یاده یې کړه چې د اورپکو په یو لاس ساتلو کې د قاآني وړتیا د پوښتنې وړ ده.

رژیم د ولس له قهر سره مخامخ دی

د کمزورې حکومتولۍ او بندیزونو په نتیجه کې، په ایران کې دننه د اقتصادي شرایطو په خرابېدلو سره، د ایران خلک په چټکۍ سره خرابېدونکیو حالاتو سره مخامخ دي.

الفلاحي وویل، خو د دغو شرایطو پر ضد اعتراضونه په وحشیانه توګه ځپل شوي ديچې د رژیم پر ضد یې کرکه زیاته کړې ده.

په بغداد کې د المستنصریه پوهنتون د سیاسي علومو استاد عصام الفیلي وویل، د قاآني په ګډون د رژیم مشران چې د خلکو له غوسې سره مخامخ دي، د غرب په وړاندې د دښمنۍ لهجې څخه کار اخلي.

هغه وویل، هغوی دا کار په دې تمه کوي چې د سلیماني د وژنې په هکله وخت په وخت یادونه به د ایرانیانو پام د هغوی له ستونزو څخه واړوي او د رژیم لپاره به «د زوال په لور د تګ» د مخنیوي څخه وخت ورکړي.

الفیلي وویل، که څه هم چې ایراني مشران ښایي په دې سخت وخت کې له نړۍ والې ټولنې سره د ستونزو زیاتولو ته زړه ښه نه کړي، خو له خپلو بهرنیو اجنټانو سره د تهران اړیکې اوس هم همهسې روانې دی چې سلیماني پاللې.

الفیلي وویل، قاآني چې له لسیزو راهیسې د رژیم د ایډیالوژۍ په ملاتړ مشهور دی، هڅه کوي چې د سلیماني ماموریت پرمخ بوځي.

په اورپکو باندې د ژمنتیا لپاره فشار اچول شوی دی

قاآني او عراقي اورپکي عالم مقتدا الصدر د مرغومي په ۲۳مه په قم کې د ایران له خوا د ملاتړ کېدونکو عراقي ملېشو له ډېرو جيګپوړو مشرانو سره وکتل ترڅو په سیمه کې د بهرنیانو د حضور په وړاندې «د مقاومت شورا» جوړه کړي.

الفیلي وویل، د ایران مشرانو او په ځانګړې توګه قاآني غوښتل چې ددغه "پخلاینې" مجلس په جوړیدو سره وښیي چې د ایران رژیم «اوس هم نفوذ او د وفادارو وسله والو ډلو کنټرول په لاس کې لري.»

هغه وویل، دغو ډلو، چې ټولې یې په سیمه کې د وروستي تاوتریخوالي په ترڅ کې له ورته فشار سره مخامخ دي، په چټکۍ سره قاآني ته ځواب ورکړ چې دا د هغه ماموریت په تعقیبولو کې چې سلیماني پیل کړې وه د مؤثرې وړتیا لومړۍ ازموینه وه.

د سیاسي چارو عراقي شنونکي خطب العزوي وویل، دا داسې اجنټان دي چې تهران په جګړه کې ترې ګټه اخلي ترڅو د خپل ایډیالوژیک او سیاسي منشور په اساس له خپل موجودیت څخه پرې دفاع وکړي.

هغه وویل، دا روښانه ده چې دغو ډلو ددې مسؤلیت بار ته اوږه ورکړې او پرېکړه یې کړې چې د ایران له واک لاندې پاتې شي، ځکه چې په دوی کې د هر لوري زوال د ټولو د زوال په معنی ده.

العزوي وویل، «قاآني د خپل سلف په څېر یو سخت دریځه دی چې د تسلیمۍ او د لاسته راوړنو د قرباني کولو یا امتیازاتو ورکولو د نظریې مخالف دی.»

په افغانستان کې تر پلټنې لاندې

د رسنیو د راپورونو پر بنسټ، داسې ادعا کیږي چې هغه وخت چې سلیماني د قدس ځواک عمومي قوماندان وو، قاآني په افغانستان او پاکستان کې د یاد ځواک د عملیاتو څارنه پرغاړه لرله.

خو په ځانګړې توګه په افغانستان کې د هغه د رول په هکله پلټنه کیږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د مرغومي په نیمایي کې وویل چې هغوی د قاآني د هغه سفر پلټنه کوي چې په ۱۳۹۷ کې یې په بامیان ولایت کې د ایران په پیسو د جوړېدونکي روغتون د کتنې لپاره کړی وو.

د بامیانو والي محمد طاهر زهیر د مرغومي په ۱۷مه وویل، یو ایرانی هیئت د ۱۳۹۷ په غبرګولي کې له کابل څخه راغی چې روغتون وګوري او قاآني خپل ځان په کابل کې د ایران د سفیر د مرستیال په توګه معرفي کړ.

د بهرنیو چارو د وزارت د هغه مهال سرپرست وزیرادریس زمان د مرغومي په ۱۹مه په یوه خبري کانفرانس کې وویل، په ۱۳۹۷ کې د قاآني د سفر په ترڅ کې د هغه کارونه تر پلټنې لاندې دي.

زمان وویل، «اسماعیل قاآني هېڅکله هم په کابل کې د ایران د سفیر مرستیال نه وو، او موږ دا مسئله د دې لپاره څېړو چې معلومه کړو چې کله او څنګه دا کتنه وشوه او د څه لپاره وشوه.»

په کابل کې د سیاسي چارو یوه شنونکي اکبرجان پولاد وویل، «هرڅوک چې یوه هېواد ته په جعلي اسنادو ځي، دا معلومه خبره ده چې هغه شیطاني او مخرب نیت لري، او د سفیر د مرستیال یا دپلومات په توګه د یوه پوځي قوماندان معرفي کول د ایران ویجاړوونکې موخې ښیي.»

هغه وویل، «قاآني هغه وخت د فاطمیون لوا مهندس او مشر وو. ښایي چې بامیانو ته د هغه سفر د فاطمیون جنګیالیو د استخدام او له هغوی سره د اړیکو جوړولو لپاره تنظیم شوی وي.»

فاطمیون لوا یو اورپکی ګروپ دی چې له افغان وګړو څخه جوړ شوی او اصلا د اسلامي انقلابي ګارډ له خوا د دې لپاره استخدام شوی چې په سوریه کې د ولسمشر بشارالاسد د رژیم په ګټه وجنګیږي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

امریکا باید له افغانستان سره مرستې وکړي چې قوي اردو او استخبارات ترلاسه کړي او د ایران او پاکستان د افراطي ډلو پر ضد فعال واوسي. ایران او پاکستان د سیمې او نړۍ لپاره عین خطر جوړ کړی دی. امریکایانو یو ځل خپلې وسلې او تجهیزات چې په افغانستان کې یې لرل هغه یې پاکستان ته ورکړل. له پاکستان سره د داسې شیانو مرسته کول له ترهګرو سره د مرستې په څېر دي ځکه هغه ترورستان چې په افغانستان کې افغان عسکر، ملکي خلک او د افغانستان غربي متحدین وژني هغوی د پاکستان د استخباراتو او پوځ په اډوو کې روزل کیږي. بله دا چې د پاکستان پوځ د هغو مرستو او وسلو په لګولو سره چې له غرب څخه یې ترلاسه کوي په وزیرستان، باجوړ، سوات، ملاکنډ، خیبر کې پښتانه مشران د ترهګرو په نامه ووژل، ښځې یې بې ستره کړې، ماشومان یې یتیمان کړل. امریکا باید له پاکستاني پوځ سره په مرسته کولو کې ډېر محتاط اوسي.

ځواب ورکړئ

حکومت د اسماعیل قاآني په مسئله کې چې ځان یې د سفیر د مرستیال په توګه معرفي کړی او بامیان ولایت ته یې سفر کړی وو، څه وکړل؟ حکومت، په ځانګړې توګه عدلي او قضایي ادارو باید لږ تر لږه د بامیانو والي څخه د دې مسئلې په هکله څېړنې کړې وای، خو حکومت دا کار د ایران له ډاره ونه کړ. کیدای شي چې ایران په افغانستان کې ډېر جاسوسان ولري. لومړی محقق چې د یوه جیګپوړي حکومتي چارواکي تر څنګ د ایران یو جاسوس دی او په افغانستان کې د ایران لپاره خلک استخداموي.

ځواب ورکړئ